
سنډې ټایمز ورځپاڼې هغه لیک تر لاسه کړې دی،چې له اعدام وړاندې ریحانه جباري خپلې مور ته لیکلې و ، ارواښاده پوهیده،چې د دار رسۍ ته وړل کیږي . ریحانې لیکلي وو: نه غواړم ،چې هډونه مې خاورې شي زما د بدن غړي په پټه هغه چاته خیرات کړې ،چې اړتیا ورته لري .
ورځپاڼه لیکي : ریحانې له خپلې مور شعله پاکروان څخه غوښتي دي،چې ژاړي به نه او نه به تور کالي اغوندي ، هیله مې وه ،چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ مې ستاسې په غیږ کې ایستې وای، تاسې پوهیږې ،چې زه بې ګناه یم ، خو جلاد زما انتظار باسي او زه دخپل ژوند دپای شیبو ته نږدې کیږم .
ریجانه جباري له پوهنتونه فارغه شوې وه، په ډیکور او ډیزاین کې یې تخصص درلود، تېره شنبه سهار مهال د26 کلونو په عمر ایراني چارواکو اعدام کړه، دملګرو ملتونو ، امریکا بهرنیو چارو وزارت دپرلپسې غوښتنې سربېره په نړیواله کچه له ایرانه وغوښتل شول ،چې دریحانې له اعدام تیر شي ، خو ایران ونه منله .
ورځپاڼه لیکي : ریحانې پنځه کاله داعدام انتظار وویست ، پر نوموړې تور و ،چې دایراني استخباراتو مامورمرتضی عبدالله سربندي یې وژلې دی ، هغه مهال ریحانه د19 کلونو وه،چې یاد مامور په دې پلمه یو خالي کور ته له ځان سره روانه کړه،چې دا دده دفتر دی او غواړي په ډیکور او ډیزاین کې ددې نظر واخلي او بیا یې هماغسې جوړ کړي .
دا مهال داستخباراتو مامور هڅه وکړه،چې پر ریحانې جباري جنسي تیری وکړي ، خو ریحانې وار لومړی کړ او مامور یې په څټ کې په پرتې وسپنې وواهه او ځای پر ځای یې وغځوه ، ځکه هغه پوهیده که دا کار یې نه وای کړې ، دعمر تر پایه به ځوریده او ژوند به یې په ځانوژنه پای ته رسیدلې وای .
ریحانې په خپل وصیت کې ،چې مور یې د روان کال په پیل کې تر لاسه کړې لیکلي و: ( زما جسد به یې دښار په کومه سیمه کې غورځولې و بیا به پولیسو له لاسه نیولې وې او دخپل دفتر هغه برخې ته به یې وړې وای ،چې هلته زما جسد تر لاسه کړې او هملته به درته پته لګیدلې وه ،چې زه دجنسي تیري ښکار شوې یم ، موږ د دوی په څېر شتمني او واک هم نه لرو،چې بیا مو قاتل پیژندلې وای ).
ورځپاڼه کاږي : دزندان چارواکو دریحانې جباري مور ته احوال ورکړې و ،چې دجمعې په ورځ دوروستي ځل لپاره دخپلې لور لیدو ته راشي ، مور یې ورسره یو ساعت وخت تیر کړ او بیا دشنبې پر سهار اعدام شوه. ریحانې د اعدام ناحقه سزا ولیده خو خپل سپکاوې یې ونه شو زغملې .
ورځپاڼه وايي : ولسمشر حسن روحاني ،چې پراخه ټنده لري ټویټر هم کاروي ژمنه کړې وه،چې زه به هڅه وکړم ،چې دریحانې داعدام سزا راکمه کړم ، خو له تیر کال راهسې ،چې ده واک تر لاسه کړې دی داعدام کچه لا پسې لوړه شوې ده.
له 2013 ز راهسې په ایران کې نږدې 369 تنه اعدام شوي دي ، خو دبښنې نړیوال سازمان وايي : دا شمېره ناکره ده تر اوسه 700 تنه اعدام شوي دي.
ورځپاڼه دریحانې جباري دمور له خولې کاږي : زه دا نه شم منلای ،چې دسختې شیبې به رښتیا وي ، له 7 کاله کړاو ، درد وروسته زما دخوږې لور ژوند داسې پای ته رسیږي .
مور یې وايي : په لیک کې یې راڅخه غوښتي دي،چې زه قبر نه غواړم ، دا غوښتنه مې ومنه ،چې ژاړې به نه ، راته ګرانه یې .
ستاسې لور
ریحانه جباري .