ګوستاوو سېسنورو؛  د وینزویلا تر ټولو ستر شتمن

 
ګوستاوو سېسنورو د لاتین امریکا له مخکو سوداګرو څخه دی چې ځینې رسنۍ یې د وییزویلا د مورداک په توګه یادوي. نوموړی په ۱۹۴۰ زېږدیز کال په کاراکاس کې زېږېدلی دی. ګوستاوو له ښوونځي تر فراغت وروسته په کونکټېکېټ ایالت کې د سووفیلډ په نوم اکاډمي لوستې ده. وروسته د ماسوچوسېټ ایالت له بابسن کالج څخه فارغ شوی دی. پلار یې سوداګر و او په کاراکاس کې د توکو پر لېږد رالېږد بوخت و. د ډیګو سېسنورو دغه کوچني کاروبار په چټکۍ پرمختګ کاوه. نوموړی وتوانېد چې په دغه سیمه کې د پیپسي کولا د څانګې جواز تر لاسه او فعالیت پیل کړي.
کاروبار یې نور هم پرمختګ وکړ او په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې یې د تلوېزا په نوم یو تلوېزیوني چنیل واخیست. وروسته یې کارونه خپل زوی ګوستاوو ته وسپارل. د ګاوستاوو د هڅو او سم مدیریت په مرسته پیل شوی کار پر یوه لویه امپراطورۍ بدل شو چې د ګوستاوو ګروپ په نوم یادېږي.
د دغه ګروپ تر چتر لاندې ګڼې کمپنۍ چې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري کار کوي. ګوستاوو ګروپ د رسنیو، ګرځندوی، مخابراتو، د مشتریانو د خدماتو او یو شمېر تولیداتو په برخو کې فعالیت کوي چې په امریکا او اروپا کې ۵۵۰ میلیونه هسپانوي ژبي او پرتګالي ژبي مشتریان لري. دغه راز یې تلوېزیونونه د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې خپرونې لري.
ګوستاوو په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې هغه تلوېزیون چې په هسپانوي ژبه یې په امریکا کې خپرونې کولې او ذه دوو نورو میلیاردراونو سره یې شریک و پر یوه کنسورشیم په۱۳،۷میلیارده ډالره وپلوره. د وین وژن په نوم یو بل تلوېزیون یې چې له پلاره ورته پاتې دی خو نوم یې په لومړنیو وختونو کې تلوېزا و، اوس هم د ده د ملکیت برخه ده. د راپورونو له مخې د وینزویلا د تلوېزیون ۶۷ سلنه لیدونکي دغه چینل ګوري او په ټوله نړۍ کې یې د لیدونکو شمېر ۵۰۰ میلیونه کسانو ته رسېږي. نوموړي د پاتریسیا په نوم له یو چا سره واده کړی چې ویل کېږي د سوداګرۍ په برخه کې یې له ده سره ډېره مرسته کړې ده.
ده د تېر ۲۰۱۳ کال په اکټوبر کې د کمپنۍ اجرایوي مشري خپلې لور ادریانا سېنسورو ته وسپاره.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ګوستاوو سېسنورو اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه په خپل هېواد وینزویلا کې تر ټولو شتمن کس دی او د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۹ ام کس ګڼل کېږي. دی دری اولادونه لري او په دومینیکن کې ژوند کوي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.