داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(14)

 
v     دالقاعدې پر ضد دڅارګرۍ پرمهال مو  له کومو مهارتونو ګټه اخسته ؟
v     تر ټولو مهم کار دا و،چې ما هیڅ پوښتنه نه کوله  یوازینۍ دنده مې څارنه وه ، پوښتنه مه کوه یوازې څارنه  دا اصل مې راخپل کړې و ، څو وړتیاوې باید راخپلې کړې ، وړتیاوې مو،چې څومره ډیریږي کار مو اسانه کیږي او ډیر رازونه  تر لاسه کولای شې . 
ما په افغانستان کې خپل طبیعي  ژوند تېراوه ، ځان ته مې دا قناعت ورکړی و،چې زه مجاهد یم او جاسوس نه او له اندېښنو او ډار سره مې منطقي چلند کاوه.
v     دې استخباراتي سازمان ته به مو مالومات څرنګه استول ؟
v     په افغانستان کې دشتون پرمهال مې له دوی سره هیڅ اړیکې نه نیولې ، په ګاونډیو هېوادو کې مې ورسره لیده کاته کېدل ، هره میاشت مې ددې استخباراتي سازمان ځینې چارواکي له افغانستانه بهر لیدل ، ټول باور مې پر خپله حافظه و باید مالومات لومړی  ډلبندي کړې بیا یې ارشیف کړې  او دبیړنۍ اړتیا پرمهال به مې  ناروغي پلمه کړه  او له افغانستانه  به  په کوم بل  هېواد ته  د دوی دلیدو لپاره ورتلم ، په دې اړه نور مالومات نه شم درکولای .
v     په افغانستان کې  ستا دشتون پرمهال  داسامه بن لادن او ملا عمر ترمنځ اړیکې څرنګه وې ؟
v     له ملا محمد غوث سره له خبرو وروسته  راته جوته شوه،چې ددوی ترمنځ اړیکې  ډیرې تودې او دملګرتیا تر کچې رسیدلې وې ، ان ،چې ملا محمد عمر له بن لادن دا غوښتنه هم کړې وه ،چې  دالقاعدې ځوانان باید خپلې تجربې په کابل کې  دمدرسو د جوړولو له لارې له طالبانو سره شریکې کړې ، ځکه دالقاعدې غړي په مختلفو برخو کې  پراخه امکانات او تجربې لري . دبیلګې په توګه :
ابو عبدالعزیز المغربي ،چې دالمغرب  و او دهسپانې تابعیت یې درلود  په کیماء کې  دوکتوراه درلوده نوموړي  په کابل پوهنتون کې له ساینس پوهنځي سره منظمه همکاري  درلوده نورو ځوانان بیا یو شمېر طالب جنګیاليو ته داستخباراتو ، مالوماتو راټول ، مالوماتو ساتل  ، تحقیق  په  برخه کې  روزنه ورکړې وه . د وخت په تېریدو  دا اړیکې نورې هم پیاوړې  شوې او دمتبادل باور او متبادلو ګټو پر اساس راڅرخېدې . طالبان  ښوونیز، ، امنیتي ، مسلکي او تنظیمي  تجربو ته  ډېره اړتیا درلوده او القاعدې بیا  دعملیاتو لپاره دپلان جوړونې  او روزنې لپاره  خوندي ځایونو او مرکزونو ته  نو د دواړو ترمنځ  دګټو خبره وه.
دمصر او عراق دپوځونو پخواني  نظامي کدرونو هر یو ابو حفص المصري ، مصطفی ابو الیزید او عبدالهادي العراقي په  کابل ، کندهار او جلال  اباد کې شپیته تنو طالبانو داستخباراتو په برخه کې پرمختللی روزنه  ورکړې وه،چې وروسته  بیا هم  دوی دطالبانو داستخباراتو مهم او مسلکي غړي وو.
v     دبن لادن او ایمن الظواهري ترمنځ اړیکې څرنګه وې ؟
v     دملګرتیا ، ورورۍ ، وفادارۍ اړیکې وې ، د دواړو ترمنځ وفاداري بېساری وه ، بن لادن  ،الظواهري دخپل مرستیال په توګه غوره کړې و ، خو دمشرتابه  لپاره یې کومه ځانګړې کاریزما نه درلوده ، الظواهري ونه توانیده،چې دالقاعدې دنورو غړو درناوی او احترام راخپل کاندي ، دریځ او نظر به یې ژر بدلیده .
ځینې وخت به موږ الظواهري د یو داسې کس په توګه  لیده،چې وینو ته به تږی و ، بل وخت بیا به  له اړتیا زیات نرم و . زما ښه یادیږي ،چې ابو خباب المصري ، ابن الشیخ اللیبي ، ابو حمزة الغامدي ، اسدالله الجزائري  او ابو زبیدة الفلسطیني  اوپه افغانستان کې دالقاعدې نورو مشرانو دالظواهري درناوی نه کاوه  دوی پردې باور و ،چې نوموړی  داسې تیورسن دی،چې دمشرتابه  ځانګړنې نه لري .
v     دالقاعدې مشران اوس چیرې دي ؟
v     په وروستیو کې دالقاعدې مشرتابه له افغانستان څخه  یمن ته ولاړه او یو شمېر دډیورنډ کرښې ته څېرمه دپاکستان تر کنترول لاندې  قبایلي سیمه کې دامریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې له منځه  تللي دي.
v     دالقاعدې له مشرانوڅخه  ځینې داسې شته ،چې ژوندي وي او تاسې ورسره لیدلي وي؟
v     هو ، ادم ګادان   دامریکا دکلیفورنیا دی ، اوس دالقاعدې دمطبوعاتي چارو مسوول دی نوموړی  شپاړلس کلن و،چې افغانستان ته راغلی و ما ورسره په 1998 ز کې په پېښور کې  لیدلي و ، له اسلام منلو څخه  لس میاشتې وروسته افغانستان ته راغلی و ، په خام عمر کې یې پیاوړې  ګروهه (عقیده)  درلوده ، له بن لادن سره یې لیدلي  وو او بیعت یې ورسره کړې و دخبریالانو پر وړاندې یې خپل امریکايي پاسپورټ  ټوټه ټوټه کړې و، د اردني الاصله امریکايي  ابو عاید خلیل الدیک پر لاس یې اسلام  منلی و الدیک  دالقاعدې له  پیاوړو غړو څخه یو دپلان په برخه کې یې بیساری پوهه درلوده، دالقاعدې ډیرو غړو ته یې روزنه  ورکړې وه په ځانګړې توګه هغو غړو ته ،چې  دسپټمبر پېښو په موخه نیو یارک ته  روان و ، نوموړي دې بریدګرو ته د امریکایانو دورځني ژوند ، امریکايي ښارونو په اړه کره او پوره مالومات ورکړي و .
v     دا مالومات مو څرنګه  تر لاسه کړل ؟
v     زه خلیل الدیک او ادم ګادان پيژنم ، یوه ماښامنۍ مې له دوی سره خوړلې ده  دوی راته خپله  د مالوماتو په اړه وویل ، دا یې هم وویل : دوی څرنګه  دپېښور په میلمستون کې له یو بل سره وپيژندل .
v     ایا له ابو مصعب الزرقاوي سره مو لیده کاته شوي دي؟
v     هو ، څو ځلې. الزرقاوي  د1999 ز په اکتوبر کې،چې په اردن کې  له زندانه خوشی شو   افغانستان ته راغلی و، غوښتل یې دلته  (افغانستان) کې خپل روزنځای ولري ، ما ورسره  دابو خباب په روزنځای کې لیده کاته شوي دي.
v     رښتیا ابو خباب اوس چیرې دی ؟
v     په پاکستان کې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی ، خندونکې داده،چې کور یې  له روزنځای بهر و . په ننګرهار پوهنتون کې یې یوه خونه درلوده ، یوه ورځ ناڅاپي ورننوت  په خونه کې یې 800 لاسي بمونه تر سترګو شول ،چې په منظمه توګه ځای پر ځای شوي وو، ابو خباب راپورته شو ټول  له سره منظم کړل  یوه تخته یې پرې دپاسه کېښوده ویل : دا زما کټ دی . 
رابه شو دالزرقاوي کېسې ته ، دې سړی  دابو خباب په  روزنځای / مرکز کې  روزنه  پیل کړه غوښتل یې ،چې وروسته بیا دا تجربه  په هرات کې خپل روزنځای / مرکز ته  ولیږدوي . یوه ورځ له سهار لمانځه وروسته یې راته وویل : بیګا مې رسول الله په خوب کې ولیده،چې زموږ روزنځای / مرکز ته راځي موږ د درناوي په بڼه  کتار ته ورته ولاړ وو ، رانږدې شو او په کتار کې دوه ولاړ کسان یې له  لاسه ونیول  او روان یې کړل . ما ورته وویل : دا څوک دي ؟  راته یې وویل : نه یې پيژنم . ما ورته  دخوب دتفسیر له مخې  که مړی راشي او ژوندی له ځان سره یوسي مانا داده،چې دا سړی به هم  مري .
دهمدې ورځې په مازدیګر زه او الزرقاوي  له مرکز سره نږدې پر یوې غونډې ناست  وو ،  دغونډې لاندې  حرکة الجهادالاسلامي الباکستانیة /  دپاکستان داسلامي جهاد حرکت  غړو  پر چاودیدونکو توکو  تجربه کوله ، دخبرو پرمهال الزرقاوي له ما وغوښتل ،چې دده مرکز ته ورسره ولاړ شم او هلته دیني لیکچر ورکړم . دا مهال یو ځوان زموږ لور ته  په مڼده دی  او له موږ یې موټر وغوښت  ځکه  دتجربې او روزنې پرمهال  چاودنه شوې وه دوه تنه یې  وژلي و یو یې سمدلاسه  وژل شوې او بل یې وروستۍ سلګۍ وهلی .
الزرقاوي وویل : دا زما دخوب تعبیر و ، دا پېښه دنوموړي په  فکر کې کیناسته  او ټینګار یې کاوه،چې زه  له ده سره یو ځای شم  او هرات ته ورسره ولاړ شم .
v     تاسې یې بلنه  ومنله ؟
v     نه ،  استخباراتي سازمان ،چې ما ورسره کار کاوه هغوي اجازه رانه کړه ویل  یې دا له ګواښه ډک کار دی .
v     دابو مصعب السوري په اړه څه مالومات لرئ ؟
v     له دې سړی سره مې ډېر وخت تېر کړې دی ، زما له انده  دا جهادي خوځښت  ستر ستراتیژیک عقل دی . دده کتاب ( دسوریې تجربه )  څخه مالومیږي،چې  نوموړی له دې تجربې څومره ګټه پورته کړې ده ، خوله ور سړی و . دسوریې و او دهسپانیې تابعیت یې تر لاسه کړې و . دسپټمبر تر پېښو پورې موږ  ګومان کاوه،چې  دالقاعدې غړی دی ، خو وروسته مالومه شوه،چې  دا خپلواک و او له  القاعدې سره یې خواخوږي درلوده په خپلو ټولو پریکړو کې خپلواک و ، ده خپله  ځانګړې ډله درلوده  نه یې غوښتل ،چې له مصري جنګیالیو سره یو ځای شي . له مصریانو سره یې حساسیت درلود، خو بن لادن  یې درناوی کاوه او مینه یې ورسره درلوده ، ابو مصعب السوري هم  له بن لادن سره ورته چلند کاوه، خو پر الظواهري یې نیوکې کولې  له  ابو حفص المصري سره یې هم اړیکې ښې نه وې .
v     تاسې له هغه  روزنه  تر لاسه  کړې وه ؟
v     ما القاعدې څخه وغوښتل،چې دڅه وخت لپاره    ابو مصعب السوري  ورشم  او له تجربو یې برخمن شم ، خو په ورته وخت کې  مې موخه داوه،چې دده په اړه استخباراتي سازمان ته ،چې ما ورته کار کاوه مالومات راټول کړم  دوی غوښتل ،چې  دالسوري پر پلانونو خبر شي ځکه  دده یو شمېر غړي  اروپایان وو . له ده سره مې په کابل کې څلور میاشتې تیرې کړې  دنوموړي یو شمېر جنګیالي  په مراد بیګ کې دجګړۍ په لومړۍ کرښه کې وو.
ابو مصعب  السوري انګیرله،چې  له  لویدیز سره به  یوه ورځ مخامخیږو دا به  نړیواله پېښه وه مسلمانانو ته  په کار دي ،چې ځانونه  سر له اوسه چمتو کړي ، ده به ویل مسلمانان کمزوري دي دوی له لویدیز سره دمخامخ جګړې وس نه لري، موږ باید اوس ځانونه چمتو کړو، ده به تل  پر هغو مصریانو نیوکې کولې،چې له بن لادن راتاوو شوي وو، یو ځل یې وویل : مصریانو له بن لادن څخه  (المهدي ) جوړ کړې او په  څمڅه یې  ننویستې دی،  کټ مټ لکه  دشیعه ګانو المهدي ، داړتیا پرمهال باید راووځي.