هیواده!

 
آرمــــــــــــــــانونه ته د رسیدو زمـــان به ووینم
زمــــــــونږ لوي هـــــــــــیواده تا ودان به ووینم
 
اوس خو ټــوټــي ټوټي یی دښــــــمنان د ډیر دي
په مخ تور شــــرمیـدلي یرغل ګـــــران به ووینم
 
خـــــیر که اوس شــــــپه ده مزل مو په تیارو که
سبا به سهار شي لمر په شنه اســـمان به ووینم
 
چی را تپلي یی ټول ناخـــــــــــــوالي په مونږ دي
ســـــبا دا په ایـــران او په پاکــــــستان به ووینم
 
مـــــشـر په مـــــــشر ورور په ورور راته وژني
دا چتل سیاست د جابیرانو په خپل ځان به ووینم
 
څه دی ونکړل چی را یاد د ژوند بدي خاطری شي
بیا به خپل د خټي جوړ کلـي او خپلوان به ووینم
 
که می پاتی ژونـــــــــدون وه جانانه تا به ووینم
لاړ به لــوګر پکـــتیا خوست هلمندیان به ووینم
 
هــــــیواده! د طارق لاس پورته په دعا وی تاته
چی  عـزتمند لوړ شان د په جـــــــهان به ووینم
طارق ستانکزی