ډانیل ګېلبرټ؛  نوښتګر میلیاردر

 
 
د ژوند د نورو اړخونو په څېر په کاروبار او سواګرۍ کې هم نوښت د بریالیتوب ستر راز دی. تاسې ته به د میلیاردرانو د ژوند لیکونو له مطالعې وروسته ثابته شوې وي چې تر ټولو بډای کسان هغه دي چې خلاق ذهن لري. له امریکايي بېلګټس رانیولې تر چینايي جک ما ډېری هغه کسان چې کاروبار یې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی، د خلاقیت او نوښت پر مټ تر دې ځایه رسېدلي دي. دوی ډېریو ځینې داسې کارونه ترسره کړي چې تر دوی وړاندې چا نه و ترسره کړي یا لږ تر لږه په دې بڼه نه وو ترسره شوي.
امریکايي ډانیل ګېلبرټ هم د نوښتګرو میلیاردرانو له ډلې څخه دی. دی د ۱۹۶۲ زېږدیز کال د جنورۍ په ۱۷ نېټه د مشیګان ایالت په ډيټریوټ سیمه کې زېږېدلی دی. ګېلبرټ د سوډفیلډ سیمې په یوه یهودي کورنۍ کې را لوی شوی دی. ده له ښوونځي تر فراغت وروسته د مشیګان ایالت له دولتي پوهنتون څخه لېسانس تر لاسه کړی. د وېن سټټ پوهنتون د قانون په څانګه کې یې دکتورا کړې ده.
ګېلبرټ په وېن کې پر زده کړو بوخت و چې د املاکو د اجنټ په توګه د کارکولو جواز یې تر لاسه کړ. ده د همدغو اسنادو په مرسته کولی شوی چې د املاکو د راکړو ورکړو په معاملو کې د منځګړي په توګه کار وکړي. په دې برخه کې د کار کولو پر مهال یې تشخیص کړه چې د املاکو په برخه کې د کاروبار اصلي ګټه د کورونو د خرڅولو پر ځای د هغوی په پورونو کې ده.
نوموړي په ۱۹۸۵ کال کې د ران بېرنن، لندسي ګروس او خپل کشر ورور ګرې ګېلبرت په مرسته د راک فاینېنس په نوم یو شرکت رامنځته کړ. دغه شرکت په لنډ وخت کې وده وکړه او تر ۱۹۹۰ کلونو پورې په امریکا کې د کورونو د پورونو پر لوی شرکت بدل شو.
د ۱۹۹۹ کال په ډسمبر کې د انټیوټ په نوم یوې کمپنۍ چې د کوېک بوکس، توربو ټکس او کوېکن پروګرامونه یې جوړي راک فاینېنس په ۵۳۲ میلیونه ډالره وپېرله. د کمنۍ نوم یې هم پر کوېکن لونس باندې بدل کړ. ګېلبرت د ۲۰۰۲ کال په جون کې د پانګوالو له یوې ډلې سره په ګډه دا کمپنۍ بېرته په ۶۴ میلیونه ډالره وپېرله.   
کوېکن لونس سږ کال د امریکا په متحده ایالتو کې د رهني پورونو دویمه تر ټولو ستره کمپنۍ وبلل شوه او په همدې برخه کې د انټرنېټ له لارې د خدماتو وړاندې کوونکې تر ټولو ستره کمپنۍ ده.
کمپنۍ اوسمهال لس زره کارکوونکي لري چې له دې ډلې اته زره یې په ډېټریوټ کې دي. ده په همدې ښار کې د ودانیو پر رغونه ۱،۳ میلیارده ډالره لګولي دي. ګېلبرت د رهني پورونو ترڅنګ د لوبو په یو شمېر مشهورو ټیمونو کې هم ونډې لري.
فوربس مجله وايي چې ډانیل ګېلبرټ چې په ډان ګېلبرټ هم مشور دی اوس مهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه په نړیواله کچه ۳۸۴ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۳۸ ام میلیاردر دی.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او د مشیګان ایالت په فرانکلېن سیمه کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې