داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(7)

v     په اذربایجان کې مو څومره وخت تېر کړ او ولې ترې راستانه شوئ ؟
v     څلور میاشتې هلته وم ، تنګ شوم داسې مې انګیرله،چې زه یو بیروکرات یم ، خو ډېر څه مې زده کړل ،چې په سر کې یې دجهادي ډلو اداري ارزښت ، دمرستو په پلمه  دجهادي فعالیت  پټول راځي . هلته  له تنګیدو وروسته مې پریکړه وکړه،چې باید له دې ځایه افغانستان ته ستون شم .
v     افغانستان دخپل راتګ په اړه  یو څه ووایاست ؟
v     د1996 ز په اګست کې افغانستان ته راستون شوم  او سیده  دابو روضة نظامي مرکز ته ولاړم  دا مهال نو طالبانو حکمتیار ته  دیوځای کېدو ویلي و ، خو شرط یې  له ملا عمر سره دبیعت او دټاکنو نه غوښتل ایښي وو . حکمتیار دا شرطونه ونه منل ځکه نوموړي په افغانستان کې ټاکنې غوښتې  او دملا عمر پر ځای ېې  دڅلور کلنۍ جګړې سربېره له خپل سیال او دښمن برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود سره ائتلاف وکړ  او پلازمینې کابل ته ولیږدیده  او لومړی وزیر شو . یو شمېر عرب جنګیالیو ،چې دده پلویان و دده د ائتلاف  له کبله ناخوښ شو  او د نوموړي له ملاتړ څخه یې لاس واخیست  او د طالبانو پر ضدیې هم له جګړې څخه انکار وکړ . کله ،چې ابو روضة نظامي مرکز ته راورسیدم  ومې لیدل ،چې ټول عرب جنګیالي خپه دي  دوی  پردې باور و،چې زموږ اسلامي اتل  له هغه چاسره یو ځای شو ،چې څلور کاله مو ورسره جګړه کړې ده  دوی ټولو همدا یوه پوښتنه کوله  څرنګه ائتلاف ورسره وکړو همدا موږ و،چې  ورسره جنګیدلي  وو او دکافر په سترګه مو ورته لیدل  . اوس پر موږ واجب ده،چې دپخوانیو کفارو پر ضد وسله راپورته کړو .
افغانستان  ته دبن لادن له رارسیدو  7  اونۍ وروسته  د1996 ز  په سپټمبر کې نږدې 30 زره طالب جنګیالي وتوانیدل،چې  دمیرانشاه او تورخم له لارې افغانستان ته راننوځي او شپه جلال اباد ته راورسوي . هماغه شپه موږ  د ډاکتر محمد حنیف ،چې  له حزب اسلامي سره و  پر غږ رابیداره شوو،چې طالبانو جلال اباد نیولی دی، په پیل کې یو څه حیران شو،چې طالبان څرنګه دومره ژر ښار ته راورسیدل ځکه ټولې لارې  خرابې او ویجاړې وې . په مرکز کې یو څه ګډوډي رامنځته شوه  ، نه پوهیدو ،چې څه وکړو ، موږ ټول له طالبانو ډاریدو ځکه موږ خو وار له مخه  له حکمتیار سره وو . بن لادن دوه میاشتې وړاندې له  سوډانه  جلال اباد ته راستون شوې و او له مولوي محمدیونس خالص سره اوسیده، موږ خبر شوي وو،چې بن لادن له خپل استوګنځای څخه  نه و خوځیدلی  او له طالبانو سره دخبرو په تمه و. نه پوهیدو،چې څه وکړو ، خو داحتیاط له مخې مو هغه ټانګ والوزوه،چې  له موږسره و خپلې وسلې مو واخستې او د سروبي – دکابل او جلال اباد ترمنځ پرته سیمه ده - پر لور وخوځیدو هلته داسلامي حزب  تر ټولو ستر مرکز و دا سیمه د طبیعي کلا په څېر وه  دلته  دافغانستان تر ټولو ستر داوبو بند و ، له همدې بند سره  دیره شو ، دطالبانو  دراتګ اوازې تر موږ راورسیدې ، څو شېبې وروسته مو لسګونه طالبان ولیدل،چې قران کریمونه یې په لاسو کې نیولي و او له وسلې پرته  زموږ پر لور را روان و  څه موده وروسته هغه طالبان هم راورسیدل،چې پر وسلو سمبال و .دطالبانو پیغام  موږ له تاسې سره جګړه نه کوو  که تسلیم شوئ خوندي یاست ، زما ترڅنګ ناست  عرب جنګیالی  له جګړې انکار وکړ او خپله وسله یې وغورځوله او زیاته یې کړه زه له هغه چاسره جګړه نه کوم ،چې  قران کریم یې په لاس کې وي .
بند مو پرېښود او دکابل پر لور وخوځیدو دلته نو ګډوډۍ واکمنه وه ، همدلته مې دلومړي او وروستي ځل لپاره احمدشاه مسعود ولیده ، ژړغونی و دخپلو دفاعي کرښو دماتیدو له کبله سخت په غوسه و نږدې یو ساعت وروسته  طالبان کابل ته راننوتل  . دپلازمینې له  سقوط وروسته  حکمتیار بغلان ولایت  ته او احمدشاه مسعود دهلیکوپتر پر وسیله  پنجشیر ته ولاړ دیادونې ده یو شمېر عرب قومندانان له حکمتیار سره بغلان ته ولاړل .
v     تاسې څه وکړل ؟
v     موږ پریکړه وکړه،چې  په کابل کې (بالاحصار) ته ولاړ شو او ترهغې به هلته  وو،چې له طالبانو سره یو جوړجاړي ته ورسیږو ، موږ څلویښت کسه وو، زموږ هغو ملګرو،چې په جلال اباد کې  له  ابو روضة  نظامي مرکز نه وو پرېښې  راغلل او راته یې وویل : زموږ تضمین شوې دی او طالبانو مو پاکستاني پوځ ته  نه سپاري کله،چې له (بالاحصار) څخه  راووتو ، طالبان مو تر سترګو شول ،چې  په دروازه کې  په کتار ولاړ دي  موږ خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې ،چې دوی ته یې ورتسلیم کړو  دامهال یو طالب قومندان راغی  او زیاته یې کړه ( تاسې لپاره مرکزونه او کورونه په پام کې نیول شوي دي ، تاسې زموږ ورورڼه یاست ، میلمانه یاست ، خپلې وسلې مو درواخلئ )  دا ډول یو چلند موږ هېښ کړو ځکه تر پرونه  موږ د دوی پر ضد له حکمتیار سره وو .
له دې وروسته یې بیا بلنه راکړه،چې راځئ دپخواني ولسمشر ډاکتر نجیب او دده دورور داعدام  ننداره وکړئ  داعدام پرمهال طالب او عرب جنګیالیو یو بل ته غاړې ورکړئ  او داعدام مبارکي یې  وویله  دلته نو طالب قومندان وویل : بن لادن په جلال اباد کې په  خپل استوګنځای کې دی  هلته  له هر ډول درناوي څخه برخمن دی هیڅوک ورته څه نه شي ویلای  له همدې وخته له طالبانو سره زموږ اړیکې رامنځته او پیاوړې شوې .
v     تردې وخت له طالبانو سره عرب جنګیالي وو؟
v     نه ، ټول جنګیالي خپله افغانان و.
v     ایا تاسې فکر کوئ،چې دطالبانو او بن لادن ترمنځ کوم پخوانی جوړجاړی و؟
v     نه ، کله،چې طالبان بن لادن ته ورغلل نه یې پيژنده  ‎، بن لادن ځان وروپيژنده  طالبانو بیا دپخواني شوروي اتحاد پر ضد دبن لادن  دجګړې کیسې واوریدې  بیا ورته  هرکلی ووایه .
v     ایا دا امکان لري ،چې طالبان دې بن لادن ونه پيژني  ده خو په افغانستان کې له روسانو سره جګړې کړې دي .
v     پخوانیو افغان قومندانانو پيژنده ، خو طالبانو نه پيژنده ځکه دوی ټول ځوانان  دبن لادن دجګړې پرمهال دوی په پاکستان کې پر دیني زده کړو لګیا و ، خپله ملا عمر 28کلن و،چې دطالبانو مشر شو ، دا باوري ده،چې دبن لادن دکوربه (مولوي خالص ) او دطالب مشرانو ترمنځ دلیکونو تبادله وه  ده طالبان خبر کړي وو،چې بن لادن  له ماسره دی ، طالبانو دمولوي خالص درناوی کاوه  ځکه دکورنۍ جګړې  اړخ نه و ، له پخواني شوروي اتحاد سره یې دجګړې شالید او پردې سربېره له فکري اړخه طالبانو ته نږدې و.  ملا محمد عمر له بن لادن وغوښتل ،چې کندهار ته ورشي او ده ته نږدې میشت شي  موږبه پوښتل : ایا ملا عمر غواړي ،چې ددده له تجربو ګټه پورته کړي او که له نږدې یې خپله وڅاري  زما دمالوماتو له مخې ملا عمر غوښتل ،چې دبن لادن له  تجربو ګټه پورته کړي ځکه له هماغه پیله  د دواړو ترمنځ  باور شتون درلود .
v     له احمدشاه مسعود سره دبن لادن اړیکې څرنګه وې ؟
v     د دوی ترمنځ هیڅ اړیکې نه وې ، مسعود تاجک و او په شمال  کې یې فعالیت کاوه ، پښتون نه و ، دهغو عرب جنګیالیو شمېر،چې شمال ته  ورغلي و ډېر لږ و . عرب جنګیالیو داسې انګیرله،چې احمدشاه مسعود له روسانو سره په جګړه کې رښتینی نه و  ځکه له روسانو سره یې پټ  تړون درلود. دې تړون کې دا هم راغلي و که چیرې شورویان له افغانستانه وځي  دوی به له  احمدشاه مسعود سره  دوسلو مرسته کوي،چې کابل ونیسي ،د سویل او  پښتنو مجاهدینو او تاجکستان ترمنځ به  منځګړې پټاره  رامنځته کوي .