
د امریکا د نیویارک ایالت د منهاټن سیمه د بیلونرز رو یا د میلیاردرانو د صف په نوم یادېږي. په دې سیمه کې د ځمکو او املاکو کاروبار ډېر ګټور دی چې له کبله یې یو شمېر کسان ان میلیاردران شوي دي. جیري سپیر هم په همدې سیمه کې د جایدادونو له کاروباره میلیاردر شوی دی.
جیري د۱۹۴۰ زېږدیز کال د جولای په ۲۶ نېټه زېږېدلی دی. مور یې سویسۍ او پلار یې د جرمني د فرانکفورت ښار له یهودانو څخه و. د جیري پلار د وسکانسین ایالت په ميلوکي سیمه کې د بوټو صنعتکار و. جیري د دریو میاشتو و چې کورنۍ یې نیویارک ایالت ته ولاړه. دی په یوه جرمنۍ یهودي کورنۍ کې رالوی شو. تر ښوونځي وروسته یې په کولمبیا پوهنتون کې د الماني ادبیاتو په برخه کې زدکړې وکړې او وروسته یې له همدې پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
له پوهنتون تر فراغت وروسته نوموړي له خپل خسر چې د ځمکو او املاکو د راکړې ورکړې کاروبار یې کاوه کار پیل. دوی دواړو د تېشمن سپیر په نوم د جایدادونو د سوداګرۍ یوه کمپنۍ رامنځته کړله. دی د کمپنۍ له رامنځته کېدو تر اوسه پورې د اجرایوي مشر په توګه دنده ترسره کوي.
تېشمن سپیر نه یوازې په نیویارک بلکې په نړیواله کچه د ځمکو او جایدادونو له سترو کمپنیو شمېرل کېږي. دا کمپنۍ د نیویارک په منهاتن سیمه کې د راکفېلر سنټر په نوم یو کمپلکس او د کرسلر په نوم یوه اسمانڅکې ودانۍ لري. په راکفېلر سنټر کې یې ۱۹ ستر سوداګریز مراکز جوړ دي. دا کمپنۍ د دې ترڅنګ په لندن، برلېن، فرانکفورت، پاریس او ساوپاولو کې لوړې پوړې ودانۍ لري. دغه راز یې د چین پلازمېنې شنګهای ته څېرمه هم یو لوی کمپلکس جوړ کړی دی.
ده په خپله کمپنۍ کې د کار ترڅنګ ځینې نورې دندې هم ترسره کړې چې مهمې یې د نیویاک د ریسرو فدرال بانک مشري، د موډرېنټ ارټ په نوم د یوه موزیم مشري او د کولمبیا پوهنتون د اجرایوي کمېټې مشري ده.
ده په ۱۹۶۴ زېږدیز کال کې د خپل کاروبار د شریک تېشمن له لور سره واده وکړ، خو په ۱۹۸۷ کال کې بېرته سره بېل شول. جیري ومروسته د کاټرین په نوم له یوې بلې ښځې سره واده کړی دی.
د پلار خلاف د جیري زوی تر ډېره وخته د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال و چې د بېړنیو پېښو راپورونه به یې ورکول. باب وروسته د پلار له کمپنۍ سره کار پیل کړ او اوس یې مرستیال اجرایوي مشر دی.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې جیري سپیر اوسمهال څلور میلیارده دالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۶ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۴۳ ام میلیاردر بلل کېږي.
جیري څلور اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې