په وايرلېس نېټورک کې فریکونسي

 
د فزیک له نظره فریکونسي په واحد د وخت کې د یو لړ اهتزازي حرکتونو څخه عبارت ده دا اهتزازي حرکتونه چې د یوې قوې په اساس تر سره کیږي د یو واحد په واسطه چې هرتز نومیږي اندازه کیږي یو هرتز(Htz) په یوه ثانیه کې له یو اهتزاز څخه عبارت دی نو په دې حساب که په یوه ثانیه کې دوه اهتزازي حرکتونه تر سره شي نو دوه هرتزه کیږي ډېر داسې شیان شته چې په یوه ثانیه کې تر یو میلیون زیات اهتزازي 
حرکتون کوي نو په دې حساب یو هرتز بسنه نه کوي ځکه خو یې له اضعافو څخه لکه کیلو هرتز، مېګا هرتز، ګیګا هرتز وغیره کار اخیستل کيږي لکه څرنګه چې وویل شول اهتزازي حرکتونو د یوې قوې په اساس منځ ته راځي او د همدغې قوې په اساس له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالیږي هغه محیط چې ددې حرکتونو د انتقال سبب کیږي د واسطې یا میډیا څخه عبارت دی چې ښه مثالونه یې هوا، جامدات لکه سیم او مایعات لکه اوبه کیدلی شي د اهتزاز له برکته ډېرې فزیکي پیښې رامنځ ته کیږي د مثال په ډول غږ د اهتزازي حرکتونو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي که چېرې په یوه ثانیه کې د یو جسم له سطحې څخه په یوه ثانیه کې تر شلو پورې اهتزازي حرکتونه پورته شي نو د نوموړي جسم څخه غږ را پورته کیږي په دې حساب که چېرې د اهتزازي حرکتونو شمېرپه ثانیه کې تر شلو کم وو د غږ د پیدا کیدو امکان کم او که تر پنځوسو زرو زیات وو نو د غږ د اوریدو امکانات له منځه ځي چې ځینې ساینس پوهان وایي چې د لوړې فریکونسۍ غږونه ځینې حیوانات لکه سپي اوري خو د انسان غوږونه یې وړتیا نه لري
 وایرلېس یا بې تاره شبکې له هغو شبکو څخه عبارت دي چې خپل ټول مالومات په بې سیمه ډول انتقالوي ځینې بې تاره ټیکنالوژي او د هغوي د سیګنال د پراختیا ساحې په لاندې ډول دي:
۱. انفرارېډ، بلوټوت             تر ۱۰ مترو کار کوي
۲.وایرلېس لان(wifi)            تر ۱۰۰ مترو کار کوي
۳.موبایل تیلیفونونه             تر ۱۰ کیلومترو کار کوي
۴. اف-ایم رادیوګانې           له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو کار کوي
۵. سېټلایټ                         تر ۱۰۰۰ کیلومترو کار کوي
انتن د رادیویي ټرانسمیټر او ریسیور په مرسته رادیویي څپې په برقي او برعکس بدلولو او  لیږلو دنده پر غاړه لري ټرانسمیټر د څپو برقي بڼه انتن ته ورکوي او انتن یې هوا ته سپاري او برعکس په مقابل لوري کې همدا رادیویي څپې په انتن لږيږي په نتیجه کې د څپې هر ځلې لږیدنه په انتن باندې برقي ولتیج او بلاخره برقي بڼې ته بدلیږي 
د انتن یا د ټرانسمیټر د سیګنال د لیږلو قوه په  ډی بي ایم  چې د ډیسیبل ملي محفف دی اندازه کیږي  د مثال په توګه اف-ایم رادیوګانې په ۸۰ ډي بي ایم، مبایل ټیلیفونونه په ۲۷ ډی بي ایم، ستاسو لېپ ټاپ په ۱۵ ډی بي ایم وغیره باندې کار کوي
د فزیک د قوانینو له مخې پوهېږو چې کله قوه ډېریږي نو د اهتزازي حرکتونو شمیر هم ورسره ډېریږي خو په مقابل کې یې د یو اهتزاز لمن یا امپلیتیود کمیږي یانې په دې مانا چې په واحدد وخت کې به اهتزازونه ډېر خو لنډ لنډ وي په همدې ترتیب کله چې د ټرنسمیټر قوه زیاتیږي په نتیجه کې د سیګنال فریکونسي ډیریږي او بلاخره د یو سیګنال د اهتزاز لمن کمیږي د هغو ټیکنالوژیو چې په لوړه قوه یانې په زیاته فریکونسي سیګنالونه هوا ته لیږي د پوښښ ساحه محدوده وي دا ځکه چې کله چې د سیګنال یا اهتزاز لمن لنډیږي د ښه مزل او په موانعو لکه دیوال، کاڼی وغیره کې د ننوتلو  وړتیا د لاسه ورکوي  د بیلګې په ډول وایمکس ( WiMAX) په لوړه فریکونسي خپرونې کوی خو د سیګنال مزل یې لنډ او په جسمونو کې د ننوتلو وړتیا یې کمه ده همدا علت دی چې د وایمکس انتنونو  لپاره د مخامخ لیدو ضرورت دی په دې مانا چې انتنونه یې باید یو بل ته مخامخ نسب کړل شي که له یوې خوا د سیګنال دقوې زیاتول د یو سیګنال تر جسمونو د وتلو وړتیا دومره له منځه وړي چې ان ځینې سیګنالونه خو د هوا د ګرد او د باران د څاڅکو نه هم نه شي وتلی له بلې خوا ټرنسمیټر ته زیات قوت ورکول د صحت لپاره هم ضرر لري چې ساینسپوهان یې هر لوری په نظر کې نیسي له بلې خوا نه هغه ټیکنالوژي چې په کمه فریکونسي خپرونې کوي د هغوي سیګنال تر لیرې ځایونو رسیږي لکه د موبایل ټیلیفونونه چې په کمه قوه کار کوي او تر لیرو ځایونو پورې سیګنال لیږي او په عین حال کې تر جسمنو د وتلو ښه وړتیا لري 
ځینې ټیکنالوژي په لاندې فریکونسیو باندې کار کوي
۱. اف-ایم رادیو                      ۸۸ میګا هرتز 
۲. تلویزیون                          ۲۰۰ میګا هرتز
۳. موبایل تیلیفونونه             ۹۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ میګا هرتز
۴. جي پي ایس                    ۱.۲ ګیګا هرتز
۵. بلوټوت                            ۲.۴ ګیګا هرتز
۶. وای فای                          ۲.۴ او نورو باندې