دجاپان دپرمختګ  لس لاملونه

 
-         په جاپان کې له لومړي ښوونځي تر شپږم  هغه پورې  د( اخلاقو لار ) په نوم  مضمون لوستل کیږي  ، شاګردان  اخلاق  ا ودا زده کوي ،چې له خلکو سره څه ډول  چلند وکړي .
-         په جاپان کې له لومړي ټولګي تر درېیم هغه پورې  ناکامي نشته ځکه موخه  روزنه ،  دارزښتونو ور زده کول ، شخصیت جوړول  دي ، نه  ښوونه  او تدریس .
-         جاپانیان  دنړۍ په کچه  بډایه اوشتمن خلک دي ، خو دوی په کورونو کې  خادم او مزدور نه لري ، موروپلار د کور او اولاد د روزنې او ساتنې مسوول دي .
-         جاپاني ماشوم هره ورځ  له خپلو ښوونکو سره یو ځای دپنځلسو دقیقو لپاره  خپل ښوونځي پاکوي  همدا لامل دی ، چې  په جاپان کې یو خاکساره او پاک نسل راڅرګند شو .
-         جاپاني شاګردان هره ورځ  ښوونځي ته له ځان سره دغاښونو برس  ،چې له  خوراک وروسته  خپل غاښونه  پریمنځي  دلته موخه داده ،چې شاګرد له کوچنیتوبه د روغتیا دساتنې  هنر زده کړي .
-         په جاپان کې دښوونځیو مدیران  له شاګردانو نیم ساعت  وړاندې  هغه خواړه خوري  ،چې شاګردانو ته وړاندې کیږي  دوی دخوړو کیفیت  ځانته  معلوموي ،چې خراب نه وي  ځکه  دوی کوچنیانو ته دجاپان دګاندې ( راتلونکې ) په سترګه ګوري  باید ښه وساتل شي .
-         په جاپان کې  دنظافت  کارمند ته  د( روغتیا انجینر ) وايي  او دمیاشتې له 8000-5000 ډالر معاش تر لاسه کوي  او له ګومارنۍ وړاندې  ورڅخه ازموینه اخستل کیږي .
-         په  اورګاډو ، خوړنځایونو ، بندځایونو کې  جاپانیان  ګرځنده ټیلفون نه کاروي  ، دغلي / slient پر ځای د( اخلاق ) کلیمه لیکل شوې وي .
-         کله ،چې په جاپان کې کوم رستورانت / خوړنځای  ته ولاړ شي  وبه ګورئ ،چې جاپانی دخپلې اړتیا وړ خواړه رااخلي  او هیڅوک په خپل  قاب کې هیڅ نه پریږدي .
-         په جاپان کې  داورګاډو د ناوخته کېدو کلنۍ کچه 7 ثانیې ده په بله مانا  په یو کال  اورګادي 7 ثانیې ناوخته کیږي  دا ددی  ښکاروندی کوي ،چې  جاپانیان د وخت  ډېر درناوي کوي او هر څه په ثانیه شمیري .