
انسان د کار تر څنګ تفریح ته هم اړتیا لري. هر څومره چې موږ ډېر کار کوو په هماغه کچه مو د بدن انرژي ضایع کېږي او د خستګۍ احساس کوو. که د یوه رسمي کارګر په توګه په اوونۍ کې پنځه یا شپږ ورځې پرله پسې کار وکړو او په څو اوونیو یا میاشتو کې دمه و نه کړو، حتما ستړي کېږو. په ډېرو مواردو کې ښايي د بوختیا له کبله په فیزیکې لحاظ ځان ستړی احساس نه کړو، خو که دقت وکړو درک کولی شو چې موږ په روحي لحاظ ستړي شوي یو. دغه ډول ستړیا که زموږ د کار پر کمیت اغېز و نه کړي پر کیفیت یې حتما کوي.
که تاسې په یوه اداره کې د مالي په توګه دنده ترسره کوی او څو اوونۍ پرله پسې کار وکړی، تر څه مودې وروسته به غالبه په حساب کتاب کې له ستونزې سره مخ شی. دلیل یې دا دی چې تاسې ستړي شوي یی او تفریح ته اړتیا لری.
تر کار وروسته د ضایع شوې انرژۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره ښو خوړو او د خستګۍ د رفع کولو لپاره سالمې تفریح ته اړ یو.
سره له دې چې مېله حتما له لګښت سره ملګرې ده، خو که دقت وکړئ د مېلې لګښتونه کنټرولی شی. که له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار کوم مېله ځای ته ځی څو مهم ټکي باید په نظر کې ونیسئ.
په مېله ځایونو کې د هر شي بیه د بازار په پرتله لوړه او په ځینې مواردو کې ان دوه چند ده. مېلې ته تر تګ وړاندې باید پر دې فکر وکړئ چې کوم مېله ځای ته ځی او هلته کومو شیانو ته اړتیا لری. که تاسې داسې یوه ځای ته د تګ اراده لری چې هلته د څښلو پاکې اوبه نه پیدا کېږي، غوره ده چې له کوره یې له ځان سره یوسئ، ځکه هلته ښايي د یوه بوتل معدني اوبو بیه د بازار دوه چنده وي او تاسې د څښلو ترڅنګ د نورو کارونو لپاره هم اوبو ته اړ یی.
د خوړو برخې ته هم پام په کار دی. که لږ ځان په زحمت کړی او مېله ځای ته له کور تیار پاخه خواړه او مېوه یوسی، د تفریح لګښت مو تر نیمايي راکېدلی شي، ځکه د مېله ځایونو په هوټلو کې خواړه له یوه لوري ډېر ګران دي او له بل لوري ښايي ستاسې له طبعې سره سم پاخه شوي هم نه وي.
که مېله ځای د لوبو میدان لري او تاسې هم غواړی چې لوبې وکړی، غوره ده چې له کور یا بازار د لوبو وسایل درسره یوسی، ځکه په مېله ځای کې یې ښايي بیه د بازار په پرتله په چندونو لوړه وي.
که مو ماشومان د مېلې ځای ته درسره بیایی پام مو وي چې د لوبو سامان یې هم درسره یوسی. که دوی هلته د کوم لاس پلرونکي په لاس کې د لوبو توکي ولیدل، اړ به مو کړي چې د یوې روپۍ شی په لس ورته وپېرئ په داسې حال کې چې هماغه شی به مو ماشوم په کور کې هم لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې