
داسيا زړۀ ګران افغانستان لرغونى پېنځه زرکلن تاريخ لري. دغه وياړلى ټاټوبي په خپله انقلابي غېږ کې ګڼ مدنيتونه، اتلان او اتلولۍ پنځولې او نړۍ ته ورپېژندلې دي. دګران هېواد دا تاريخي، لرغونى او جغرافيوي موقعيت او اهميت علامه اقبال په خپل يوۀ شعرکې ډېر لوړ انځور کړى، وايي:
قلب آسيا يک پيکر آب و گِل است
ملت افغان در آن پيکر دِل است
ازفساد او فساد آسيا
از گُشاد او گُشاد آسيا
په دغو ملي او تاريخي اتلانو کې يوهم ابومسلم خراساني دى. نوموړى اتليال په خپل پېرکې د باطل پرخلاف د حق ناره پورته کړه چې په لنډمهال کې يې پراخې ولسي پرګنې پرځان را ټولې او ملګرې کړې اود وخت تاړاکګر او بلوسګر دښمن ته يې د جګړې په ډګرکې غوڅه ماته ورکړه او په دې توګه يې تاريخي اتلولي وپنځوله او د افغان په تاريخ کې يې په برم او پرتم سره ثبت کړه. خو له بده مرغه چې د افغانستان ګاونډيان اوځينې سيمه ييز هېوادونه تل د افغان تاريخ څخه غلاوې کوي او ملي او تاريخي اتلان يې د ځان ګڼي. ابومسلم خراساني له اره افغان او پښتون دى. خو ايران، عراق، عربستان، ترکيه، تاجکستان .... هېوادونه، نوموړى د خپل تاريخ اتل بولي. سربېره پردې د هېواد تاجکان هم هغه تاجکتوکمه ګڼي. خو لوى غازي، اتل او باتورابومسلم خراساني د لوګر ولايت د بابوس سيمې اوسېدونکى دى. په قوم پښتون او دکندهار ولايت د صافي (ساپي) له خېل سره اړوند ؤ چې زيارت يې اوس هم د لوګر ولايت په بابوس سيمه کې دى. د دې ملي او تاريخي اتل د قبر په پېژند ډبره ليکل شوي : ( ابومسلم بن کيهوس بن بابوس فيلسوف صافي ) اوس ښکاره او کره شوه چې ابومسلم خراساني افغان او پښتون دى.