
د هېواد په هر ولايت كې ښځې د ژوندانه د اړتيا د پوره كولو او يا هم د نورو ښځو لپاره د يو مثبت او سالم مصروفيت د برابرولو لپاره په اقتصادي چارو بوختې دي.
په بلخ ولايت كې هم ښځې د اقتصادي چارو د پرمخ وړلو او پر ځان بساينې لپاره د ښو زمينو له برابرېدو څخه خوښې دي.
دوى واييه مزار شريف ښار كې د امنيت شتون او د رابعې بلخي په ماركېټ كې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار جوړېدل دا زمينه برابره كړې ده، ترڅو د دغه ولايت لسګونه تنه ښځې په شخصي كاروبار او سوداګرۍ بوختې شي.
د رابعې بلخي ماركېټ د ښځو لپاره د لاسي صنايعو او د ښځو د اړتياوو د پلورلو ځانګړى بازار دى او پكې ډېرى هغه ښځې چې د كور نارينه يې له لاسه وركړي او پخپله د كور سرپرستي كوي او يا هم هغه ښځې چې كمزورى اقتصاد لري د بېلابېلو شيانو پلورونكې دي.
د دغه ماركېټ يوه برخه د وچې مېوې د خرڅلاو لپاره ځانګړې شوې ده او پلورونكې يې يوه ښځه ده.
مومنه په دغه ماركېټ كې د وچو مېوو د پاكولو په برخه كې كار كوي او واييكومې وچې مېوې چې د پاكولو وړ وي لكه مميز وروسته له پاكولو يې تلي او په پلاستيكي كڅوړو كې يې اچوي.
مومنه زياتوي: « كه وچه مېوه پاكه وي او سمه بسته بندي شي، نو پېرودونكي به يې هم زيات وي.»
قندي هم په دغه ماركېټ كې د وچو مېوو د پروسس د يوه كوچني شركت مشره ده.
نوموړې وايي چې بادام، پسته، چهار مغز او مميز له نږدې ولايتونو جوزجان او سمنګان او د قيصار له سيمې څخه دوى ته ور وړل كېږي چې له پاكولو او بسته بندۍ څخه وروسته يې پلوري.
محجوبه د دغه ماركېټ بله سوداګره او پلورونكې ده چې په وينا يې له ډېر زيار او د ستونزو له ګاللو وروسته له اقتصادي پلوه ځان بساينې ته رسېدلې ده.
نوموړې وايي:«ډېر زيار مې ګاللى، خو اوس خوشاله يم چې دا توان لرم ترڅو خپلې كورنۍ سره له اقتصادي پلوه مرستندويه او په خپل ولايت كې يوه سوداګره ښځه واوسم.»
د يادونې وړ ده چې په بلخ ولايت كې د رابعې بلخي ماركېټ د ښځو لپاره يواځينى ځاى دى چې پلورونكي يې ښځې دي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.