
سرچینه : نیویارک ټایمز
دوه میاشتې وروسته به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو دیارلس کلن ماموریت پای ته رسیږي. له دې سره لویدیځ چارواکي د طالبانو د کنترول په موخه د افغان ځواکونو د وړتیا په شتون ټینګار کوي او وایې چې په دې برخه کې افغان ځواکونه د باور وړ دي مګر په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د بغاوت کاواکه څپې بل ډول انځور وړاندې کوي. د کندوز ځینې داسې ولسوالۍ چې کلونه کلونه پکې د طالبانو د بدرګې سوال پیکه و، اوس د طالبانو لاس ته پریوتي؛ حقوقي قضیې، مکتبونه او حتی نړیوالې مرستې د همدوی له لورې اداره کیږي.
د اشرف غني په مشرۍ نوې اداره یاد سرخوږي اندیښمنه کړې او د لیرې کولو په موخه یې د یو شمېر حکومتي چارواکو سره د ویدویي کانفرانس له لارې د کندوز اوسنی حالت په خپلو لمړیتوبونو کې راوست او د ژمنې سره سم یې له مزار شریف نه کندوز ته د وضعیت د کنترول په موخه سرتیري استولي دي. څو ورځې وړاندې دفاع وزارت د ملي پوځ او پولیسو د تلفاتو هېښونکي ارقام وړاندې کړل دا او د کندوز اوسنی حالت د افغان ځواکونو وړتیا تر سوال لاندې راولي او په اړه یې د لویدیځ اټکل ناسم ثابتوي.
د کندوز ولایت ځایي چارواکي او اوسیدونکي وایې چې ملي پوځ او پولیس د اغیزمنو عملیاتو وړتیا نلري او د پرمختګ په ځای شاتګ ته اړ شوي. ددوی په وینا، افغان ځواکونه د طالب میشتو سیمو په ځای مرکز سره نږدې سیمې بمباروي چې له امله یې عام وګړي وژل کیږي. ځایي سوداګر حاجي امان زیاتوي چې طالبان هر کله وغواړي ښار نیولی شي، د نوموړي په وینا افغان حکومت کړکېچ د ختمولو په اړه سمه ستراتیژي نلرې.
په افغانستان کې د روان کال په وروستیو کې طالبانو یو شمېر پرمختګونه وکړل. ننګرهار، هلمند او د کاپیسا سربیره یو شمیر نور هغه ولایتونه دي چې جګړې پکې بیا زور اخیستی او طالبان پکې د حکومت په ضد د لویو ګروپونو په شکل کې جګړه کوي. له همدې امله د تلفاتو کچه لوړه شوې، تیره اونۍ افغان دفاع وزارت نوې شمېرې د رسنیو سره شریکې کړې چې له مخې له مارچ څخه تر اګست میاشتې پورې 950 سرتیري وژل شوي. پولیس چې د ملي پوځ په پرتله د جګړې ستر قربانیان دي، په همدومر موده کې 2200 تلف شوي دا په تیرو دیارلس کلونو کې د یو کال په بهیر کې تر ټولو ستر تلفات دي.
کندوز د افغانستان مهم مګر ناارامه ولایت دی که کله پکې د طالبانو له لورې د بریدونو اندیښنه کمه وي جنګي مجرمين یې تشه ډکوي او نا ارامي رامنځته کوي. له 2008 راهیسې د کندوز امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي. په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو ناببره چپاونو په کندوز کې د تیرې دورې ټولې لاسته راوړنې له ستر ګواښ سره مخ کړي.
د کندوز سرپرست والي غلام نبي بغلانی وایې چې سږ نه بلکې له تیرو کلونو راهیسې په کندوز کې جګړه دوام لري، ستر توپير دادی چې پخوا به نړیوالو ځواکونو د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو مرسته کوله. په کندوز کې به د طالبانو له لورې د جګړې مشري دکندوز اوسیدونکي ملا عبدالسلام کوله عبدالسلام د طالبانو له لورې د همدې ولایت والي ټاکل شوی و نوموړی په 2010 د پاکستان حکومت له لورې ونیول شو او په 2013 کې افغان سولې کمیسیون او پاکستاني مقاماتو تر منځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې ازاد شو. ځایي اوسیدونکي وایې چې د ملا عبدالسلام تر مشرۍ لاندې طالبانو سږ اوړي نوي تاکتیکونه پلي کړل، ددوی په وینا دا ځل طالبانو د خپل کنترول لاندې سیمو کې د ویرې خپرولو په ځای له نرم دریځ کار اخیست. د مرستو د برخې چارواکي او ځایې اوسیدونکې وایې چې طالب کومندانانو دا ځل په یاده سیمه کې ښوونځیو ته اجازه ورکړې وه او حتی په خپله یې قلمونه او کتابچې ویشلې دوی زیاتوي چې طالبانو دا ځل په کندوز کې د پرمختیایي چارو پروژې هم ازاده پریښې وې چې پخوا یې په اړه فکر هم ناشونی و.د USAID یو سلاکار چې د نوم له څرګندولو ډډه کوي زیاتوي چې په کندوز کې طالبان د حکومت سره یوه موازي اداره ده او ډيری وخت د پروژو د پيل کولو اجازه ددوی له لورې اخیستل کیږي.نوموړی زیاتوي مونږ د طالبانو له اجازې پرته هیڅ نشو کولای. ځینې ځایي اوسیدونکي وایې چې د حکومت د قضایي سیستم په پرتله د طالبانو هغه ډیر اغیزمن دی.د حاجي محمد نذر په نوم یو ځایي اوسیدونکی وایې چې طالبان د چارو او قضیو په اړه په چټکۍ پریکړه کوي او هغه څه کوي چې وایي یې.
یو پوځي چارواکی وایې چې طالبانو سږ اوړی له پولیسو نږدې شل پوستې نیولي تر ډیره حده ورسره ځایي اوسیدونکو له دې امله مرسته کړې چې نور د امنیتي ادارو له بد چلند څخه تنګ شوي و. محمد دین زیاتوي چې مونږ هره ورځ ولسوال ته له یاد حالت څخه شکایت کوو مګر څوک مو نه اوري بالاخره طالبان راغلل او له مونږ یې امنیتي ځواکونو د ماتولو ملاتړ وغوښت. په کندوز کې ولایتي چارواکي دا مني چې محلي پولیس وګړو ته ستونزې زیږوي. د کندوز اوسیدونکي د محلي پولیسو او شخصي ملیشو تر منځ توپير نه کوي شخصي ملیشې چې رسمې تنخواوې نلري، له خلکو په خوښه یا په زور مالیه ټولوي. پخواني مجاهد قومندان د یادو ملیشو له منځه وړلو ژمنه کړې وه مګر دا کار ځکه ناشونی ښکاري چې دوی له وړاندې د طالبانو سره دښمني په غاړه اخیستې چې له وسلې پرته ورته ځانونه ناخوندي ښکاري دې حالت افغان حکومت هم له دوه طرفه جګړې سره لاس و ګریوان کړی؛ له یو اړخ نه طالبان او له بل اړخ نه شخصي ملیشې .