
ددی روزنځایونو لګښتونه چا وربرابرول ؟
v لګښت دابو ریاض السوري په نوم دسوریې یو استوګن او ددې ترڅنګ په امریکا کې یوې جهادي ډلې برابروه میاشتینی لګښت د10 او 15 زره ډالرو ترمنځ و دا هغه مهال په افغانستان کې زښت زیات لګښت و . پردې سربېره هر هغه جنګیالي ،چې دلته یې وخت تېر کړې او بيرته خپل هېواد ته ستون شوې وو دلته یې ځینې بسپنې هم رااستولې ،چې دمیاشتې 50 زرو ډالرو ته رسیدې . دروزنځای مشر هغه مهال محمد نور الجزایري و او صلاح الدین المغربي هم د روزنځای مشر و او امریکايي تابعیت یې هم درلود .
دابو معاذ الخوستي روزنځای دلګښت له کبله دومره ښه نه و ، خو دنظامي مهماتو له کبله بیا ډېر ښه و یو ټانک یې درلود ،چې دافغان حکومت له ځواکونو څخه یې نیولې و ، زه له ابو روضة السوري روزنځای سره وم دواړه روزنځایونو دحزب اسلامي تر مشرۍ لاندې جګړه کوله ، خو دخپلمنخي اختلافاتو له کبله پر یوه مشر نه جوړیده . دوه کاره وو ،چې دواړه ډلې پرې سلا شوې وې هغه یوبل ته اړتیا وه دابو روضة السوري ډلې به که پر ټانک روزنې او تمرین ته اړتیا شوه دابو معاذ الخوستي روزنځای ته به تلل او هغوي به که دیني لکچر ته اړتیا شوه دابو روضة السوري مرکز ته به راتلل او دابو عبدالله المهاجر ،چې یو مصری عالم و لکچر ته راتلل او بیرته به تلل .
چیچنیا ته تګ :
هغه مهال دمشرانو له منځه صلاح الدین المغربي راته سپارښتنه وکړه ،چې چیچنیا ته ولاړشم ، ما یې سپارښتنه ومنله د1996 ز په اپریل کې لومړی کراچۍ او بیا داذربایجان پلازمینې باکو ته ولاړ م ،چې له هغه ځایه بیا داغستان او بیا دځمکې له لارې چیچنیا ته ورسیږم . اذربایجان هغه مهال په ټوله مانا یو ناکام هېواد و . دابو انس التونسي په نوم یو کس راته منتظر و ، خو دلارې دبندیدو له کبله راته سپارښتنه وشوه ،چې په باکو کې دموسسة الحرمین مکتب کې دڅه وخت لپاره دنده ترسره کړم زه وار له مخه په ځینو اداري او تنظیمي چارو پوهیدم دا مرستندویه دفتر په سترې حویلۍ کې جوړ شوې و همدلته مې دبوسنیا دوخت درې ملګري ولیدل یو یې دکویټ او بل دسعودي عربستان دالدمام ښار و ،چې وروسته بیا په 2003 ز کې دامریکایانو دراتګ په پیل کې په کردستان کې ووژل شو . دا ملګری می د( انصار الاسلام ) د ډلې غړی ،چې مشري یې ابو مصعب الزرقاوي کوله او ما څو ځلې په افغانستان کې لیدلې و.
v دموسسة الحرمین مرستندویه موسسې کوم کارونه کول ؟
v په دې موسسه کې زموږ اساسي دنده دچیچنیا دمجاهدینو او جنګیالیو اړتیاوې پوره کول و .
v څه ډول اړتیاوې ؟
v له موږ به غوښتل کېده ،چې کتابونه ، ارتباطي توکي ، خواړه ، کمبلې ، بیټرۍ ، ګروپونه ، قرانکریم او لګښتونه برابر کړو. موږ به له موسسة الحرمین څځه په زرګونو او لکونو ډالر استول دموسسې مشر دابو حمزه په نوم یو اردنی و ،چې د الشیخ الالباني شاګرد هم پاتې شوې و . دخطاب جنګیالیو به له روسي سرتېرو څخه په پیسو وسلې رانیولې ، هغه مهال دروسي سرتیري میاشتنی معاش نږدې 20 ډالر و دوی به د کاهو او نورو خوارکي توکو له خرڅلاو وروسته خپله تنخوا تر لاسه کوله ځینو به دپیسو په بدل کې خپله وسله پر جنګیالیو پلورله ، دیلتڅین پر مهال روسیه ډېره بېوزله وه ، په زرګونو روسي سرتیري ،چې په جګړه کې وژل کېدل دوی اړینه نظامي روزنه نه وه تر لاسه کړې او لامل یې دحکومت اقتصادي کمزوري وه ان ډېرو سرتیرو به ځانونه تسلیمول ،چې له جنګیالیو سره ښه ډوډۍ وخوري.
موږ به دخطاب ویناوې او خبرونه دکیسټو له مخې لیکلې دا نو طلايي پېر ( عصر ) و ، له بندیانو سره انساني چلند کېده ، دهمدې انساني چلند له کبله نږدې 20تنو روسي سرتیرو اسلام ومانه . ان ،چې خطاب به پر زندانیانو جامې ویشلې ، موږ به هغه موټر لارې برابرولې ،چې دداغستان له لارې چیچنیا ته ورتیرې شي ځکه داذربایجان او چیچنیا ترمنځ ګډه پوله نشته دلته نو اړینه وه ،چې موټروانان باید داغستانیان وي . دا مهال ما روسیي ژبه زده کړې وه او روانې خبرې مې پرې کولای شوې ،دخطاب مهمه غوښتنه د(مونیز) غوښتنه وه او دنوموړي دا سخت خوښیده او ډېر زیات یې غوښتل .
v ولې مونیز ؟
v خطاب پردې باور و ،چې دا له پروټینو څخه مالامال دي له جنګیالیو سره مرسته کوي ،چې دیخ پر وړاندې دبدن مقاومت ډیروي .
v داذربایجان له حکومت سره مو اړیکې څنګه وې ؟
v ډېرې ښې وې ، دوه کسه ،چې یو امنیتي چارواکی و اوبل سیاسي دواړه به زموږ دفتر ته راتلل او موږ به هره میاشت په بندو پاکټونو کې د40-30 زرو ترمنځ ډالر ورکول او دا به مو ترې غوښتل ،چې زموږ دعملیاتو او فعالیت پر وړاندې به هیڅ خنډ نه رامنځته کوي . سیاسي چارواکی به 40 زره او امنیتي به 30 زره ډالر دمیاشتې تر لاسه کول .
v دا دواړه چارواکي څوک وو ؟
v سیاسي چارواکی ..... دحکومت مهم غړی او داذربایجان داستخباراتو درییس ملګری و هغه به له موږ 30 زره ډالر اخستل . اذربایجاني استخبارات زموږ دفعالیت په اړه پوره معلومات درلودل او دوی په خپله زموږ دفتر ته راتلل ،چې دا پیسې تر لاسه کړي موږ به دا پیسې دموسسة الحرمین له بسپنو څخه ورکولې دا موسسه په 2004 ز کې په دې تور وتړل شوه ،چې له ترهګرۍ سره مرسته کوي .
v تاسې به چیچن جنګیالیو ته د دوی داړتیا وړ توکي او نورې اړتیاوې څنګه برابرولې او دا مواد مو له کومه ځایه رانیول ؟
v له ترکیې ، سیمه ییز بازار او اروپا څخه .
v ایا دا دمنلو ده ،چې لویدیز او روسي استخباراتو ستاسو پر هڅو نه پوهیدل ؟
v نه ، KGB هغه مهال دلیږد او ګډوډۍ له ستونزې سره لاس وګریوان وه .
v له چیچنايي جنګیالیو او خپله خطاب سره دالقاعدې اړیکې څنګه وې ؟
v وړاندې له دې ،چې بن لادن سوډان ته ولاړ شي . د1996 ز دجون په پای کې ایمن الظواهري اذربایجان ته راغی نوموړي هیله درلوده ،چې چیچنیا ته ولاړ شي دا لومړی ځل دی ،چې زه له ایمن الظواهري سره له نږدې ګورم . سپینه به ووایم زما خوښ نه شوم ځکه په القاعده او په (الجهاد الاسلامي المصري ) ډله کې دخپل منصب له کبله ډېر مغرور معلومیده . موږ له خطاب سره دده دلیدو زمینه برابره کړه ، خو خطاب دې لیدنې ته دومره لېوالتیا ونه وښوده .
ځکه هغه مهال دمصري او سعودي جنګیالیو ترمنځ یو څه حساسیت شتون درلود د مصر جنګیالي دهیچا نه خوښیدل .
ایمن الظواهري په اذربایجان کې و له یو داغستاني ځوان سره مو خبره غوټه کړه ،چې الظواهري چیچنیا ته ورسوي دې ځوان ته مو 10 زره ډالر ورکړل ،چې په ځینو ځایونو کې پولیسو ته رشوت ورکړي ، خو کله ،چې ایمن الظواهري دداغستان له پولې اوښت پولیس ونیوه او دپولیسو مشر درشوت اخستلو څخه انکار وکړ .
v ایا دپولیسو دا مشر پوهېده ،چې دا ایمن الظواهري دی ؟
v نه ، نه پوهیده ، موږ په لوی لاس ډېر کوښښ کاوه ،چې ایمن الظواهري دخپل منصب له کبله ډېر مهم نه کړو ځکه که چیرې دپولیسو دا مشر پوه شوې وای ،چې دا الظواهري دی بیا یې ډېرې پیسې غوښتې . دداغستاني پولیسو له مرکز سره دپرلپسې خبرو اترو وروسته د100 زرو ډالرو پر ځای مو 40 زره ډالر پولیسو ته ورکړل او ایمن الظواهري مو د7 اونیو له بند وروسته راخلاص کړ ددې 7 اونیو په ترڅ کې الظواهري له هر څه ناخبره و ان پردې نه پوهیده ،چې بن لادن له سوډان څخه وتې دی . له خوشی کېدو وروسته الظواهري افغانستان ته ولاړ او له بن لادن سره یو ځای شو .
په زندان کې ایمن الظواهري له روسیي مافیا سره اړیکې جوړې کړې وې او داسې اوازې وې ،چې الظواهري توانیدلې و ،چې له روسیي مافیا څخه درې اتومي بمونه راونیسي او افغانستان ته یې ولیږدوي ( په دې اړه به وروسته تفصیلي خبرې وکړو ) .