داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(8)

v     دا مالومات کره دي ؟
v     زه باوري یم ،چې دا کره دي ، خو احمدشاه مسعود اړ و زه فکر نه کوم ،چې هغه به دومره بد سړی و .
v     ځینې راپورونه وايي مسعود له ایران سره اړیکې درلودې ؟
v     نه ، دا سمه  نه ده  ، هغه له فرانسویانو سره ښې اړیکې درلودې  مسعود په افغانستان کې په فرانسوي ښوونځي کې زده کړې کړې وې ، فرانسویانو ورسره دوسلو او پیسو مرسته کوله  ددې ترڅنګ یې له برتانویانواو روسانو  سره  هم اړیکې درلودې  ځکه  ده له طالبانو سره جګړه کوله .
v     داحمدشاه مسعود د ترور په اړه  مفصل مالومات لرئ ؟
v     دطالبانو له خبرولو پرته القاعدې ترور کړ ، القاعدې دوه تنه ځوانان،چې دالمغرب و دخبریالانو په نوم  وراستولي و او چاودیدونکي توکي یې په کامره کې ځای پر ځای کړي وو. دا دواړه ځوانان له موږ سره په  (..... ) نظامي مرکز کې و القاعدې ځکه طالبان خبر نه کړل  دوی پردې باور و دنورو خبرولو د تېروتنې په مانا دي .
v     تاسې دامهال   دالقاعدې غړیتوب تر لاسه کړې او له بن لادن سره مو بیعت  کړې و؟ 
v     نه ،  زه هغه مهال  دالقاعدې غړی  نه وم  او نه مې ورسره بیعت کړې و، خو بن لادن  مې لیدلی و ناسته مې ورسره شوې وه .1996 ز په  اګسټ کې  دابو روضة نظامي مرکز یو ملګري ،چې دتبوک و  راڅخه وغوښتل ،چې دمولوي خالص سیمې ته  دبن لادن  لیدو ته ورشو ما ورسره ومنله  موږ څوارلس کسه و ، هلته ،چې ورسیدو له بن لادن څخه مصري ځوانان راچاپېره و  له دې وروسته موږ دی ځای ته دمولوي خالص دسیمې پر ځای دمصریانو هغه ویله  . همدلته مې  دالقاعدې ډیری مشران   ابو حفص المصري ، مصطفی ابو الیزید او ابو الحارث المصري  له نږدې ولیدل .
v     ایمن الظواهري مو ونه لیده ؟
v     نه ، هغه  مهال الظواهري هلته  نه و ،نوموړی  تازه  دداغستان له زندان څخه راخوشی شو او موږ  40 زره ډالر داغستاني پولیسو ته ورکړي وو،چې الظواهري راخوشی کړي .
v     په دې لیدنه کې دڅه په اړه خبرې او بحث وشو؟
v     بن  لادن  ځوانانو ته  دسوډان کیسې وکړې،چې  حسن الترابي او عمر البشیر ورسره څه نادودې وکړې په ځانګړې توګه  الترابي،  بن لادن  په  یوه خبره کې دا هر څه رالنډکړل (اخوان المسلمین دوه مخي دي ) بن لادن ویل : حسن الترابي اخوان المسلمین ته نږدې دی همدا دلیل دی ،چې داخوان المسلمین او القاعدې ترمنځ واټن ډیر دی . په دې ناسته کې بن لادن هڅه کوله،چې دسوډان دسفر  له ناکامۍ څخه ځان تېر کړي ، خو سوډان ته  د نوموړي ورتګ خپله  یوه ناکامي وه  . بن لادن وویل :  افغانستان ته زموږ بیا راستنیدل  دالله عزوجل کار دی ، تقدیر به  مو له همدې ځایه پیلیږي  دخراسان له غرونو څخه  ، ان دافغانستان نوم یې هم وانخست  پر خراسان به یې ډېر ټینګار کاوه  او هغه وړاندوینې به  یادولې ،چې  توربیرغونه  به له خراسانه  راوځي  له همدې خراسان به یې له خیره پیلوو .کله ،چې له خبرو خلاص شو موږ یو بل ته ولیدل  موږ هیله درلوده،چې  هغه به اوږدې خبرې وکړي .
پوښتنه مو ورڅخه وکړه که موږ درسره بیعت وکړو او  القاعدې ته درشو  زموږ رول او دنده به څه وي ؟  موږ دا لېوالتیا درلوده،چې  وپوهیږو له چاسره به جنګیږو ؟ بن لادن وویل : کله مو،چې راسر بعیت وکړ دا هر څه به درته په  تفصیل ووایم . په دې ناسته کې بن لادن دسعودي عربستان ، مکې او مدینې ، سعودي ته دامریکايي ځواکونو ورتګ په اړه خبرې وکړې . دتبوک دسیمې یو ځوان له بن لادن وپوښتل :  ایا تاسې دچاودنو په اړه خبر وې  دا چاودنې له ناستې څخه نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې  ترسره شوې وې او 19 امریکايان په کې وژل شوي وو . بن لادن ځواب ورکړ : (نه   له دې ویاړه بې برخې شوو ، موږ نه دې کړې ) که چیرې بن لادن دا چاودنې کړې وای بیا یې موږ ته منله ځکه دا ناسته  دمهمو عرب جنګیالیو وه.
له دی وروسته مو له ده دبیعت په اړه پوښتنه وکړه  دبن لادن مرستیال ابو حفص مداخله وکړه  او زیاته یې کړه ( موږ دخپلو موخو او پرګرامونو په اړه اعلان نه کوو ،  ځوانانو بیعت  پټ تړون دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : هڅه وکړئ خپل کارونه  په پټه ترسره کړئ ، ځکه خو موږ خپلې موخې هغه چا ته وایو،چې له موږ سره بیعت وکړي ، لوظ راسره وکړي  له دې وروسته موږ بن لادن ته لاس  ورکړ او پر سر مو ښکل کړ  او له استوګنځای څخه یې راووتو ، موږ ټول 14 کسه و  او په یو موټر کې سپاره وو .
v     تاسې هم ورسره بعیت وکړ ؟
v     نه، هیچا ورسره بعیت ونه کړ  کوم کسان،چې په دې ناسته کې  وو ټولو ورسره پخوا بعیت کړې و.
v     تاسې ولې دنورو په څېر ورسره بیعت ونه کړ ؟
v     زه  یې خبرو قانع نه شوم کړای  ما له دې ناستې   14میاشتې وروسته  ورسره بیعت وکړ .
v     ولې ؟
v     قانع نه وم  ، نور ځوانان هم نه و قانع شوي ، ستاسې دمالوماتو لپاره د1996 ز تر پایه  له څلورو عرب جنګیالیو څخه یو یې له بن لادن سره بیعت کړې و ، وضعیت ډیر پیچلی و دهرچا سر پرې نه خلاصیده پردې سربېره عرب جنګیالي  له رواني اړخه  دیته چمتو نه و ،چې په داسې یوه جګړه کې ځانونه ښکیل کړي،چې  خلک یې ترهګریزې  هغه ګڼي او غوښنه برخه یې په ښارونو کې چاودنې جوړوي  یا دنورو تښتونه ، عرب جنګیالي  له پخوا څخه پر دودیزو جګړو روږدي  وو په بله مانا جبهه دجبهې پر ضد  ښه بیلګه یې افغانستان ‎، بوسنیا او چیچنیا وه  په دې وخت کې  درې چاودنې یوه یې  په اسلام اباد کې دمصر سفارت الوزول او بله یې په 1995 ز کې  په سعودي عربستان کې  دامریکايي نظامي دپنځو کارپوهانو وژل  و .
v     تاسې په بوسینا کې وې ،چې په سعودي عربستان کې چاودنه وشوه  دعرب جنګیالیو غبرګون څه و ؟
v     له چاودنې دوه ورځې وروسته الشیخ انور شعبان  راغی او موږ ته یې  وویل : دا چاودنه  تېروتنه ده له دې وروسته به سعودي چارواکي  پر جهاد او مجاهدینو دڅار کړۍ نوره هم راتنګه کړي  ، کوم کسانو،چې دا چاودنه کړې ده دا دخام فکر څښتن ځوانان دي ، سعودي عربستان خو دجهاد ډګر نه دی ، له همدې ځایه  دالجماعة الاسلامیة او القاعدې ترمنځ  د نظر اختلاف معلومیدای شي ځکه دوی په ډېرو خبرو کې  یو دریځ نه درلود.
کله،چې دبن لادن له لیدو راستانه شو  پر لار یو ځوان وپوښتل : پام مو و،چې  مصریانو بن لادن محاصره کړې دی  شمېر یې له اړتیا ډېر دی ؟ یو سعودي ځوان ځواب ورکړ  : دبن لادن ډیری ستونزې دهمدې مصریانو له برکته دي  همدوی وهڅوه،چې سوډان ته ولاړ شي  دمصریانو یوه برخه ،چې دافغان شوروي  جګړې پرمهال  له  ده سره  وو  سوډان ته هم ورسره ولاړل  ، خو کره خبره داده  دا بن لادن  و،چې  دا مصریان یې له ځان  سره سوډان  ته  بوتلل  ، بن لادن غوښتل ،چې دوی به مصر ته نږدې وي  په مصر کې دانقلاب او کودتا لپاره به ګډ پلان هملته جوړ کړي . ځینې عرب ځوانانو به ویل : ( بن لادی زمری دی .... خو کارپوهان او سلاکاران یې  خره دي )  دسعودي یو جنګیالی وايي : له ماسره شته مالومات وايي : بن لادن  په سوډان کې 165ملیونه ډالره تاوان کړې دی  ځکه بن لادن  د جوارو، غنمو ، دغوړیو په  فابریکو کې دپانګونې له کبله  دومره مالي زیان ولیده ،چې وروسته دا ټوله پانګونه  حسن الترابي او عمر البشیر ته پاتې شوې  د تاوان بل لامل دمصریانو ټینګار و،چې  موږ باید په مصر کې جهاد پیل کړو دوی پوهیدل،چې مصر دجهاد ډګر او سیمه نه ده ، څه یې ،چې له وسه پوره و هغه  په ښارونو او بانډو کې دبې ګناه وګړو وژل او ځورول وو.
v     په افغانستان کې دبن لادن دژوند کوم پټ اړخ درلوده،چې تاسې پرې خبر نه وې ؟
v     بن لادن به دخپلو نظامي مرکزونو اود ملا عمر داستوګنځای  ترمنځ تګ وراتګ کاوه ، مطالعه به یې ډېره کوله خپل ډېر وخت به یې دکتابونو په لوست تیراوه  دجمعې ورځې خطبې ته به یې ځان چمتو کاوه ، کله ناکله به یې ځینې دیني لکچرونه ورکول . له ده سره په کندهار کې درې ښځې وې ، داس له سپرلۍ او لامبا سره مینه درلوده . هغه پلاوي به ،چې  له پاکستان او بلوچستان څخه  راتلل  ده به یې خپله هرکلی کاوه ، ښکار یې خوښیده، روغتیا ښه وه  ، خوشاله معلومیده ، له ده سره به  زموږ ناسته او غونډه له لسو دقیقو نه اوږدیده او ډیری وخت به دا ناستې دپيژندګلوۍ په موخه وې ، خو دمیلمستون وضعیت یې ډېر خراب و .