د ترهګرۍ (تروريزم) ډولونه  دویم څپرکی؛ دولسمه برخه

نیټه: ۷/ ۸/۱۳۹۳، ه،ش                         
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛د تيمور مرګ
تیمور د خپل مرګ څخه درى کاله وړاندې يو خوب لیدلی ؤ چې کټ مټ هغه څه چې په خوب کې يې ليدلي وو په هغه ډول مړ شو، نوموړي خپل اوږد خوب په دې ډول لیکلی دی: په خوب کې مې عبدالله قطُب وليد، چې په ماشومتوب کې زما معلم ؤ او قرآن مې له هغه څخه ياد کړى ؤ، عبدالله قطُب  زما خوا ته راشي او اندېښمن ښکاري، زه پوښتنه ترې وکړم ستا د خفګان علت څه دى؟
... عـبـداللـه قطب  وويـل: زما  اند ېـښـنـه  لـه  دې  کـبـلـه  ده  چـې  تـه  بـه  مــړ شــــــې.
ــ تېمور، ومې ويل: هرڅوک چې دې نړۍ ته راځي خامخا مري او ما د ځان لپاره په سمرقند کې مړيستون جوړ کړى دى چې وروسته له وفات څخه مې مړيستون تيار وي او زما په شان خلک خو له مرګ څخه نه ډاريږي.
ــ عبداله قطب وويل: اى اميره! ته به درې کاله وروسته مړ شې.                                 
ــ تيمور، دغې خبرې زه په فکر کې واچولم او په هند کې د برهمن خبره يې راياده کړه چې زما د عمر پاتې کالونه يې راته ښودلي وو، ما د خپل عمر کالونه د برهمن د ويلو سره سم حساب کړل او پاتې هغه کالونه چې له هندوستان څخه راغلى وم هغه مې منفي کړل ، ومې ليدل چې د برهمن د ويلو سره سم زما درې کاله عمر پاتې دى، غوښتل مې د برهمن موضوع عبداله قطب ته ووايم خو زما استاذ تللى ؤ، ( په خوب کې ) شپې او ورځې تېريدلې، ژمى ولاړ او پسرلى راغى او د خوب د ليدلو په حالت کې مې داسې فکر کولو چې هغه درې کاله تېر شوي دي او په يوه لويه دښته کې د خپل پوځ په منځ کې يم او جنوب خوا شفق ته نږدې يو تور خط معلوميده چې زما يوه سردار په خپلو ګوتو باندې هغه خط راته وښودلو او ويې ويل : دا هغه ديوال دى چې يو سر يې جابلقا (ختيځ) ته رسيدلى دى او بل سر يې د خُتن هيواد ته رسيږي.                                                                                        
ــ تيمور، ما وويل: دا د چين ديوال دى؟ هغه سړي وويل: هو.
ــ تيمور، ومې ويل: دا ديوال چې هر څومره محکم وي د اصفهان، ډيلي او د مشق له کلا ګانو څخه نه دى محکم... د خوب په حالت کې مې وغوښتل چې پورته شم تر څو لمونځ وکړم او په آس باندې سپور شم او پر لاره روان شم خو پوه شوم چې د پورته کيدلو طاقت نه لرم، د ځان سره مې وويل چې د هډوکو ناروغي راته پيدا شوي ده چې زما د پورته کيدو مخه نیسي، خو د وجود په هېڅ ځاى کې درد نه احساسوم او معلومه شي چې زما ناروغي د هډوکو نه ده، غږ وکړم چې راشى خو هغه غږ مې چې له خولې څخه ووځي د پوهولو نه وي او نه مې شول کولى خبرې وکړم، زما د غږ له امله زما غلامان خېمې ته راد ننه شي، هغوى غواړي چې پورته مې کړي خو زه په دوو پښو نه شم دريدلى وروسته يې زه څملولم او هغه دوه تنه ولاړل لږ ساعت وروسته د يوه ډاکټر سره راغلل د پوځ ډاکټر زه وليدلم او زما نبض يې ونيولو، زما ژبه يې وکتله او زما د سترګو باڼه يې واړول او دبڼو لاندې برخې يې له نظره تيرې کړې، بيا يې خپل سر زما غوږ ته رانږدې کړ ويې ويل: اې اميره! ته د سکتې په ناروغى اخته شوى يې بايد همدلته پاتې شې ترڅو روغ شې. ما غوښتل ووايم چې زما پاتې کيدل زما په جګړييزو چارو کې وروسته والى راولي، ما دې په روان تخت کې کېنوئ چې مخ پر وړاندې ولاړ شم خو زما له خولې څخه خبره ونه وتله د ځان سره مې وويل: دا خو خبرې نشم کولى، ښه به وي هغه څه چې وايم ويې ليکم او په اشارو مې پوه کړل چې کاغذ، قلم او رنګ ته اړتيا  لرم خو کله يې چې د ليکلو وسايل راوړل ومې نه شول کړلى چې څه وليکم... په هغه خيمه کې اووه شپې، ورځې تيرې شوې، وروسته له هغې پوه شوم چې هغه خلک چې را سره دي وايي چې زه مړ يم او د بېرته تګ خبرې کوي وايي چې بايد ولاړ شو او د امير جسد به سمرقند ته ورسوو، په داسې حال کې چې مړ وم خو پوهيدلم چې زه يې په لمڅي کې ونغښتم تر څو سمرقند ته مې يوسي.
تیمور ادامه ورکوي او وایي: هغه وو چې په هغه وخت کې له خوب څخه ويښ شوم... هغه خوب چې ما ليدلى ؤ زما د خفګان سبب شو خو زه يې ونه ويرولم زه پوهيږم چې ټول خلک مړه کيږي خو په دې باندې خواشینې وم  چې ولې دې ناروغى په بېستره کې د زړو ښځو په شان مرم... په ويښه مې د هندي برهمن وړاندوينه چې په ډيلي کې يې راته ويلي وه، د عبدالله قطُب د وينا سره چې په خوب کې مې اوريدلي وه، پرتله کړه نو پوه شوم چې دغو دوو تنو رښتيا ويلي دي او یواځې درې کاله عمر مې باقي پاتې دى او خداى په قرآن کې ويلي:کله چې مرګ راځي يو ساعت وروسته او وړاندې نه کيږي.
لکه چې څو ځله مو وويل چې تيمور خپلو ټولو ترورستي عملياتو ته اسلامي بڼه ورکړي ده چې د ده د بې شمېره ترورستي ، وحشي کړنو له جملې څخه په کال (٨٠٧، ه) کې د چين پر لور د څلورو سوو زرو لښکر حرکت ؤ، چې نوموړی د چين جګړه د في سبيل الله جهاد په نوم يادوي او بيا وايي چې د چين پاچاه ته خپل ځان ورپېژنم چې زه له ده څخه لوړ او زورور يم ، تیمور په چين باندې د يرغل  حال په دې ډول ليکلى دى: ... غواړم چې چين ته ولاړ شم او هغه هېواد لاندې کړم تر څو د چين بُت خانې پر مسجدونو بدلې کړم، هغه کسان چې زما سره په جګړو کې وژل شوي دي، زه يقين لرم چې د شهادت درجې ته رسيدلي دي او د هغوى درجې د اسلام د اصحابو له درجو سره برابرې دي، ځکه چې دوى د اسلام د خپرولو لپاره جګړې کړي دي او زما د يوې لارې ملګري، في سبيل اله مجاهدين وو.
د تيمور بريد پر چين باندې لکه پورته چې ده ويلي دي، د اسلام د خپرولو لپاره نه ؤ بلکه د ده بريد د چين د پاچاه لخوا د دعوت نه منل ؤ چې تيمور د کِش ښار جوړ کړى ؤ او د هغې ښار د ليدلو لپاره يې د نړۍ (٤٢) پاچاهانو ته بلنه ورکړي وه چې ټولو يې بلنه منلي وه، خو د چين پاچاه يې په ځواب کې سپکې سپورې ويلي وې، تيمور د خپلو خاطرتو په پاى کې د چين د جګړې په تړاؤ وايي: د دې لپاره چې د چين پاچاه ته وروښايم چې زه له ده څخه لوړ يم اوس مهال د چين پر لوري درومم  او راتلونکي پېښې به وروسته له دې څخه وليکم.
لکه چې ومو ويل چې تيمور د چين د پاچاه سره د جګړې لپاره لښکرې روانې کړي وې خو له نېکه مرغه چې د چين په پوله (اترار) کې لکه څه ډول يې چې خپل مرګ په خوب کې ليدلى ؤ سکته وکړه او اوه ورځې او اوه شپې بستر ؤ، اوه ورځې وروسته مړ شو او مړى  يې سمرقند ته يوړل شو هغه مړيستون چې ده له خپل ځان لپاره تيار کړى ؤ په کې ښخ کړى شو، چې د دغه لوى ترورست د مړينې له امله د چين د بې ګناه اولس د تباهې مخه ونيول شوه.
ابن عربشاه چې د شام (سوريه) اوسيدونکى او د تيمور کړنې يې ليکلي دي، د نوموړي له ليکنو څخه داسې ښکاري چې د تيمور جنايات يې په شام کې په خپلو سترکو ليدلي دي اويا يې له خلکو څخه اوريدلي دي له دې کبله يې ليکنې د کرکې او دښمنې پر بنسټ ولاړې دي، چې د تیمور د مرګ حال یې د بدو ردو سره یو ځای په دې توګه ليکلى دى: ... او هغه (تيمور) چې ظاهراً يې له ساړه څخه ځان ساتلى ؤ مګر غوښتل يې چې د ځان د ننه (باطن) هم د ژمې له ساړه څخه وژغوري نو ويې ويل چې ده ته دې ځانګړي شراب او نور ګرم کوونکي توکې ... ورګډ او راوړي ، لکه چې خداى نه غوښتل چې د داسې يوه مردار (پليد) روح دې د هغه له نا پاک تن څخه ووځي مګر د ناپاکو او ناوړو صفاتو سره چې په خپله د هغې وړ دى، بيا يې د شرابو پيالې پرله پسې وڅښلې ... هغو شرابو يې پر روغتیا باندې ناوړه اغېزه وکړه ... ډاکټران يې راوغوښتل ډاکترانو په هغه سخت ژمي کې د ده پر خېټه او څنګونو باندې د يخ کنډکونه کېښودل او تر درو ورځو پورې يې همداسې کنډک، کنډک وينې له خولې څخه غورځولې ... نو کله يې چې د مرګ ويره د ځان پر وړاندې وليدله په عاجزې او په زاريو شو چې هېڅ چا مرسته ورسره ونه کړى شوه نو داسې غږ وشو: اى پليده روحه! د هغه ناپاک کالبد څخه ووځه او په دوزخ کې خپله برخه واخله او د خپلو ګناهونو او ظلمونو د بارونو سره د نورو ګناه کارانو سره يو ځاى شه.
ابن عربشاه زیاتوي: دريغه چې ته په هغه وخت کې هلته حاضر واى نو ليدلاى به دې ؤ چې، لکه  اوښ چې لیونی شوی وي او غاړه یې حناق نيولي وي مخ يې پر وینو باندې سور ؤ او د نفرين آواز يې آسمان ته پوره کيده.
ابن عربشاه وایي: وروسته له هغې چې تيمور يې ښخ کړ او مړيستون يې ورباندې جوړ کړ، عجيبه دا وه چې يو شمېر ناپوهان د دغه جنايتکار سړي مړيستون ته د حاجت د پوره کولو لپاره نذرونه وروړل، او د هغه له پليد روح څخه يې د خپلو مشکلاتود حل لپاره مرسته غوښتله.
---------------------------------------------------------------
قرآن کریم: د مولوی قیام الدین کشاف پښتو ژباړه.
قرآن کریم: کابلی تفسیر، پښتو.
منم تيمور جهانکشاى؛ د تیمور خاطرې، دې ده په خپل قلم، فارسي ژباړه.
تيمور لنګ؛ لیکوال، محمد احمد پناهي سمناني.
د ګوډ تيمور د نړیوالو ترهګریزو کړنو پای.
راتلونکی څپرکی د دولتي ترهګرۍ په اړه خپریږي.