ولې پردي جنګونه په افغانستان کې روان دي؟

 
 
افعانستان هغه هیواد دی، چې د پیدایښت له وختو تر اوسه په جګړه کې اخته دی، ځکه د نړۍ په داسې حساسه نقطه کې یې ځای نیولی، چې په ارامۍ سره یې سیمه او ټوله اسیا ارامه وي او له نا ارامۍ سره یې اسیا ناارامه وي. د لوړو قدرتونو له خوا یې جنوبی او ختیځې سیمې داسې طرحه شوې، چې دا هیواد په دوامداره توګه نا امنه وي، تر څو دنړۍ د سترو قدرتونو د لوبو میدان وي.
څرنګه چې افغانستان د آسیا زړه دی خورا لرغونی تمدن او غني فرهنګ لري او د د منځني ختیځ او هند نیمې وچې تجارتی لار بلل شوې ده، نو په دې توګه د ګاونډیو هیوادو لپاره هم دغه سیمه مهمه ده او سترو سترو زبر ځواکو او دیکتاتورانو په دې ځای یرغلونه کړي، ولی پښتانه په عنعنوی توګه د دغه داړه مارو او یرغلګرو په مقابلی کې دریدلي او د خپل وطن دفاع یي کړې ده.
دوه نیم زره کاله د مخه یعنې په (۶۰۰ق م)کې عربو د هخامنشیانو په وخت کې چې بین النهرین او مصر د ایران یوه برخه ګرځیدلې وه په باختریانو هم حمله وکړه او باختریانو شپږ کاله د دوی په مقابلی کې وجنګیدل څو کوروش په همدغو جګړو کې و وژل شو.
دوه سوه کاله وروسته یعنې (۴۰۰ق م)کې اسکندر مقدوني د هخامنشیانو ته خاتمه ورکړه او ایران او کوچنۍ اسیا یي په څلورو کالو کي ونیول، ولې په افغانستان کې سره د دې چې کوم مرکزي حکومت موجود نه و بیا هم اسکندر د وسله وال پاڅون سره مخامخ شو.
په اوومه عیسوی پیړۍ کې عرب (۱۲)کالو جګړو نه وروسته د ایران له لاری بیرته د افغانانو سره مخامخ شول او په افغانستان یی حمله وکړه؛ دا هغه لښکر و، چې د جیثرالتوابي یا د طاووس په لښکرو سره یادیده او ماتې یي وخوړه او زیاتره یې پر دغه خاوره کې ووژل شول.
په (۱۳م) پیړې کې د مغلي چنګیز د دوه سوه زرو لښکرو حمله په افغانستان باندې، سره د دومره ظلمونو او کړاوونو افغانستان په دی وخت کې کوم مرکزي حکومت نه و، خو خلکو ملي قیام وکړ او د چنګیزیانو زیاتره قوماندانان او سر لښکریان يې ووژل او چنګیزیان په تیښته بریالي شول.
په (۱۴م)پیړۍ کې امیر تیمورګرګاني د خپل لښکر سره پر افغانستان هجوم راووړ او د افغانستان خلکو په بلخ، بدخشان، کابل، هرات، سیستان او کندهار کې نږدی لس کاله د دغه وحشت په مقابلی کې وجنګیدل او هر ښار په جلا توګه خپل مقاومت او دریځ ښودلی دی، تر (۱۶-۱۸م)پیړۍ پورې افغانستان د ختیځ له خوا د هندی بابریانو او د لویدیځ له خوا د ایراني صفویانو او د شمال له خوا د ماورالنهر د ازبکو له خوا په پرله پسې توګه په ارامه نه دی پاتې شوی او د پیر روښان اورمړ او د هغه اولادې (۱۲۰)کاله د هندی ګورګانیانو په مقابلی کې د آزادۍ لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزې کړې دي.
په (۱۸)پیړۍ کې د افغانستان په جنوبی او غرنیو سیمو کې د خلکو مبارزې د ایران د صفویانو د اقتدار په مقابل کې جاري شوې، چې د میرویس خان نیکه مبارزې د ګورګین وژل او د ایران نیول و. په (۱۹م)پیړۍ کې د انګریزانو د سیاسي جګړې په نتیجه کې په مرکزي آسیا باندې بری موندلی و، د پښتون د مبارزې او ملي جنبشونو په مقابل کې یې په ټول ملک کې ماتی وخوړه.
د (۱۹۷۹) کال د ډسمبر میاشت کې د روسانو یرغل پر افغانستان باندې او بیا د افغان مجاهد ولس د ملي او فکرمندو مبارزو او مجاهدو له کبله بیرته وشړل، ددغه بدمرغه جګړې له اورو او پاتې بدبختیو څخه لا خلاص نه وو، چې بیا هم یو بل پلان شوی جنګ په کال (۲۰۰۱)کې د تروریزم تر نامه لاندې پیل شو، خو ددغې جګړې بدمرغې هم زیاتې دي، جګړه د تروریزم سره د مبارزې تر نامه لاندې پیل شوه، خووروسته یې بڼه بدله معلومه شوه، په حقیقت کې جګړې کې ناولې لاسونه موجود وو، دا ناولي لاسونه د ځینو هیوادونو له خوا د انرژۍ تر لاسه کول و او د خپلو شومو اهدافو او اعمالو د تر سره کولو لپاره یې د پښتون غیرتی قوم ته د دهشتګر خطاب وکړ، ځکه دوی ته له پخوا دا جوته وه چې پر دی خاوره اکسریت قوم پښتون دي او دا قوم همیشه د خپل وطن، ناموس او دین څخه په زغرده دفاع کړي او زیاتره یرغلګرو ککرۍ یې په دې سپیڅلې خاروه کې خاورو لاندې کړي.
د مجاهدینو او طالبانو او په سیمه کې د نورو سخت دریځو ډول ټپلو پیدایښت هم د آمریکا او انګلیس سیاسی، استخبارتی سرمایه ګزاری ده، تر څو په افغان خاوره کې نفاق رامنځته کړي، دوی په خپله طرحې سره تر زیاتې اندازې طالبان پښتنو ته منسوب کړل، دوی نورو قومونو او نړۍ ته داسې معلومه کړه، چې طالبان پښتانه دي، چې کله هم د نړۍ پرمختګ نه شي هظم کولی، په دغې پلمه یې پښتو شمله ور قوم د نړۍ په ټولو ملتونو کې د تور او بدرنګه قوم په توګه وښودل.
نن ورځ د افغانستان په هغه سیمو کې چې پښتانه ژوند کوي جنګ روان دی، له جنوبه نیولې بیا ان تر شماله په هر سیمه هره دره او هر کلي چې پښتانه اوسيږي، هلته ناامني او تشدد حاکم دی، په کومو ولایتونو کې چې پښتانه اوسیږي د مخدره توکو تولیدوونکي دي. په مخدره توکو کې یوازې افغانان لاس نه لري، بلکې یوازې افغانان یې نامبدي وړي، اصلي ګټه د سیمې او نړۍ مافیايي کړۍ کوي، دغه مواد (۵٪) د پاکستان له لارې (۳۰٪) د ایران له لارې او (۴۵٪)د تاجکستان او ازبکستان له لارې نړۍ ته قاچاق کېږی، چې هر کال څلور سوه میلیونه ډالر د قاچاقبران او د افغانستان مسلح مخالفینو ته ترې پر لاس ورځي؛ کوم چې د پاکستان په پوځي اډو کې تربیه کېږی او د ( سي ای اې ) له خوا تمویلیږي. همدارنګه د اداري فساد او کوکناري فساد ملګرتوب هم د انګلیس او امریکا تر رهبری لاندی ترسره کېږی.
د بُن د لومړي کنفرانس له برکته د دولت د درې ګونه قواوو کې قوماندانان، ټوپکمار،داړه مار، رشوت خواره،جنایتکاران او فاسد خلک په نظام کې د واک او قدرت څښتنان شول، تر څو لوی قوتونه له دوی څخه په ګټه اخیستو سره خپله استخباراتي جګړه په افغانستان روانه وساتي.
تاسی هره ورځ اورئ او ګورئ چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدانیږي، په کورونو باندې یې درانه بمونه غورځول کېږی، د شپی له خوا د غلو په څیر په کورونو ور اوړی او ښخې او ماشومان یې شهیدانوي او سبا په ډیره سپین سترګۍ اعلانوي چې په دغې سیمه کې مو دومره دهشتګر ووژل، د فضايي مصوونیت مساله یې اوس رامنځته کړې چې لا هم دغه ځواکونه په عامو سیمو باندې خپلو بریدونو ته قانوني لار پیدا کړي.