د تېلو بادشاهان (۲۰برخه)

لیبیا غواړي چې د دوی دروازې وروټکوي
 
متحدو ایالتونو ته بل زخمي مار او د معاملې مهمه غاړه دا ځل د تهران محمد رضا شاه پهلوي نه بلکې د تېلو مارکېت ته نوی رامخ ته شوی لوبغاړی د لیبیا۳۱ کلن ډګروال معمر قذافي و. د نوي نسل دغه ځوان تازه د شمالي افریقا د سترې او ډېرې پراخې دښتې او ساحلي هېواد لیبیا واک تر لاسه کړی و. د ارمنډ همرز اکسیدینتل پیترولیم کمپنۍ چې د لیبیا په سرت ښار کې چې له مدیترانې سل مایله کې لرې پروت دی فعالیت کاوه، په ۱۹۶۶ کال په اعتصاب لاس پورې کړی و. لیبیا چې د اروپا سویل ته څېرمه په مدیترانه کې نژدې پروت هېواد دی د ۶ کلونو په دننه کې یې تقریبا د خپلو تېلو ۳۰ په سلو کې له بهره واردول. د لیبیا تېلو ته د امریکا په متحدو ایالتونو کې دولت ډېره اړتیا او لېوالتیا درلوده، ځکه چې دغو پیترولو د امریکا د چاپیریال د پاک ساتنې او د سونګ توکو د کارونې له معیارونو سره ډېر اړخ لګاوه.
لیبیا چې ۲ میلیون نفوس یې لاره ۳ ځلې اروپايي فرانسې نیولې او لاندې کړې وه او هره ورځ  یې ۲،۳ میلیون بېرله تېل نړۍ ته استول او ترلاسه کړې پیسې یې د خپل هېواد د وګړو په هوساینې لګولې چې په کې د اوسېدو، روغتیا او زده کړې اسانتیاوې وړیا وې. قذافي ډېر ژر د رادیکاله او قوي عربي مشر په توګه باور تر لاسه کړاو سملاسي یې د پان عربیزم اوپان افریقیزم( ټول عرب او ټول افریقا)، اسلامي بنسټپالنې، انټي صیهونیزم یا صیهونیزم ضد، سوسیالیزم ضد، د امریکا ضد او د کمونیزم پرضد سیاسي مکتبونه او شعارونه قبول کړل او د ټولو له ګډولې یې یوه سیاسي تګلاره رامنځ ته کړه چې هغه پرې ۴۲ کاله لیبیا اداره کړه او د زرغون کتاب په نوم یې یاد کړ چې د لیبیا لپاره یې د اساسي قانون بڼه درلوده. هغه له امریکا سره پر پوځي اساس پخوانی تر سره شوی تړون له منځه یووړ او له لیبیا څخه یې د اېټالوي ټولنو د بهر کېدو لارښوونه وکړه. هغه ان له لیببیا څخه په هدیرو کې د خښو شویو ۲۱ زره هغو اېټالوي سر تیرو د جسدونو د ایستلو امر وکړ چې دلته خښ شوي وو.
هغه د لیبیا له تېلو او سرو زرو څخه تر لاسه کړي پیسې په عربي نړۍ کې له مصر، سوریې او په فلسطین کې د یاسر عرفات له جنګیالیو سره په مرستې لګولې. قذافي په یوه ځل هغه مهال د خپل هېواد لپاره له فرانسې څخه د ۱۱۴ میراج جټ بم غورځونکو الوتکو د اخیستو معامله تر سره کړه. د دغو الوتکو معاملې په شمالي افریقا کې د نظامي زور انډول ته ګواښ پېښ کړ. د قذافي نظامي هڅو، معاملو او راډیکاله تمایلاتو په اسراییلو او تهران کې سختې اندیښنې را وپارولې.
شاه کیسنجر ته خبر داری ورکړ (دغه قذافي یو ریښتینی زړی دی او د خطر د را پېښولو هڅې کوي.)
هغو لوېدیځو کمپنیو چې د لیبیا د تېلو د تولید په برخه کې یې کار کاوه قذافي ور وغوښتلې  او یو نرم هدف یې مخې ته ورته کېښود. په ۱۹۷۰زېږدیز کال کې هغه پر اکسیدینټل پیترولیم کمپنۍ فشار راوړ چې د تېلو بیې په هر بیرل کې په بیساري ډول، ۳۰ سېنټه لوړې کړي. د دغه بدلون په اړه وروسته تر هغه خبرې اترې ترسره شوې چې د لیبیا استازو د امریکا د تېلو د کمپنۍ مشرانو او واکمنو ته د هغوی د رول په اړه روښانه لارښوونې وکړې. هغه خپله تومانچه د یوه خبر داري په توګه  د ټولو په وړاندې د میز پر سر کېښوده او ویې ویل چې په وروستیو کلونو کې د تېلو مارکېټونه څومره بدل شوي دي. دا لومړی ځل وو چې د تېلو سترو کمپنیو هغه اهمیت د لاسه ور کاوو چې پخوا یې درلود او د کوربه دولت د غوښتنو په ګرداب کې را ګیر کېدل. 
کیسنجر په خپلو یاداښتونو کې روښانه کړې چې:« سپینې ماڼۍ داسې فرض کړه چې ګنې دا کومه مالي معامله ده نه د تېلو په مارکېټ کې کوم لوی انقلابي بدلون چې ددغې ستونزې یو لړ ابعاد ژر روښانه نه شول.» په ۱۹۷۰مو کلونو کې د تېلود بیو پورته تلل، د کورنۍ اقتصادي پالیسیو نه شتون، د ملي امنیت په اړه د خبرو، نه کول او یو لړ نور عوامل ښکېل بلل کیږي چې نښې نښانې یې وروسته روښانه شوې.»
د کیسنجر منطق ظاهرا ښه و. په داسې حال کې چې د تېلو په بیو کې انفرادي لوړ والی هغه مهال  داسې ښکارېده چې مناسب لوړوالی دی. په مجموع کې د دغه لوړ والي اغېزې کافي ورانونکې وې او د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۳ کلونو د سپټمبر تر میاشتې پورې د تېلو بیې ۷۲په سلو کې لوړې شوې. هېڅوک دا حقیقت نه شي پټولی چې د تېلو د بیو پورته تللو په ټولو سیاسي، اقتصادي او نړیوالو مسئلو پراخ اغېز درلود. کیسنجر لیکلي چې د امریکا حکومت په لویه کې خپل ځان په دغه لانجه کې عملا ور ګډ نه کړ، خو د ارامکو د شرکت لخوا په خبرو اترو کې د امریکا د حکومت ښکېلتیا او د تېلو له کمپنیو سره د واشنګټن پرلپسې اړیکې وې، خو بل ډول اړیکې وې. کیسنجر په غیر منصفانه ډول د نیکسون د ادارې د بهرنیو چارو په لومړني وزیر ویلیم روجرز نیوکه وکړ چې د تېلو په مارکېټ کې یې د نه ګډون پالیسي پرمخ بیوله.  کیسنجر وايي زموږ د لاس لاندې تګلارې پایله داشوه چې د تېلو د استخراج کمپنۍ خوشې شوې وې چې په خپله معامله تر سره کړي.  کیسنجر ټینګار وکړ چې هغه د روجرز خلاف په زیاتیدونکي ډول د ۱۹۷۳ کال په پسرلي کې د تېلو د تولیدونکو هیوادونو لخوا د غوښتنو د زیاتیدو له اړخه  خبر داری ور کاوو. خو د کیسنجر د تېلیفوني اړیکې په ډاګه شوی متن بیا بل څه وايي. دوی د فرصتونو د له لاسه وتلو یادونه کړې. او په هغو خبر داریو یې سترګې پټې کړي دي چې د تېلو په برخه کې به ور کول کېدل او په ډاګه کړې یې ده چې  امریکا د اقتصاد د سرکړوپي وضیعت څخه د راوتلو ډېرې قیمتي میاشتې له لاسه ورکړې.
 د ۱۹۷۳کال د مې په ۱۵ نیټه ددفاع مرستیال وزیر ویلیم کلیمنټس، د بهرنیو چارو وزیرکیسنجر ته د یوه پیغام په اړه  تېلیفون وکړ  (زه پوهیږم ښاغلی هنري چې تاسو تعجب نه خوښوئ، خو ښاغلیو چارواکو ،لیبیايان کیدی شي همدا اونۍ ، نن او یا کیدی شي سبا په دې کار پیل وکړي اوې په لیبیا کې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخامخ شي .
کیسنجر په ځواب کې ورته وویلې ( یانې څه ؟)
کلیمنټس چې د تېلو په کمپنیو پورې یوپخوانی اړوند کس وو او په دغه برخه کې یې کافي تجربه لرله، د منځني ختیځ له حکومتونو سره یې له خپلو  نژدې اړیکو خوند اخیسته ، وویل چې د لیبیا د تېلو په ملي کیدو، کیدی شي نن خبرې پیل شي . دا چاره به قذافي ډیرپیاوړی کړي او هغه غواړي چې د هیواد په تېلو خپله ولکه زیاته کړي او د عربانو تېل د لویدیځ د ګټو پر ضد وکارول شي .ها خوا په سعودي عربستان د تېلو په برخه کې د لاس وهنو له ړخه خورا زیات له فشار سره مخ و. باچا ملک فیصل پخوا ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد د تېلو منابع به له اسراییلو سره د عربو په لانجه کې د یوې وسلې په توګه نه کاروي. خو زاړه ملک فیصل په سیمه او عربي نړۍ کې ډګر خپل سخت زړي ځوان عربي مشر ډګروال قذافي ته له لاسه ورکړ. د مې د میاشتې په لومړیو کې ملک فیصل د ارامکو د تېلو شرکت لوړ پوړو چارواکو ته خبردارئ ورکړ چې د نیکسون ادارې ته ووايي چې دې مسئلې ته په ډېر جدي ډول وګوري چې هڅه کوي په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات یا راپورته کړي. د امریکا ددفاع مرستیال وزیر کلیمینټ وايي ( سپینه ماڼۍ اړتیا لري چې له یوه منظم پلان سره را مخې ته شي، ځکه زه فکر نه کوم چې اوس دې څوک وکولی شي چې دغې ستونزې ته رسیدنه وکړی شي  او یا دې په دې اړه فکر وکړي چې موږ به دې مسئلې ته څه ډول ځواب وایو.)
کیسنجر ورته وویل:(د ملي کېدو پروګرام ته.)
کلیمینټ وویل: بالکل؛ کېدای شي هلته د کسانو او یا نورشیانو له اړخه څه ستونزې را پېښې شي (ددفاع وزارت په لیبیا کې د هغو ملکي  امریکایانو د ژوند او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري چې هلته کار کوي او هغوی د یرغمل کېدو او یا وژل کېدو له ګواښوونو سره مخ دي.
کیسنجر ورته وویل چې ( زه له تاسو سره موافق یم، هغه څوک چې لا تر اوسه د ستونزې په پراخوالي نه پوهیږي. (تاسو د سفرونو په اړه خبرې ونه کړې، تاسو په دې اړه خبرې وکړې....)
کلیمینټ ځواب ورکړ: ( اوه، دوزخي، نه ،زه  د ۳ میلیارد ډالرو او یا تر دې د زیاتې پانګې په اړه خبرې کوم.)
کیسنجر ور سره ومنله چې بالکل باید یو څه تر سره شي. خو دوه اونۍ وروسته د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کینیت روش په تېلیفون له خپله اړخه خبر داری ورکړ. هغه وویل (ما د هغو ټولو کمپنیو مشران له ځانه سره درلودل چې په لیبیا کې یې تجارت کاو.) دوی په واقیعت کې له لوی چلینج سره مخ و. هغه څه چې لیبیا غوښتل تر سره یې کړي دا دي چې دغه کمپنۍ یو په یو وځپي او په خپلو تېلو له بشپړ کنټرول وروسته په منځني ختیځ کې د میدان یوازینی لوبغاړی شي. رضا شاه ماته وویل چې هغه نه غواړي د تېلو بیې لوړې کړي، خو که موږ ( د امریکا متحده ایالات) کوم عمل تر سره نه کړو ، نو بیا به ایران خامخا یو څه تر سره کوي چې که نور څه نه وي نو کېدای شي د لیبیا ملاتړ وکړي. نو د دغو ټولو کمپنیو مشرانو ماته وویل: موږ غواړو چې یو څه تر سره او په منځني ختیځ کې دغه ناڅاپي خوځښتونه ارام کړو. د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر روش په همدې وختونو کې له تهران څخه را ستون شوی و او هلته یې د ایران له باچا سره په دې اړه خبرې اترې درلودې. د ایران مشر کیسنجر ته احوال ورکړ چې په دې دې ځان پوه کړي چې که قذافي د لیبیا د تېلو بیه پورته کړه، نو ایران به هم دغه لاره خپله کړي او سینټ په سینټ او ډالر په ډالر به د خپلې ګټې د ترلاسه کولو هڅه پیل کړي. دا به داسې وي لکه د کاغذو په فابریکه کې د سیالۍ  پیلېدل چې له کبله به یې د تېلو د بیو سیالي اور واخلي  او د خلیج د تېلو د تولیدونکو ترمنځ به د ډیرو پیسو د تر لاسه کولو سیالي پیل شی. نو د همدې لپاره سر له همدې اوسه باید د امریکا په ملي امنیت  NSCکې د خبرداري زنګونه و کړنګول شي. خو کیسنجر د روشز خبرداری یو خوا کېښود او ډېر اهمیت یې ور نه کړ.
(دخپلو همکارانو خلاف ، هغه په دې پوهیده چې شاه لا دمخه د متحدو ایالتونو د ولسمشر ریچارډ نیکسون اجازه تر لاسه کړې چې دتېلو بیې لوړې کړي . هغه خپلو همکارانو او سیا لانو ته په یوه وینا کې وویلې چې (دوی تل ناسم فکر کاوو او هر کال دوی یوه بله  منظمه پروژه درلوده چې حالات ارام کړي ، خو دوی هیڅکله هم په سمه نه وو روان . )
  د امریکا ولسمشر نیکسون د اګسټ په میاشت کې د روجرز پرځای کیسنجر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه، په داسې حال کې چې نیکسون لا دمخه دا ویلي وو چې کیسنجر د تېلو او اقتصاد په برخه کې لږ مشخص معلومات لري او د کار ډګر یې اقتصاد نه دی، خو مجبوره شو چې دغه وفادار یار ته د بهر نیو چارو د وزارت دنده بیا وسپاري.  پر دې سربېره کیسنجر د ملي امنیت د مشاوریت مهم پوست یا دنده هم له ځانه سره وساتله. ولسمشر نیکسون وویل چې (هنري، د بهرنیوچارو وزارت غواړي او زه داسې احساس کوم چې هغه یې لایق دی او دا به هم درته ووایم چې که هغه ته وزارت ور نه کړم نو هغه به له خپلې دندې استعفا وکړي. نو د واټرګېټ ستونزې ته په کتو زه بل هېڅ انتخاب نه لرم.)
هغه دردناک پړاو چې د نیکسون لپاره د یوې خاطرې په توګه پاته و، هغه د سي. ای. اې له مشرۍ څخه  په تېر نوامبر میاشت کې د ریچارډ هلمس لرې کول وو. کله چې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر الکزاندر هېګ د بهرنیو چارو له وزیر روجرز څخه وغوښتل چې د ولسمشر په خوښه یو کار تر سره کړه او استعفا وکړه، د بهرنیو چارو مهربانه او حلیم وزیر روجرز له ډېرې غوصې وچاودېد. هغه په ډېر تریخ انداز ولسمشر ته په خطاب وویل:(ورځه ولسمشر ته ووایه چې خر در باندې . . . . ) روجرز تمه درلوده چې په ډېره محترمانه لاره او ډول سره له خپلې دندې څنډې ته شي او په تحفه کې ورته په ډېر عزت سره یو تمانجه په قاب کې کېښودل شي. کیسنجر په دې پوهېده چې د نیکسون لپاره د ده مقرري  لږ عملي انتخاب و او هغه د خپلو هیلو او غوښتنې خلاف ګام پورته کړ او داسې اندېښنه یې درلوده چې د ده د دويم ولسمشرۍ په دوره کې به  کیسنجر هغو مره بریالی نه وي چې ده یې د خپلو اقتصادي او تېلو د پلانونو د پرمخ بېولو له کبله په ذهن کې لرل.
ارتر برنز په خپلو یاداښتونو کې لیکلي چې کیسنجر  د بهرنیو چارو په وزارت کې له یو ې ډیرې مهمې مسلې سره د څو ورځو په دننه کې مخامخ شو  اوکله چې هغه په نړیوالو اقتصادي برخو کې د خزانې د وزارت د رول د کمیدو په برخه کې  د مرستې غوښتنه وکړه او داسې فکر یې وکړ چې په دې سره به  د بهرنیو چارو د وزارت رول یا واک زیات شي .  برنز لیکلي  چې ده ویره در لوده  هغه لاره چې کیسنجر د اقتصاد او نړیوالو مالي چارو په برخه کې غوره کړې وه .هغه د غه لاره د یوه تاکتیک په توګه کاروله چې خپلې نمرې پرې لوړې او هغو مشرانو ته پرې سزا ور کړي چې دده په لاره یا مخ کې ودریږي . په یوه ځای او یوه فرصت کې هغه له ښاغلي برنز څخه وپوښتل چې  داسې پلانونه را مخې ته کولی شي چې  فدرالي اداره وکولی شي ( د فرانسې دولت ته اقتصادي کړکیچونه پیښ کړي؟ ) په دې برخه کې د امریکې متحده ایالات څه کار کولی شي  او یا فدرالي اداره په یوازې څه کولی شي چې د فرانسې دولت لپاره اقتصادي ستونزې جوړ ې کړي ؟) برنز د ښاغلي کیسنجر په دې وړاندیز سره ټکان وخوړ چې د امریکې د متحدو ایالتونو اداره دې دخپل یوه مهم سوداګریز ملګري  او مهم متحد د اقتصاد د بې ثباته کولو په لټه کې وي . ولسمشر وویل:( هنري هغه مهال د یوه لیوني په توګه زما زړه  او زما دماغ را وچاود، بالکل همداسې ،هغه د واک د تر لاسه کولو او لرلو ډیر لیواله وو ، هغه د نیکسون او هیلډمنز ښه ګوډاګۍ وو او یا کیدی شي د هغوی یو استاد؟  هغه څومره ظالمانه فکر کاوو ).