وزيرستان دترهګرۍ په جال کې!

 
د دوه زره لومړي کال د سپټمبر مياشتې په (١١) مه نېټه د القاعده شبکې له خوا د امريکې پر متحده ايالتونو ځپند ترهګريز بريدونه وشول، چې په ټس کې يې د واشنګټن ډي سي او نيويارک ښارونو پرتمينې ودانۍ او آسمان څکي برجونه برلمبه، لولپه او پړمخې رانسکور شول اود (٣) زرو تنو په شاوخوا کې وګړي په کې ووژل شول.
 لوېديځ چې په سرکې يې د امريکې متحده ايالتونه ولاړ وو، د ترهګرۍ پرخلاف نړيواله جګړه پيل کړه. د تروريزم پرضد د مبارزې د ثقل مرکز د اسيازړۀ افغانستان وټاکل شو. امريکې او لوېديځوالې ټلوالې يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې په رڼاکې په  ټول  پوځي زوراو ځواک سره په افغانستان کې د طالب واکمني ترځپندګوزارلاندې ونيوه چې د يوې مياشتې څخه په کمه موده کې يې دطالب واکمني سرپه څېړۍ پړمخې راوپرځوله او ايسته يې په خړ او ګنګخړ سېلاب  لاهو کړه. د ترهګرۍ خلاف په پيل شوې جګړه کې دطالب جنګي ماشين په غوڅه توګه مات نه کړى شو،بلکې د يوې پلانيزه شوې توطيې اودسيسې په ترڅ کې له مرکزيت څخه څنډې يې ته کړو اود ډيورنډ ښکېلاکي او زبېښاکي کرښې دواړو غاړو ته په پرتو پښتون ويجه سيمو کې مېشت کړى شول.
د پښتونخوا اووۀ (٧)سيمې د(شمالي وزيرستان،سوېلي وزيرستان،کورمې، اورکزۍ،خيبر، مومند او د باجوړاېجنسۍ دي او بريتانوي ښکېلاک د هندپه  براعظمګي کې د خپل شتون  او په ١٨٩٣ زېږديز کال د افغانستان دهغه پېر د واکمن امير عبدالرحمان سره د ډيورنډ پليتې او کرغېړنې کرښې د لاسليک کولو پرمهال او د خپلې پراختياغوښتنې سياست (Forward Policy) په اډانه کې د خنډنې (Buffer) سيمې په توګه رامنځته کړې دي، ترڅو له يوې خواعرب سمندرګي ته د روسانو د پرمخيون لاره ډبه کړي او له بل لوري افغان ولس او په ټول کې غونډه  اسيا ووهي او وځپي. انګرېزشيطان وروسته د خپلې دې ښکېلاکي مقولي پربنسټ چې وايي ( بېل يې کړه،اېل يې کړه!_ Divide and rule! ) د افغان او پښتون دښمنه مغولي پاکستان د جوړاوي پرمهال هم نوموړې اووۀ اېجنسۍ په خپله مستعمره (پاکستان) کې شاملې کړې او په کې يې تور ځنګلي قانون نافذ کړ، ترڅو يادې سيمې په وحشت او بربريت کې وساتي اوله هغه ځايه تل د اسيا په زړۀ تاريخي افغانستان کې خاينانه او رذيلانه لاسوهنې وکاندي چې دا لړۍ له  تېرو  پېنځو لسيزو راهيسې چټکه روانه ده.
 څه باندې لسيزه وړاندې په هېوادکې د لنډ مهالې ادارې له راتګ سره جوخت په کوردننه خونړۍ جګړه پيل شوه چې تردامهاله دډيورنډ ښکېلاکي کرښې دواړو خواوو ته پراته په زرګونو بې ګناه پښتانه اوافغانان په کې وژل او ياهم ټپيان شوي دي چې دا لړۍ لا ګړندۍ د پرمخيون په حال کې ده. د مغولي پاکستان په اووۀ اېجنسيوکې د هغه هېواد څارګرې  شبکې ( اى، اېس،اى ) له خوا د ترهګرۍ جال خپور شوى او په لوى لاس يې ناامنه کړې  او د سيمې، عرب ټاپووزمې او په ټول کې يې د ګردې نړۍ ترهګر په کې را ټول کړي دي او هلته پوځي ترهګريزه زده کړې ورکول کېږي او بيا ګردې نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ ته د ترهګرۍ په موخه صادريږي. په تېره يوه لسيزه کې د پنجابي بيروکراسۍ او اى اېس اى  له خوا سوېلي او شمالي وزيرستانونه په  لوى لاس  د نړۍ د ترهګرو په پټنځي او روزنځي بدل شوي او له يادو ځايونو څخه په افغانستان او په خپله پښتونخواکې ترهګريز فعاليتونه پرمخ وړل او پلې کېږي. دغو افغان او پښتون دښمنه ترهګرو په تېره يوه لسيزه کې نه يوازې افغانان وژلي،بلکې په خپله د سوېلي او شمالي وزيرستان له (٨٠٠) څخه زيات ديني عالمان،د جوماتونو ملاامامان، قومي مشران او ټولنيز مخور شخصيتونه يې هم وژلي او له منځه وړي چې، د وژنې دا لړۍ لا هم د پخوا په شان روانه ده.کابو درې _څلورکاله مخکې سوېلي وزيرستان کې د پاکستان  پوځ  په اصطلاح د ترهګرۍ خلاف  پوځي پراخ عمليات  پيل کړل چې په کې په  زرګونو تنو بې ګناه ملکي  وزيرستانيانو ته د سر او مال دروند زيان واوښت او په  همدې ډول  په زرګونو تنه وزير، مسعود،اورمړ، بېټني او نورقومونه له خپلو مېنو څخه بې ځايه او ګډوال  شول او د پاکستان نورو سيمو او ايالتونو ته ولاړل چې هلته د کډوالۍ، بې وسۍ او بېوزلۍ شپې او ورځې تېروي او لاهم بېرته په خپل ټاټوبي او مېنه کې نه دي استوګن شوي. د سوېلي وزيرستان په پوځي عملياتو کې لويه ګټه  ترهګرو، اى _اېس _اى او پنجابي بيروکراسۍ ته ورسېده. ځکه دجنوبي وزيرستان دغيرتي ولس په کډوالېدو سره د هغوى ملي، پښتني اواسلامي غرور، غيرت،مېړانه او سرښېندنه چخڼي شوه او له بل پلوه پاکستان  پلوه ترهګر د هغه هېواد د پوځي استخباراتي شبکې (اى اېس اى) له خوا خوندي ځايونو ته ولېږدول شول، ترڅو په نورو ځايونو کې د پښتون او افغان ولس د ملت پالنې مفکورې او اېډيالوژۍ د وهنې او ځپنې په موخه ترېنه کار واخلي.د روان ٢٠١٤ زېږديز کال د جون په (٢٥) مه نېټه د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې يوځل بياپه اصطلاح د ترهګرۍ خلاف عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې (١) مېليون  وزيرستانيان کډوالۍ ته اړ شول او ايسته د پښتونخوا ايالت  د بنو لويې ولسوالۍ ته کډوال کړى  شول. په پاکستان کې د جون ،جولاى او اګست مياشتې د سختې ګرمۍ مياشتې دي چې تودوخه د سانتي ګراډ په حساب مثبت (٤٨_٥٠) درجو ته رسيږي او د تودوخې په دغه سوځوونکي موسم کې د وزيرستانيانو کډوالېدل، هغوى سخت وځپل او وکړول. د شمالي وزيرستان څخه د (٢) سوه زرو په شاوخوا کې کډوال د خوست ولايت ته هم کډوال شوي چې دمګړۍ د دې ولايت دګوربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان په پنډغالي کې مېشت  دي. کله چې خوست ته د شمالي وزيرستان څخه کډوال راغلل، نوددې ولايت غيرتي ولس  دغو پښتنو وروڼو ته د همپالنې روحيې او احساس په ښودنې سره  په پرانېستې غېږهرکلى ووايه او د زړۀ له اخلاصه يې مالي او اقتصادي مرستې ورسره وکړې اوان په خپلو کورونوکې يې مېشت کړل. هغه مهال افغان ولسمشر ښاغلي حامدکرزي د شمالي وزيرستان له کډوالو سره د خوست خلکو د انساني،اسلامي اوافغاني خواخوږۍ په ښودنې او مالي مرستې کونې د خوستي ولس څخه په خپله اوونيزه راډيويي وينا کې په ځانګړې توګه مننه وکړه او د خوست خلکو د خواخوږۍ او همپالنې روحيه او احساس يې وستايۀ. د پاکستان پوځ له خواپه شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات لاهم روان دي. په دغو عملياتو کې کومه مشخصه پوځي او سياسي لاسته راوړنه نه لېدل کېږي. پاکستاني حکومت او پوځ ادعا کوي چې هغوى د ښواو بدو طالبانو ترمنځ د توپير پرته عمليات کوي. حال دا چې پاکستاني پوځ يوازې هغه طالبان په نښه کوي چې په نوموړي هېوادکې ترهګريز بريدونه کوي. تردامهاله پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې(٣)درې مشخصې سيمې ( ميرعلي، مېرانشاه او بويه ) په نښه کړې او نوموړې سيمې يې په چورلټه توګه  ورانې او ويجاړې کړې دي، ځکه د پاکستان پوځ په اصطلاح په هغو سيمو کې عرب،ازبک، چيچنيايي او اويغوري ترهګر مېشت وو او له هغه ځايه يې په ټول پاکستان او نړۍ کې ترهګريز بريدونه کول. خود پاکستان  پوځ د حافظ ګل بهادر او نورو پاکستان پلوه طالبانو پرخلاف پوځي عمليات نه کوي او هغوى په هوسااوآرام چاپېريال کې دشمالي وزيرستان په رزمک،شاوول، دته خېل، منظرخېل،انګوراډه او نورو سيموکې په لوى لاس ځاى پرځاى شوي، ترڅوله هغه ځايه په افغانستان کې ترهګريز برېدونه وکړي چې ښکاره بېلګه يې د روژې په مبارکه مياشت کې د پکتيکا ولايت د اورګون په سيمه کې موټري ځانمرګى بريد دى چې په کې له (١٠٠) څخه زيات  بې ګناه ملکي وګړي شهيدان او په لسګونو نور هغه يې ټپيان  شول. د پاکستاني پوځ د عملياتو په اړه افغان دولت او په افغانستان کې د امريکې او ناټو ځواکونو قوماندان په ډاګه ويلي چې پاکستان پوځ د حقاني شبکې اوحافظ ګل بهادر طالبانو پرخلاف  عمليات نه کوي او ان دحقاني شبکه يې د ټل،اسلام آباد اوکوېټې په ښارونوکې مېشت کړې ده. اوس څرګنده شوه چې پاکستان  تل د افغانستان پروړاندې له دوه مخۍ څخه کاراخلي. د ترهګرۍ اور اوس يوازې په افغانستان کې نه دى پاتى شوى، بلکې په خپله د پاکستان غېږ ته هم ورغورځېدلى دى اود هغه هېواد هر کلي، بانډې، سيمې، ولايت،  هرښار او ايالت ته يې خپله لمن ويړه کړې ده. تاريخ څرګنده کړې چې وزيرستانيان  ترهګر نه دي،بلکې دا د پاکستان اى اېس اى او د پنجاب بيروکراسي ده چې د يوې توطيې او دسيسې په ترڅ کې يې په وزيرستان کې د نړۍ رټل شوي ترهګر ځاى پرځاى کړي او د وزيرستان اتل او باتور ولس يې په لوى لاس پرې برمته کړى دى. د وزيرستان ولس يو اتل او مېړنى ولس دى چې د تاريخ  په اوږدو کې يې د هربلوسګر او تيريګر پروړاندې په کلکه مبارزه  کړې او تاريخي ماتې يې ورکړې ده. کله چې په (١٩) زېږدي پېړۍ کې دافغانستان  خپلواکۍ د لارې ملي اتل ارواښاد اعليحضرت امان الله خان د انګرېز شيطان، خناس، ابليس، دجال او رجيم  پرخلاف  د حق توره را ؤايسته او په درې جبهو(کندهار، پکتيا او ننګرهار) کې يې د استقلال جګړه  پيل کړه،نو په هغه سپېڅلې جګړه کې وزيرستاني ولس دخپلې ملي،افغاني او اسلامي مبارزې ننداره وړاندې کړه او  په خپله خاوره کې يې په پرنګي پوځ مرګوني ګوزارونه وکړل،د سرومال درانه زيانونه يې ورواړول اوايسته يې له وزيرستان نه پسې واخېست. د انګرېزد ستورګو ازغي او د افغان او وزيرستان تاريخ ملي اتل حاجي صاحب ميرزاعلي خان وزير(ايپي فقير) د هند په نيمه وچه کې د انګرېز امپراتورۍ پرخلاف ستړياوتې مبارزه وکړه او د پښتونخوا په ګڼ شمېرسيمو کې يې انګرېزان ووهل او وټکول. يو ځل د سوېلي وزيرستان د رزمک په سيمه کې د انګرېز پوځ يو (١٢٠٠) سوه کسيز غونډ استوګن ؤ. د ايپي فقير غازيانو پر هغه غونډ بريد وکړ او د ټول دوولس سوه کسيز غونډ يې له منځه  يووړ او ايسته يې د دوزخ په ډنډه غوپه کړ.کله چې انګرېز شيطان په١٩٤٧زېږديز کال کې د خپل لاسپوڅي ګوډاګي محمد علي جناح په  وجود کې چټل مغولي پاکستان رامنځته کړ، نو حاحي صاحب  ميرزاعلي خان وزير( ايپي ) فقيرددې په اصطلاح نوي هېواد په اړه يوه ډېره پخه وينا وکړه او ويې ويل:(خرهماغه خردى،ايله کته (ځل) يې بدل شو!) له پورتنيو ټولو کره او ثقه ويناوو څخه څرګنديږي چې د وزيرستان ملت يو سوله، هېواد پال اسلامپال ولس دى. ددې غيرتي او سوله پال ولس په ټولنيز شعور او کلتور کې د ترهګرۍ په نوم کوم وييکى (لغت) شتون نه لري، بلکې دا سيمې او نړۍ امپريالېستي،ښکېلاکي او زبېښاکي ځواکونه او د سيمې ارتجاع ده چې په  لوى لاس يې د پښتون او افغان خاوره د اور په بنۍ او بټۍ بدله کړې او په دغه خاوره کې له خپلو سياسي،اقتصادي، پوځي، کلتوري، مذهبي،اېډيالوژيکي او استخباراتي سيالانو او دښمنانو سره په اوږدمهاله  جګړه کې ښکېل دي. خو د شمالي وزيرستان له  پوځي عملياتو  وروسته  بايد د وزيرستان ولس بېرته په خپله مېنه او ټاټوبي کې مېشت کړى شي او ټول هغه تاوانونه او زيانونه چې د عملياتو پرمهال هغوى ته ورپېښ شوي، بېرته جبران شي. د وزيرستان غيرتي او مېړنى ولس بايد له هغه وروسته په خپله خاوره کې پرديو ترهګرو ته د استوګنې اجازه ورنه کړي، ترڅو د هغوى له کوره پر دوى او د هغوى د پلار_نيکه پرتاريخي ټاټوبي ( افغانستان ) کې  ترهګريز بريدونه وکړي. اوس لر او بر افغان په دې پوهېدلى چې روانه جګړه د پرديو جګړه ده او د يوې سياسي چلوټۍ په اډانه کې پر دوى تپل شوې. نوځکه د وزيرستان غميزه د ټول افغان ولس غميزه ده او سوله يې هم د ټول افغان ولس سوله او سوکالي ده. د وزيرستان  سيمه د ځنګلي او وحشي ترهګرو ځاله نه ده، بلکې دا تاريخي خاوره ( وزيرستان ) د وزيرستاني ولس تاريخي ټاټوبى دى چې تروريزم ته په کې ځاى نشته.