
امریکایی میخایل اېلیچ یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې د ژوند له کیسې یې ډېر څه زده کېدلی شي، ځکه دی له کوچني کاروباره تر میلیاردرۍ رسېدلی دی. نوموړی د ۱۹۲۶ زېږدیز کال د جولای په شلمه نېټه د مشیګان ایالت په ډېټریوټ کې زېږېدلی دی. پلار یې له مقدونیې څخه امریکا ته کډوال شوی و او په یوه صنعتي فابریکه کې یې کار کاوه.
اېلیچ د ښوونځي پر مهال د بېس بال له لوبې سره مینه درلوده. کله چې له کولي های سکول څخه فارغ شو، د بېس بال یوه ټیم په کال کې د پنځه زره ډالره معاش وړاندیز ورته وکړه؛ خو ده د دې کچې د دوه چنده کېدو غوښتنه وکړه چې د ټیم له لوري رد شوه. اېلیچ دغه مهال د امریکا په پوځ کې عسکري پیل کړه او څلورکاله یې دغه کار ترسره کړ. وروسته یې د ټایګر په نوم د بېس بال له ټیم سره په هماغه پنځه زره ډالره کار پیل کړ. دی په دغه ټیم کې دری کاله ولوبېده. د نوموړي کورنۍ په ځانګړي ډول پلار یې د هغه له کار سره مخالف و، ځکه فکر یې کاوه چې بېس بال د لټانو کار دی.
اېلیچ د بېسبال په ټیم کې خپله دنده وروسته له دې له لاسه ورکړه چې پښه یې په یوه پېښه کې خوږ شوه. د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پيدا کولو په موخه یې د سینټو له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ. وروسته یې له یوې کمپنۍ سره د پلرونکي په توګه کار پیل کړ. ده به کور په کور المونیمي لوښي او چترۍ پلورلې. له اېلیچ سره په همدې وخت کې د خپل کاروبار فکر پیدا شو. ده فکر کاوه چې د ژوند د خوندي کولو لپاره باید له هغې کمپنۍ سره چې دی کار کوي په یو ډول شریک شي، خو همکاران یې چې ورباندې خبر شول دی یې له دندې ګوښه کړ.
اېلیچ مجبور شو چې په خپله یو کاروبار پیل کړي. ده په دومره وخت کې پر سپما کړو ۱۰ زرو ډالرو په ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې د پیزا یو کوچنی رستورانټ پرانیست.
په ۱۹۵۴ کال یې پلار د نوموړي واده د مارین په نوم له یوې نجلۍ سره وکړ. مارین وروسته د اېلیچ د کاروبار ستره ملاتړ کوونکې شوه.
د پیزا رسټورانټ یې ځکه پرانیست چې ده په دې برخه کې تجربه او لېوالتیا لرله. کله چې د بېس بال په لیګ کې و، د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره به یې پیزا پخوله. همدې کوچني کاروبار ته یې د خپلې مېرمنې په مرسته پراختیا ورکړې او تر ۱۹۸۳ زېږدیز کال پورې د رسټورانټونو شمېر ۳۰۰ ته ورسېد او یو کال وروسته یې د کلني پلور کچه ۲۹۰ میلیونه ډالره شوه.
د اېلیچ او مېرمنې د پیزا له کوچني پلورنځي پيل شوی کار اوس پر یوه ستر سوداګریز ګروپ بدل شوی چې له لارې یې میلیاردونه ډالر پیدا کړي دي. دوی اوس پر رسټورانټونو سربېره د لوبو څو ټیمونه او د تکنالوژۍ د خدماتو یوه کمپنۍ هم لري. په ۱۹۹۹ کال کې یې د اېلیچ هولډینګ تر نامه لاندې ګروپ جوړ کړ تر څو د بېلابېلو برخو فعالیتونه تر یوه چتر لاندې را ټول شي.
د دغه ګروپ اجرایوي مشري د کریسټوپر په نوم د هغه زوی کوي.
فوربس مجله وايي اېليچ او کورنۍ یې اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۳ ام او په امریکا کې ۱۵۲ ام میلیاردر بلل کېږي.
دی اوه اولادونه لري او په مشیګان ایالت کې ژوند کوي.