
نیټه ۲۹/ ۷/۱۳۹۳، ه،ش
دویم څپرکی؛ نهمه برخه
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛تیمور؛ اسلامي پوهان او مسیحي پوه(دسلطانیې اسقف)
لکه چې ومو ويل تيمور په ټولو جګړو کې لُمړى د ياسا کفري قانون پر مسلمانانو او غير مسلمانانو باندې پلى کړى دى او بيا يې د قرآن اياتونه په غلط ډول پر بې ګناه او مظلومو خلکو باندې تطبيق کړي دي او د چنګيز قانون يې د اسلامي جهاد په نوم کارولو، چې عامو مسلمانانو به د خپلو ناپوهيو له امله د جهاد او فساد په مينځ کې توپير نه شو کولى، او هغه اسلامي پوهان چې د تيمور سره یو ځای وو او د ده سره يې په جګړو کې ګډون کولو د وخت په تيريدو سره به د هغوى ريښتيني اسلامي عقايد او اعمال د تيمور په شان شول، زړونه به يې د ډيرو ګناهونو په ليدلو سره خيرن شول او الهى احکام به ترې نه هېر او د شيطان سره به يو شول.
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ [٨٣:١٤]
ژباړه: هېڅکله نه، بلکې حقیقت دا دی چې د دې خلکو زړونه د دوی د بدو عملونو[له امله] زنګ وهلي دي.[سورت، مطففین، ۱۴ آیت]
نظام الدين شامي چې د تيمور د ډېرو پېښو شاهد او د تيمور د پېښو کتاب (ظفرنامه) یې هم لیکلی دی، د هندوستان په جګړو کې د مولانا اعظم ناصر الدين عمر ترهګریز اعمال داسې بيانوي:
« د تيمور په لښکرو کې سل زره هندي ګبران(۱) (کافران) اسيران ساتل شوي وو، د دې لپاره چې نوموړي اسيران د ډيلي په جګړه کې د خپلو هيوادوالو خوا ته ونه دريږي، حکم وشو چې ټول دې ووژل شي.»
نظام الدين شامي زياتوي: «... او ټول هغه اسيران يې ووژل چې له وينو څخه يې سيلابونه روان شول... تر دې پورې چې مولانا اعظم ناصر الدين عمر چې د تيمور له خادمانو او غلامانو څخه دى، سره له دې چې په خپل ژوند کې يې پسه هم نه دى حلال (ذبحه) کړى، پنځه لس تنه ګبران يې له تيغه تير کړل.»
دا ډول ډېرو اسلامي پوهان د تيمور له ويرې د ده ناوړه عقيده چې په ظاهر کې مسلمان او په باطن کې د اسلام دښمن ؤ منلي وه، چې يوه بېلګه يې په لاندې توګه وړاندې کوو:خواجه علي مؤيد چې د اهل تشُيع په مذهب ؤ او وروسته د هرات له نيولو څخه تيمور پوښتنه ترې وکړه چې د کوم مذهب پيرو يې؟ هغه په ډېرې عاجزي او سر ټيټى سره وويل: «(الناس على دين ملوُ کهم) يعنى خلک دې د خپل پاچا په دين وي، زما مذهب د امير د قرآن څښتن (صاحب القرآن) مذهب دى.»
د تيمور دا عمل چې په جګړو کې روحانيون، عالمان او صنعتګران یې نه دي وژلي، د ده دا کار د دې لپاره نه وو چې نوموړي له دوى سره خواخوږي درلودله او يا يې د دوى په اړه په زړه کې رحم او زړه سوى ؤ، بلکه د دې لپاره يې نه دي وژلي چې ده ته په خوب کې شېطان ويلي وو چې پوهان، روحانيون، صنعتګران او شاعران چې په هر دين پورې اړه ولري مړه نه کړې، که څه هم ستا مخالفين هم وي.
د مغلو د (ياسا) قانون چې هغه هم شېطاني قانون ؤ او تیمور په ټولو جګړو کې عملاً پلی کړی دى د پورته ذکر شويو طبقو خلکو د وژلو اجازه يې نه ده ورکړي، د ياسا په قانون کې د دا ډول کسانو وژل د دې لپاره منع کړى شوي وو چې له دوى څخه يې په صنعتي او نورو برخو کې ګټې اخيستلې او په دې ګروهه هم وو، چې دا کار د آسمان خدای د رضاء لپاره ترسره کوي.
تيمور په دې باب وايي: «... د نړۍ د ټولو قومونو پوهان راته محترم دي او تاسو پوهېږې چې ما هېڅ کله هم د يوه عالم په وينو باندې لاسونه نه دي سره کړي.» تيمور د عالمانو د نه زورولو په باب زیاتوي: « د سلطانيې مسيحي اسقف... چې د ارمني مسيحيانو روحاني مشر ؤ او وروسته سلطانيې ته ولاړ او هلته ما ته راغلو، هغه مې په مينه ومنلو او په خپل څنګ کې مې کينولو، زه پوهيدم چې د جګړې له امله په سلطانيه کې خواړه کم شوي و، نو امر مې وکړ چې ډوډوۍ ورته راوړي، هغه مسيحي سړي چې خواړه وخوړل او ځان يې ښه موړ کړ، د دې پر ځاى چې زما له ميلمه پالنې څخه مننه وکړي ژبه يې په سپکو سپورو پرانيستله او ويې ويل:
ــ اې امير تيمور! ته وايي چې زه مسلمان يم او وايي چې په خداى باندې عقيده لرم ولې دومره وينې تويوې او دا د خداى بنده ګان ولی وژنې؟
ــ تیمور، ما وويل: هغه خلک مې وژلي او وژنم يې چې لُمړى مسلمان وي او وروسته د اسلام له دين څخه وګرځي او مسلمان چې له دين څخه رجعت وکړي مرتد دى او واجب القتل دى.
ــ اسقف وويل: تا په ارمنستان کې ډېر مسيحيان قتل کړل، ايا هغوى هم مسلمانان وو؟ او ستا له دين څخه يې رجعت کړى ؤ؟
ــ تیمور، ومې ويل: هغوى مسلمانان نه وو، بلکې حربي کفار وو ... او ته اې مسيحي سړيه خوشاله اوسه چې د عالمانو له ډلې څخه يې او د مسیحيانو عالم يې، که چېرې ته يو عالم نه واى اوس به مې امر کړى ؤ چې زما د سترګو پر وړاندې يې له تا څخه په ژوندونې پوستکى ايستلى وى، تر څو پوه شوى وى چې زما په شان د يوه پاچا توهين څه ډول مجازات لري، خو دا چې عالم يې ستا له وژلو څخه تېريږم.»
تیمور وایي، د سلطانيې اسقف له ما څخه بخښنه وغوښته... .
دا ډول د سلطانیې اسقف د تیمور لخوا د عالمانو د نه وژلو په اړه داسې یادونه کړي ده: «... د دمشق د حضرت عمر د مسجد پخوا کې د مسلمانانو يو لوى عالم نظام الدين شامي (چې د شام اوسيدونکى او د تيمور ملګرى او په ډېرو جګړو کې ورسره يو ځاى ؤ) په ډېرې عاجزۍ او تواضُع له تيمور بېک څخه هيله وکړه چې د خلکو له وژلو څخه دې تېر شي، خو تيمور چيغې کړې او ويې ويل: که ته عالم نه واى نو له تا څخه به مې په ژوندوني پوستکى ايستلى ؤ. او دومره ډېر يې د دمشق اوسيدونکي ووژل چې بې له صنعتګرو، پوهانو او شاعرانو څخه نور څوک پاتې نه شول... .»
-----------------------------------------------------
١- د زردشت د دين پيروانو ته هم ګبران وايي.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي