د اسلام په اقتصادي نظام کې بیت المال

 
تاج محمد تمکین
 
د اسلام اقتصادي نظام هغه نظام دی چې نه یواځې د ټولنې د ټولو اړخونو خیال پکې ساتل شوی دی، بلکې د د ټولنې د عامه ضروریاتو د رفع کولو او عام المنفعه کارونو د تر سره کولو لپاره هم خاص او ځانګړي پروګرامونه لري. د اسلام د اقتصادي نظام د عملي کولو لپاره اسلامي حکومت ته بيت المال يا د حکومتي خزانې جوړول ډېر ضروري دي. بیت المال په اصل کې د اسلام د اقتصادي نظام اساس تشکیلوي ځکه چې د همدې ځای نه دولت ته خورا زیات عواید په لاس ورځي او یوه مرکزي نقطه د نظام لپاره تشکیلوي. د دولت لپاره د خزانې ساتل انتهایي اړین او ضروري دي او د دې خزانې خوندي او محفوظ ځای ته بيت المال ويل کېږي. بيت المال يوازې يو بانک ته نه وایي بلکې ټول مالي نظام ته بيت المال ويل کېږي. بيت المال يو منظم مالي نظام دی چې نه يوازې د حکومت په ټولو اړخونو کې نظم او دسپلين راولي بلکې د ټولو عوامو د مشکلاتو حل کوونکې او دهغوی د ضرورياتو پوره کونکې دي .
د بیت المال د منابعو او مصارفو ترمنځ اعتدال راوستل د اسلامي حکومت اړینه دنده ده. بيت المال د حکومت په ټولو اړخونو لکه دفاع، تعليم او تربيه، صنعت، تجارت، د غريبو او بيچاره خلکو مرسته او د مصيبت ځپلو خلکو سره کومک او د مصيبت ځپلي علاقي او سيمي د ابادي په برخه کې عملي قدم پورته کوي. بيت المال پرته له څه ژبني، رنګي او مذهبي توپير او امتياز څخه د هېواد د هر اوسېدونکي مشکل او ضرورت حل کوي. د هېواد په ټولو سیمو کې بايد هېڅ وږی، لوڅ، بې کوره او ناروغ پيدا نشي. انحضرت صلي الله عليه وسلم په خپل وخت کې داسې لاره غوره کړي وه چې کله به د يمن، بحرين، عمان او نورو سيمو څخه مال او دولت راورسېد، نو هغه به یې سمدستي په غريبو، محتاجو او بي وزلو خلکو تقسيم کړ چې له دې څخه د انحضرت صلي الله عليه وسلم مطلب د غريبۍ او بېوزلۍ له منځه وړل وو. د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه په وخت کې هم داسې طريقه وه چې کله به مال او دولت راورسېد، نو سمدستي به هغه په مستحقو خلکو وېشل کېده، خو د بيت المال نګران او مسئول یې حضرت ابو عبيده بن الجراح ((رض)) ټاکلی و، څوک چې د امت د امين لقب یې ګټلی و. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د داسې بيت المال بنياد او بنسټ کېښوده چې په هغه کې به هر وخت مال او جنس موجوده و او دغه کار په ١٥ هجري سنه کې سرته ورسېده او د هغې نګران او مسئول حضرت عبدالله بن ارقم رضي الله عنه وټاکل شو. په بيت المال کې به عموماً دری کروړه درهمه کلني ساتل کېدل تر څو د ضرورت په وخت کې له هغې څخه استفاده وشي. د هغه وخت د بيت المال پر ځای اوس ډېر هېوادونه مرکزي بانکونه لري.
بیت المال لاندې دندې ترسره کوي:
۱.  د حکومتي منابعو څخه چې څه راځي هغه زېرمه او هم یې ساتنه او حفاظت وکړي.
۲. د حکومت د ټولو کارکونکو ته د معاشونو ورکول چې په هغې کې د حکومت مکمل نظام راځي .
۳. د غريبو، محتاجو، فقيرانو، کنډو، يتيمانو، فلجو، معيويو، بېوزلو او محرومو خلکو اقتصادي کفالت او سرپرستي کول .
۴. خلکو ته قرض حسنه او پيشکې کومک ورکول .
۵. د عوامو د ژوند د حالت د ښه کولو لپاره عملي اقدما ت ترسره کول. يا په لنډ ډول سره ويلي شو چې بيت المال به د اسلامي حکومت ټول مالي پروګرامونه او کارو نه سرته رسوي کوم چې د اسلام اقتصادي نظام په حکومت باندې لازم کړي دي.
حضرت عمر رضي الله عنه په بيت المال کې د اجتماعي ملکیت د اموالو پنځه بېلابېلې څانګې جوړې کړي وې.
۱.د نغدیې څانګه :
يوه څانګه يې د نغدي اموالو وه چې سکې، سره او سپين زر به یې پکې کېښودل او دې شعبې دوه څانګې درلودې؛ يوه يې هغه نغدي څانګه وه چې د زکات روپۍ سره او سپين زر یې پکې جمعه کول.
دویمه هغه نغدي څانګه وه چې د غنيمتونو، خراج او د معدنونو برخه پکې زېرمه کېدله او د نغدي جريمې مبلغ به هم په همدغه شعبه کې زېرمه کېده.
۲. حيواناتي شعبه :
د بيت المال دويمه شعبه د څارويو وه او دغه شعبه هم پر دوه برخو وېشل شوې وه چې يوه يې د زکاتونو د څارويو شعبه وه او دويمه يې د غنايمو او نورو څارويو شعبه وه چې په هغو کې د اوفافو څاروي هم وه لکه اسونه، اوښان، مېږې، پسونه،غويان او نور وو .
۳. عَروُضْ:
درېيمه څانګه يې د عروضو وه لکه رختونه، وړۍ او داسې نور چې په غنيمتونو کې نيول شوي وه او لوی لوی ګودامونه ورته جوړ شوي وه .
۴. غلې دانې :
څلورمه څانګه يې د غلو وه چې اوربشې، غنم، زيتون، خرما او نو کرنیز حاصلات پکې وه او دغه څانګه په دريو برخو ويشل شوې وه چې يوه يې د زکاتونو د غلې وه، دويمه په غنیمت کې تر لاسه شویو ځمکو او باغونو وه او درېيمه برخه يې د دولتي او سرکاري ځمکو د غلو دانو وه چې خلکو ته يې په دهقانۍ ورکړې وه او دغه ډول سرکاري ځمکې بيخي ډېرې وې چې حکومت ته يې په زړه پورې حاصلات ورکول .
۵. مايعات :
پنځمه څانګه يې د مايع شيانو وه لکه عسل، د زيتون غوړي چې د بیت المال په ګودامونو کې زيرمه کېدل. په اوسني عصر او په هره زمانه کې اسلامي حکومت چارواکو ته لازم دي چې د بيت المال په هکله همدغه کړنلاره غوره کړي، تر څو په شرعي توگه د اموالو تقسيم وشي. فقر او غربت له منځه لاړ شي .