داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(11)

v     له دې وروسته مو بیا څه وکړل ؟
v     له ابو خباب سره  له روزنې او جنګي مهارتونو زده کړې وروسته  په کندهار کې دالقاعدې  مرکز  ته ولاړم او هلته مې له بن لادن  یو په یو ولیدل ، دلیدو موخه مې دبیعت  تازه کول و . دلیدنې پرمهال زما تود هرکلی وکړ  ، ټینګار وکړ، چې زما  او دتنظیم غېږ تل دخلیجي هېوادو ځوانانو ته پرانېستې ده  هغه پوهېده ،چې دخلیجي ځوانانو او مصریانو ترمنځ ستونزه شته  ځکه خو دا خبرې کولې،چې زه غوره بولم ،چې زما تر څنګ دخلیجي هېوادو ځوانان وي .
بن  لادن دمدینې منورې ځوانان خوښول  او پردې باور و،چې  دوی مهم دي  که چیرې له  ده سره دمدینې زیات شمېر ځوانان وای  نو له مصریانو به یې دوی ته ډېر ارزښت ورکاوه  او وضعیت  به  دپخوا په پرتله  اوس ډېر ښه وای .  له بن لادن  سره دمدینې  دوه ځوانان  ابو الزبیر المدني  و دا ورسره په افغانستان کې هم و  نوموړی شاعر  و ، بوسنیا ته هم تللی و ، خو بن لادن ورڅخه خوشاله نه و ځکه  ابو الزبیر پردې باور و ،چې  بوسنیا دمسلمانو ځوانانو هدیره ده  دوی هلته  ځي او وژل کیږي  او هیڅ په لاس نه ورځي  نه یې اسلامي حکومت رامنځته کړ او نه خلافت . او نه  ورڅخه  مسلمانانو کومه ګټه  تر لاسه  کړه .ابو الزبیر ویل : په بوسنیا کې له جهاد څخه موخه  دمسلمانانو د ژوند ژغورنه  ده .  ابو الزبیر په 1993ز کې  دسرایوو هوايي ډګر ته څېرمه په مخامخ جګړه کې ووژل شو  دا او ابو العباس المدنی ،چې دده ملګری و دملګرو ملتونو تر چتر لاندې دسوله ساتو ځواکونو ،چې ډیری غړي مصري قبطیان وو په لاس ووژل شوي دي.                
v     څرنګه ؟
v     مصري ځواکونه  دملګرو ملتونو تر چتر لاندې هلته  لیږدول شوي وو او دنده یې دهوايي ډګر ساتنه  وه ، یوه ورځ  دصربیانو او مسلمانانو ترمنځ نښته رامنځته شوه  دا مهال نو مصري ځواکونو دخلاصون  په موخه  مداخله  وکړه او دنښتې پرمهال ابو الزبیر او ملګری یې ووژل شول .
v     څرنګه وپوهیدې ،چې دا قبطیان دي ؟
v     دا خبره دجنګیالیو دژبو پر سر وه ، قبطیان دمصري پوځ برخه  وه او مصریان باید دملګرو ملتونو تابع وو  دا هم ویل کېدل ،چې مصری پوځ دمسلمانانو پر ضد و او دصربیانو  پلوي به یې کوله  ځکه ډیری برخه یې قبطیانو جوړوله . کله ،چې ابو الزبیر په بوسینا کې ووژل شو بیا بن لادن  هم پردې باور شو ،چې بوسنیا دمسلمانانو هدیره ده  او له دې وروسته یې له مصر سره کینه  زیاته شوه .
بن لادن غوښتل  ،چې خپل جنګیالي سوډان ته ولیږدوي ځکه دده موخه  مصر و دا خبره بیا وروسته  خالد الشیخ محمد هم په بوسنیا کې ماته وکړه  دا مهال یې  موخه جګړه نه ، بلکې د راتلونکي لپاره دخپلو جنګیالیو د وړتیاوو ارزول وو .
v     له  بن لادن سره دلیدنې پرمهال څه یې درته وویل ؟
v     راته یې وویل :  سختې او له کړاوه  ډکې ورځې زموږ انتظار باسي ، جهاد زموږ پر وړاندې دی ، خو دا ټول به دالله عزوجل په لار کې اسانه  شي له خیره ، مهمه داده،چې دخپلومشرانو خبره ومنئ ، ورونو ته  دې ګټه ورسوې ، له هغه بحث ډډه وکړه،چې ګټه نه لري  ټول پام مو باید راتلونکی جګړې ته وي . بیا یې راڅخه وپوښتل ،چې پاسپورت مو تاریخ لري ،چې سفر پرې وکړې ما ورته وویل : هو . ده راته وویل  : ته باید دالقاعدې په دریو مرکزونو کې ځینې  لنډمهالي کورسونه ووایې . بله دا، چې تاسې شرعي علوم زده دي بایدهغو ځوانانو ته په دې برخه  کې درس ورکړې ،چې افغانستان ته راځي  همدا اوس له یمن څخه  په سلګونو ځوانان د روزنې لپاره  افغانستان ته راروان دي . ما ورته  وویل : الله دی وکړي ،چې ستاسې دا هیله پوره کړم  دویمه  ورځ  مخ  په خوست را روان شوم .
v     له تاسې یې دکومو کورسونو غوښتنه وکړه ،چې باید برخه په کې واخلې ؟
v     دښارونو جګړه ، کمین ، ترور ، دامنیتي تدابېر  ، که ونیول شې دپوښتنو او ګرویږنو په اړه باید څه ډول چلند وکړې ، دهوايي ډګرونو دامنیت په اړه او داسې نور ....
v     ایا دوی په دې برخه کې  مسلکي وو ؟
v     هو ، هغه وخت دوی بیخي مسلکي چلند کاوه  اوس ،چې د القاعدې فعالیتونه  یو څه ټکني شوي دي لامل دادی ،چې  ددوی  مسلکي غړي له منځه تللي دي .
v     کله ،چې خوست ته ورسیدې  دالقاعدې په  روزنځای کې مو څه وکړل ؟
v     زه  ورنغلم ځکه په دویمه ورځ  سختې تبې ونیولم وروسته  څرګنده شوه ،چې ملاریایم  بیا معایناتو وښوده ،چې زه محرقه یم  دوه ناروغۍ یو ځای شوې . پوره  یوه میاشت  ناروغه وم . نږدې وه ،چې ومرم . نیمايي وزن  مې له لاسه ورکړ ، له لیمو څخه پرته مې بل هیڅ  څیز نه شو خوړلې ، په ګډووډو سر وم  کله  ناکله  به بېهوښه شوم . دا مهال بن لادن زما پوښتنې ته راغی  زما لاس یې ټینګ کړ راته یې وویل : له ډاکتر سره مې خبرې کړې دي  ډېر ژر به دې پېښور ته واستوي .  زیاته یې کړه :
که  دالله خوښه  وه او مړ شوې  نو ته بختور سړی یې ځکه ته  دجهاد په ډګر کې مرې  او هر هغه څوک ،چې د جهاد په ډګر کې ومري  تر قیامته الله عزوجل ورته  اجر ورکوي ، الله عزوجل  دافغانستان خاوره  دلسګونو زره شهیدانو پر وینو خړوبه کړې  ده  او دا مبارکه  خاوره ده  سر له  اوسه دې شهادت مبارک شه .
دناروغۍ پرمهال به مې ملګري پوښتنې ته راتلل او ټوکې به یې راسره کولې ،چې  وصیت کې  مو څه لیکلي دي  دا رادیو او بکس به چا ته په میراث کې رسیږي  ما ورته وویل : تاسې غواړئ ،چې په ژوندوني  مې میراث  وویشئ .
v     بیا څه وشول ؟
v     بن لادن زما د درملنۍ  لګښت ومانه  او د درملنۍ په موخه  یو هېواد ته ولاړ م له سفر وړاندې مې له یو ملګري سره ټیلفوني خبرې وکړې ،چې  وروسته یې بیا زما د ژوند لورې بل خوا واړوه .
v     څرنګه ؟
v     له سفر وړاندې مې  په یو خلیجي هېواد کې له خپل یو ملګري سره د ابو زبیده له ټیلفون خبرې وکړې  دا خبرې دلویدیزو استخباراتو څخه یوه څارلې وې ، بیا یې دهغه ټیلفوني خبرو په اړه څیړنې هم کړې وې ،چې دابو زبیده له ټیلفون څخه ما کړې وې  دوی  وتوانیدل ،چې زما هویت  معلوم کړي ، خو دوی داسې مهال په هغه هېواد کې ، چې زه د درملنې په موخه ورغلې وم  زما په اړه مالومات تر لاسه کړل ،چې زه بیرته افغانستان ته  ستون شوې وم .
v     دا کوم هېواد و ؟
v     اوس یې وخت نه دی ،چې نوم یې واخلم .
v     وروسته به په دې اړه تفصیلي خبرې وکړو ، خو اوس دا ووایه ،چې په افغانستان کې  په القاعده کې ستاسې رول څه و ؟
v     زما دنده هغو یمني ځوانانو ته دیني علومو او د وینا هنر ( خطابه )  ور زده کول و،چې تازه به افغانستان ته راتلل . له دې وروسته بیا زه دالقاعدې نړیوال  اړیکوال (ارتباطي ) شوم . دالقاعدې مشران پوه شوي وو،چې  په هوايي ډګرونو کې زما کلکه تالاشي نه اخستل کیږي او نه له کومې ستونزې سره مخ شوې وم دوی بیا راته ویل : ستا مخ دماشوم په څېر دی ، څوک درباندې نه شکمن کیږي ، ولي دې راوتې دي  ، پیاده کسان دې په لار کې  ودروي  پوښتنې درڅخه کوي ،چې  پلانی ځای ته کومه لار ورغلې ده  ځینې درسره عکسونه هم اخلي .
v     داخبرې به چا درته کولې ؟
v     کله ،چې زه داستخباراتو او امنیت  کورس ته ولاړم  ، روزونکو به دا خبرې راته کولې  دوی به ویل : ستا تګ او څېره داسې ده ،چې څوک درباندې نه شکمن کیږي ، له دې باید موږ  ګټه پورته کړو نو زه دوی دالقاعدې نړیوال اړیکوال  وټاکلم .
v     کوم هېوادو ته به مو سفرونه کول ؟
v     په اروپا کې هر ځای ته  له لندن څخه نیولی تر برمنګهم  ، ټوله اروپا ، خلیجي هېوادونه ، ترکیه ، استرالیا ددې ترڅنګ زه به دافغانستان او پاکستان  ترمنځ  ګرځیدم او په پاکستان کې هم مختلفو ښارونو ته  تللې یم .
v     تاسې څه ډول پیغامونه  لیږدول ؟
v     هر ډول ، پیسې ، پیغامونه ، سپارښتنې ، لارښوونې ، ځینې وسایل مې له اروپا څخه راوړل   لکه  ثریا ټیلفونونه ، GPRS  ، کمپیوټرونه ، پرګرامونه دهغو جنګیالیو نومونه ،چې په افغانستان کې یې د روزنې  لېوالتیا درلوده ، ترکیې او بوسنیا ته تللې یم  ځکه اوس هم هلته ډیری جنګیالي وو،چې افغانستان ته یې راتګ غوښت . د ټولو پیغامونه مې وړي دي نه یوازې دالقاعدې . 
الجماعة الاسلامیة المصریة  به ،چې کله خبره شوه ،چې اروپا ته ځم  ځینې پیغامونه به یې راسپارل .  له اروپا څخه مې  دالجماعة الاسلامیة  داستازي  محمد مصطفی المقرئ پیغام  افغانستان کې رفاعة طه  ته راوړی دی .
v     ایا دا وړاندې  له دې ،چې لویدیز استخباراتي ارګان سره  تړاو پیدا کړې ؟
v     له تړاو وړاندې او  وروسته ،هیڅ بدلون رامنځته نه شو ، زما دنده پر ځای وه  زما دنده داوه،چې په القاعده کې څارګر په نښه کړم .
v     خو ته خپله  جاسوس / څارګر شوې او دالقاعدې حال به دې نورو ته ورکاوه ؟
v     پوهیږم .  دوی به  له ما غوښتل ،چې ځینو مشخصو کسانو ته ورنږدې شم  او ځان پوه کړم ،چې  هر څه سم روان دي  داسې خو به نه وي ،چې دوی دالقاعدې  په اړه مالومات  او رازونه  نورو ته ورکوي او کنه ؟
v     ایا څوک مو پیدا کړ، چې  دالقاعدې په اړه یې رښتیا هم نورو ته مالومات ورکړې وي ؟
v     هو ،  ایله یو کس  مې کشف کړې دی او بس او دپاتې نورو په اړه مې به مې خپلو مشرانو ته ویل ،چې د دوی په اړه ستاسې اندېښنې  وهم دی ځکه ځینې جنګیالي  له سخت رواني کشمکش سره مخ دي لامل له خپلو کورنیو ، مېرمنو او بچیانو څخه لرېوالی دی ، ځینې نور بیا له خپګانه کړیدل  او له همدوی یې ډېر ډار هم کاوه .
v     ولې ؟
v     دځینو دخپګان   او ډار لامل داسې  تعبیریده ،که چیرې دوی رسوا شي نوبرخلیک به یې څه وي ؟  ما به تل هر څه له نږدې څارل او خپلو مشرانو ته به  مې ویل ، چې ددوی خپګان او ډار  دکورنیو ستونزو له کبله  دی او بس .
v     څرنګه دې څارل ؟
v     ځان به  مې له دوی سره نږدې کړ  د دوو اونیو لپاره به مې ورسره پرلپسې خبرې کولې  په پای کې زه دمالومات او رازونو خزانه  وم .
v     تاسې خپل ډار څرنګه  پټوه ایا  نه ډاریدې ،چې رسوا به شې ؟
v     په پیل کې نه ډاریدم ، زما ډار په  1998ز  کې دنیروبي او تنزانیا له پېښو وروسته  پیل شو ، دلته هم درسوا کېدو خبره مطرح نه وه ځکه  زه تردې دمه له کوم استخباراتي سازمان  نه وم   زه له دې ډاریدم که چیرې دوی پوه شي ،چې زه د القاعدې پر مشروعیت  شکمن یم  او د دوی کړنو ته  دشک په سترګه ګورم دلته به  ستونزه رامنځته شوې وه .