داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(13)

 
v     له افغانستان څخه د وتلو هڅه که له القاعدې څخه ؟
v     له  هر څه څخه ، پریکړه مې وکړه،چې دیوې میاشتې لپاره کابل ته ولاړشم ، هلته مې له  مصطفی ابو الیزید سره همکاري کوله ، نوموړی درې کاله وړاندې ووژل شو نوموړی په کابل کې دمیلمستون  مسوول ، دا مهال بیا ملاریا شوم  دلته  له میاشتې ډېر پاتې شوم دا میلمستون یو څه ارام  و ، کتابتون یې درلود دلته مې یو ځل بیا فکر او مطالعه  پیل کړه ،چې یوه میاشت نور وخت یې ونیوه ، زه له  یو فکري کشمکش سره مخ وم ، له ځان سره مې خبرې کولې او خپل ځان مې ملامتوه زه خو ددې لپاره جهاد ته نه وم راغلی ،چې په هوټلونو او ښارونو کې بیګناه وګړي ووژنم ، خو په ورته وخت کې به مې ویل ،چې دا جهاد دی او زه باید ژمن اوسم ، دوخت په تیریدو مې پریکړه وکړه ،چې نور باید له  القاعدې څخه خپله لار جلا کړم  وروسته له ډېره سوچه مې  یو ځل بیا هماغه خلیجي هېواد ته  د تګ پریکړه وکړه  ، مشرانو ته مې وویل : زه باید یو ځل بیا ډاکتر ته ځان وښيم  دوی راسره ومنله .
v     دا ټول کارونه  څنګه داسې ترسره شول،چې په پای کې تاسې دالقاعدې پر ضد جاسوسي وکړې ؟ زه داجنټ یا جاسوس په نوم تاسې  مخاطبولای  شم ؟
v     ستاسې خپله خوښه ، عربي عقل استخباراتي فعالیت  ته له منفي زوایې ګوري ، خو بهرنیان یې بیا مثبت  فعالیت ګڼي  دا یو دلیل و ،چې زه دې دا نوې دنده ومنم ، ما له چاسره خیانت کړې ؟ ما له خپل هېواد سره خیانت نه دی کړې او نه مې دخپل هېواد جاسوسي نورو ته کړې ده ، ما مې له خپل تنظیم سره خیانت نه دی کړی ، بلکې زما تنظیم  له خپل فکر او رسالت سره خیانت کړی دی ، زما فکر او چلند له ډېر سوچ وروسته بدل شوی دی او طبیعي خبره ده .
وړاندې مې درته وویل زه پخوا ملاریا او محرقه شوی وم ، ددرملنۍ په موخه مې یو خلیجي هېواد ته سفر کړې و، له سفر وړاندې مې  په همدې هېواد کې  له میشت یو ملګري سره دابو زبیدة الفلسطیني له تیلفون خبرې کړې وې ،چې هغه  یو استخباراتي سازمان څارلې وې ، له څیړنو وروسته یې زما هویت مالوم کړې و ، خو له نیولو وړاندې مې درملنه پوره شوه او بیرته افغانستان ته راوګرځیدم .
د 1998 ز په دیسمبر کې مې پریکړه وکړه ، چې له افغانستان او القاعدې دواړو ووځم  بیرته همدې هېواد ته راستون شوم  او بیا مې درملنه پیل کړه دلته له  هغه ملګري سره مخ شوم،چې زه یې پخوا هم هڅولې وم،چې له القاعدې خپله لاره بیله کړم ، یوه شپه  دماښامنۍ لپاره یو هوټل ته روان وو،چې  ملګري ته مې دهمدې هېواد له استخباراتي سازمان زنګ راغی  ورته یې وویل : سمدلاسه باید زموږ مرکزي  دفتر ته راستانه شئ . دا مهال پوه شوم ،چې له کومې ورځې  زه دې هېواد ته رارسیدلی یم  دوی زه څارلې  او زما هویت یې پيژندلی دی ، له نهو ورځو پرلپسې پوښتنو او ګرویږنووروسته  دوی  دې پایلې ته ورسیدل ،چې ما له  القاعدې څخه دخپلې لارې  بیلولو پلان درلود، له مایې مرسته وغوښته ،چې دابو زبیدة الفلسطینی پل ورسره وڅارم  نوموړی اوسمهال په ګوانتنامو کې  بندي دی پر نوموړي تور دی ،چې  په 1995 ز کې یې په فرانسه کې  دریل ګاډي پر تمځای برید کې لاس درلود.
زه دابو زبیدة په میلمستون کې نږدې پنځه اونۍ اوسیدلی یم  نوموړي  ددې برید لپاره بسپنه او لګښت برابر کړې و او له الجزائري جنګیالیو سره یې مرستې کولې  او له ابو قتاده سره یې هم نږدې اړیکې درلودې . ابو قتاده به  ابو زبیدة ته ځوانان استول ،چې په افغانستان کې یې ورته  وروزي . په دې هېواد کې زما میشتو ملګرو یو هم راته ونه ویل ،چې استخباراتو ستا پوښتنه کوله ، خو کله ،چې دویم ځل ورته بیرته راستون شوم  زما دنیولو پریکړه ځکه شوې وه،چې زما نوم ددوی په لست کې وار له مخه لیکل شوی و .
v     دتحقیق پرمهال یې دڅه په اړه پوښتنې کولې ؟
v     ټولې پوښتنې د ابو زبیدة په اړه وې ، ما ورته وویل : زه چمتو یم ،چې له تاسې سره هر ډول مرسته او همکاري وکړم  دوی راته وویل : دڅه په مقابل کې  ما ورته وویل : زه غواړم ،چې خپل ارام او طبیعي ژوند ولرم زه غواړم ،چې بیرته خپل هېواد ته ولاړ شم  او د تاریخ ښوونکی شم .
v     ایا دوی  خپلو خبرو ته ژمن وو؟
v     راته یې وویل : موږ غوره بولو،چې دلته  پاتې شې او له موږ سر کار وکړې ، خو زموږ ښار کوچنی دی دلته به خوندي نه یاست  ، کېدای شي ستاپخواني ملګري تاسې دلته په مسجد یا بازار کې   وګوري ، کوم بندیز یې راباندې کېنښود ، ښه چلند یې راسره وکړ ، راته یې وویل :ته خپل واک لرې ، خو مهمه داده ،چې زموږ له هېواد څخه دخپل امنیت له کبله ولاړ شې . که چیرې مرسته غواړې موږ له به  هغو هېوادو سره اړیکې ونیسو،چې له تاسې سره دمرستې لېوالیتا لري بیا به دې خبر کړو ، زه اړ وم ،چې  پریکړه وکړم او خپل لوری مالوم کړم . ما دپریکړې لپاره  ایله یوه شپه وخت درلود ، دا داستخباراتو تکتیک دی  یوه ورځ وخت درکوي ، له سوچ وروسته مې  دا غوره وبلله ،چې له دې اوسني سازمان سره کار وکړم ،چې اوس ورسره لګیا یم ، رښتیا هم له دوی سره همغږي رامنځته شوه  دوی لویدیز استخباراتي سازمان ته وویل : له موږ سره چاغ ښکار دی ، غواړئ یې ؟  هغوي ورته وویل : ولې نه ، دلته  نو زما په ژوند کې  نوی پړاو پیل شو .
v     په هغه شپه مو څه  فکر کاوه ؟
v     له یو ډول  داخلي کشمکش سره لاس وګریوان وم ، دې پوښتنې سخت ځورولم ، ایا له بن لادن سره خپل بیعت مات کړم که څنګه ؟ وړاندې له دې ،چې کابل پریږدم  غوښتل مې،چې القاعده پریږدم ، خو دا فکر مې نه و کړې ،چې له چاسره کار وکړم ، خو بل اواز مې اوریده ،چې ویل به یې :( ابو زبیدة خو دپاریس په منځ کې دبې ګناه وګړو وژلو کې ښکیل دی ) له سوچ وروسته مې پریکړه وکړه،چې له دې استخباراتي سازمان سره کار پیلوم ، دابو زبیدة یو پاسپورت  مې تر لاسه  او دده په اړه مې ټول مالومات راټول او دوی ته ورکړل،چې په پای کې وتوانیدل ،چې دهغه ځای پیدا او ډله یې رسوا کړي . دهمدې مالوماتو له کبله هغوي زما پریکړه رښتینې وګڼله ، دا تر ټولو سخته پریکړه،چې دومره ژر مې وکړه  ما هیڅکله نه دي غوښتني ،چې چا ته زیان ورسوم  زموږ ترمنځ مینه او محبت هماغسې پاتې و ، خو دا ډېره سخته  او پیچلې نړۍ ده وتل ورڅخه ګران کار دی ، وروسته راته جوته شوه ،چې زما نړۍ خیالي ده.
دسفر پرمهال  به مې له ځان سره دا خبره تکراروله ،چې  اې ربه څه به کیږي ؟ ولې مې ځان له دوی سره ښکیل کړ ، خو زړه به مې ویل : صبر  څنګه ،چې ورسیږې له خپلو ټولو حقوقو به برخمن شې . کله ،چې الوتکه ورسیده ، میلمه پالې زما نوم واخیست  او راڅخه یې وغوښتل،چې دې چارواکو ته خپل ځان وروپيژنم کله،چې دالوتکې دروازې پرانېستل شوې  دوه کسه راغلل ستړی مه شې یې راسره وکړل  د اپه همدې هېواد کې له ترهګرۍ سره دمبارزې  په برخه کې لوړپوړي امنیتي چارواکي وو.
v     دا کوم هېواد دی ؟
v     اوس نه غواړم،چې په اړه یې خبرې وکړم .
v     ایا هغوي له تا سره په عربي خبرې کولې ؟  
v     هو ، روانه عربي یې ویله ، زما یې تود هرکلی وکړ ، دهوايي ډګر په  ځانګړې انتظار خونه کې یې چای راکړ ، ددی لومړنۍ لیدنې  موخه داوه،چې  دوی دا ثابته کړي ،چې  ماته هغه دنده نه سپاري ،چې زه یې وړتیا نه لرم  او یا یې نه  کوم . دوی زیاته کړه موږ یوه ستونزه لرو  او غواړو،چې تاسې دحل یوه برخه  شې لکه پخوا،چې دستونزې  یوه برخه  وې  ، اوس ددې وخت رارسیدلی دی ،چې  دحل برخه  شې. داستخباراتو مامورینو دا هم وویل : دا ستا په ژوند کې ژور بدلون دی موږ به درسره مرسته وکړو ،چې دا بدلون  ستا ، ستا دهېواد او مسلمانانو په ګټه تمام شي ځکه مسلمانان اوس هم  دترهګرۍ هدف دي  دوی هم دنورو انسانانو په څېر له دې رنځه ځوریږي .
ددې امنیتي  چارواکو موخه داوه،چې ترهګري دین نه لري ، او نه  ددینونو ترمنځ توپير کوي  دوی وویل : موږ پوهیږو، چې دا سخته پریکړه ده  پردې هم پوهیږو، چې دا وړ حل  نه دی ،چې  تاسې یې په لټه کې یاست ، زموږ ملګرو موږ ته وویل : تاسې نیت لرې،چې خپلې پوهنتوني زده کړې بشپړې کړې او چیرته استاد شې دا ستاسې په زیرکتیا دلالت کوي .  ملګرو دا هم  ویلي دي،چې  له القاعدې څخه  دجلا کېدو او وتلو پریکړه  هم  وړ او پر ځای هغه  ده ، موږ به درسره مرسته وکړو ،چې ددې پریکړو له زیان څخه مو وژغورو .
v     له تاسې څخه  دجاسوسۍ مستقیمه  غوښتنه  شوې ده؟
v     نه ، دوی په دې اړه هیڅ نه دي ویلي ، بلکې پر وضعیت  یې دپوهیدو په موخه دمرستې غوښتنه  کړې وه دوی دخبرو پرمهال هره کلیمه په ډېر دقت  غوره کوله .
v     له دې وروسته بیا څه وشول ؟
v     لومړی کار داو،چې په دې اروپایې پلازمینه کې زما دشتون لپاره یو پوښښ او میکانیزم جوړ شو،چې  څرنګه له هغه هېواده دلته راغلی یم ،چې زه د درملنۍ په موخه ورغلې وم . دا ویره راسره وه که په دې اروپايي هېواد کې  له کوم وړ دلیل پرته زما شتون  څرګند شي  دا به راته ستونزې راوپنځوي ځکه  ما په دې هېواد کې دالقاعدې ډېر غړي پيژندل که  ناڅاپه دلته  ولیدل شم  یو لړ پوښتنې به راپورته کړي. له خلیجي هېواد وغوښتل شو،چې داسې طبي اسناد چمتو کړي ،چې دې اروپايي هېواد ته زما دراتګ لپاره دلیل شي او دلته په کوم پرمختللي او مشهور  روغتون کې بسترشم . خلیجي هېواد سمدلاسه  دا ډول اسناد چمتو کړل  او زه یې ددې وړ وبللم ،چې روغتون کې بستر شم . ما له وړاندې  دځیګر ناروغي درلوده او زما ملګري پرې خبر و،  ځکه خو زما کارونه  په ډیره اسانۍ بشپړ شول . له بستر وروسته  همدې استخباراتي سازمان له ما وغوښتل،چې په اروپا کې دالقاعدې غړو او پلویانو ته خبر ورکړم،چې په  دې .... روغتون کې بستر یم ، هغوي رښتیا هم زما پوښتنې او هرکلي ته راغلل ، کوم پوښښ ،چې ما دخپل شتون لپاره جوړ کړې و دا یې په پټوسترګوومانه .
v     له دې وروسته مو کوم ډول  روزنه  تر لاسه کړه ؟
v     دمالوماتو راټولولو په برخه کې هر ډول روزنه وه ، نور څرنګه وڅارم ، څرنګه  ځان  وژغورم ،  له مخ ، څېرې او عکس دهویت  معلومول ، داشارو ژبې زده کول ، په هوايي ډګرونو کې له امنیتي پولیسو سره باید څه ډول چلند وشي او دیته نور ورته کارونه .