د سویډن خبري اژانسونو خبر ورکړ چې د سویډن د حکومت شاه ـ کارل (۱۶ ګستاف) د تیره اونۍ په ورسیتو ورځو کې افغانستان ته په څو ورځنۍ سفر تللی وه او هلته یې د خپل هیواد سرتیرو سره چې اوس مهال د بلخ په ولایت کې د امنیت او بیا روغونې په چارو بوخت دي لیدل کتل کړي دي.ورځپاڼه (اکسپرېس) لیکې «کارل هغه نوي پوځي اډه (مونیتور) هم پرانستله کومه چې په د وروستیو کې په شبرغان کې جوړه او کټې اخیستنې ته چمتو شوي وه ورځپاڼه د شاهي ما ڼۍ ویاند له قوله لیکې چې شاه د پنځنۍ (پنج شنبه) په سهار افغانستان ته لاړ او د هفتې (شنبه) په ورځ بیرته خپل هیواد ته راستون شو او د نوموړي سفر د امنیتي دلایلو پر اساس پټ پاتې شوی وهد یادولو ده چې تیر کال د سویډن شهزادګۍ (ویکتوریا ) هم په ورته پت سفر د افغانستا بلخ ولایت ته تللي وهد سویډن د شاهي حکومت نیږدې ۵۰۰ سرتیرې په شمالي نسبتاً ارم ولایت بلخ کې د ناټو په چوکاټ کې په دندو بوخت دي
ځدراڼ
وروستي