څنګه خپل وخت مدیریت کړو؟

 
د وخت مدیریت (Time management) د انساني ژوند یوه مهمه موضوع ده. د وخت مدیریت یعنې د ژوند د ورځنیو چارو داسې تنظیمول چې له وخت څخه په اغېزناکه توګه ګټه واخیستل شي.
د وخت په مدیریت کې اړتیا ده چې یو کس د ټاکلي پلان او مهالوېش له مخې خپلې ورځنۍ چارې سمبال کړي. د وخت مدیریت یوازې دې ته نه وايي چې موږ ټوله ورځ ځانونه بې ځایه مصروف کړو، بلکې مهمه دا ده چې زموږ بوختیا او مصروفیت څومره سالم دی.
په ټولنه کې ډېر داسې کسان پیدا کېږي چې خپل وخت په عبس کارونو تېروي. پرمختللې ټولنې چې وخت د سرو زرو په کاڼو تلي، وخت ته ډېر ارزښت ورکوي. خو له بده مرغه په افغانستان کې دغه کلتور لا نه دی رامنځته شوی. زموږ ټولې چارې په تصادفي ډول پر مخ ځي. افغانان ځوانان د خپل ژوند لپاره داسې پلان او لیدلوری نه لري، چې له مخې خپل راتلونکی ژوند تضمین کړای شي.
په لوېدیځو ټولنو کې کله چې یو ماشوم د ځوانۍ مرحلې ته رسېږي، کورنۍ یې خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجې کوي، ځوان د همدغه وسپارل شوي مسوولیت له مخې دا احساس پسې اخلي چې د راتلونکي ژوند لپاره باید له مخکې چمتو اوسي.
دلته زموږ په ټولنه کې دا مسله بر عکس ده، پر دې سربېره چې پلرونه او میندې پر خپلو اولادونو زده کړې کوي، نور مسوولیتونه یې هم د والدینو پر غاړه وي. یو ځوان کله چې په ښوونځي یا پوهنتون کې وي، نه پوهېږي چې تر فراغت وروسته به یې برخلیک څه وي؟ بیا هم د مور – پلار او دوستانو هیلې وړی وي، چې ګنې دنده به هم بل څوک ورته پیدا کوي او واده به هم ورته مور او پلار کوي.
د ژوند په دې مرحله کې اکثره ځوانان د ژوند له معلوم برخلیک څخه ځورېږي او همدا ځور بالاخره د رواني ناروغیو او اختلالاتو سبب کېږي.
خو که موږ د وخت یو دقیق پلان او مدیریت ولرو، نو هېڅکله به له داسې وضعیت سره مخ نه شو. یو ښوونکی، زده کوونکی، محصل، کسبګر او ټول انسانان باید د خپلو ورځنیو چارو د تنظم لپاره یو مهالوېش ولري.
د دغه مهالوېش له مخې ۲۴ ساعته باید داسې تنظیم شي، چې د خوب، ډوډۍ، لمونځ او تفرېح په ګډون ټولې اړتیاوې په کې شاملې وي.
په افغاني ټولنه کې یوه لویه ستونزه اوس دا ده چې ځوانان له هرې نوې پدیدې سره د افراط او تفریط تر کچې چلند کوي. په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د نوې ټکنالوژۍ پرمختګ که څه هم په ډېرو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د ځوانانو د بې ضایع بوخت ساتلو په برخه کې یې منفي اغېزې څرګندې دي.
ټولنیزې رسنۍ په ځانګړې توګه فیسبوک ډېری ځوانان له کار او روزګاره ایستلي دي. ځوانان ټوله ورځ خپل وخت د فیسبوک پر کارولو لګوي او نور کارونه ترې پاتې وي. هیله ده چې د وخت مدیریت د وخت د یوې جدي اړتیا په توګه وپېژنو او په خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه واخلو. د نړۍ ټول پرمختګونه د ولسونو د خوارۍ او محنت نتیجه ده، پرمختګ اسماني او غیبي پدیده نه ده چې موږ یې د را نازلېدو په تمه اوسو، نو باید منظم او هڅاند اوسو.
 له (همیانۍ ) ورڅپاڼې په مننه