د تېلو بادشاهان (۲۱برخه)

 
موږ اوس د ریښتینو مرمر ډبرو لپاره لوبه کوو.
 
ډګروال معمر قذافي د ۱۹۷۳ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه  ماښام خطرناکه لوبه اعلان او لوېدیځ ته یې پوخ ګوزار ور کړ. هغه د خپل انقلاب او واک ته د رسېدو د څلورمې کالیزې د نمانځنې په مراسمو کې یو ماښام په ډاګه اعلان وکړ چې هغه وتوانېده په خپل هېواد کې د تېلو په استخراج د بوختو او فعالو  بهرنیو کمپنیو ۵۱ په سلو کې ونډه خپله کړه. لکه چې اټکل کېده قذافي مختلفې کمپنۍ د اکسیډینټل کمپنۍ په ګډون غوره کړې چې د امریکا پرېکړې یا تصمیمونه و ازمویي. کله چې کوم مقاومت ونه لیدل شو نو هغه خپله تخته پاکه کړه خپل پلان یې عملي کړ. تر دې وروسته هغه د فارس په خلیج کې د تېلو په منځلارو تولیدونکو فشار زیات کړ چې دوی د خپلو تېلو په اړه له بهرنیو کمپنیو سره تر سره کړي ګډ تړونونه او اوسنۍ ملګرتیا له منځه یوسي او له لیبیا سره یوځای  او ۳۰ په سلو کې د تېلو بیې  لوړې کړي  او په ډالرو د تېلو را کړه ور کړه بنده  کړي.
په همدې ورځ دا خبر خپور شو چې د مصر واکمن انور سادات په نا اعلان شوي سفر له سعودي عربستان څخه لیدنه پیل کړه او په دغه سفر کې یې  د سعودي عربستان له پاچا ملک فیصل څخه دا ژمنه تر لاسه کړه چې ( که امریکا په منځني ختیځ کې خپلو تګلارو ته بدلون ورنه کړي نو په کلني ډول به یو په سلو کې د تېلو د تولید د لوړتیا کچه محدودوي او بېرته به یې کموي.) د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره لویه ستونزه داوه چې واشنګټن په سعودي عربستان ډېر حساب کاو او داسې تمه یې درلوده چې د تېلو د تولید اوسنۍ کچه به د ورځې له اته اشاریه پنځه میلیون بېرله څخه په ۱۹۸۰ م میلادي کال کې څه باندې دوه برابره  یانې په ورځ کې ۲۰ میلیون بېرلو ته لوړ کړي چې د تېلو د کورنیو تولیداتو او د امریکا د زیاتېدونکي مصرف د کچې ترمنځ زیاتیدونکي واټن ته ځواب وویلی شي چې امریکا باید په ورځ کې له ۱۱ میلیون بېرلو څخه په کور دننه زیات تېل تولید نه کړي په داسې حال کې چې هره ورځ ۲۴ میلیون بېرله نورو تېلو ته د امریکا اقتصاد اړتیا لري چې اوسنۍ اقتصادي وده یې وساتل شي. د جاپان په ګډون د لوېدیځو هېوادونو اقتصاد داسې پلان شوی و چې د تېلو ورځنۍ لګښت  او مصرف یې په ۱۹۷۰ میلادي کال کې  له یو عشاریه ۶  میلیارد ټنو څخه د همدې لسیزې تر پایه 2 اشاریه8 میلیارد ټنو ته اوچت شو.  
خو پوښتنه داده چې دا دومره زیات تېل به له کومه کېدل؟ د منځني ختیځ د تېلو تولیدونکو تر دې مهاله داسې تړون له لویدیځو پیرودونکو سره لاسلیک کړی و چې د هغوی غوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره به په کلنۍ توګه 6 اشاریه9 په سلو کې د تېلو د تولید کچه لوړوي. په دې وروستیو کلونو کې یوازې د سعودي عربستان د تېلو تولید ۳۰ په سلو کې لوړ شوی و، خو ملک فیصل ګواښ وکړ چې د تېلو تولید به د زیاتولو پر ځای کموي چې دې کار د ټول لوېدیځ اقتصاد ته لړزونکی زیان رساوه او ودې ته یې سخت ګواښ پیښاوه. له بل پلوه د سعودي د دغه ګواښ عملي کېدو د تېلو مارکېټونه تر فشار لاندې راوستل او د تېلو اخیستونکو د یوه او بل څخه په پټه یوه او بل ته کندې ایستلې او د تورو او ژېړو نه موندل کېدونکو تېلو د انرژۍ په دغه سخت او پیچلي مارکیټ کې د خپلې برخې د ثابت ساتلو هڅې یې کولې . د سعودي پاچا ملک عبدالله  د امریکا پر ټپ،  ګوتې ور کیښودلې او یا یې هغه له خوږ ګوتې چې د امریکا اقتصاد ته زیان اړول وو ،ونیوله . د نیوزویک مجلې ته د سپینې ماڼۍ یوه وارخطا چارواکي دا ومنله چې  امریکا په دې اند وه چې ( ملک فیصل زموږ د سویې د مبارزې شخص نه دی  او موږ له ریښتیني لوبغاړي سره د لوبیدو په لټه کې وو .  موږ د خپل اقتصادي سیستم د څرخ پر تاویدونکي وییل خبرې کولې  او په دې پوهیدو چې که ددغه وییل یا څرخ هره پرزه خرابه شوې وای نو د امریکا  عمومي تاویدونکی  څرخ په ټپه دریده . )