پریږده چې تن مې درنه وسوځي سور اور واخلـي
د ستا ظالم زړه به خوشاله شي ټکور واخلــــــــــي
خیال مې امیل، ستا په سپینه سینه ټال ووهـــــــــي
ترینه مچکې په چلول او لور په لور واخلــــــــــــي
ښــــــــه زورور یمه د ســـلو ســـــــره غیږه نیســــم
خو ستا د سترګو مړه کاته راڅخه زور واخلــــــــي
مین زړګی مې هم پښـــــــــتون دی پنجابی خو نه دی
وخت به ئې راشي خامخا به درنه پور واخلـــــــــي
«ځـــــــــــدراڼه»! ته ملامت نه يي دستور پاتې دی
څوک چې مین شي نو په سپینو جامو تور واخلـــي
۲۰۰۹/۵/۱۸
وروستي