داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(6)

v     ایا بن لادن دچیچنیا دویمې جګړې سره مرسته کوله ؟
v     هو ، هلته  دبن لادن یو ملګری سیف الدین الغامدي  و او دنده یې دا وه ،چې دالقاعدې او خطاب ترمنځ همغږي رامنځته کړي . دچیچنیا لومړۍ جګړه له 1996-1994 پورې وغځیده او هغه مهال پای ته ورسیده ،چې  دچیچنیا لنډمهال ولسمشر سلیم خان  له خپل روسي سیال بوریس یلتڅین سره دروغې جوړې تړون لاسلیک کړ  ، چې له مخې  چیچن  په کورني سیاست کې خپلواک و ، وروسته بیا ټاکنې ترسره شوې ،چې ارسلان مسخدوف وګټلې  . خطاب  په  چیچن کې استوګنه غوره کړه  ځینې داغستاني ځوانان یې راپیدا کړل ، روزنه یې ورکړه  او بیا یې له روسانو سره دجګړې لپاره داغستان ته واستول . له روسانو سره تړون داسې لاسلیک شوې ،چې له چیچنیا څخه به پر روسانو هیڅ برید نه کیږي او نه به دلته  دمسکو مخالفین ساتل کیږي کله ،چې به پر روسانو بریدونه ډېر شول  دوی پر داغستاني جنګیالیو برید وکړ او دا جنګیالي به بیرته  دچیچنیا خاورې ته راوتښتیدل ، روسان به دچیچنیا خاورې ته نه راننوتل  ځکه دوی ډاریدل هسی نه ،چې داغستان  به  هم پر دویم چیچنیا واوړي .
د1997 ز په پای کې  خونړۍ جګړه رامنځته شوه دا مهال نو خطاب له داغستاني  جنګیالیو سره یو ځای شو او په داغستان کې یې دروسانو پر یوې قرارګاه برید وکړ ،چې په پایله کې یې 60 ټانکه ویجاړ او نږدې 100 تنه روسي سرتیري ووژل شول . روسانو هم  پر کسات لاس پورې  کړ په داغستان کې یې دمسلمانانو پنځه کلي له تیغه تېر کړل . وروسته  بیا وضعیت  خرابه شو دپولیسو ، له روسانو سره دارتباطي وګړو ترورنه  پیل شول تردې مهال روسانو لاسوهنه  نه کوله  او پر شامل باسایوف  یې فشار راوړ ،چې چیچنايي جنګیالي له دی منعه کړي ،چې پر موږ دې بریدونه  نه کوي . رښتیا هم  باسایوف  جنګیالیو ته امر وکړ ،چې نور له دې کاره لاس واخلي  .
دلته  بن لادن  له خطاب سره  خپله مرسته پیل کړه ځکه  نوموړي غوښتل ،چې  په افغانستان ، تاجکستان کې دروسانو پر ضد نوې جبهې پرانیزي او روسان دلته بوخت کړي  بن لادن  غوښتل ،چې په ازبکستان کې هم بله جبهه پرانیزي  هغه به وویل ،چې دافغانستان اسلامي امارت  باید تر تاجکستان ، ازبکستان  پورې وغځیږي   دهمدې موخې لپاره یې  حمزه الغامدي دخپل استازي په توګه  رااستولی و ،چې وضعیت  له نږدې وارزوي ،چې ایا دجبهو پرانستل شونی دي او کنه ؟
له  بل  پلوه  دازبکستان  داسلامي حرکت مشر  محمد طاهر جان  خپل جنګیالي د روزنې لپاره  افغانستان ته  وراستول . 
په 1999 ز کې ولاډیمیر پوټین واک ته ورسید  او په یوشمېر روسي ښارونو کې  چاودنې وشوې ،چې په پایله کې روسي سرتیري او ددوی دکورنیو ځینې غړي ووژل شول ، له دې وروسته پوټین  خپل سرتیري  تیار کړل او دچیچنیايي جنګیالیوځپل یې پیل کړل . هغه  مهال په  لویدیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول ،چې دا چاودنې خپله پوټین کړې دي ،چې په چیچنیا کې دجګړې لپاره  یو جواز تر لاسه کړي .
لویدیز رسنیو دا مالومات  له هغه جاسوس څخه تر لاسه کړې وو ،چې له مسکوه تښتیدلې و او وروسته بیا په مرموزه توګه  په لندن کې ووژل شو ، ټولو همدا مالومات کره بلل .  دا جګړه پنځه میاشتې روانه وه  ،چې په پای کې روسان ګروزني ته ورسیدل  . دا ټول هغه مهال  پېښ شول ،چې ما د1999 زپه پای کې له استخباراتو سره دنده یا کار پیل کړې و . 
زه په لندن کې دابوقتادة کور ته ورغلم  هغه راته وویل : دا ښه ده ،چې  ته دلته یې  موږ به له ابو سعید الکردي سره  اړیکې ونیسو ،چې په چیچنیا کې جنګیالي څه ته اړتیا لري .  ابو سعید الکردي  په 1998 ز کې له پاکستان څخه  ګرجستان ته تللې و ، چې هلته  له چیچنیايي جنګیالیوسره مرسته  وکړي .
ابو قتاده ،چې کله  له ابو سعید سره په ټیلفون کې خبرې کولې موږ پنځه تنه  ورسره و نوموړي  ابو سعیدته وویل : پوټین به دا وخت غوره کړې وي، چې چاودنې وکړي او بیا تاسې تورن کړي ؟ ابو سعید ورته وویل : چا درته ویلي دي،چې دا کار پوټین کړې دی ؟  پلان زموږ و او چاودنه  ترسره شوه . ابو سعیدالکردي زیاته کړه موږ هغه جنګي فرقه  په نښه کړې وه ،چې د 1997 ز په پای کې یې  په داغستان کې دمسلمانانو پر کلیو او بانډو بریدونه کړې ووموږ ترې خپل کسات واخیست ، موږ  له یو نیم کال راهسی دا جنګي فرقه څارله،خطاب  او ډلې یې دشامل باسییوف په  خوښه او ملاتړ دا برید کړې دی ! فکر وکړئ  دکسات لپاره یې ټول جمهوریت  ویجاړ کړ ! دتاریخ او مالوماتو لپاره  ارسلان مسخدوف له دی پلان او چاودنې څخه خبر نه و .
v     ددی مالوماتو له اوریدو وروسته دابو قتاده غبرګون څه و ؟
v     ورته یې وویل : تاسې پر خپلو جګړو ښه پوهیږئ .
v     تاسې دا مالومات  هغه لوري  ته ولیږدول، چې تاسې ورته  څارګري کوله ؟
v     هو دا مالومات مې ټکي په ټکي سازمان ته ورکړل هغوي له ما وغوښتل ،چې  دابو سعیدالکردي هره خبره ورته ټکي په ټکي  بیا تکرار کړم . له دې وروسته یې راته وویل :  دا ستره تېروتنه  وه،چې  موږ سیاسي مشرتابه  ته دا راپور  ورکړې  و ،چې دا چاودنې دپوټین کار دی .
v     ستاسې له انده ، په چیچنیا کې جهاد ترهګري وه ؟
v     زما له انده په پیل کې  نه،  زما موخه  دچیچنیا لومړۍ جګړه ده ، خو په دویمه  جګړه کې بیا وضعیت بل ډول و. له 1994 څخه تر 1996 ز پورې دا جګړه وغځیده او چیچنیا خپله ازادي اعلان کړه ،چې وروسته پرې مسکو برید وکړ  دا مهال نو ټولو په یوه خوله   له روسانو سره جګړه ومنله . دلته  دجهاد دوه شرطونه  وار له مخه  وو لومړی  د مجاهدینو وړتیا او دجګړې په اړه اتفاق .  ولسمشر جوهر دودایوف  دروسانو لخوا په توغول شوې هاوان مرمۍ ولګید او ووژل شو ، زلیم خان یندروف هم ووژل شو  دا دواړه  مشران له پراخه ولسي ملاتړ او محبوبیت  څخه برخمن و . ارسلان مسخدوف دولس پر رایو وټاکل شو نوموړی په خپل وخت کې دچیچنايي جنګیالیو مشهور  قومندان و . دلته نودجګړې په اړه اتفاق  و او دچیچنیا دویمه جګړه  جهاد نه دی  دا جګړه په 1999 ز کې پیل او تر اوسه  په ځینې برخو کې روانه ده ، چیچنیايي  جنګیالیو ډېرې تیروتنې وکړې ان،چې روسان یې راوپارول .