د تېلو بادشاهان (۱۹برخه)

 
څلورم فصل
بېړنۍ اړیکې
 
 
(دا  د امریکا بیکاري ده او یا ممکن د امریکا اهمیت دی چې موږ ټول یې په دغه ډول لانجه یا مسئله کې پرې ایښي یو.)
شاه ۱۹۷۳
 
ایا موږ نشو کولی چې یو شیخ لرې کړو چې وښیو چې موږ دا کار کولی شو؟
هنري کیسنجر ۱۹۷۳


 
موږ دلته یو چې تېل تر لاسه کړو
په هر عادي اګسټ میاشت کې به د سویلي کلیفورنیا د موجاو دښته د حرارت د درجې د دری رقمي عدد پټ  او ارام پنډغالی و چې بې ثمره له شګو او ریګونو ډکه دښته  به یې په اېشېدو پخوله. (په دې مانا چې د تودوخې د فارنهایټ درجه به له سلو اوښته). خود ۱۹۷۳ کال په اګست د عادي اګست تعریف صدق نه کوي. په واشنګټن کې د سیاسي بېحالۍ، په بیساري ډول د تېلو د مارکېټونو سختېدل او په منځني ختیځ کې د جګړې اوازو ټولو یوه او بل ته لاسونه سره ورکړل او د سویلي کلیفورنیا په توده اېشېدلې سپېره دښته کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو د تر ټولو ستر جګړه ییز روزنیز ماموریت پیل ته لاره هواره کړه او په لومړي ځل دغلته په دومره زیاته کچه سمندري ځواکونو تمرینات تر سره کول. د ۲ اونیو لپاره  د کلیفورنیا د (موجوا) په دښته د دوړو  او ګردونو، تورې وریځې د تن په تن او ډله ییزې جګړې د مهارتونو او تجربو د شریکولو لپاره د  زرګونو ځونانواو زرګونو زغره والو ګاډو د اخ او ډب له کبله را پورته شوې وې.  شاوخوا سپېرو غونډیو کې د توپونو، مشینګڼو او هاوانونو د ډمب او ډومب غږونو انګازې کولې. د سرتېرو او ځمکنیو ځواکونو د پاسه جټ جنګي الوتکو تورې وریځې لټ په لټ کولې او غوږ چاودونکو غږونو یې د موجوا په دښته نوی محشر جوړ کړی و،   کوبرا او شینوک هلي چورلکو د شګو پر غونډیو بریدونو کول  او له پاسه یې پرې پلنګي پړانګان را خوشې کول. له دویمې نړیوالې جګړې د تیز جنګ تصویر په کې د تخنیک نوي والي ورکاوه.
په دې کې ډېر شک نه و چې دا ټول د څه لپاره تر سره کېدل. په رسمي ډول هېڅ ورته والی د الکالي کنیون د سیمې(د تمرینونو درې) او د منځني ختیځ د عملیاتو تر منځ نه و. دا خبره د۲۹ غونډ د نظامي مانورو او پوځي  عملیاتو د لیدنې لپاره یوې ډلې بېول شویو ملکي ننداره کونکو وکړه. د سمندري ځواکونو لخوا دغه تمرینونه د موجوا دښتې په څه باندې ۹۳۲ میل مربع سیمه کې روان وو. سره له دې چې ډېرو سرتېرو ته د منځني ختیځ د دښتي سیاست، هلته د خدمت او یرغل په اړه  تدریس او ویناوې کېدې. (ډېرو سرتېرو خاکي  ډوله دریشۍ چې سور رنګه ټاپې، رنګونه او داغونه یې لکه د لیبیا د پوځ په څېر لرل، اغوستې وو. هېچا داسې فکرنه کاوه چې د عربو په اړه به خبرې کیږي. لکه چې یوه سرتیري په ډېرې لېوالتیا په دغه مسئله شونډې تاو را تاو کړې. ( دوی موږ ته وویل چې د سیاسي موضوعاتو په اړه هېڅ مه وایاست.) یوه بل سرتیري وویل( موږ  د اسراییلو په اړه ټکی خبرې هم نه شوای کولی او نه مو یادولای شوه.) پنتاګون په نړې کې د هر ملکي دولت د لاندې کولو یا پرې د برید کولو لپاره ډېر منظم کمپیوتري یا حساب کړی شوی پلان لري. منځني ختیځ د تېلو ښکاره زېرمه ده او موږ به ډېر احمقان وو که تیاري ورته ونه لرو).
د سویل ختیځې اسیا په ځنګلونوکې له سخت خونړي جګړییز ماموریت او پېچلو عملیاتو ۷ میاشتې وروسته او له ایران سره  پر دې هوکړې له موافقې۴ اونۍ وروسته چې په ګډه به په سعودي عربستان او کوېټ په بېړني ډول برید کوي د نیکسون اداره په دې راضي شوه چې د منځني ختیځ په تودو له رېګو او شګو ډکو دښتو برید وکړي. د الکالي کنیون په ۷۳ نمبر تمرینونو کې ۵ زره سمندري ځواکونو په منظم ډول برخه درلوده او څلور زره نورو احتیاطي سرتېرو په ۲ مخالفو خواوو کې یوه او بل ته مخامخ مورچو کې پراته وو. اته سوه نورو سمندري سرتېرو ته لارښوونه وشوه چې سوېل ته د تلو لپاره په کښتیو کې پورته شي. سره له دې چې د ټولې جګړې، هر اړخ او احتمالي پایلې په کمپیوټرونو کې په ښه او پرمختللي ډول کښل شوې او پروګرام شوې وې. هر څه په ډېره بېړه تیار شوي وو. سره له دې چې د وېتنام د جګړې احتیاطي سرتېرو ته روښانه شوې وه چې د وېتنام جګړې په پای ته رسېدو سره به دوی خپل ترخیصونه لاسلیک او له پوځ څخه به رسمي خلاص او خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو ښکارېده چې نوي ماموریت ته تیاریږي. د اوهایو ایالت یوه سرتیري  اکرون ویلیم ویلیي په شخصي توګه وویل چې (زه کولای شم د دغو ټولو عملیاتو په اړه  خپل نظر په ۲ کلیمو کې درته ووایم:«اېف. اېټ » په پښتو یې ما نا داسې ده چې ( کېدای شي، همداسې وي).
احتیاط سرتیري داسې برېښیدل چې نويو تمرینونو او ماموریت ته  ډېر لېواله نه وو او غوښتل یې چې د ټوپکونو پر ځای ورته د دوی د خمار ژېړ رنګه بوتلونه ور ورسیږي. خو دوی بیا  د شرابو او الوکلي مشروباتو له کارتنونو سره یو ځای خپلو خیمو ته ستانه شول چې پوځي تمرین ته ځانونه چمتو کړي. په دغه صحرا کې له سرتېرو سره اشتباه زیاتېده او ټول مېشت کسان د ګرمۍ له کبله ضعیفه شوي وو. د برېتانيا د شاهي سمندري ځواکونویو افسر کپټان ډونکن کریستي میلر په یوه مقاله کې د جګړې د تیاریو او روان وضیعت په اړه په خپله خیمه کې په اروپا کې د یخمالک په اړه لیکلي وو چې « فکر وکړئ چې زموږ ډلګۍ تېره شپه د ټانکونو په جګړه کې ښکېله وه، خو ځینو هېر شوي وو چې ټانکونه جګړې ته را مخې ته کړي» یوه بل نظامي افسر باب موسمن له پیټسبور څخه پوښتنه وکړه(داسې تصور کولی شئ چې د هوګنز اتلان، د اېف سرتیري  او د اېم. اې. اېس. اېچ ځواکونه ټول سره یو ځای وي؟)
موږ دغه ټول یوځای سره ولیدل. ډګروال ریچارډ چې د دغو تمرینونو مشر و، پوه شو چې د هغه له خبرېدو پرته د هغه تېلیګراف خپور شوی. عصاب  یې له لاسه ورکړل او پر مشرانو یې فشار  راوړ چې د هوايي برید په راغوښتنه کې لږ ځند را ولي. ډینس په چغو شو« اوه خدایه : دا خو جګړه ده. څه خبره ده؟ ولې دا خبره څوک جدي نه ګڼي؟» یو له دغو کسانو څخه جورج انډرسون و. هغه د خپل ټانک سر ته را وخت  چې خپل ځواکونه سر سمبال او تیار کړي. انډرسون په دوی غږ وکړ چې ځانونه په ټولو وسلو سمبال کړئ. « راځئ ملګرو چې له دغه ځایه بهر شو او خپل تمرین ترسره کړو تر هغه وروسته به موږ د دې وړ شو چې تېل ونیسو او یا د تېلو بډایه سیمې تر خپل کنترول لاندې راولو.»