د پښتنو تناظر په پاک ولسي تړون کې

دا لنډه ليکنه په پېښور کې د پاک افغان ولسي تړون له خوا د افغان کلتور نړيوالې ورځې له نمانځغونډې څخه زما انګېرنه ده:
ما اوریدلي و، چې د پولې ها خوا او دېخوا پښتانه یوازې د ژبې او خټې (ټبر) ګډ مشترکات لري،او کوم ګډ احساس یې تر منځ موجود نه دی او مفکورې یې هم بېلې دي. خو پاک افغان ولسي تړون راته دا څرګنده کړه چې د دواړو خواوو  پښتانه، متناظره پښتانه دي. د دواړ طرفو احساسات او مفکورې یو شان وې. ما خپل لید لوری د پښتونخوا د یوې پیغلې په لیدلوري کې ولیده، هغې هم زما په څېر له افغاني جامو سره ډیره مینه درلوده. ما ولیدل چې د یو سواتي ځوان احساسات زما ورور ته ورته  ول،هغوی دواړو د (اې زما وطنه د لالونو خزانې زما) ترانې ته په ګډا او جذبو راتلل؛ زما تر نظر اتڼونه راغلل چې لر او بر پکې ګډ وو، دوی د یو کلک او نه بېلېدونکي زنځیر  په څیر ښکارېدل او د پښتون ولس سمبول یې جوړ کړی و. نچوړ د خبرې: دا چې ما دا وه انګیرله او دا احساس مې پیدا کړ چې د دواړو خواوو  پښتانه  د افغانستان يوه وجود دوې متناظرې برخې دي، سترګه په سترګه ، غوږ په غوږ او لاس په لاس  سره يوشان دي او هیڅ توپير پکې  وجود نه  لري. دا خلک بېلېدی هم نشي ځکه هره هستي متناظره  وي او هره نا متناظر وجود مړ وي.                                                              
لیکواله :لیمه نیازۍ