مارک شویین؛  نامریي میلیاردر

 
دا تر ډېره سمه ده چې د کاروبار پیل پانګه غواړي، خو که اراده وي په لږ پانګه ستر کاروبار جوړېدای شي. مارک شویین له داسې کاروباره میلیاردر شوی چې پلار یې د خپل خسر په ګېراج کې پیل کړی و.
د مارک پلار لیونارډو شویین په ۱۹۴۵ زېږدیز کال کې هغه مهال چې د ۲۹ کلونو و له خپلې لومړنۍ مېرمنې انا ماري سره په ګډه د امریکا د متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې پیل کړی دی. دوی په لومړنیو کې پر خپل کاروبار یوازې پنځه زره ډالره پانګونه کړې وه. لیونارډو چې د موټرو لپاره به یې باډۍ یا ټېلر جوړول ۱۶ ساعته کار کاوه.
د دې جوړې ګډې هڅې سبب شوې چې کاروبار یې په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړي. دوی به چې څومره پیسې له دغه کاره ترلاسه کولې ټولې به یې بېرته په کاروبار کې بندولې. لیونارډو په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې د « U-Haul Trailer Rental» په نوم کمپنۍ رامنځته کړله چې ټېلر به یې په کرایه ورکول. په ویکي پډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې تر ۱۹۵۵ کال پورې د امریکا پر سړکونو د دې کمپنۍ د ټېلرو شمېر ۱۰ زرو ته ورسېد چې برنډ یې د دغه هېواد په کچه مشهور و.  د کمپنۍ دفتر تر ۱۹۶۷ کال پورې په پارټ لنډ کې و، خو وروسته یې د اریزونا ایالت پوینکس سیمه ته ولېږداوه.
لیونارډو چې پنځه ځله یې واده کړی دی، ۱۲ اولادونه لرل. ده تر ټولو لومړی خپلو دوو مشرانو زامنو اېډراډ او مایک ته دوه سلنه ونډه ورکړه. نوموړي په ۱۹۹۹ کال کې خپل موټر په لاس وېګاس کې د تلفون له یوې پایې سره ټکر کړ او قضايي ادارو هم د نوموړي دغه کار ځان وژنه وبلله.
مایک د لیونارډو له مشرانو زامنو څخه دی. دی په یو هاول کمپنۍ کې ونډې لري. دغه راز د امریکو کمپنۍ د زېرمو د څانګې مالک هم دی.
فوربس مجله وايي چې مایک سږ کال د دې مجلې د ۴۰۰ میلیاردرانو نوملړ ته لاره موندلې ده. د دې مجلې د شمېرو له مخې مایک څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۱ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۳۳ ام میلیاردر دی.
مایک واده کړی، یو اولاد لري او د متحده ایالتو د اریزونا ایالت په پوینیسک سیمه کې ژوند کوي.
مایک یو له نامریي یا پټو میلیاردرانو څخه دی. سره له دې چې نوموړی د توکو د زېرمتونونو هغه د رسنیو خبره امپراطوري لري، خو د ژوند په اړه يې ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په فوربس مجله کې د مایک انځور نه دی خپور شوی او په همیانۍ کې خپور شوی انځور مو د « Bamboo Innovator» په نوم له یوې وېبپاڼې څخه ترلاسه کړی دی.
 دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپور شوی دی