د تېلو بادشاهان (۲۳ برخه)

خو کوم هېواد موږ لاندې کوو( اشغالوو)؟
 
د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په ۶ نېټې د مصر او سوریې ګډو ځواکونو پر اسراییلو یرغل وکړ. برید د یهودانو په یوې سپېڅلې ورځې یوم کیپور وشو. دوی یانې مصریانو په لوېدیځ کې پر اسراییلو د سویز د کانال لخوا برید پیل کړ او په شمال کې سوریایي پوځیانو د ګولان په لوړو کې پر اسراییلو کرښو بریدونه پیل کړل. پر دوی سربېره د سعودي عربستان، عراق، کوېټ، مراکش او تونس څخه هم سرتیري د یهودي پوځ پر ضد د جګړې میدان ته ور واستول شول چې له مصري او سوري سرتېرو سره اوږه په اوږه د ګاونډي نه بښل کېدونکي غلیم په وړاندې وجنګیږي. دا د اسراییلو او عربو څلورمه جګړه وه. په تهران کې رضا شاه خپل لوی درستیز او د پوځ مشر را وغوښت چې د تهران په موقف او دریځ ور سره خبرې وکړي چې کومه غاړه ونیسي. شاه په دې ډېر خفه و چې د امریکا ولسمشر نیکسون او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر د جګړې د را پېښېدو په اړه دده په خبرداریو سترګې پټې کړې او هغه یې بابیزه و ګڼلې. هغه (شاه) هوښیارانه تصمیم ونیو چې ایران نېغ په نېغه په برید کې ښکېل نه شي او د احتیاطي ګام په توګه دې څنډې ته شي. خو هغه موافقه وکړه چې ایرانۍ الوتکې عرب وروڼو ته ورکړي چې په سختو شرایطو کې د کورنیو الوتنو لپاره ترې ګټه پورته کړي. خو شاه د ماسکو دا وړاندیز هم رد کړ چې د شوروي اتحاد نظامي الوتکو ته اجازه ورکړي چې د ایران په فضايي حریم الوتنې تر سره کړي او په پټه یې اسراییلو ته ډاډ ورکړ چې تهران به پر دوی د تېلو خرڅلاو جاري وساتي. 
هغه د خپل دربار وزیر اسد علم ته لارښوونه وکړه چې د امریکا سفیر ریچارډ هلمز ته د هغه نا امیدي او خفګان ورسوي: ( هغه ته ووایه چې زه له یو لړ مجبوریتونو سره مخ یم چې دغې چاودیدونکې او ورانونکې جګړې ته د حل یو ډول لاره ومومم.)
دا د امریکا بې موقف توب او یا سستي وه چې موږ ټول یې په دغسې ګډوډ حالت کې واقع کړو.
د اسرا ییلو مشر د نیکسون ادارې ته معلومات ورکړل چې دوی نه شي کولی چې د اوږدې مودې لپاره د جګړې په ۲ مختلفو جبهو کې وجنګیږي. اسراییل په ۲ خواوو کې له پراخ عربي پوځ سره مخ وو چې په شمال کې د سوریې لخوا په چټکۍ سره د ګولان له لوړو د اسراییلي ښارونو او مېشت ځایونو پرخوا ور دننه کېدل. (د اسراییلو لومړي وزیر ګولډا مییرد خپل هېواد اتومي پروګرام فعال کړ او یوه معراج جټ الوتکه یې په اتومي بمونو بار کړه او د برید کولو لپاره یې چمتو کړه.) د دغه کار پیغام روښانه و:( اسراییل به په دغه جنګ کې یوازې نه سوځیږي.) په واشنګټن کې چې چارواکو د جګړې په لومړیو کرښو کې د عربي ځواکونو دا ډول  پرمختک  ولید نو ټکان یې وخوړ او د اسراییلو د پوځي وړتیا او لوړتیا په اړه د دوی ستراتیژیک تصور د اکټوبر د ۱۰نېټې په سهار دړې وړې شو. د امریکې ددفاع وزیر سچلیزنجر کیسنجر ته تېلیفون وکړ چې ورته ووايي شوروي اتحاد د عربي ځواکونود ملاتړ چاره بیا پیل کړه او باچا ملک فیصل هم دې جګړې ته خپل ځواکونه واستول. هغه دا روښانه کړه چې د پنتاګون لپاره ټول انتخابونه اندېښمنونکي وو، خو د سعوديانو لپاره اندېښمنونکي مسایل د میز پر سر پراته دي.
ملک فیصل پر کښل شویو کرښو پښه ور واړوله او له راډیکاله یا بنسټ پالو ډلو سره یې اړیکې تازه کړې. د امریکا د دفاع وزیر وویل (زه فکر کوم موږ د داسې دریځ خپلول غواړو یا په داسې لور روان یو چې په کې په سعودي عربستان کې زموږ ټولې ګټې له خطر سره مخ کیږي او دا به ښه وي چې موږ د خپل موقف بنسټونه  و ازمویو.)
کیسنجر وپوښتل ( ډېر ښه زموږ د دریځ بنسټونه کوم دي چې تا سو یې وینئ او یا درته ښکاري؟
ددفاع وزیر وویل: ( ډېر ښه، هغه اساسات دا دي چې موږ کېدای شي له دې غوراوي سره مخ شو چې موږ د اسراییلو په ملاتړ کې ودریږو اود سعودي عربستان په د لاسه ورکولو سربېره په ټول منځني ختیځ کې خپلې ګټې له ګواښ سره مخ کړو. نو زموږ غوراوی به د اشغال او یا دوی ته د هسې خوشې کتلو تر منځ د یوه انتخاب وي چې دوی د مردارو اوبو کندې ته ور وغورځیږي.)
کیسنجر وپوښتل: ( د چا اشغالول ؟)
سچلیزنجر ځواب ور کړ: ( دا به پریږدو چې وروسته یې ووینوــــ دا به غیر منصفانه وي.)
(خو موږ کوم هېواد اشغالوو؟)
سچلیزنجر وویل: (دا هغه پوښتنه ده چې موږ یې باید په اړه خبرې وکړو.)
کیسنجر ورته وویل: ( موږ څوک یاستو؟)
سچلیزنجر( زه )
کیسنجر ورته د خبرو اترو په پای کې وویل: ( هوکې سمه ده، زه پرې ورسېدم او په بشپړه توګه مې دغه بېړنی پیغام واورېد. زه به له ولسمشر نیکسون سره خبرې پرې وکړم. زه به نن سهار وروسته بېرته په دې اړه له تاسو سره دا مسئله شریکه کړم او موږ به نن سهار یو ځای پرې کښینو.)
د کیسنجر د ورځې سخته ډرامه ایله اوس پیل شوه. په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګېدو په اړه د کیسنجر هڅې او د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي مداخلې پر پلان خبرې اترې د ماسپښین په ۲ او ۵۰ د قیقو په ډرامټیک او تاریخي ټکي هغه مهال ودرېدې چې هغه ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سپیرو اګنیوو رسمي استعفا لیک ور ورسېد.اګنیوو د مریلینډ ایالت د والي په توګه د دندې پرمهال د درغلیو په تور تر پلټنو لاندې و. له پلټونکو یا څارنوالانو سره د یوې معاملې د وړاندیز په لړ کې، د ولسمشر خفه مرستیال موافقه وکړه چې له خپلې دندې به  په دې ډول استعفا کوي چې د بندي کېدو څخه به بچ کیږي. د یوه ساعت په دننه کې یو عادي ښاري سپایر اګنیو د بالتیمور د محکمې په ودانۍ کې حاضر کړی شو ( په روښانه ډول ښکارېده چې د هغه لاسونه او پښې لړزیږي. هغه هېڅ ډول بحث نه کاوه). دوه ورځې وروسته ولسمشر نیکسون په ولسي جرګه کې د لږکیو جمهوریت غوښتونکو مشر شپېته کلن جیرالد فورډ د ولسمشر د مرستیالۍ دندې ته کاندید کړ.
په واشنګتن سربېره ها خوا د اروپا په ویانا ښار کې بله ډرامه روانه وه، هلته د خلیج د تېلو د تولیدونکو هېوادونو استازو او مشرانو  د تېلو  له لویدیځو  کمپنیو سره د هغه تړون په شرایطو خبرې کولې چې ناببره هغوی خبرې اترې پرېښودې او ګواښ یې وکړ چې د تېلو بیې په یو اړخیز ډول د دوی غوښتنو ته له پام کولو پرته پورته کیږي. ابو ظبۍ، ایران، عراق، کوېټ او سعودي عربستان په داسې وضیعت کې نه وو چې د منځني ختیځ د جګړې او په واشنګټن کې د روان بحران په اړه د پردې تر شا کومه معامله تر سره کړي. دغو هېوادونو ګواښ وکړ چې د تېلو بیې به ۵۰ په سلو کې لوړې کړي چې د الجزایر او لیبیا تر ګواښه هم د دوی ګواښ اوچت او خطرناک و. د تېلو د تولید په چارو د بوختو کمپنیو مرکچیانو دا خبره رد کړه او دوی ته یې خبر داری ورکړ چې ( د تېلو د بیې دغه ډول لوړوالی به نه یوازې د دوی لپاره خطرناک او جدي پایلې ولري بلکې د ټولې نړۍ د اقتصاد لپاره به بې له استثنا ناوړه پایلې ولري.)
 
په لوېدیځ کې به د انفلاسیون کچه لوړه شي او د پانګې دغه ډول چټک لېږد یا انتقال به د نړیوال مالي سیستم  خوندیتوب له منځه یوسي.عربي مشران یو ځل بیا په کوېټ کې سره را ټول شول چې په خپلې پرېکړې له سره  بحثونه وکړي.
پرهمدې مهال په منځني ختیځ کې په جګړه بوخت اسراییلو سخته ضربه ولیده او څلورمه برخه هوايي ځواک او د جګړې په ډګر کې یې په سلګونو سرتیري له لاسه ورکړل. د اکټوبر په ۱۳ نېټه د شنبې په ورځ د شپې په ۱۲او۴۹  دقیقوهنري کیسنجر او ښاغلي سچلیزینجر په خپلو کې کړکیچنې تېلیفوني خبرې اترې وکړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل همکار څخه وغوښتل چې منځني ختیځ کې اسراییلو ته پوځي وسایل په الوتکوکې ولیږدوي. کیسنجر سخت وارخطا شوی و. اسراییلي قومندانانو هغه ته وویل چې دوی د ګولان په لوړو کې د سوري یرغل په وړاندې د دفاع او په شا تمبولو لپاره ډېر کم مهمات او پوځي وسایل لري او دغه سیمه د له لاسه وتلو په درشل کې ده. کیسنجر په دې پوهېده او داسې تصوریې کاوه چې له پوځي اړخه اسراییل په ښه او قوي دریځ کې دی. بلخوا ددفاع وزیر سچلیزینجر په دې ټینګار کاوه چې اسراییلو ده ته داسې کومه اشاره نه ده ور کړې چې ګنې هغوی دې په خطر ناک وضیعت کې وي.
هغه په ځواب کې وویل:  (ښه دوی داسې نه بریښي چې د مهماتو له کمبود سره دې مخ وي لکه چې هنري کیسنجر ورته ځوریږي. دا نا ممکنه ده چې دوی دې پخوا نه پوهېدل چې د دوی تدارکات له کومه کیږي او په څه ډول وضیعت کې دي ــــ  او نا ببره دې دوی اوس پوه او ددغو مهماتو د تر لاسه کولو په لټه کې شي.)
کیسنجر غوښتل چې لږ تر لږه د نورو ۲۴ ساعتونو لپاره د اسراییلو ټوپکونه فعال وساتي چې د اوربند تړون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا دمخه را منځ ته شي. هغه په پټه خپل همکار او د دفاع وزیر ته وویل چې اسراییلي جنرالان وېرېدلي چې په روښانه ډول د خپل ناسم حالت او ډار په اړه څه ووايي ځکه چې ( دوی په دغه خونه کې په ناستو خلکو باور نه کوي.) د اسراییلو پوځ مرکزونه او سیمې د قتل عام ډګرونه وو . کیسنجر په چیغو چیغو وویل( وګوره دوی په ښکاره هرتر سره کړی برید په خپله ګټه راتاو کړی او دوی اوس په دې دریځ کې نه دي چې  په خپله مسولیت واخلي. زه نه پوهیږم چې څرنګه دوی د خپلې نا کامۍ تور په موږ پورې کوي.)
ددفاع وزیر وپوښتل چې ( ایا دوی د پوځي مهماتو له کمبود سره مخامخ دي کنه ؟) دغه تشخیص ډیر پیچلی وو ، ځکه لکه چې ددفاع وزیر په دې پوهیده چې اسرا ییلو ته د الوتکو په مټ د پوځي وسایلو د لیږدولو په اړه د متحدو ایالتونو هر ډول تصمیم کیدی شي  تېل تولیدونکي عربان دیته وهڅوي چې د غچ اخیستنې په عکس العمل لاس پورې کړي او یا ممکن د لویدیځ پر ضد د تېلو د پلور بندیزعملي یا را منځ ته کړي.
کیسنجر وویل چې ( دغه دوزخ به زه څرنګه تاته در وښیم ). سپینې ماڼۍ د معلوماتو د نشتوالي په چاپیریال کې عملیات کول. د دفاع وزیر سچلیزینجر وارخطاو چې اسرا ییلو هڅه وکړه چې امریکا وڅټي. د هنري کیسنجر چلند هم د اندېښنې وړ و. هغه په روښانه وویل: ( که اسراییلو د ماتې په لور حرکت پیل کړ، هنري به له ماتې سره مخ شي.) کیسنجر او سچلیزینجر دواړه په دې پوهېدل چې د امریکا متحده ایالات په یوه معما او سخت حالت کې دی او له داسې انتخاب سره مخا مخ دی چې یا به اسراییل له لاسه ورکوي او یا به د عربو تېل. په منځني ختیځ کې د امریکا دریځ او موقف خوندي او ټیک نه وو. کیسنجر سچلیزینجر ته وویل ( له هغو اسراییلي چارواکو سره چې ما  اوس خبر وکړې  ، د سینا د ټاپو لخوا د مصري پوځ د نوي یرغل له کبله ډیر ویریدلي وو . دوی به د جګړې دواړه کرښې د ډیر وخت لپاره ونشي ساتلی .) 
سچلیزینجر په غوصناک ډول ځواب ور کړ: « ددوی لخوا د نه باور پلان رامنځ ته شوی.»
کیسنجر په غضبناکه لهجه وویلې « وګوره دوی... شو».
ددفاع وزیر په خندا ورته وویل « هههههههم ، هوکې ، اجازه را کړه چې هڅه وکړم یوه داسې لاره پیدا کړم چې پکې د وسایلو د ور استولو  وضیعت څرګند شي. موږ داسې تصور کوو چې دوی د ۱۵ نورو ورځو لپاره جګړ ییز وسایل او مهمات لري.)
دا د جګړې تر ټوله توره تیاره وه . کیسنجر پر هغه ډاډ ډیر په غوصه وو چې اسراییلو تیر کال هغه  ته ور کړی وو .هغه سچلیزنجر ته وویلې( تاسو پوهیږئ څه پیښ شول ـــــ او موږ څه فکر کاوو او څه مو وکړل.دغو کسانو هر وخت هرڅه ګډ وډ کړیدي . دوی په ۱۹۶۷ کال کې ژوند کوي .  دوی ټوله تیره ورځ ماته وویل چې دوی د دمشق پر لور پرمخ روان دي او دوی غواړي چې له دمشقه بهر ودریږي .... خو اوس داسې ښکاري چې دا کار نشي کولی . )
کیسنجر او سچلیزنجر موافقه وکړه چې د پرتګال د ازوریس له لارې اسرا ییلو ته پوځي مهمات واستوي . په دا سبا سهار نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ور کړ  چې د نیکسون ادارې منلې چې اسرا ییلو ته فانټوم اف ۴ جټ جنګي الوتکې واستوي چې خپله ماتې پرې جبران کړي . ( دغه ګام د نیکسون د ادارې لخوا په خورا پټ  او غیر عادي ډول واخیستل شو ، خو دا اندیښنه په ژوره توګه ور سره مله وه چې کیدی شي له کبله یې  د امریکا او د تېلو د عرب تولیدونکو اړیکې خرابې شي  او ان کیدی شي شوروي اتحاد د سوریې او مصر د ملاتړ لپاره بیا را میدان ته شي . ) د نیکسون د ملي امنیت ډلې د اکټوبر په ۱۴ نیټه د یکشنبې په سهار ۹ بجې بیا سره جرګه شول او خپل اخیستل شوي ګام ته یې له سره کتنه وکړه . له دوی سره په دغه ناسته کې د سپینې ماڼۍ د انرژۍ د چارو سلاکار  ،د کولراډو د ایالت پخوانی والي جان لوو  اود انرژۍ ځانګړی مشاور چارلیس ډیبونا هم ګډون لاره  . ددوی بحث پر دې را څرخیده چې  د منځني ختیځ کړکیچ  او د تېلو د تر لاسه کولو مسلو ته باید اوس په یوه ډول رسیدنه وشي . کیسنجر له خپل همکار او ددفاع له وزیر څخه وغوښتل چې داسې تګلاره را مخې ته کړي چې که دامریکا د هوايي ملاتړ د کولو په ځواب کې پر موږ د تېلو خرڅول ودرول شي ، نو دوی باید د عرب تېلو د احتمالي بندیدو لپاره  یو بیړنی پلان ونیسي . ( که تېل پر موږ بند کړی شي نو موږ به څه کوو؟ موږ به له څه ډول ستونزو سره مخا مخ کیږو؟)
د اسرا ییلو د بهرنیو چارو وزیر ابا ایبن کیسنجر ته د مې په میاشت کې ډاډ ور کړی وو چې که عربانو پر متحدو ایالتونو د تېلو پلور بند کړو ، نو دایران پاچا رضا شاه کیدی  دغه بندیز مات کړي او ایران به د خپلو تېلو تولید زیات کړي . خو ښاغلی ایبن تر اندازې ډیره خوشبیني ښکاره کړې وه ، ځکه چې ایران دا وړتیا نه درلوده چې دغه بندیز مات کړی شي .  او داسې هیڅ لاره نه وه چې ایرانیانو دې کولای شوای چې د تېلو نړیوال ما رکیټ ته دومره ډیر تېل ور پمپ کړي چې د عربانو پریکون ته ځواب وویلای شي . د امریکې ددفاع وزیر پوښتنه وکړه ( ایرانیان کیدی شي څومره تېل زیات تولید کړي؟پنځه نیم تر اته میلیون بیرله په ورځ کې ؟)
په غونډه کې د کولراډو ایالت پخواني والي جان لوو د سپینې ماڼۍ لپاره ځینې بد خبرونه درلودل :« ایران کیدی شي یوازې ۲۰۰ زره بیرله تېل په ورځ کې زیات وړاندې کړی شي ،ځکه چې دوی له وړاندې تېل مار کیت ته زیات کړیدي . نو دشاه په مرسته د حکومت لخوا د عربانو د تېلو د بندیز ماتولو هیله ډیره پرځای نه بلکې ناسمه ده .)
کیسنجر وویلې ( که دا کار تر سره کیږي او یا رامنځ ته کیږي نو کیدی شي بله اونۍ وشي،  موږپه دې اړه یوه پلان ته اړتیا لرو، په دغه پلان کې باید پر متحدو ایالتونو ، جاپان او اروپا د تېلو بندیز په پام کې ونیول شي . )
ښاغلي لوو وویلې: ( ددې لپاره چې دا کار تر سره کړو ، موږ بایدهغه ټولې مشورې په پام کې ونیسو چې په دې اړه ور کول شویدي،ولسمشر ته باید پر ټلویزیون د مرکې یا خبرو تر تیبات ونیسو  او دغه ټول کارونه باید له همدې اوسه په پام کې ونیسو . موږ باید له همدې اوسه  دغوچارو ته تیار واوسو.)
کیسنجر مشوره ور کړه چې ( موږ نه غواړو چې اوس بټنه کیکاږو، وحشت او ویره را منځ ته کړو.موږ اړتیالرو چې پروګرام داسې ورځې ته برا بر کړو چې دوی یې وکارولی شي )
ددفاع مرستیال وزیر ویلیم کلیمینټس د منځني ختیځ د تېلو د تر لاسه کولو بندیز ( لویه بلا بللې.« اوله خبره داده چې تېل په کورکې نه ساتل کیږي ، تېلو کورني تولید زیاتوي اودارنګه کمیدل یې  اقتصادي وده  ټکنۍ کوي او د پرمختګ مخه نیسي . »
ددفاع وزیر سچلیزینجر زیاته کړه ( موږ باید هرڅه په خپل وخت سره وتلو او ګټې یې و ارزوو  او ځینې شیان له ستونزې را وباسو . که دغه  ډول چارې پرمخ ولاړې شي همدا تصور به رښتیا شي ، موږ به  یې د اغیزو د مخنیو ي هڅې وکړو . ددفاع وزارت په دې پوهیده چې نظامي احتمالي پلان جوړول کیدی شي د عملي کیدو وړ وي .
کیسنجر لږ ډاډه وو ( تر اوسه پورې هیڅ هیواد دوی ته ګواښ نه دی کړی ، خو موږ هم پروګرام نه لرو.)
ښاغلي لوو وویلې ( موږ باید په ډیرې بیړې سره یو پروګرام اعلان کړو)
کیسنجر ځواب ور کړ: ( زه نه غواړم چې دوی تحریک او یا وګواښم .) هغه په ډاګه کړه چې ( تر اوسه مې له عرب استازو سره په خبرو کې دا نه دي اوریدلي چې هغوی دې د تېلو د بندولو کلیمه کارولي یا یاده کړې وي . (له هغو ټولو سره چې ما خبرې کړیدي ټولو د تېلو له کمپنیو تر پوزې راغلي او شکایتونه یې کول. سعودیان په دې برخه کې تر نورو ښه وو . موږ له دوی سره ښه سوداګریز اړیکي لرل.ځینې ساده ګان وايي چې موږ باید  دا خبره ونکړو، خو زه نه غواړم چې  عربان د خپل غیرت او میړانې په ازموینه کې  وننګوم .)
د بهرنیو چارو د وزارت څخه کینیت روش وايي (کله چې موږ اسراییلو ته د پوځي توکو لیږد پیل کړ،پرهمغه نقطه کې موږ ستونزې در لودي .) 
د دفاع مرستیال وزیر کلیمینټس وویل: ( دوی په کورني اقتصاد د منځني ختیځ د تېلو د بندیز اغېزو ته کتل. د بحران د ارزونې ډلې یو لړ پوښتنې کولې چې باید شوې وای او باید میاشتې میاشتې دمخه ځواب ورته موندل شوی یا ورکړل شوی وای.) 
ښاغلي لوو ومنله چې: ( موږ باید یو لړ تغیرات را منځ ته کړو او یو شمېر فابریکې بندې کړو.)
ډرامتیک حقیقت داوو چې د ناورین په دغه ناوخته ساعتونو کې د واشنګټن په اداره کې هېڅوک داسې مشخص څه نه شي وړاندې کولی چې د تېلو څومره اضافي زېرمې شته چې د بېړني حالت د رامنځته کېدو په صورت کې ورڅخه ګټه پورته شي او یا د ا څوک نه شي ویلی چې امریکا د منځني ختیځ له بندیز سره د مخامخ کېدو په صورت کې څو ورځې په خپلو تېلو چلیدلی شي .
ښاغلي لوو خبرداری ورکړ: « په لنډ مهال کې کېدای شي د یوې میاشتې لپاره په هره برخه  او هرڅه کې کموالی راشي.»
خو کله چې ځینو کسانو وړاندیز وکړ چې د بحران د ارزونې ډله دې د احتمالي خطرناک وضیعت سناریو هم په پام کې ولري، هنري کیسنجر دا رد کړه او ویې ویل « را ځئ چې د اوس لپاره د احتمالي پایلو په اړه خبرې ونه کړو. موږ نه غواړو چې دغه ډول حالت را منځ ته شي. موږ باید خوشبینه و اوسو او د حل لاره و اوسو.»
په دا بله ور ځ د سعودي عربستان د تېلو وزیر ذکي یمني امریکا ته خبرداری ور کړ چې « که د نیکسون اداره د اسراییلو هوايي ملاتړ او د توکو د ور رسولو عملیات تر سره کړي نو هېواد به یې په عاجل ډول دغه کار ته  د لس په سلو کې تېلو د تولید په کمولو سره ځواب ورکړي او بیا به وروسته په هره میاشت کې ۵ په سلو کې تېل په مارکېټ ور کم کړي. پر دغه مهال سعودي عربستان په ور ځ کې تر ۸ نیم میلیون بېرلو ډېر تېل بازار ته وړاندې کول چې ۶۰۰ زره بېرله په ورځ کې امریکا متحدو ایالتونو ته ځانګړي شوي وو. داسې رپوټونه هم نشر شول چې کوېت د امریکې متحدو ایالتونو ته د تېلو ور کول درولي دي.
په دغه کړکېچن حالت کې د امریکا ولسمشر نیکسون ځان ته حرکت ورکړ او لکه د هغه اتل ټیډي روزولټ تصمیم یې ونیو چې د سن جان هیل پلان یو ځل بیا تکرار کړي. ( د هغه پلان تر مخه په عربو بریدونه شوي وو). د اکټوبر په ۱۶ نېټه د سې شنبې په ورځ ولسمشر  سپینې ماڼۍ ته د هغو کسانو د راتلو هر کلی وکړ چې د جنګي کارنامو د تر سره کولو په تړاو یې د ملي افتخار مډالونه  تر لاسه کړي وو. نیکسون دغو کسانو ته د وینا پرمهال وویل چې« هغه تیاری نیسی چې په منځني ختیځ کې یو ځل بیا زور استعمال کړم او هغې تګلارې ته بیا مراجعه وکړم چې موږ په ۱۹۵۸ کال کې  په لبنان کې زموږ د ښکېلتیا پرمهال ترې ګټه پورته کړې وه. همغه پالیسي چې په اردن کې موږ په ۱۹۷۰ م میلادي کال کې ترې ګټه پورته کړه.) په ۱۹۵۸ کال کې د ایزنهاور ادارې په لبنان کې سمندري ځواکونه پلي کړل چې هلته را پورته شوی بغاوت وځپي. ۱۲ کاله وروسته نیکسون دېته نږدې شوی وو چې په اردن کې هوايي بریدونو تر سره کړي او د پاچا حسین پرضد د فلسطین د ازادي غوښتونکي سازمان لخوا را پورته شوی بغاوت وځپي. نیکسون ګواښ وکړ چې کېدای شي د سرتېرو کارول یو ځل بیا هم اړین وي. خو د وېتنام جګړې او لانجې په بهر کې د امریکا تصمیم او باور ته زیان ورساوو او د واټرګېټ رسوایي بیا د نېکسون په مشرۍ  په کور دننه د عامو خلکو باور ته ضربه ور کړه. خطر داوو چې د امریکا اقتصاد سترې چاودنې لکه د تېلو بندیز د تحمل وړتیا نه درلوده.
په دا بله ورځ یې د عربي هېوادونو د تېلو وزیران په کوېټ کې سره جرګه شول او په دې هوکړې ته سره ورسېدل چې د تېلو تولید به ۵ په سلو کې تر هغه کموي چې اسراییل په ۱۹۶۷ کال کې نیول شوې سیمې خوشې نه کړي . په دې سربېره د خلیج د تېلو ۶ تولیدونکو هېوادونو چې ایران هم په کې شامل و اعلان وکړ چې د هر بیرل  خامو تېلو بیه به تر ۵۰ سینټو ډېره لوړوي. دوی پرېکړه وکړه چې هر بېرل خام عربي تېل به له ۳ اشاریه لس ډالرو څخه ۳اشاریه۶۵ ډالرو ته لوړوي چې ۲۱ په سلو کې لوړ والی و. د تېلو د بیو د لوړېدو دغه ډرامه داسې مهال شروع شوه چې کینیټ روش ښاغلي کیسنجر ته د هغې په اړه ان د مې په میاشت کې خبرداری ورکړی و.  په سبا  یې سعودي عربستان اسراییلو ته د واشنګتن لخوا د هوا له لارې د وسلو او پوځي وسایلو د ور استولو په غبرګون کې د خپلو تېلو تولید لس په سلو کې کم کړ او د ښاغلي نیکسون ادارې ته یې د خطر زنګ وکړنګاوه. ابوظبۍ اعلان وکړ چې دوی ټول په ګډه د امریکا متحد و ایالتونو ته د تېلو ور کول بند کړي.
خو په دغه برخه کې د امریکا پر فضا توره وریځ د اکټوبر په ۱۹ نېټه هغه مهال را خوره شوه چې ډګروال معمر قذافي پر امریکا د تېلو بندیز ولګاوه او د خپلو هر بېرل خامو تېلو بیه یې له ۴عشاریه۹۰ډالرو ۸عشاریه۹۲ ډالرو ته لوړه کړه چې په دې توګه یې د تېلو نورو تولیدونکو ته هم د تېلو د بیې د چټکې او پرلپسې پورته کولو جرات ورکړ. د لیبیا تېل د نیویارک د ښار د اقتصاد بنسټ جوړاوه.  د خلیج د تېلو د تولیدونکو هېوادونو له خوا د تېلو د بیو د پورته کېدو او د نویو مالیو پوره اغېز  اوس پوره روښانه شو: د خامو عربي تېلو اعلان شوې بیه ۷۰ په سلو کې لوړه شوه او هر بېرل په ۵عشاریه۱۱ ډالره شول. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شیخ یمني وویل:« موږ د خپلو تو لیداتو مالکان او کار پوهان یاستو» شیخ په خپله دې وینا ټول حیران کړل.  د صنایعو د برخې تحلیل کونکو په ختیځو سواحلو کې د سونګ توکو او تېلو د کمېدو خبرداری ور کړ. په واشنګټن کې د یو شمېر شخصي صنعتي کمپنیو ډلې خبرداری ورکړ چې د پام وړ حقیقت دا دی « هغه څه چې د تېلو تولیدونکو هېوادونو په ښکاره تر سره کړل دادي چې دوی د فابریکو د چلولو بیې لوړې کړې، دوی د کورونو د ګرمولو چاره پېچلې او سخته کړه او په نړیواله کچه یې د موټرود چلولو بیه په بیساري کچې لوړه کړه.»
پر همدې مهال په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند  خطرناکې اشارې او لارښوونې وکړي او ویې ویل چې« د امریکې متحده ایالات به د عربو د تېلو بندیز ته تر هغه په جدي سترګه ونه ګوري چې په ورځ کې تر یو میلیون بیرله تېلو پورې کموالی هم په کې را وستل شي.» د سعودي پاچا ملک فیصل په دې ډېر خوشحاله وو چې لویدیځ ورته مجبوره و. په سبا ورځ یې هغه د امریکا متحدو ایالتونو ته د تېلو ټوله ورکړه بنده کړه. د اکټوبر ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ یوه تاریخي ورځ وه چې د سعودي عربستان لخوا د متحدو ایالتونو پر ضد د اقتصادي جګړې په اعلان سره پیل شوه او تر عدلي پلټنو لاندې د ولسمشر په نیولو سره پای ته ورسېده.
د امریکايي تلویزیون لیدونکو نن شپه د نه باور وړ خبر لیده او اورېدو چې د خبرونو یو ویاند د شپې ناوخته د تلویزیون په پرده را ښکاره شو او دا خبر یې ولوست چې ولسمشر نیکسون د واټرګیت د کیسې ځانګړی پلټونکی  ارچیبلډ کوکس دفتر سوځولی او د واټرګیټ اسناد یې له منځه وړي او د محکمې ټول مدارک او شواهد یې پاک کړي دي. ولسمشر نیکسون د لوی څارنوال ایلیوټ ریچارډسون استعفا ومنله او د هغه مرستیال ویلیم راکلیشوز یې په دې خاطر له دندې ګوښه کړ چې دغو دواړو کسانو د ولسمشر هغه غوښتنه نه وه منلې چې د واټرکېت د پلټونکي، کوکس اسناد ختم کړي. « د څارنوالۍ درېیم نمبر چارواکي  وکیل جنرال را برت بورک د کوکس اسناد له منځه یووړل» پر همدې ورځ د ولسمشر د استعفا غوښتنې داسې مهال زور واخیست چې لا هم هېواد مرستیال ولسمشر نه درلود او له کانګرېس څخه د نومول شوي جیرالډ فورډ د تایید بهیر ایله په ایله تازه پیل شوی و. په دغه بحران کې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې و او د شوروي اتحاد له مشر لیوناید برژینیف سره یې د منځني ختیځ د روان جنګ او کړکېچ په اړه مهمې خبرې اترې کولې. 
د ملک فیصل دا تصمیم چې تېل به په امریکا نه پلوري په ډېرې بیړې سره د سپینې ماڼۍ لخوا ددغه ناورین په منځ کې رد شوه او با بیزه وګڼل شوه. په رسمي توګه لږ تر لږه د نیکسون اداره د سعودي عربستان د دغه کار په اړه ډېره حیرانه نه شوه. په غیر رسمي توګه سپینه ماڼۍ وار خطا شوې وه. په سبا ورځ یې کوېټ، قطر، دوبۍ او بحرین اعلان وکړ چې دوی د سعودي عربستان، لیبیا، الجزایر او ابو ظبۍ له هغه حرکت سره یو ځای کیږي چې پر متحدو ایالتونو یې د تېلو پلور بند کړ. په دې توګه پر لوېدیځ د تېلو بندیز بشپړ او عملي شو.