د تېلو بادشاهان (۲۲ برخه)

 
د خطر او ګواښ په څنډه کې
سره له دې چې امریکا ته په روښانه ډول د ایران، اردن او سعودي عربستان د مشرانو لخوا دا خبر دارئ ورکړل شو چې د شوروي اتحاد لخوا مصر د دې لپاره بیا ښه په وسلو سمبالیږي چې  پر اسراییلو برید وکړي. نیکسون او کیسنجر د اسراییلو د حکومتي چارواکو د ډاډه کولو چاره ځنډوله  چې د تل ابیب د واکمنو لپاره دغه ډول چاره چنداني معقوله نه برېښېده. د مې  په نیمايي کې د شنبې ورځې په یوه نرم او ګرم سهار کې هنري کیسنجر د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزیرابا ایبن سره په واشنګټن کې ناست و. ایبن هغه استخباراتي رپوټونه رد کړل چې خبر داری یې ورکړی و چې مصراو د هغه بل عرب متحد سوریه تیاری نیسي چې پر اسراییلو برید وکړي .ایبن کیسنجر ته ډاډ ورکړ چې غم دې نه کوي پر تل ابیب به قاهره او د مشق هېڅ ډول برید ونه کړي ( دوی د برید وړتیا نه لري او د تخنیکي متخصیصینو کموالی د دې لامل کیږي چې پر اسراییلو حیرانونکی برید وکړي. ولسمشر انور سادات به دومره لوده او بې عقل هم نه وي چې په خپل کور کې د داسې  جګړې د اور بلولو قیمار ووهي چې کېدای شي په کې بریالی نه شي. نو پایله به یې په کور دننه او نړیواله کچه  د دوی  لپاره  په سیاسي او پوځي ډګر کې ناورین وي).
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې خپل امریکايي سیال ته وویل ( د عربو د تېلو بایکاټ یا د نه خرڅولو پرېکون هم حقیقي او ریښتینی انتخاب نه دی او نه شي واقع کېدای، بنا واشنګټن دې ډېر زړه ورته نه خوري. ځکه چې ستاسو نږدې ملګری د ایران شاه به د عربو دغه پلان مات او د تېلو مارکېټ ته به اضافي خام تېل ور پمپ کړي. خو د تېلو د تولید پرېکون به هېڅ ډول اغېز ونه کړي، ځکه چې ایران له عربانو سره غاړه غړی نه درومي.)
ایبن او کیسنجر په دې اوازو بحث کاوه چې د مصر ولسمشر انورسادات هیڅ عقل او پوه نه لري. د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه وویل چې ( انور سادات زیرکتیا او هوښیارتیا نه لري. هغه کولی شي مخ پر وړاندې یوڅه حرکت وکړي.)
 کیسنجر ځواب ورکړ چې (هغه ډیر د وړاندوینې وړ هم نه دی، خو زیاته یې کړه چې هغه داسې فکر نه کوي. ځکه هغه مخ پر وړاندې د حرکت کولو هېڅ د فکر کولو وړتیا نه ده ښوولې.)
کیسنجر روښانه کړه چې ولې د نیکسون اداره په خپل لاس روانه وه او د ملک فیصل غوښتنې ته یې ځواب ورنه کړ چې باید د منځني ختیځ په مسئله کې ډېر ځان ښکېل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل اسراییلي سیال ته وویل( لکه چې ما ستاسو سفیر ته وویل د امریکا دنده په داسې غیر مترقبه حالت کې دا ده چې ځان په غیر معین ډول له ښکیلتیا وساتي. که تاسو د لوړ پوړو چارواکو نظر ته وګورئ نو تاسو د اوسنۍ مرستې یا حالت په دوام ډېر حساب مه کوئ.... نو تر اوسه پورې د مصر پالیسي هم ډېره احمقانه بریښي او کوم مشخص چیلینج په کې نه ښکاري.)
هغه ښاغلي ایبن ته په ډاګه کړه چې ( نه غواړي امریکا په داسې موقیعت کې راشي چې د کوم پلان له وړاندې کولو یا لرلو پرته دواړه غاړې پر موږ برید وکولی شي). اسراییلي پلاوی له واشنګټن څخه بېرته کورته په دې ډاډ را ستون شو چې کیسنجر د دوی اندېښنې درک کړې او دوی د روان وضیعت په اړه خپله ستراتیژیکه ارزونه له دوی سره شریکه کړه.
د همدې کال د اګسټ په میاشت کې له  ۶۷ کلن سعودي پاچا ملک فیصل سره د ارامکو د تېلو شرکت مشرانو د سویس په جینوا ښار کې ولیدل. هغه په ډاګه  د ارامکو مشرانو ته دا روښانه کړه چې « سعودي عربستان د خپلو نورو عرب وروڼو لخوا له فوق العاده سخت فشار لاندې دی چې د خپلو تېلو منابع او عایدات د اسراییلو او د هغوی د ملګرو پر ضد د وسلې او وسیلې په توګه وکاروي.» وخت د نیکسون د ادارې له لاسه د وتلو په حال کې و او واشنګټن هڅې کولې چې د منځني ختیځ په مسئلو کې بیا ور دخیل او پر اسراییلو یې د فشار اچولو هڅه وکړه چې د سولې خبرو اترو ته یې کښینوي. خو دا کار د ۱۹۷۴ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې چې امریکایان په بشپړه توګه د پاچا فیصل د ګواښ  په جزییاتو پوه شول تر سر ه نه شو.  په واشنګټن کې د سمندري ځواکونو په یوه کلب کې د یوې غرمنۍ پرمهال یوه سوداګر، کوربه ویاند او د ارامکو مرستیال مشر میشل امین جي ار، له ملک فیصل سره د لیدنې کیسه داسې وکړه. پاچا فیصل موږ ته  د ۱۹۷۳ کال په اګسټ میاشت کې وویل چې ( کېدای شي په روانو شپږو میاشتو کې په سیمه کې یوه بله جګړه پیل شي او هغه کېدای شي بل انتخاب ونه لري بې له دې چې تېل په دغه جګړه کې د وسلې په توګه وکاروي.)  ښاغلي امین وویل ( سعودي پاچا په پټه دوی ته وویل چې عرب دولتونه دې ته تیاری نیسي چې ۵۰ زره تلفات وزغمي. د هغه خبرداری ډېر ټکان ور کونکی و). امین وايي چې سپینې ماڼۍ د هغه خبرو ته غوږ ونه نیو(موږ له سي. ای. اې سره خبرې وکړې او له  سمندري ځواکونو سره وغږېدو، له پوځي مشرانو سره مو ولیدل. دوی ټولو موږ ته وویل چې ښاغلی مایک، ستا ماغزه خراب شوي دي، دوی نه غواړي چې خپلو کورونو کې ځانته دوزخ جوړ کړي). دوی موږ ته وویل چې ( د ښاغلي فیصل په اړه فکر ونه کړو، امریکایان غواړي چې هغه ته یو پیغام ورکړو.)
ملک فیصل پر همدې مهال له یو شمېر امریکايي بهرنیو خبر یالانو سره را ډیويي مرکې وکړي او خپلې اندېښنې یې دوی ته روښانه کړې او ویې غوښتل چې لوېدیځ ته خپل پیغام ورسوي. هغه په منځني ختیځ کې د امریکاپه تګلارو کې د انډول ساتلو سپارښتنه او غوښتنه وکړه و دایې په ډاګه کړه چې حتمي نه ده چې  د سعودي عربستان ګټه دې په دې کې وي چې د خپلو  تېلو تولید لوړکړي چې له کبله یې د هغه د لویدیځو پیرودونکو اړتیا او غوښتنو ته ځواب وویل شي. هغه وویل منطقي غوښتنه او اړتیا داده چې زموږ د تېلو تولید  تر هغې ټاکل شوې اندازې یا محدودې زیات نه شي چې زموږ اقتصاد یې نه شي حل کولی. د تېلو د پلور له درکه د هېواد اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو ور پمپ کېدلو لا دمخه په نړیواله کچه د لوړې اقتصادي ودې (۱۶په سلو کې ) کچې لامل شوې وه چې کېدای شي د ناورین لامل شي. عصري کېدل باید پړاو په پړاو د یوه منظم پلان تر مخه وي نه یو په یو او غیرې عملي ډول سره. د سعودي پاچا اعلان وکړ چې د دغه هېواد د تېلو تولید به تر هغه زیات نه شي چې د دوی ۲ شرطونو ته ځواب ونه  ویل شي.
اول : هغه غواړي چې لوېدیځ د سعودي عربستان د اقتصاد د صنعتي کېدو او په نورو برخو کې د غوړېدو په تړاو ور سره مرسته وکړي. 
دويم: په منځني ختیځ کې د ډېر ښه مناسب او ارام چاپیریال را منځ ته کېدل  دي چې تر دې مهاله د صیهونیست رژیم د پراختیا غوښتنې د پالیسیو له کبله له کړکېچ سره مخامخ دی او خورا خطرناک ښکاري.)
سپینه ماڼۍ له دې اړخه په ډیر ګډوډ وضیعت کې را ښکېل شوی وو. د سپټمبر په ۵ نېټه هنري کیسنجر د امریکې ددفاع له وزیر جیمز سچلیزنجر سره په پنتاګون کې د سهار په اتو بجو د سهار ناري پرمهال خبرې اترې وکړې. دوی دواړه د هارورډ په پوهنتون کې په یوه مهال اکاډمیک سیالان وو او په لنډو یې په منځني ختیځ کې د روان بحران په اړه په هغو مسلو خبرې اترې وکړې چې د پردې تر شاه یې کورنۍ سیاسي غوغا را پورته کړې وه. (دوی په بېړني ډول دا هڅې کولې چې د فارس خلیج کنټرول له لاسه ور نه کړي او په دغه بډایه سیمه کې د تېلو تولید او بیه د عربو او اسراییلو له لانجې لیرې وساتي.) 
د دفاع وزیر سچلیزنجر وویل ( راځه چې دغې مهمې مسئلې ته یو احتمالي پلان جوړ کړو. ایرانیان کېدای شي کوېټ ونیسي، خو له خلیج څخه به ور وانه وړي.)
کیسنجر ځواب ورکړ: ( د ایران شاه غواړي په دې پوه شي چې F-14  او  F-15 الوتکې ولري. په اسراییلو کې اسحاق رابین ویلي چې هغه ته باید اف ۱۴ الوتکې ورنه کړو.)
د دوی لنډو لیدنو کتنو، او د منځني ختیځ د لانجې په اړه د نظرونو تبادلې دا تایید کړه چې په نظامي احتمال کې د ایران او اسراییلو په اړه پلانونه شامل دي چې د سپټمبر په لومړۍ اونۍ کې د سپینې ماڼۍ لخوا ورته بیا کتنه وشوه. د خبرو اترو او بحث وخت ډېر مهم و، ځکه چې دغه ناسته په منځني ختیځ کې د جګړې له پیلېدو یوه اونۍ مخکې او د عربي دولتونو لخوا د امریکا پر متحدو ایالتونو د تېلو د پلورلو له بندیز شپږ اونۍ مخکې تر سره شوه.  تاریخ لیکونکو ویلي د امریکې متحده ایالتونو په نوامبر کې تر هغه وروسته په جدي توګه د پوځي ځواک د استعمال مسئله په پام کې ونیوله چې د عربي تېلو د نه پلور له درکه امریکایان اغیز من شول او په عملي ډګر کې یې درک کړه چې د سعودي  وروڼو عربانو ګواښ رښتیا شو.  موږ اوس پوهیږو چې د مداخلې  لپاره را منځ ته کیدونکې پیښې، نه جګړه او نه هم د تېلو بندیز پراخوي. دوه پیښې چې کیسنجر یې په اړه له وړاندې تصمیم نیولی وو که ممکن نه وې نو د نه باور وړې  وې،خو د لیبیا د تېلو ملي کیدل او د سعودي عربستان د تېلو د تولید کمیدل بلاخره روان وو. 
په دودیز ډول په نړیوالو چارو کې  د ځوا ک او پوځي زور کارول  د پالیسیو وروستۍ انتخاب دی او هغه مهال پرې لاس پورې کیږي چې ډیپلوماسي ناکامه شي .خو د ډیپلوماسۍ په نشتوالی کې  په خپله ،نظامي عملیاتو ته ،چې ډیره زیاته اړتیا یې نه وي کم لاس ور وړاندې کیږي . د همدې اوړي په پای کې دا تریخ حقیقت را منځ ته شو چې د امریکا متحده ایالاتو بلاخره دا سې تګلاره غوره کړه چې په منځني ختیځ کې نور هم ګوښه او څنډې ته شي او  ددغه کار له کبله متحدو ایالتونو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت  د پانګې د له لاسه وتلو اجازه ور کړه  او په سیمه کې واشنګتن دخپلو  تېلو د رسد پر لاره کنټرول له لاسه ورکړ.
د سپتمبر په پنځمه د ورځې په وروستیو کې ولسمشر ریچارډ نیکسون په دې پوه شو چې کله هغه له خبریالانو سره خبرې کولې، د تړلو دروازو تر شا څه روان وو. هغه ټینګار وکړ چې  په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګېدود لارې د موندلو په برخه کې ژمن دی. خو هغه د تېلو عربي تولیدونکو دولتونو ته خبر داری ورکړ چې له ده سره ډېر واټن پیدا نه کړي چې تاوان به وکړي. ښاغلي نیکسون وویل (لکه چې کلونه کلونه وړاندې ښاغلي مصدق د ایران یوه پخواني لومړي وزیر ویلي وو تېل بې له مارکېټ څخه هېڅ په درد نه خوري او د ترشو اوبو خاصیت لري. نو که موږ یې وانه خلو دوی ته به دا ترشې اوبه هېڅ په درد ونه خوري.)
 ښاغلي نیکسون د لیوني انسان په نوم خپل کتاب کې لیکلي چې (هغه غوښتل خپلو مخالفینو ته داسې باور  ورکړي چې چې فکر وکړي کېدای شي امریکا پرې لوی برید ترسره کړي.)
په همدې میاشت کې ولسمشر نیکسون او کیسنجر په چیلي کې روانې پېښې له نژدې تعقیبولې، دغلته د امریکا استخباراتي اداره سي. ای. اې په دې هڅو بوخته وه چې د مارکسیست  ولسمشر سلوادور الینډ انتخابي حکومت رانسکور کړي چې د لیبیا د واکمن مشرډګروال معمر قذافي د هغو هڅو  ملاتړ یې وکړ چې په لیبیا کې یې د تېلو د امریکايي کمپنیو ډېرې پانګې ملي کړې. داسې برېښېده چې د الینډ د برخلیک څرنګوالی د ښاغلي نیکسون پر دماغ تر هغه وروسته لوی بوج و کله یې چې په ایران کې د ښاغلي مصدق پر لرې کېدو خفګان ښکاره کړ او د هغه جرات یې وستایه. خو د ولسمشرنیکسون دا تصمیم چې پر محمد مصدق یې په داسې حال کې چې په منځني ختیځ له عرب دولتونو سره د نیکسون اړیکې غیر صمیمي وي او د واټر ګېټ پلټونکو له شاه سره د هغه د مالي تړاو پلټنه کوله په خپل زیر زمینۍ کې فشار را وړل بې مانا کار و. د دوو (۲) لسیزو لپاره د امریکا ولسمشرانو د ۱۹۵۳ کال د ایرانۍ کودتا د موضوع  په اړه په ډیر احتیاط سره خوله پټه کړې وه  او دایې نه غوښتل چې شاه په هغه پخواني تور وشرمیږي چې ددوی غلام دی.
نیکسون هم په نا خبری یا غیر عمدي ډول د تهران او واشنګټن اړیکې او له شاه سره شوې معامله د واټرګېټ په اړه د کانګرېس او د رسنیو د بنسټیزو پلټنو په مټ داسې کږې وږې یا خرابې کړې چې د پایلو آټکل یې کېدای شوای. په واشنګټن کې د ایران سفیر وايي: ( له نیکسون سره زموږ د اړیکو له کبله دوی پر موږ لفظي بریدونه پیل کړل.)هغه په مشخص ډول د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ د ژبې یا لیکنې په اړه ډیر وارخطا وو. ( دا ډېر سخت کار و چې په ۱۹۵۳ کال کې یې ښاغلی مصدق د ایران د لومړي وزیر په توګه له خپلې دندې بهر غورځار کړ. ) د واشنګټن پوسټ مشرانو لیکوالو په ولسمشر نیکسون سختې نیوکې وکړې ، په ځانګړې توګه د ورځپاڼې هغه غږیزه برخه چې د سي. ای. اې او د ایران د شاه ترمنځ یې اړیکې افشا کړل. له ترخو لانجو وروسته د برېتانیې د تېلو د برخې د ملي کېدو د مسئلې پر سر هغه (شاه) وتوانېده چې په کودتا لاس پورې کړي او په بریالیتوب سره یې د امریکا د استخباراتي ادارې ( سي. ای. اې) لخوا ملاتړ وشو. د واشنګټن پوست ورځپاڼې کالم لیکونکو راولنډ ایوینز  او رابرت نو په ۱۹۷۳ کال کې د نیکسون  مسخره هڅه د شل کاله دمخه ورته هڅې سره پرتله  کړه. د عربي حکومتونو پر وړاندې د هغه د اړیکو ګواښ ډېر احمقانه خطرناک و.... او د ننګونو او چلنجونو وړاندې کول یې بې دقته وو  او بې له دې  چې د راتلونکو پایلو په اړه یې فکرکړی وي ګواښ یې کاوو. ( د ولسمشر نیکسون دغو کارونو د هغه خپل سلاکاران او دارنګه په منځني ختیځ کې د تېلو تولیدونکي دولتونه په ځانګړي توګه سعودي عربستان هک پک کړ.)
په دې اړه عربي دولتونو هم توند غبرګون وښود. د نېکسون دغه ګواښ له هغو خبرونو سره هم مهاله راغی چې د سویلي کلیفورنیا د مجوا په دښته کې د سمندري ځواکونو پوځي تمرینونه په اړه د فرانسوي اونیزې نو ویل ابزرویټر ولیکل چې امریکا او برتانیه ګډ پلان لري چې (  د تېلو او ارتباطاتو په ستراتیژیکو مرکزونو کې ګډ سر تیري د ایران او اسرا ییلو د ملاتړ لپاره کښته یا ځای پر ځای کړي . ) په منځني ختیځ کې د یرغل  اوازې خپرې شوې .
یوه لوړ پوړي سعودي چارواکي وویلې: ( ایا په واشنګټن کې دوی داسې فکر کوي چې د تېلو د سیمو نیول دومره اسانه دي چې دوی یې په سر تېرو غواړي لاندې کړي؟ مه کوه چې دوی راشي او وویني چې د روپۍ څو پتیري کیږي.) په لیبیا کې ډګروال قذافي خبر داری ور کړ چې د نیکسون اوباشه ډله غواړي چې د ده هېواد لاندې کړي، دا ارمان به ګور ته یوسي.) یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي واشنګتن پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې په منځني ختیځ کې غبرګون خورا ډېر تند و. (ډېر زیات عرب چارواکي په دې باوري شوي وو چې د تېلو په تولېدونکو عربي هېوادونو د امریکې د متحدو ایا لتونو لخوا په یوه ډول د برید تابیا نیول کیږي او کېدای شي برید وکړي. دغه عکس العملونه په خپله ددې لامل شول چې له عربي هېوادونو سره زموږ اړیکي په منفي لوري وخوځیږي.)
د ولسمشر خاص سلاکار په خپله له دې حالت څخه سخت ویریدلی وو، خو د یوه بل دلیل له مخې ـ ځکه چې ولسمشر نیکسون تر اوسه په دې باور و چې د تېلو لوېدیځ پیرودونکي لاهم د تېلو په مارکېټ کې واکمن دي. د نیکسون سلاکار افسوس وکړ( اوه زما خدایه ، هغه لا تر اوسه نه ده درک کړې چې د تېلو نړیوالو مارکېټونو ته هر بېرل تېل نن ورځ له منځني ختیځ څخه را ځي.)
له یوه امریکايي چارواکي څخه یوه خبریال وپوښتل چې ولې نیکسون تصمیم ونیو چې دعربي دولتونو د ګواښلو لپاره  ښاغلي مصدق لرې کړي؟ د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي په بیړې سره ځواب ور کړ ( ځکه چې ولسمشر  ته یوه احمق سلامشوره ور کړې وه. او هغه ته به بیا هم دغه ډول احمقان مشوره ور کړي.)
د تېلو تولیدونکي هېوادونو خپل دریځ هغه مهال روښانه کړ چې دوی د اکټوبر میاشتې په ۸ نېټه په ویانا کې له سره د جرګه کېدو پلان اعلان کړ. د ناستې موخه داوه چې د تېلو بیه پورته کړي او په ۱۹۷۱ کال کې د تهران تړون مات کړي. هغه تړون چې دوی پخوا د تېلو له کمپنیو سره لاسلیک کړی وو چې د تېلو د مارکېټ له اوسني وضیعت سره یې نور  اړخ نه لګاوه او د دوی په باور د تېلو تولیدونکو باید ټولو حالاتو ته په کتو دغه نوي ګامونه پورته کړي وای.