
کله زه شي کله ته شي کله دى شي
دا نازونه د يار کله سړى وړى شي
د بېلتون له سخته غمه سړى گوره
يا ملنگ شي يا شاعر يا لېونى شي
بيا د غره سورى کول ورته اسان وي
چې په زړه باندې سړی سوری سورى شي
کلی کور به سړی پرېږدي لرې لرې
خو ملگرو څوک جانان کله پرېښوى شي
په دې کار کې هېڅ ريا د رشتې نشته
پردى خپل شي خپل په مينه کې پردى شي
دا نړۍ تنکۍ غوټۍ د سره گلاب ده
خو په لاس کې د ساده غريب ازغى شي.
٢٢/٠٦/١٣٨٥
حيدرآباد