
الیزابت موهن د جرمني میلیاردر رېنهارد موهن کونډه ده. رېنهارد په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې مړی شوی دی. ده ته کاروبار له خپلو مشرانو څخه پاتې شوی و. موهن په اروپا کې د رسنیو د تر ټولو ستر ګروپ مشر او ونډوال و. د ده ترمرګ وروسته یې ونډې د هغه مېرمنې الیزابت چې پر لېز هم مشهوره ده او اولادونو ته یې پاتې شوې دي. د بیرټېلزمن ګروپ بنسټ کارل بیرټېلزمن اېښی دی. نوموړي په ۱۸۳۵ زېږدیز کال کې خپل کار د فوتو کاپۍ له یوې هټۍ پیل کړی دی. وروسته یې خپل کاروبار د کتابونو د چاپ برخې ته وغځاوه. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بیرټېلزمن د نازیانو د پروپاګنډې یوازینی خپروونکی بنسټ و. دغه خپرندوی بنسټ به هغه مهال د مشهورو نازي لیکوالو کتابونه خپرول. وروسته بیا د غیرې قانوني کړنو له کبله د یو څه مودې لپاره وتړل شو.
په ۱۹۸۰ کال کې دغه ګروپ خپل فعالیتونه نړیوال کړل. تر ۲۰۰۰ کال پورې همدغه ګروپ په اروپا کې د انټرنېټي خدماتو ستر وړاندې کوونکی هم شو. وروسته یې خپل فعالیتونه انځوریزو او غږیزو رسنیو ته هم وغځول. د ار ټي اېل په نوم د یوه ګروپ په رامنځته کولو سره یې په اروپا کې د راډیويي او تلوېزیوني خپرونو تر ټولو ستره شبکه رامنځته کړله. دغه ګروپ چې ډېره برخه ونډې یې اوس هم د بیرټېلز ګروپ د ملکیت برخه ده په اروپا کې د راډیويي او تلوېزیوني خپرونو تر ټولو ستر خپروونکی دی.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې ار ټي اېل د ۱۰ هېوادونو په ۵۴ تلوېزیوني چینلونو او ۲۹ راډیوګانو کې ونډې لري.
دغه ګروپ د اکس فکټر په څېر په نړیواله کچه د ځینو مشهورو خپرونو وړاندې کوونکی هم دی.
بیرټېلز په ټولیز ډول تر ۲۰۱۲ زېږدیز کال پورې په ۵۰ هېوادونو کې ۱۰۴۰۰۰ زره کارکوونکي درلودل.
الیزابت موهن او اولادونه یې په بیرټېلز ګروپ کې ۱۹ سلنه ونډې لري. نوموړې اوسمهال د دغه ګروپ او د بیرټېلز فونډېشن د لارښوود بورډ غړې ده. د ګروپ ۸۰ سلنه ونډې همدغه فونډېشن ته ځانګړې شوې چې د زدکړو او د نړۍ د بېلابېلو سیمو د کلتورونو ترمنځ د پوهاوي رامنځته کولو په برخه کې فعالیتونه کوي.
الیزابت موهن دری اولادونه لري چې دوه یې د کمپنۍ د لارښوود بورډ غړي دي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړې او کورنۍ یې اوسمهال دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۰ او په جرمني کې ۲۴ ځای لري.
دا یوزاې د جرمني تابعیت لري او د دغه هېواد په ګوېترسلو سیمه کې ژوند کوي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپآڼه کې خپره شوې ده.