داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(10)

v     له فلپیني پوځ سره دې په څو جګړو کې برخه اخستې ده؟
v     په دې اتو میاشتو کې مو له پوځ سره یوه جګړه کړې ده هغه هم متبادله بمباري ، خو یو اړخ هم پرمختګ ونه کړ ، زموږ جبهه ارامه وه ، بوخته جبهه په  (سولو ) ټاپو کې  دابو سیاف هغه وه. ابو سیاف په پټه  له  سلامات هاشم سره بیعت کړې و ما خپله څو ځل ابو سیاف لیدلې ،چې (الصدیق) مرکز ته  به دهاشم  لیدو ته راته ، د دواړو ترمنځ  ګډې ګټې وې ، سلامات هاشم به  ابو سیاف ته اړ و،چې ځینې عملیات ورته  ترسره کړي ځکه دمورو جبهې  نه شوای کولای ،چې دا کارونه خپله وکړي ، ابو سیاف  په پلبین کې استخباراتي څانګه وه او ګرد پټ او پلیت  عملیات به یې ترسره کول  لکه چاودنې ، تښتونه  او ترور . مورو جبهې به هڅه کوله ،چې ځان له دا ډول عملیاتو څخه  ګوښه  او لرې وساتي ،چې حکومت ورسره حساب وکتاب ونه کړي او په تور لست کې شامله نه شي ، مورو جبهې به په  ښکاره ویل ،چې ابو سیاف له موږ جلا شوی دی او له موږ سره هیڅ تړاو نه لري ، خو دا خبره  کره نه وه .
v     څه دلیل لرې ؟
v     دسلامات هاشم  شخصي سکرتر طلحه شعیب ،چې  په مدینه منورة کې له اسلامي پوهنتون څخه فارغ شوی ،ځو ځل  راته  دا خبره کړې ده ،چې ابو سیاف  د(جبهة تحریر مورو الاسلامیة ) داستخباراتي او نظامي څانګې  مهم غړی دی .
v     اوس دا راته ووایه ،چې له پلبین څخه بیا ولې افغانستان ته ستون شوې ؟
v     په  پلبین کې زښت زیات تنګ شوم  پردې سربېره  لمده هوا او دځنګله ژوند مې نه  شو زغملای . الفاروق  الکویتي ته مې وویل : غواړم بیرته افغانستان ته ستون شم  هماغه و،چې د 1997ز په سپټمبر کې  کابل ته ورسیدم او زما ملګری الفاروق الکویتي له  ابو سیاف سره یو ځای شو .
v     له بن لادن سره ، خو بیعت نه و شوې ، هغه مهال عرب جنګیالیو دکوموډلو او تنظیمونو تر چتر لاندې  فعالیت کاوه؟
v     ډیرې ډلې وې ،چې مشهورې یې په دې توګه دي  (الجماعة الاسلامیة  المصریة ) دعبدالحکیم بلحاج  (الجماعة اللیبیة المقاتلة ) داسدالله الجزائري  (جماعة الدعوة والقتال الجزائریة )  دسیف الله اختر په مشرۍ (حرکة الجهاد الاسلامي الباکستانیة )  دمسعود ازهر په مشرۍ  (حرکة الانصار/ دا پاکستانۍ ډله ،چې په کشمېر کې جلا څانګه لري ) درفاعة طه  او محمد الاسلامبولي په مشرۍ  الجماعة الاسلامیة المصریة  او ابو مصعب السوري هم په  افغانستان کې و ، خو له  بن لادن سره یې بیعت نه و کړی .
دوی ټولو د2001دسپټمبر له پېښو وروسته له بن لادن سره بیعت وکړ . په افغانستان کې دابن الشیخ اللیبي په مشرۍ د (خلدن) په نوم جلا نظامي مرکز شتون درلود. ویل کیږي ،چې ابن الشیخ اللیبي  په لیبیا کې له پاڅون وړاندې په زندان ځانوژنه کړې ده ، خلدن نظامي مرکز په افغانستان کې تر ټولو ستر نظامي هغه و ،چې ټولو هلته  روزنه  تر لاسه کوله ، په بوسینا او چیچنیا کې له جګړې وروسته  عرب مجاهدین ټول افغانستان ته راټول شول  دوی ټول پردې باور و،چې دجهاد نه شتون  ددې مانا نه ورکوي ،چې موږ به  په نوو جبهو کې جهاد ته چمتووالی  نه نیسو، له کفر سره باید تل جهاد وشي ځکه خو هر وخت باید چمتو واوسې .
ابو خباب المصري اصلي نوم یې  مدحت مرسي دی دا دمصر په پوځ کې دچاودنو کارپوه و نوموړی په 1986 ز کې افغانستان ته راغلی و ، همده  رمزي یوسف ته  روزنه ورکړې وه ،چې په 1993ز کې  په نیویارک  کې پر نړیوال سوداګریز مرکز  برید وکړي . دا دالقاعدې لخوا دلومړني برید هڅه وه .
v     کومو ډلو یې ملاتړ کاوه ؟
v     الجزائریانو ... اسدالله الجزائري راته یو ځل ویلي و  : په لندن ، سویډن ، پاریس  او نورو اروپايي ښارونو کې  زموږ پراخه شبکه ده،چې دبیمې دجعلي کارتونوجوړولو کې  مهارت لري  او دا کار زموږ الجزائري ځوانان کوي . اسد به ویل : دا له  اروپا څخه  زموږ غنیمت دی .  داسدالله  نظامي مرکز یا روزنځای  به  د ابو قتادة له ملګرو څخه  ډیرې بسپنې او مرستې هم تر لاسه کولې . ابو قتادة څو ورځې وړاندې  انګلستان اردن ته تسلیم کړ . ده به  ځینې الجزائري او المغربي ځوانان افغانستان  ته  د روزنې لپاره  داسدالله  نظامي مرکز ته استول ، ابو قتادة په پېښور کې دابن الشیخ اللیبي  له میلمستون سره هم  مرسته کوله  ځکه دا په پېښور کې  د(خلدن ) نظامي مرکز  میلمستون هم و .ابو زبیدة الفلسطیني  هم  له ابو قتاده سره پراخه او ښې اړیکې درلودې .
v     تاسې دعبدالحکیم بلحاج یادونه وکړه  ، تاسې ورسره لیدلي دي ؟
v     هو ، په افغانستان کې مې ورسره لیده کاته شوي  دي ، دده د ډلې ستره موخه داوه،چې هغه لیبیايي ځوانان ،چې اروپايي پاسپورټونه  لري دلته ( افغانستان ) کې ورزوي  او بیا یې دجګړې لیبیا ته واستوي  دوی له القاعدې سره کوم ځانګړې اړیکې نه درلودې ، بلکې خپل مرکزونه یې درلودل  له نور چا سره یې کار نه درلود، ځینو له ابو خباب المصري څخه دچاودنو روزنه ترلاسه کړې وه.
v     دابو انس اللیبي په اړه څه مالومات لرې ، واشنګټن خو پرې تور لګوي،چې په 1998ز کې یې په ختیزه افریقا کې ددوی سفارت الوزولې و؟
v     زما دمالوماتو له مخې ،چې دهغو ځوانانو څخه مې تر لاسه کړي وو، چې دابو انس تر شاوخوا راټول شوي وو دا سړی 100%بې ګناه  دی . کله،چې  القاعدې په نیروبي کې دامریکا سفارت الوځوه  (الجماعة اللیبیة المقاتلة ) دالقاعدې غړیتوب نه و تر لاسه کړې .
v     دابو خباب  المصري روزنیز مرکز خپلواک و  ؟ او د روزنې مقابل کې فیس اخست او کنه ؟
v     هو ، خپلواک  و ، هر چابه ،چې د روزنې  غوښتنه  کوله  اړ و،چې داړتیا وړ توکي  ځانته چمتو او برابر کړي
v     دا توکي او مواد مو له کومه ځایه  رانیول ؟
v     پېښور .
v     کله،چې بیا افغانستان ته راورسیدې څه وکړل ؟
v     کله،چې افغانستان ته راورسیدم القاعدې  د (الصدیق ، الفاروق او جاور) په نوم درې نور مرکزونه پرانېستي وو. دا هم راته څرګنده شوه ،چې افغانستان له یمني ځوانانو څخه ډک شوې دی  دوی ټول دروزنې په موخه دلته راغلي و .  ابو حمزة الغامدي سره مې ولیدل ، دا پخوانی جنګیالی دی او دبن  لادن دساتونکو قومندان و . الغامدي  خبر شوې و،چې زه بیا افغانستان ته راغلې یم  هیله یې درلوده ،چې ورسره وګورم . 
کله،چې ورغلم نوموړي  راڅخه  وغوښتل ، چې  جلال اباد  ته  ولاړ  شم  او هلته  د 1992ز کال جګړه، چې دجلال اباد دنیولو په موخه  پیل شوې  وه  دا سیمه  له نږدې  وګورم . ده راڅخه وغوښتل ، چې  سمدلاسه  دا ورسره  ومنم ،چې دالقاعدې  غړی شوم  ځکه  دوی په  بوسینا او پلبین کې زما تجربو ته  اړتیا  درلوده ما ورته  وویل  : یو کال وړاندې  مې  بن لادن  ولیده ، خو دده لار  هغه  نه ده ،چې زه ورپسې ګرځم . الغامدي وویل : زه پوهیږم ،چې ځینې ځوانان  له دې ناخوښه  دي ،چې  دبن لادن  تر شاوخوا  مصري ځوانان راټول دي ، خو ته باید پوه شې ،چې زه اوس لګیا یم  دخلیجي هېوادونو  ځوانانو جلب وجذب مې پیل کړې دی ،چې  له بن لادن سره یو ځای شي  او دا باید ثابته  شي ،چې  الشیخ (بن لادن ) یوازې دمصریانو نه دی  الشیخ سمبول  نه ، بلکې  رهبر هم  دی . ستاسې او دنورو ځوانانو شتون  به  ایجابي وي .  ورڅخه مې وپوښتل ،چې دالشیخ  / بن لادن  پروګرامونه  څه دي ؟ 
الغامدي وویل :  دامریکایانو پر ضد به زموږ جهاد نړیوال وي ځکه دوی دعربانو شتمنۍ لټوي  دوی په فلسطین کې له اسرائيلو سره مرسته کوي .
ما ورته وویل: زه له تاسې سره یم  اوس به څه کوو ؟ ایا موږ به  په سعودي کې جنګیږو ؟ موږ به  په موزمبق کې جګړه کوو ؟  الغامدي وویل : ته غواړې پوه شې ،چې دعملیات  ډګر به چېرته وي ؟ ما ورته وویل : هو ده راغبرګه کړه : دالله تعالی پراخه  ځمکه  . ددې مانا داده ده ،چې موږ  به یو روزل شوې پوځ یو ؟ الغامدي وویل: که له موږ سره یو ځای  شوې  موږ به  ددې ټولو عملیاتو د روزنې  زمینه  درته  برابره  کړو . ما ورته  وویل : زه به  استخاره وکړم  او بیا به ځواب   درکړم . دسهار له لمانځه  وروسته  یې راڅخه وپوښتل ،چې استخاره  دې وکړه  ما ورته  وویل  : زه  به په  هر ډول وضعیت کې له تاسې سره یم دامهال یې په غېږ کې ټینګ ونیولم  او زیاته  یې کړه  زه پوهیدم ،چې الله عزوجل به  تاسې ته  لار پرانیزي .  ما ورته  وویل : پر ما ولې دومره ټینګار کوې تاسې ما نه پيژنې  . الغامدي راته  وویل : زه دې له  ډېره وخته ښه  پيژنم ستا ټول فعالیتونه  څارم  . ورته مې وویل : ایا غواړې ،چې زه بن لادن ته دبیعت لپاره ورشم  راته یې وویل : اوس نه  ، اوس له ما سره بیعت وکړه  او له تاسې غواړم ،چې  جلال اباد ته ولاړ شم او هلته دابو خباب المصري په روزنځای کې   روزنه  تر لاسه  کړم ،چې باوري شم ،چې هر څه مې زده شوي دي . بیا یې ابو خباب المصري ته سپارښتلیک  ولیکه  او د لاسلیک پر ځای یې ( ابو مریم ) ولیکه  دا داسی نوم و ،چې ما دلومړي ځل لپاره  ولیده او د دوی ترمنځ  شفر هم و ،چې دا سړی   دباور وړ دی  .  وروسته پوه شوم ،چې ټول هغه سپارښتنې به ،چې  د  ابو الخباب  مرکز ته رارسیدلې  دلاسلیک پر ځای  به  ( ابو مریم ) لیکل شوې و مانا یې داده ،چې دا رښتینې سپارښتنه ده  او دا سړی دابو حمزة الغامدي له اړخه رااستول شوی دی  . ابو الخباب  هر چا ته اجازه نه ورکوله ،چې دده مرکز ته ورشي  او ورسره یو ځای شي  ده به دهغو جنګیالیو اصلي نومونه  او هېوادونه  پټول  او په یوه وخت کې له څلورو ، پنځو زیاتو جنګیالیو ته  روزنه هم نه  ورکوله  .
v     ولې  دا ټاکلی شمېر ؟
v     ځکه  له دی چاودیدونکو توکو  سره  ښکته پورته  کېدل خپله یو ګواښ و ، دلته  لومړۍ تېروتنه  وروستۍ هغه  وه  زه له  ابو خباب سره د 1998ز تر پسرلي پورې وم .