د وطن مینه

 
ما پدې نړۍ کې په یو نا امنه، غریب او وروسته پاتې هیواد کې سترګی وغړولې چې د آذان د اوریدو مخکی مې د ډزو غږونه واوریدل، د شیدو د څښلو پر ځای د مور اوښکې می څښلې، زه په یو ښایسته کلی کي زیږیدلی وم چې د هغی پاکه هوا راته د جنت سیلۍ وه، د هغې اوبه راته د زم زم اوبه ښکاره کیدې او د هغی د آلوتنکو شور راته اوچته موسیقی ښکاره کیده د کلی مازیګر او سهار ماته نوی ژوند رابښلو. زه په یو غریبه کورنۍ کې زیږیدلی وم او ما هیڅکله هم د شتمنتوب هیله نه لره ځکه زمونږ هیواد، کلی او خلک غریب وو. زما پلار کروندګر و مور مې د خلکو جامی مینځلې، ژوند مو هر څنګه چې و خو مونږ او بیا زه پری خوشحاله وم، زه ډیر وران وم منډی می ډیر خوښیدې د کلي هلکانو زه لوبی ته نه پرېښودم خو ما بیا هم هغوی سره ځان په لوبو کي ورګډاوه او په بهانو می ورسره منډی وهلې. په ښوونځی کې هم ډیر وران وم هر چېرته چې تلم په منډه کي به وم سهار لمر ختل او زما د نوی ژوند راپیلیدلو سره د کلی جنتی سیلۍ د زم زمو بشپړ څپو او د آلوتکو سره ما به منډه به سیالۍ شروع کړه او تر هغی به می منډی وهلی تر څو چې د ډزو غږ او یا د پلار د کروندی ځینی غږ راباندی وشو په ښوونځی کي وم چې د ځغاستی سیالی شروع شوی زه هم ولاړم خپل ښوونکی ته می ویلی زما نوم هم ولیکي هغی په ځواب کي وویل ته نشی کولی خو ما ونه پوښتل ځکه په ځواب پوهیدم ډنګر وم رنګ می تور وو انرژی می کمه وه خو ځان می کلک کړ او حتا په ژړا شوم تر څو زما نوم يي هم واخیست. ځغاسته شروع شوه ما زنګون د نورو پشان په ځمکه لګولی و او د ډزې په تمه وم خو فکر می ټول خپل ستومانه پلار او مور وړی و، ډزه وشوه او تر ټولو د مخی زه لومړی شوم په معنوی او مادی لحاظ ډیر وستایل شوم حتا یو بورسیه می هم تر لاسه کړه کور ته ډیر خوشحالی ورغلم پلار او مور دواړو شابسی راکړ او ډیر تشویق يي کړم.
 د لوړو زده کړو لپاره لندن ته ولاړم په پوهنتون کي هم د پوستکی له وجهی چا خواته نه پریښودم ما خپل زده کړی پر مخ بیولی چې ناڅاپه د پلار مړینی غږ راباندی وشو ډیر يي نا امیده کړم ځکه کلی می هم یادیده او پیسی می نه درلودی چې ولاړ شم د وخت په تیریدو په پوهنتون کي خبر راغی چې د سیالی لوبی شروع کیږی او ځغاسته هم پکې شته نو سم د واره ورغلم نوم می ورکړ او په تمرین می پیل وکړ سهار د عبادت سره سم کتاب به می راواخیست او په کیلومترو به می منډی وهلی آن تر دی چې غره ته به په چټکی ختلم او ښکته کیدم ډیر تمرین می وکړ او سهار د ځغاستی د پیل ورځ وه او ما ټوله شپه تمرین وکړ د شپی خبر راته راغی چې مور دی سخته ناروغه شوی ده سهار شو د ځغاستی میدان ته ورغلم د نورو پشان په زنګانه شوم او ډزی ته په تمه وم په سوچ د پلار مرګ د مور ناروغی د ښایسته کلی جنتی سیلی،زم زمو اوبه او د آلوتکو سندری ډوب ورغلی وم او همدا خبره می تکراروله چې همدا میدان دی چې هیواد،کلی،خپل خلک،ځان،او خپل هغه تور پوستکی چې خلکو زما ځینی کرکه کوله ځان وروپیژنم ډزه وشوه زه دومره تیز وم چې زما او د رقیبانو تر مینځ ډیره فاصله وه هغوی پدی نه پوهیدل چې ما د کلی جنتی سیلی،زم زمو اوبو،آلوتکو او د هغه څه سره تمرین کړی وه چې خدای پاک د ځمکی توازن پر هغی کلک کړی وو او هغه زما لوی دنګ غرونه وه ځغاسته ختمه شوه لوبه زما په بریا تمامه شوه د المپیک فډراسیون راته يو ملیون روپی او جایزه راکړه د شپی لیلی ته ورغلم چې تیاری د کور لپاره ونیسم یو څو کسان راغلل او وړاندیز يي راته وکړ چې تعلیم،کور،موټر او نغدی پیسی هم درکوو خو شرط دادي چې هیواد،کلی،کورهیر کړه همدا ځای ستا هیواد،کلی،کور به شي او ته به د دي هیواد نمایندګي د ځغاستو په لوبو کي به کوي هماغه ساعت می ځواب ورکړ چې زه خپل هیواد په مادیاتو نه پلورم سهار شو چې کله هوایی ډګر ته ورغلم د تګ لپاره یو څو تنو خواست وکړ چې مونږ درسره خپل هیواد ته بوځه او خلک د فډراسیون کسان وه ما هم ومنله چې کله خپل هیواد ته ورسیدم په میدان کي خلکو ډیری خوشحالیانی وکړی او د کلی په لور ورغلم په لاره کي د فوځیانو موټر زمونږ موټر سره مخامخ شوو او فوځیان بیرته په شاه ولاړل او مونږ ته یي لاره راکړه د کلی هلکانو ناره کړه چې ګوره تا دومره شهرت پیداکړی چې د فوځیانو موټر په شاه شو ما په وړه مسکا ځواب ورکړ ګرانه هغوی زما لپاره په شاه نشول بلکی ما سره سپین پوستی په موټر کې ناست دی د هغوی لپاره کور ته ورغلم خپله ناروغه مور می په غیږ کي کلکه کړه ما او مور مي په چېغو وژل او بیا د پلار زیارت ته ورغلم څو ورځی تیری شوی د فډراسیون کسانو بیا خواست وکړ چې ته یو داسي هیواد کي اوسیږی چې ټول مجرمین او د جنایتو څخه ډک دي او دلته ستا ژوند عبس تیریږی زمونږ خواست ومنه ژوند بدی جوړ شي دلته څه کوی ؟ زما وجدان دا نشو منلی چې خپل ګران هیواد د کلی جنتی سیلی د زم زمو اوبه د آلوتکو سندری په مادیاتو وپلورم همغه و چې سم د واره می 
.ځواب ورکړ چې زه د ځغاستی په لوبو کي کډون کوم خو د خپل هیواد نمایندګی کوم.