څنګه کار ومومئ؟!

څنګه کار ومومئ؟!
ډېر خلک له دې امله کار نه شي موندلای، چې د مرکې ور کولو په چل نه پوهیږي.
یو دم وپوښتي، چې معاش څومره دی؟ زه بل ځای هم کار لرم، وزګار نه یم!!
دا ډول پوښتنه او غبرګون، پر مقابل اړخ منفي اغېز پرېباسي، ځکه یوځای، چې په کار بوخت یئ، دلته نو څه کوی چې مرکه کوئ؟! ستاسې د کار او شخصیت په تړاو شکمنیږي او ممکن د نورو پړاوونو لپاره مو د مرکه کوونکو له نوملړه وباسي.
ځينې کسان د مرکې پر وخت د هرڅه په اړه د هو سر خوځوي. مقابل اړخ، چې هرڅه وايي، دی سر ورته خوځوي او که ورته ووایي، چې خره به خصي کوې، نټه ترې نه کوي!!. دا چاره پر ځان د انسان له بې باورۍ سرچینه اخلي. سمه ده، چې تاسې بې وزله یئ، کار ته اړتیا لرئ، تجربه مو کمه ده، خو دلیل او استدلال ته کله هم شا مه اړوئ. 
څومره، چې ممکن وي اضافي اطلاعات ور کړئ. مقابل اړخ ته وښيئ، چې تاسې وړ کس یئ او په کار پوهیږئ.دا چاره په افراط مه کوئ، ځکه که د خپلې وړتیا او ظرفیت په تړاو له افراط نه کار واخلئ، یا بیخي ډیر وغږیږئ، مقابل اړخ مو په خبرو کې د ضعف ټکي مومي او ممکن تاسې یوازې د خبرو سړی وګڼي.
که ژابلې ژویئ او پوښتنو ته ځواب وایئ، مقابل اړخ به څه فکر کوي؟!
هغه درنه پوښتنه کوي او تاسې د موبایل زنګ ته ځواب ور کوئ!
ددې پرځای، چې دهغه پوښتنې ته غوږ شئ، پاس د کوټې چت ګورئ او یا ښیښو ته ګورئ!
دا کار له مرکې مخکې کولای شئ او په تاسې کط د جرات لامل هم ګرځي، خو د مرکې په منځ کې یې کله هم مه کوئ. ځینې کسان د خپل مخکیني دفتر شکایت کوي، بد ترې وايي، د نوي دفتر ستاینې کوي، خو دا چاره د هغه په تړاو د مقابل اړخ په ذهن کې منفي لید را ټوکوي.
که مقابل اړخ درنه وپوښتي، چې څومره معاش غواړئ؟ دا مه ورته وایئ، چې دومره، یا دومره. ورته ووایئ، چې تاسې مې وړتیا وګورئ او خپله پرېکړه وکړئ. د مرکې په پای کې، چې پوه شوئ، مقابل اړخ له مرکې راضي دی او پر معاش غږیږي، خپل وروستی حد ورته ووایئ. 
دا لیکنه (همیانۍ) کې خپره شوې ده.