کــنړ په وینو رنګ ده

په  و طـــــــــن ماتم ده اتلان یی شهیدان دی
کنړ په وینو رنګ ده سربازان یی شهیدان دی
هیـــــــواد ورته غمګین ده خو څه نشی ویلی
زړه یی ورته شـین ده عاشقان یی شهیدان دی
مــوری له امیده ډکی شپی او ورځی حسابوی
هــــــغه غمجنه خبر نده بچیان یی شهیدان دی
ناوکی خو ځان سره خبری کوی لاری څاری
زړونه یی رپیدلی دی مـــیانان یی شهیدان دی
ناتوانه پلار یی د جنـــــــګ زمزمی اوریدلی
ورخطا په هرخوا ده شازلمیان یی شهیدان دی
ماشـــــومان یی ناخبره غلی غمجن ښکاریږی
دنیـــا له زلمه خبر ندی آغاګان یی شهیدان دی
وتلی له کــــــــــــوره کلی د وطن ساتنی د پاره
په کــــــــــوریی ژړا ده زلمیان یی  شهیدان دی
په کلــــی کی د ځـــــــوانی او مینی افسانی دی
په کـــــوڅو کی غوغا ده پتنګان یی شهیدان دی
اف څومره ظالمــــــــــه او بی مینی دنیا شوله
ورته بی ارزښــــــــته ده ځوانان یی شهیدان دی
که نـــژدی که لری یی ازار به یی درپسی شی
دا خــــــاوره د دوی ده مظلومان یی شهیدان دی
څنګه زمــانه شو عـواطــــــف پکی ویده شوی
چــــــــــــــمن ویرجن ده بلبلان یی شهیدان دی
په  وطـــــــــــــــن ماتم ده اتلان یی شهیدان دی
کــنړ په وینو رنګ ده سربازان یی شهیدان دی
طارق ستانکزی
۱۳۹۲/۱۲/8
۱۲:۲۰ pm