د ترهګرۍ (تروریزم) ډولونه ( دویم څپرکی؛ یولسمه برخه)

 

نیټه: ۳/ ۸/۱۳۹۳، ه،ش                        
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛د تيمور مرګ
تيمور د خپل مرګ کال په خپلو خوبونو کې لیدلی ؤ او ورسره د ده د مرګ وړاندوينه د يوه هندو برهمن لخوا هم ویل شوي وه چې تیمور د خپلو خوبونو او د هندي روحاني وړاندوینه پخپله په ډېره سمه توګه تعبیر کړي ده او د خپل مرګ کال یې معلوم کړی دی، تيمور د خپل ژوند حالات او راتلونکى په يوه عجيب خوب کې ليدلي وو نوموړی خپل خوب په دې توګه بيانوي:
«... کله چې له بخارا څخه سمرقند ته راغلم يو حيرانونکى خوب مې وليد، په خوب کې مې وليدل چې يوه اړکینه/ لاره(د لرګي زينه) زما پر وړاندې ايښودل شوي وي چې لاندې دوې پښې يې پر ځمکه باندې نښتي وې خو پاسنى برخه يې کوم شي ته نه وې لګيدلي (هوايي ولاړه وي) زه د زينې په ليدلو حيران شوم او د ځان سره مې وويل: دا زينه څنګه داسې ولاړه ده چې پورتنۍ برخه يې کوم شي ته تکيه نه ده کړي او نه راغورځيږي، يو ځل مې يو غږ په غوږ شو او ويې ويل: اې تيموره! په دغه زينه باندې پورته وخيږه، ما ځواب ورکړ: دا زينه په کوم شي باندې تکيه نه لري نشم کولى چې پورته وروخېږم ځکه چې رالويږي.
د غږ څښتن وويل: ته نه وينې چې زينې کوم شي ته تکيه نه ده کړي او نه لويږي که ته هم ورپورته شې نو نه لويږي. خو ما نه غوښتل چې په زينه باندې پورته شم.
د غږ څښتن وويل: اې تيموره! ايا ته ډارېږې؟ ومې ويل څوک چې له عقل څخه پيروي کوي ډارن نه دى او دا چې ووايم، چې زه جرات لرم او ځان يو لوى اور ته وروغورځوم... ؟.
د غږ څښتن وويل زه درته وايم چې دغه زينه نه لويږي هغه ته ورپورته شه، وروسته مې خپله پښه د زينې په لومړي اړکي باندې کيښودله او هغه مې وازمويله متوجه شوم چې هغه محکمه ده او نه غورځي، هغه وو چې بې له دې ويرې څخه چې هغه به راپرېوځي، د زينې پر اړکيو باندې پورته وختم.
کله چې يوه اندازه پورته ولاړم ګورم چې زما چپه پښه بې ارادې شوه، په چپه پښه کې مې د درد احساس نه کولو خو نه مې شول کولى چې له هغې څخه ګټه واخلم.
د غږ څښتن وويل ولې ودريدلې او پورته نه خيږې؟ ومې ويل: نشم کولى چې پورته وخېږم ځکه چې چپه پښه نه شم ښورولى.
دغږ څښتن وويل: پورته ولاړشه ... دا چې ستا چپه پښه له کاره ولويدله نو ستا د پورته تللو مانع به نه شي.
ما د غږزويونکي خبره ومنله پوه شوم چې زما چپه پښه زما په اختيار کې نه ده او زما څخه  اطاعت نه کوي خو کولى شم چې هغه په ځان پسې راکش کړم او پورته ولاړم، چې ناڅاپه مې وليدل چې زما ښى لاس هم زما له واک څخه ووت، خو بيا هم زما ښى لاس په مکمله توګه زما له ارادې څخه نه ؤ وتلى او کولى مې شول چې د زينې اړکي پرې ونيسم خو د لاس ګوتې مې لکه څه ډول چې لازمه ده زما په اختيار کې نه وې، په پاى کې هغه ځاى ته ورسيدلم چې نور د زينې اړکي نه ليدل کيدل.
د غـږ څښتن وويـل: پوهيږې چې څو اړکي پورتـه ختلى يـې؟ ومـې ويـل نـه.
د غږ څښتن وويل: ښه ده چې نه پوهيږې چې څو اړکي پورته ختلى يې ځکه چې دا اړکي ستا د عمر کلونه دي او تر هغې ورځې چې ته ژوندى يې پورته به ولاړ شې او کله به هم راکوز نه شې او ورسره د عالمانو، او شاعرانو زړونه وساته که څه هم ستا سره مخالف هم وي او هغوى مه زوروه که څه هم ستا په دين نه وي.
کله مې چې د غږ څښتن دغه سپارښتنې واوريدلې له خوب څخه راويـښ شوم.
نن هغه خوب چې ما ليدلى ؤ اته څلويښت (٤٨) کاله تيريږي چې کولى شم هغه خوب تعبير کړم ما په دې اته څلويښتو کالو کې پرمختګ وکړ... او دا دى هوډ لرم چې چين ته ولاړ شم او سر ترسره چين لاندې کړم.
تيمورد خپل خوب د تعبير په اړه وايي: دا چې زما چپه پښه له کاره ولويدله د هغې تعبير دا شو چې زما چپه پښه په يوه جګړه کې سخته  ټپي شوه او له هغې ورځې راپدې خوا په چپه پښه باندې ګوډ ګوډ تګ کوم.
او بل دا چې زما ښى لاس له کاره ولويد، د هغې تعبیر دا دى چې د (توک تامېش۱) سره په جګړه کې مې ښى لاس سخت ټپي شو او له هغې وخت څخه تر نن پورې د ښي لاس ګوتې چې څه ډول زه غواړم نشم يې ښورولى او دا دى د خپل ژوند تېر وختونه(خاطرې) په چپ لاس باندې ليکم.
تيمور زياتوي: ... د هغه خوب څخه راپدې خوا (٤٨) کاله تېريږي چې ما په جګړو کې (١٧٢) ټپونه خوړلي دي او هېڅ کله مې نارې او زګیروي نه دي کړي او هر ځاى چې ټپي شوى يم غاښونه مې سره چيچلي دي تر څو غږ مې پورته نه شي، ما د هغې سپارښتنې سره سم چې په خوب کې يې ما ته کړي وې د عالمانو، صنعتګرو، او شاعرانو زړونه مې ساتلي دي سره له دې چې پوهيدم چې مسلمانان نه دي.
 دا شان د ډيلي د لوى معبد برهمن ګوډ تيمورته د ده د عمر د لنډوالي او اوږد والي په اړه داسې وړاندوينه کړي وه: که ته د (ډيلي) په ښار بريد وکړې نو د (برهما) له سزا سره  به  مخ  شې.
ــ تيمور، پوښتنه مې وکړه برهما څوک دى او څه ډول به ما مجازات کړي؟
ــ برهمن ځواب راکړ: برهما هغه څوک دى چې ځمکه او آسمان يې پيدا کړي دي او انسان يې جوړ(خلق) کړى دى او ستا اختيار هم د برهما په لاس کې دى.
ــ تيمور، پوښتنه مې وکړه څه ډول به ما ته سزا راکړي؟
ــ برهمن ځواب راکړ: که چېرې د دغه ښار له نیولو څخه بېر نه شې او بيرته ولاړ نه شې ستا عمر به لڼد شي.
تيمور وايي: ما د هغه دا ډول ماشومانه خبرو ته خندا راغله او برهمن وويل: اې امير تيمور! که چېرې ته دا ښار پريږدې او بيرته ولاړ شې يوويشت کاله به نور طبيعي عمر ولرې، او که جګړه وکړې او وغواړې دغه ښار ته ننوځې ستا طبيعي عمر به اوه کالو ته راټيټ شي... برهمن وويل اې امير تيمور! ته اوس د درې شپيته (٦٣) کالو عمر لرې که د ډهلي له نيولو څخه تېر شې او بېرته ولاړ شې (٩٤) کاله عمر به وکړې او که وغواړې دغه ښار ونيسې ستا طبيعي عمر به اويا (٧٠) کالو ته راټيټ شي، په دې شرط چې په جګړه کې ونه وژل شې او يا د کومې بلې پيښې له امله مړ نه شې.
ــ تيمور، ومې ويل: اې د سرو کاليو والا... ! که ته غواړې ما وډار کړې بل څه ووايه، برهمن وويل هغه څه چې زه وايم رښتيا دي او که بېرته ولاړ نه شې يو ډېر بد خبر به هم درته ورسيږي.
­­ــ تيمور، پوښتنه مې وکړه ،هغه کوم خبر دى! برهمن وويل: ستا د زوى د مرګ خبر.
تيمور چې کله د ډهلي ښار ونيولو په اسيرانو کې هغه برهمن هم ؤ چې تيمور ته يې د ده د مرګ پر اړه وړاندوينه کړي وه، تيمور وايي:
ما له برهمن څخه د ژباړن په ژبه وپوښتل: ستا نوم څه دى؟ هغه وويل: (ګاني هورتا)چې د هند په روحاني ژبه کې د مقدس اور مانا لري.
تيمور برهمن ته د خپلو خبرو په جريان کې وايي: ... او ته هم د مرګ وړ يې که چېرې ته د روحانيونو له جملې څخه نه وى نو ته به ما وژلى وى ځکه چې تا ويلي دي چې زه به له اوو کالو څخه ډېر عمر ونه کړم او دومره شعور خو لرې او پوهېږې چې ترخه خبره دې کړي ده او څوک چې په ترخه خبره زما غوندې سړى توهين کړي د مرګ وړ دى.
برهمن وويل اې اميره ! ايا زما له خبرې وډار شوې؟
ــ تيمور، ومې ويل .. اې سړيه ! که چېرې تا زه پيژندلى وى نو پوهيدلى به وى چې زه له مرګ څخه نه ډاريږم، خصوصاً د ډګر په جګړه کې.
ګانې هورتا وويل: اې لويه اميره! ته به د جګړې په ډګر کې مړ نه شې.
ــ تيمور، ما وويل: تا يو ځل ما ته ويلي وو چې له اوو کالو څخه به ډېر عمر ونه کړم او اوس دا دى وايي چې د جګړې په ډګر کې به مړ نه شم او زه غواړم پوه شم چې ته دا وړاندوينه له څه نه کوې؟
­­ــ ګانې هورتا وويل: اې لويه اميره! يو برهمن چې په ټول عمر کې يې خپل نفس وژلى وي او د حيواناتو له هوسونو څخه يې پرهېز کړى وي او هېڅ کله له هغو اصولو څخه چې برهما وضع کړي دي سرغړونه نه وي کړى، نو په دې هېواد کې ټول پوهيږي چې زه يو د داسې استعداد لرونکى سړى يم چې کولى شم په راتلونکي باندې پوه شم.
ــ تيمور، ومې ويل: خپله راتلونکي دې ووايه تر څو پوه شې چې ته څه وخت او څه ډول مرې؟
ــ برهمن، وويل: اې لويه اميره! هغه سترګې چې هر څه ليد لى شي نه شي کولى چې خپل ځان  ووينې.
ــ تيمور، ومې ويل اې سړيه! ستا دا خبره مې خوښه شوه ځکه چې د بديع  ټکى دى.
وروسته له هغې چې تيمور په ډيلي کې خپلې ترهګریزي کړنې تر سره کړې، نو له ډيلي څخه بيرته راستون شو او کله چې د لوني کلا ته نږدې ورسيد د خپل زوى د بوسو ډک پوستکى او سر يې وليدل چې د کلا پر ټاپو(برج) باندې درول شوى ؤ چې د برهمن (ګاني هورتا) يوه وړاندوينه پرځای شوه، تيمور د خپل وژل شوي زوى کيسه داسې بيانوي:
 کله چې د لوني کلا ته ورسيدو نو زما سترګې د کلا د ټاپو د بام پر سر باندې په يوه جسد او سر باندې چې د پړسيدلي ګوډي په شان بريښيدل ولګيدلې، چې د وخت په تيردلو سره يې سر هم تغير کړى ؤ، زه پوه شوم چې زما د زوى سعد وقاص سر دى او نه پوهيدم چې هغه څه چې د سر لاندې د يوه پړسيدلي ګوډي(ژى) په شان ښکاره کيدل څه شى دى، او وروسته پوه شوم چې هغه زما د زوى پوستکى دى چې له بوسو څخه يې ډک کړى ؤ.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي