
v خو،دبن لادن په اړه مشهوره وه،چې سخي او میلمه پاله و؟
v په دې ناسته کې یې موږ ته یوازې چای راکړ او موږ له ډېرلرې ځایه دده لیدو ته ورغلي و او په لار کې په تکلیف شوي وو. دبیرته تګ پرمهال به ځوانانو دبن لادن پر میلمه پالنه ملنډې وهلی ( ځوانانو مه خپه کیږئ ، بن لادن دحضرموت دی ، خو مصریانو محاصره کړې دی ).
v دمصریانو په اړه ولې دومره بد ګومان ؟
v زه بدګومانه ، نه یم ، خو په افغانستان کې له القاعدې سره مصري ځوانان دباور وړ نه وو ، خو په بوسنیا کې بیا دوی (مصریان) له هر ډول درناوي څخه برخمن وو .
v دمصریانو په اړه ولې دا ویش ؟ دوی ټول دیو فکر او یو دریځ ملاتړي دي ؟
v په بوسینا کې شته مصریان د(الجماعة الاسلامیة ) غړي وو دوی ډیری داسوان ، اسیوط ولایتونو وو د دوی دود او چلندکوچیانو ته نږدې و له نورو عربانو سره یې دومره توپير نه کېده ، خو دالجماعة الاسلامیة دپلازمینې القاهرې غړي لکه ایمن الظواهري ، ابو حفص المصري ،چې له بن لادن څخه راتاوو بل ډول و دوی سخت دریځه و دوی به یې ( دامبابې ډله ) بلل ( امبابة په پلازمینه القاهرة کې یوه وروسته پاتې سیمه ده ارجل او ګډوډخلک په کې اوسیږي . ژ) دوی دبوسنیا دجنګیالیو په څېر غیرتي او باعزته کرکتر نه درلوده .
v په افغانستان کې دنظامی مرکزونو وضعیت څنګه و ؟
v سخت له کړاو او رنځه ډک ژوند و ، موږ به دخټو په کورونو کې اوسیدو ، پر ځمکه به بیده کېدو ، تشنابونه له مرکز څخه لرې و دغره په څنډه کې به یې کوډلې ته ورته یو څه جوړ کړي و دا تشناب و . ډیری مرکزونو داوبو څاګانو ، دبرېښنا بندونو ته نږدې پراته و . نظامي مرکزونو کې فعالیتونه دقرانکریم او دیني زده کړو نیولو تر نظامي هغو پورې و ، سپورت هم و . ماښام به مو سیاسي فلمونه لکه دانورالسادات ترور ، دکوبايي توغندیو ستونزه لیدل . غرمنۍ مو دال او وریجې وي ، سهارنۍ مو بوره ، شین چای او حلوا وه ، خو به ابو خباب نظامي مرکز کې بیا وضعیت یو څه ښه و هلته خوراک ښه و مکروني ، کبان ، شیدې پیدا کېدې موږ له کیمیايي موادو سره سروکار درلود باید ډېر پروټین مو خوړلې وای .
v ستاسې خپلمنځی ژوند او اړیکې څنګه وې ؟
v موږ خپل وخت پر روزنه او جګړې تېروه .
v دچا پر ضد جګړه ؟
v داحمدشاه مسعود پر ضد ، په مزار شریف کې د عبدالرشید دوستم پر ضد دا پخوانی کمونست جنرال و او په ورته وخت کې مو له افغانستان بهر دعملیاتو په اړه روزنه تر لاسه کوله .
v که دخپل ټولنیز ژوند په اړه یو څه ووایئ ؟
v کوم ټولنیز ژوند ؟ زموږ ډیری ملګري مجرد وو ، خو دالقاعدې مشرانو به د افغاني او پاکستاني قبایلو ښځو سره ودونه کول .
v ستاسې خپلمنځي اړیکې څنګه وې ؟
v زموږ خپل منځنۍ اړیکې د اسم کنیې پر اساس وې لکه (ابو دجانة ) یا (فداء الدین ) هر چا به ځانته خپل نوم او مستعارنوم ټاکه ، هر نوي مرکز ته به،چې ورتلې دا غوره وه،چې ځانته نوې نوم غوره کړئ ،چې اصلي نوم او د دندې ماهیت مو رسوا نه شي ځکه دا ویره وه،چې دالقاعدې ځینې غړي او فعالیت څارل کیږي .
v ایا تاسې تلویزون لیده ؟
v نه ، خو رادیو مو درلوده، موږ به دالکویت رادیو اوریده او دا زموږ دخوښې هغه وه ځکه خبرونه یې یو څه هر اړخیز و پردې سربېره BBC مو هم اوریده. یو ځوان د( زینې او مار) په نوم نوې لوبه کشف کړې وه او دا یې دجلال اباد له مرکز څخه راوړې وه دا لوبه نو د ټولو لپاره زړه پورې ساتیري وه هر وخت به ځوانان لګیا و دا لوبه به یې کوله . یوه ورځ زموږ روزونکی ناڅاپي راننوت او موږ پر لوبه اخته و زیاته یې کړه ( امریکا له تاسې ډاریږي ... که چیرې اوس راشي او دا وضعیت وګوري وايي به ،چې القاعده هسې ټوکه ده ... ).
v دالقاعدې مشران په ځانګړې توګه بن لادن به څه شي ډېر په غوسه کاوه ؟
v داسې ټاکلي څه نه و ، خو احمدشاه مسعود به القاعده راپاروله کله به یې غوسه کړه هماغه و،چې په پای کې یې ځان ترې خلاص کړ .
v ایا دا دالقاعدې لپاره مهمه وه،چې دعامو خلکو ترمنځ یې دمحبوبیت کچه ښکته پورته کېده؟
v نه دا ورته هیڅ مهمه نه وه ، ځکه دوی به دا حدیث د دلیل په توګه یادوه ( چا ،چې دخلکو خوښه دالله په غوسه کولو تر لاسه کړه الله عزوجل او خلک به ورته په غوسه وي او چا الله عزوجل خوښه او رضا دخلکو په غوسه کولو تر لاسه کړه الله عزوجل او خلک به دواړه ورڅخه راضي او خوښ وي ) دوی به ویل : لومړی به الله راضي کړو دویم خلک .
v دا وخت مو هلته څه کول ؟
v په روزنیرو کورسونو کې مې ځان شامل کړ ، خو له چاپیریال سره مې طبیعت نه لګیده. دطالبانو واکمني ، کورني کشمکشونه ، دنظامي مرکزونو او جهادي ډلو ډېرښت اړ ویستم ،چې دافغانستان دپرېښودو په اړه سوچ وکړم . دا مهال مې د خپل پخواني ملګري ابو الفاروق الکویتي بلنه تر لاسه کړه ،چې پلبین ته ورشم . ابو الفاروق مې په 1995 ز کې په بوسینا کې پیژندلی و نوموړی په 2006 ز دعراق په (البصرة ) کې له برتانوي سره په جګړه کې ووژل شو . نوموړي له ما څخه وغوښتل،چې په پلبین کې ورسره جهاد پیل کړم هغه له ما څخه دوه میاشتې وړاندې د 1996 په وروستیو شپو کې ورغلی و. دلیک له لارې راته ویلي و،چې نوموړي په پلبین کې دعرب جنګیالیو جبهه جوړه کړې ده ، رښتیاهم د 1996 ز په پای کې زه او خالد الحاج دواړه ورغلو او له (جبهة تحریر مورو الاسلامیة ) سره یو ځای شو هغه مهال یې مشر الشیخ سلامات هاشم و .
په پلبین کې مو له عبدالناصر نوح سره ولیدل نوموړی دجبهې دعامه اړیکو مسوول و بیا دده په ملګرتیا (مندناوو) ټاپو ته ولاړو هلته احمد دولي زموږ انتظار ویست دا هم ددی جبهې مخکښ مشر و، په مصر او سعودي کې یې ژوند تېر کړې و.
دجبهې مرکزونه دغرونو ترمنځ و موږ دموټر سایکلونو پر وسیله ولیږدول شوو هلته مو (الحاج مراد ابراهیم ) دجبهې مرستیال ولیده زموږ یې تود هرکلی و کړ . د الصدیق جبهې او مرکز ته ورسیدو سلامات هاشم هم دلته میشت و . لومړنی عرب ،چې موږ سره ولیدل هغه ډاکتر ابو مریم المصري و، هاشم سلامات دملا امام دنده هم ترسره کوله .
دعرب جنګیالیو جبهې ته رسیدو په موخه موږ اړ وو،چې نږدې 1000 متره لوړ غره ته پورته شو دا نو له ګواښه ډک او سخت سفر و،چې دځنګله په منځ کې مو وکړ دلته مې داسې حېوانات ولیده ،چې پخوا مې هیچیرې نه و لیدلي دا نو دطبیعت پر ضد جهاد و . زه له غڼو او مارانو څخه ډاریږم موږ له هغو چینچیو سره لاس وګریوان و،چې په ځنګله کې یې دتګ پرمهال زموږ له پښو وینه زبېښله . له دې هم دګواښ خبره دا وه،چې یو ډول چینچي و،چې دانسان په بدن کې له ځانګړو ځایونو څخه یې وینه زبېښله او سړی به له 10 – 12 ساعتو پورې ړندوه .
څو ځلې داسې مهال له خوبه رابیدار شوم ،چې دا چینچی مې پر مخ روان دی یو ځل خو نږدې وه،چې سترګې ته مې ننوځي .
v له جګړو ، نښتو ، استخباراتي فعالیت څخه نه ډاریدې ، خو له غڼو څخه ډاریږې ؟
v هو دا دبشر طبیعت دی ، له اوږد سفر څخه وروسته دغره سر ته ورسیدوهلته دعرب جنګیالیو مرکز و دا دیوې شنې ساحې په منځ کې و ، مرکز پر یوې لوړې غونډې جوړ شوې و،چې له مارانو او لمده بل څخه لرې وي ، دولیبال میدان مو تر سترګو شو ،چې دعربانو دشتون شاهدي یې ویله . په مرکز کې دعربي قهوې بوی هم و . دلته دعرب جنګیالیو شمېر 21 کسه،چې زموږ له یوځای کېدو سره 23شو. ملګری الفاروق له ما څخه غوښتي و،چې له ځان سره ځینې شیان لکه هیل ،وړه ، خرما ورته واخلم . کله مې ،چې دخرما پاکټ پرانېست ځینې جنګیالي پورته شول او دشکر سجده یې وکړه .
v دا جنګیالي دکومو هېوادو وو ؟
v له استثناء پرته ټول حاضر جنګیالي دخلیجي هېوادو و سعودي عربستان ، کویټ او قطر و . وروسته پوه شوم ،چې دا جګړه دبوسنیا دجګړې په څېر نه وه ، بلکې هیڅ خونړۍ هغه نه وه ، دجګړې اړخونه د جبهة تحریر مورو الاسلامیة او دفلبین پوځ و دواړو خواوو دجګړې لېوالتیا نه درلوده ، بلکې له جګړې او وسلې یې دسیاسي فشار دوسیلې کار اخیست ، چې دیته جهاد نه شي ویل کېدای موږ یې نهیلي کړو ، خو موږ یې مخالفت نه کاوه ځکه دمسلمانانو په ګټه وه او ځینې امتیازات یې تر لاسه کول . په پلبین کې زموږ دشتون یوه ګټه دا هم وه،چې دامریکايي وسلو کارونه مو زده کړه په پلبین کې ټوله وسله امریکايۍ ده . دا نو د روزنې لپاره ښه زمینه وه ، امریکايي وسله سپکه او باریکه ده ، خو ډېر باور پرې نه شي کېدای ځکه ډیری وخت به بندیده دا مالومات هم راته وشول، چې روسۍ وسله بیا ډېره باکیفیته ده . په پلبین کې مې اته میاشتې تېرې کړې دلته مې دځنګلونو جګړه ، ګزمې، دپلونو جوړونه زده کړل او دسیمې خلکو ته مې یو څه عربي ور زده کړه .