
دښځې ژوند دمینې ، درد ، قربانې او احساس یوه لړۍ ده .
دښځې ژوند پيړ کتاب دی .... په هره پاڼه کې کښل شوې ،چې مینه درسره لرم .
هغه ښځه ،چې سړی دځان لپاره خوښوي لیونې او کمزورې ده .
تر ټولو ښه لیونتوب په مینه کې دښځی لیونتوب دی .
دمغرورې ښځې له لاسه مینه خرابیږي .
په نړۍ کې زړروره ښځه هغه ده ،چې یا ډېره مینه کوي او یا ډيره کینه
کله که دښځې خوښ شوې نو ټوله نړۍ به درکړي او که یې بدې شوې ځمکه به درباندې تبۍ کړي
که دښځې خوښ شوې طاووس به درنه جوړ کړي او که یې بدې شوې نو شترمرغ به دې کړي
که دښځې خپل ځان خوښ شو بیا به سخته وي ، چې سړی یې خوښ شي .
که کله درته ښځې وویل : چې مینه درسره لرم نو پوه شوه ، چې زړه یې درباندې خوږ شو .
دښځې له مینې ځان وژغوره او دسړی له کینې مه ډاریږه .
له ښځې دا مه پوښته ، چې څوک دې خوښیږي ،بلکې دا ورځنې وپوښته ، چې څوک دې بدې ایسیږي
که سړ ی مین شي دانو بیا دګیدړ په څير چمونه کوي ډار ورڅخه په کار دی او که ښځه مینه شوه نو ټوله بیا اخلاص او قرباني وي ځکه ښځه او مینه غبرګوني دي .
مینه دښځو دژوند کیسه ده او دسړيو دژوند یو پړاو دی .
ښځه ، چې مینه شي نو ملایکه وي ... او که غیرت یې زړه ته لار ومونده نو بیا شیطان هم ورځینې پناه غواړي .
ښځه یوازې ماشومان خوښوي او غواړي ، چې میړه یې هم ماشوم وي .
ښځه ددې لپاره ژوند کوي ، چې له مینې څخه خوند واخلي او سړی ددې لپاره ،چې له ژونده خوند واخلي .
سړی په ملګرتیا کې بې جوړې دی او ښځه په مینه کې
دښځې شعار دادی : هر څه په مینه اوهر څه دمینې لپاره .
ښځه په یوه شرط میړه ته اجازه ورکوي ، چې د زیږیدنې نېټه یې ، چې عمر یې هیر وي .
که چیرې مینه یوازې ښځو ته پاتې شي او سړي په کې لاس ونه لري نو په ګرده نړۍ کې به نیکمرغي خپره شي .
ښځه دداسې سړی په لټه کې نه وي ، چې خوښه یې شي ، بلکې داسې سړی لټوي ، چې مینه ورسره وکړي .
سړی مینې ته دوسیلې او ښځه ورته دموخې په سترګه ګوري .
دښځو مینه په زړونو او دسړيو په خیټو کې ده .
ښځه له مینې پرته مړه وي .
عاشقه ښځه : دشمعې په څير له هرې خوا سوځي .
مینه دښځی تاریخ او دسړی په ژوند کې یوه عادي پېښه ( مدام دوستایل )
مینه جګړه ده ... که ښځه وغواړي برلاسۍ ورڅخه راوتې شي .
ښځه معما ده دمینې یوه کلیمه یې حل راایستلای شي .