په چا کې د کار انګېزه مه وژنئ!

 
نن مې یوه ډېره جالبه مکالمه درلوده!
زما یوه مشتري ته د هغه یوه ماهر او با تجربه کارکوونکي د دې میاشتې په پای کې خپله استعفا ور وسپارله. هغه مې راګوښه کړ چې د استعفا پر علت یې وپوهېږم، ځواب یې حیران کړم، خو ناڅاپي نه و، داسې فکر یې کاوه چې څوک یې د کار قدر نه کوي او یوازې یو عادي کار کوونکی دی.
په کار کوونکو کې د انګېزې را ټوکول د مدیریت مهم ټکی دی. زه تر اوسه پر دې نه پوهېږم چې یو شمېر مدیران ولې دومره وړوکی کار د ځان لپاره ستر او سخت کار ګڼي؟
زه خپله یوه تجربه درسره شریکوم، دوه کاله مخکې مې یو کس پر کار وګوماره، د هغه کاري سابقه او پر ټکنالوجۍ پوهېدنه یې د دې لامل شول چې زما چارې او پروژه ښه ورسره پر مخ ولاړ شي. هر څه بدل شول، شپږ میاشتې وروسته مې په شرکت کې نوي تغییرات راوستل؛ زما ډلې د نورو ډلو د روزنې چارې پر غاړه واخیستې، لاري مې هم داسې برخې ته ور کړ چې له مهارت نه یې ښه ګټه واخیستل شي، هغه ډېر ژر په خپله ډله کې یو ښه ځای وموند.
دا ډله وروسته منحل شوه او رییس لرې او لاري بلې ډلې ته واستول شو، دغه ځل هغه له نوې ډلې سره جوړ رانه غی؛ د ډلې نورو غړو د هغه ټول مهارتونه په خپلو منځو کې سره وېشلي وو او لاري فکر کاوه چې دلته یې حضور نور بې ګڼې دی. نوي رییس په داسې پوسټ ګومارلی و چې هیڅ ګټور نه تمامېده.
هر څومره یې چې هڅې کولې څه لاس ته نه ورتلل، تېره اونۍ مې لاري ولید، ډېر پرېشانه او له هغه شخصیت سره ډېر متفاوت و چې په لومړي سر کې مې لیدلی و؛ د خبرو پر وخت یې لاسونه لړزېدل او سر به یې ټیټ نیولی و، پر شونډو یې موسکا نه وه، پخوانۍ انرژي په کې نه وه، جامې یې هم د پخوا په پرتله نامناسبې وې، هغه با انګېزه او تکړه سړی چې ما ګومارلی و، نن بې انګېزې او په بد حال کې و.
د لاري په دغه وضعیت ډېر خواشینی شوم، هغه ښه سړی و او زه ډاډه یم چې خپله هم له دغه حالته رنځېده. خو اصلاً باید زموږ شرکت پر خپل ځان خواشینی شي. هغه یو تکړه او په کارپوه کار کوونکی له لاسه ورکړ، شرکت هغه په داسې ځای کې ګومارلی چې له خپلې وړتیا په کې کار نه شي اخیستی او ورځ په ورځ یې استعداد او انرژي مړاوي کېږي. د دې پر ځای چې پخواني ځای ته یې ولېږي پر خپل حال یې پرېیښی او په دې ټولو د پاسه په کار کې د ناکامۍ تور هم پرې لګول کېږي.
په دې کې شک نشته چې لاري به ډېر ژر دغه ځای پرېږدي او بل شرکت ته به ولاړ شي، تر ټولو ښه او غوره ځای به ترلاسه کړي، هلته به ښه او بریالی کار وکړي؛ ځکه دی د استعداد وړ څښتن دی خو د کار انګېزه یې وژل شوې ده. (ژباړه)
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.