اختره




اخــــــــتره تاته کوم د خوشحالی اختر ووایم
څــــــــــــــــنګه پدی ژوند تاته بختور ووایم
اوښـــــــــــــــکی د سترګو لا د چا وچی ندي
څــــنګه ژریدلی پلار ته مبارک اختر ووایم
د ځـوان شهیدانو تختی لا تر اوسه وچه ندي
څـنګه کړیدلی مور ته اختر دی بختور ووایم
ماشومان می کالی نلری که لری ګریوان نلری
نو اخـــتره تاته کوم د خوشحالی اختر ووایم
راټول به شی په بم به ټوټی شی دا مظلومان
څنګه به دی زخمیانوشهیدانو دا خبر ووایم
اختره!
لاړه شه بل ځای ته دلته خوشحالی نـــــشته
پرته له دردونــو غـــمونو سوکــالـی نـــــشته
دلـــــته مـــرګ ده وژل دی ارامــــی نــــــشته
د اوښکو او وینو سیلابونه دی کراری نـــشته
هغه د ماشومتوب خـــیال او حوسونه نـــشته
د پــــیغلو سره لاسونه او پیزوانونه نــــشته
او
نـــــــور ورته نــــوی بوټان  جامی کـــوی
لاس ورته نکـــــریزی خــوشحالی کـــوی
زما بوټان د وینی ډک کالی می کفن شی
نور په کور، خپل می په قبر افسوس ناري کوی
اخــــــــــتره خفه نشی ډیرامیدونه  لـــرم
افغان یـــــم پّه زړه ډیر ارمــانونه لـــرم
وطـــن می وران خلک یی ټوټی ټوټی دي
د همدو له لاسه په زړه ډیر زخمونه لرم
 
اخــتره که راځی له خوشحالو سره راشــه
د  صـــــلح او مـــینی له وګمو سره راشــه
زړونه مو زخمی دی له ملحمو سره راشــه
ډیر می په پردیسی کی دی له مسافرو سره راشه
کونډی یتیمان ژاړی له خنداو سره راشــه
ورک د ټــوپک شی له قلــــمو سره راشه
د طارق او مظلومو له ارمانو سره راشه
....
طارق ستانکزی
a.tariq_stanikzai@yahoo.com
0781190195