
v
کله ،چې تاسې له لویدیز استخباراتي سازمان سره اړیکې پیدا کړې ایا درسوا کېدو ډار درسره نه و ؟
v نه ، هیڅ نه ، زه له پیله همداسې په خندا ، ټوکو او ساتیرۍ مشهور وم پردې سربېره خپل ټول وخت مې دیني درس او دقران کریم تفسیر ، اسلامي تاریخ ته ځانګړې کړې و، پردې کارونو بوختیدا سړي ته ارام احساس وربښي .
v ایا تاسې خپل ډار او ناارامي پټوله ؟
v هو ، دا خپګان ، ډار مې په باطن عقل کې پټوه ، خو کله کله به دا ډار په خوب کې راڅرګند شو ځکه ،چې په باطن عقل پټ شوې و.
v ایا دا خوبونه دې اوس په یاد دي ؟
v هو ، دا خوبونه به کله ناکله رایاد شول له ځان سره به مې ویل : ښه که خبره رسوا شي ، پوښتنې ګرویږنې درسره وشي نو سزا به د اعدام وي ، خو دالله فضل و ،چې دا یوازې خوبونه و . په خوب کې ډار دا مانا ورکوله ،چې زه یې دپټولو وړتیا لرم . خپګان او ناارامي باطني عقل مصرفوي . هغه امنیتي کورسونو راسره په دې برخه کې ډېره مرسته کړې ده .
v وړاندې مو دابو عبدالله المهاجر په اړه خبرې وکړې ، په القاعده کې ددی سړی ارزښت څومره و ؟
v په عامه توګه ابو عبدالله المهاجر دالقاعده شرعي تیورسن و ، نوموړي په نړیوال اسلامي پوهنتون کې په حدیثو کې ماستري اخستله ، د1995ز په اکتوبر کې په پلازمینه اسلام اباد کې دمصر سفارت والوزول شو ، د چاودنې دا پلان ایمن الظواهري ، ابو عبیدة البنشیري هغه وخت دبن لادن مرستیال و په سوډان کې جوړ کړې و . ابو عبیدة دمصر و په 1996ز کې دکینیا او اوګنډا پولې ته څېرمه په اوبو کې غرق شو او ومړ .
v پر سفارت دبرید لپاره بمونه چا چمتو او جوړ کړي وو ؟
v ابو خباب .
v تاسې خو د چاودنې پرمهال په بوسنیا کې وې دا مالومات مو له کومه کړل ؟
v ما له ابو خباب سره یولس میاشتې وخت تېر کړې هغه دا کیسه راته کړې ده ، دسفارت له چاودنې وروسته پاکستاني استخباراتو پر المهاجر تور ولګاوه،چې نوموړي دبرید لپاره موټر او ځینې لوژستیک کارونه ترسره کړي دي هماغه و،چې افغانستان ته راوتښتیده او دابو روضة روزنځای یا مرکز ته راغی او دلته یې دحدیثو ، عقیدې ، توحید او شرعي سیاست او واکمنۍ په اړه جنګیالیو ته درس ورکاوه .
v په اسلام اباد کې دمصر سفارت ولې په نښه شو ؟
v دنورو ډېرو لاملونو له مخې یو لامل دا هم و،چې په پاکستان کې دمصر سفارت د(تنظیم الجهاد المصري ) ،چې له بن لادن سره یې ائتلاف کړې و د دوو مشرانو مېرمنې سفارت قانع کړې وې ،چې له خپلو بچیانو سره بیرته مصر ته ستنې شي او دمصر حکومت ته د(تنظیم الجهاد ) په اړه مالومات ورکړي .
تنظیم ویل : کوم څه ،چې سفارت ترسر ه کړل دا تښتونه ده ، نه د ددی دوو مېرمنو دخپلې خوښې سفر ځکه یې له سفارت څخه خپل کسات واخیست . نږدې 750 کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي په موټر کې ځای پر ځای کړي و دا لومړی ځل دی ،چې یو سني تنظیم له فلسطین بهر ځانمرګی برید ترسره کوي .
v دسفارت دالوزولو پریکړه چا کړې ده ؟
v دسفارت دالوزولو پریکړه دبن لادن په خوښه شوې، پلان یې ابو عبیدة البنشیري ، ابو حفص المصري او ایمن الظواهري جوړ کړې و ، لګښت او امر یې القاعدې له سوډان څخه ورکړې و او په پاکستان کې دالقاعدې غړو،چې دافغان ګډوالو په پنډغالو کې استوګن و دا پلان پلی کړې دې غړو پاسپورټونه نه درلودل څکه اسلام اباد ته نږدې دببو او شمشتو په پنډغالو کې میشت وو.
له بل پلوه زه دا دوه مېرمنې هیڅ نه ګرموم ،چې مصر ته یې دتګ پریکړه کړې وه ځکه په دې پنډغالو کې ژوند بدمرغي وه ، خو کومو غړو،چې دا ژوند کاوه دوی دا جهاد باله ، خو مېرمنو یې دا ژوند نه شو زغملې دوی دخپلو بچیانو لپاره له درناوي ډګ ژوند غوښت له همدې کبله دوو مېرمنو مصر ته دبېرته تګ پریکړه کړې وه .
v ایا پاکستان دسفارت په پېښه کې ښکیل کسان ونیول ؟
v ځینې کسان یې نیولي دي ، خوما ته ویل شوي دي ،چې دا ټول بیګناه دي ځکه چا ،چې دا پلان پلی کړې و هغه وژل شوې و او کومو کسانو،چې لوژستیکه مرسته کړې وه هغوي افغانستان ته تښتیدلي وو .
v چا درته ویلي ،چې نیول شوي بې ګناه دي ؟
v عبدالله المهاجر خپله راته ویلي او هغه د دیني زدکړو عالم دی .
v دا فکري اوښتون او دالقاعدې پر ضد دا دریځ مو څرنګه رامنځته شو ؟
v په افغانستان کې مې خپل حسابونه له سره وارزول، زموږ ټوله روزنه پردې راڅرخیدله ،چې څرنګه ولسي موخې لکه هوټلونه ، داوبو مسموول ، داوبو دبندونو او زیرمو ویشتل ، سیمناوې په نښه کړو ، دې ډول روزنې له هغې سره ډېر توپیر درلود،چې موږ په بوسنیا کې تر لاسه کړې وه .
په تنزانیا او کینیا کې دامریکا پر سفارتونو برید راته داخلي ټکان راکړ . له ځانه مې وپوښتل ایا دا روا ده،چې موږ خپل ځانونه په ځانمرګي برید کې ووژنو ؟ په اسلام کې خو دځانوژنې تعریف داسی دی ،چې خپل ځان په خپله ووژنې .
القاعده وايي : ځانوژنه په اسلام کې اصل لري او د (البراء بن مالک ) پر کېسې استناد کوي دا سړی دخالد بن ولید په لښکر کې و ، په (الیمامة ) غزا کې مسلمانان له ستونزې سره مخ شول ، کفار ټول یو بڼ / باغ ته راټول شول او دروزاه یې وتړله مسلمانانو نه شو کولای ،چې دروازه پرانیزي دا مهال (البراء بن مالک ) وړاندیز وکړ ،چې ما په منجنیق کې کیږدې او دبڼ منځ ته مې وغورځوې ، همداسې وشول (ابو البراء ) یې په منجنیق کې کېښود او دبڼ منځ ته یې وغورځوه ، پښه یې ماته او څو ځل پر تورو ووهل شو، خو وتوانیده،چې دروازه پرانیزي ، مسلمانان ورننوتل او جګړه یې وګټله . القاعده اوس په خپلو ادبیاتو کې دا کېسه دځانمرګی برید لپاره دلیل نیسي او ځانمرګی برید دا ډول توجیه کوی .خو خپله ځان په خپله وژل له دې سره توپير لري ،چې ته نور هم له ځان سره وژنې .
دتنزانیا او کینیا له پېښو دوه میاشتې وړاندې بن لادن په القاعده کې دشرعیاتو پوهنځی پرانېست او ابو عبدالله المهاجر ته یې دنده وسپارله ،چې دالقاعدې لپاره ادبیات او تګلار رامنځته کړي . له همدې شېبې زه شکمن شوم او له القاعدې سره مې خپل کار او دنده ارزوله دا پوښتنه مې په ډېر ټینګار له ځانه کوله : په افغانستان کې موږ څلورسوه تنه مجاهدین یو ایا موږ دا حق لرو،چې یو ملیار او پنځه سوه ملیون مسلمانانو په استازیتوب دجګړې او سولې پریکړه وکړو ؟ موږ په دې ډول له امریکا سره اسلامي جګړه اعلان او ټول مسلمان ولسونه مو له امریکا سره ښکیل کړل ، دا حق موږ ته چا راکړې و ؟ په داسې وخت کې ،چې موږ وړ او اعتمادي دینپوهان نه لرو ،چې دا ډول یوه پریکړه وکړي او نه اهل الحل والعقد شته .
ما لیدل ،چې دالقاعدې ټولې پریکړې فردي وې او داسې مې نه انګیرله،چې موږ به کومې روغې لار ته وبرابر شو. دوه زړی شوی وم ، ولاړ شم که پاتې شم ؟ په الفاروق نظامي مرکز کې می دښارونو جګړې کورس بشپړ کړ بیا مې استخاره وکړه بیا هغه څه پېښ شول،چې دالله خوښه وه .
په نیروبي کې زوروره چاودنه وشوه ،چې 12 امریکایان 240 افریقایان،چې څلورمه برخه یې مسلمانان و او 150 یې د تل لپاره خپل نظر/ دید له لاسه ورکړ . له دې چاودنې وروسته مې له الشیخ ابو عبدالله المهاجر څخه وپوښتل او ورته مې وویل : نه غواړم تاسې پر ما شکمن شې او یا زه قناعت نه لرم ، خو پوښتنه مې داده،چې زړه مې ډاډه شي ،په نیروبي کې ،چې څه وشول شریعت یې په اړه څه حکم لري ؟ ایا دهغو افریقایانو او مسلمانانووژنه،چې زموږ دجګړې اړخ نه دي په اړه کومه فتوی شته ؟
المهاجر راته وویل : ( اې رمزي ، هو دسپرشرعي فتوی شته ، دا فتوی اوس دجهادي فعالیت لپاره اساسي فقهي قاعده ده او تر ننه خپل اعتبار لري ) نوموړي زیاته کړه ( ددې فتوی ماناداده په نظامي عملیات کې دځینو مسلمانانو وژنه حرامه نه ده او ځینو پخوانیو فقهي امامانو دا روا بللې ده که چیرې کفارو له مسلمانانو دسپر کار اخست وژنه یې روا ده ) المهاجر وايي : ( شیخ الاسلام ابن تیمیه او نورو دا فتوی منلې ده ، خو ما،چې کله دابن تیمیه او تاریخ ابن الاثیر ولوست دا راته جوته شوه ،چې دسپر فتوی اوس نه پلې کیږي ځکه هغه دخپل زمان او مکان لپاره وه،چې زموږ زمان اومکان سره بنسټیز توپیر لري . او بل سفارتونو باندې دسپر فتوی هیڅ نه تطبقیږي دوی خو له مسلمانانو له سپر کار نه اخلي پردې سربېره په اسلام کې داستازو وژل نشته .
v نو غبرګون یې څه و ؟
v غبرګون یې وار له مخه چمتو وو ، وايي دا جاسوسان دي او دامریکا سفارت دجاسوسانو مرکز دی ، ټول ډیپلوماتان جاسوسان (خاندي ) دي ، د ډیپلومات دنده دمالوماتو لیږد رالیږد دی ، دې ډول یو فکر زه اړ کړم ،چې دهر څه په اړه له سره سوچ وکړم او د ځان ویستلوهڅه مې پیل کړه .