د ترهګرۍ (تروريزم) ډولونه

                                                        دویم څپرکی؛ اتمه برخه د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛ د لښکرو جوړښت(ترکیب)، انضباط او دسیپلین.
نه يواځې دا چې ګوډ تيمور خپل ځان د مسلمانانو ستر عالم بللو بلکې ځينو ناپوهو مسلمانانو هم د خپل جهالت او وېرې له امله نوموړى د قرآن څښتن(صاحب القرآن) بللى دى او همدغه صاحب القرآن(تيمور) د همدغې قرآن پيروان د ډول ډول وحشي کفارو او د ده په شان تش په نوم مسلمانانو په لاسونو باندې شهيدان کړي دي د تيمور عسکر د ده په شان ظالمان او وحشيان وو او هر څوک به چې زيات ظالم ؤ لوړې رتبې ته رسيدلو.
ابن عرب شاه د ګوډ تيمور د لښکرو د جوړښت(ترکيب) په اړه وايي: « د دتيمور لښکرې له تورنيانو، ايراني پهلوانانو، د بدخشان له مشرانو، د ترکستان له شير مردانو، د دښتو له جنګياليو تا تارو، د هندوستان له جنګي پیلانو، د ترکمنو له چيرکي ډلو، د سپکو ذليلو او د ناپاکو مجوسو او پليدو بت پرستانو څخه جوړې وې.
د تيمور د لښکرو يوه لويه ډله په کامله توګه وحشي او د داړونکو ځناورو په شان وه چې د داړونکو ځناورو په شان يې د سپيو او نورو ځناورو خامې غوښې غوړلې بې دينه او تش په نوم د انسانانو په څېره (قيافه) وو، دغه خلک د سايبريا څخه راغلي وو تيمور د د غه سيمې وحشي خلک د (چتين) په نوم يادوي او وايي چې دوى د سپيو غوښې خوري او ما وکړی شول چې دوى د سپيو د غوښو له خوراک څخه منع کړم خو ومې نه شول کولى چې د دوى د خامو غوښو د خوراک مخه ونيسم، تيمور زياتوي چې، دوى به د پسونو خامو غوښو ډېر په عذابول خو د آسانو خامې غوښې يې ښې په خوند سره خوړلې او څومره آسونه به چې زما په پوځ کې مړه کيدل دوى ته  مې ورکول... دوى به په سفرونو کې يوه اندازه خامه غوښه د آسانو د زينونو لاندې ساتله، د دې لپاره چې بوى ونه کړي او دوى وايي چې د آس د ملا تودوخه د خامې غوښې د خرابيدو مخه نيسي، تيمور وایي: ما دوى مسلمان کړل خو ومې نه شول کولى چې په دوى باندې په عربى ژبه باندې لمونځ زده کړم، دا چې د دوى ژبه په عربى باندې نه ګرځيدله نو زه چې مفتي يم فتوىَ مې ورکړه چې دوى دې په خپله ژبه لمونځ وکړي(۱).
تيمور وړاندې ځي او وايي: د چتين عسکر له هيڅ شي څخه نه وېريږي او يواځې له لوږې څخه ډاريږي خو ما نه پريښودل چې دوى وږي پاتې شي، د چتين عسکرو شجاعت او جرئت زما په اندازه دى، د چتين عسکر نه يواځې دا چې له مرګ څخه نه ډاريږي بلکې درد هم نه احساسوي، د چتين عسکرو لاسونه دومره زږه(خشن) دي  چې که خپلې ګوتې په خوټيدليو(جوش) اوبو کې کيږدي نه سوزيږي چې له دې اړخه په نړۍ کې د دوى په شان نور څوک نشته، او ما په هيڅ هيواد کې د دوى غوندې زړه ور خلک نه دي ليدلي خو د دغه زيږوالي سره سره ډېر بې هوښه (بې عقل) او د ماشومانو په شان ساده دي تر څو به چې دوى ته څه نه وو ويل شوي په خپله يې هيڅ نشول کولى.
‎د تيمورپه پوځ کې انضباط، دسپلين او مجازات لکه د دوى د غير انساني ناوړو اعمالو په شان ډېر سخت ويرونکي وو‎، د سلطانيې اسقف په دې اړه وايي:
«... د نړى په هيڅ ځاى کې داسې انضباط نشته لکه د تيمور بېک په لښکرو کې... که چيرې يو ( مين باشي= د زرو تنو عسکرو قوماندان) خپلو کسانو ته امر وکړي چې ځانونه اور ته ورواچوى، بې له ځنډ څخه د هغه امر پرځاى کوي او هرعسکر په دې پوهيږي چې که چيرې دخپل قوماندان له امرڅخه سرغړونه وکړي په ژوندوني پوستکى ترېايستل کيږي، د تيمور په پوځ کې انضباط دومره دقيق دي چې که يو سرباز سرغړونه وکړي پر خپل خنجر باندې خپل د غاړې شاهرګ غوڅوي او ځان وژنه کوي ترڅو د سختو مجازاتو له ورکولو څخه ځان وژغوري.»
تيمور د خپلو افرادو د سزا ګانو په برخه کې وايي: « هر هغه څوک چې ما پرې باور کړى وي او هغه زما سره خيانت وکړي... او بيا په لاس راشي په ژوندوني پوستکى تر اوباسم خو که بيا هم ژوندى پاتې شو نو د سرو غوړيو لوى ديګ ته يې وراچوم... .»
تيمور د خپلو درو تنو عسکرو د سزا حال داسې بیانوي: « درې تنو عسکرو چې خيانت يې کړى ؤ او ژوندي ونيول شول امر مې وکړ چې په ژوندوني  پوستکي ترې وباسئ او هغو درو تنو جلادانو په بيړه بيړه په تيرو چړو باندې له هغوى څخه د پوستکو په ايستلو پيل وکړ چې په دې حالت کې مړه شول.»
 د تيمور عسکر چې ډيرى يې ناپوهه او وحشي خلک وو د تيمور حکم يې د خداى حکم په شان بللو ځکه چې همداسې پوهول شوي وو او په نور څه نه پوهيدل، په دې اړه د تيمور سره د (کاستيل= اسپانيا) سفير کلاويخو  وايي: «... عسکرو به هغه ته د عبادت تر حد پورې درناوى کولو، که چيرې هغه (تيمور) د پيغمبرۍ او خدايۍ دعوه هم کړي واى دوى به په خدايۍ او پيغمبرۍ باندې منلى ؤ، د تيمور عسکرو د هغه سره د نيکۍ کول خداى ته د نږدې کيدلو يوه وسيله بلله.»
په دې باب، ابن عرب شاه وايي: « د تيمورعسکر چې کله په مشکلاتو کې پاتې شي نو يو څه د تيمور په نوم نذر نيسي ، او وروسته له مرګ څخه يې هم مړيستون ته نذرونه وروړي.»
د تيمور د اوامرو د تطبيق په باب د اسپانيې د پاچا سفير کلاويخو په خپله سفرنامه کې وايي: «... کله به چې يو ځاى ته د دولت مسئول (عسکر) ورسيد نو چې يو تن کليوال به يې وليد د هغې غاړې ته به يې د هغه خپل پټکى (دستار) ورواچولو او په راښکلو راښکلو به يې روان کړ تر څو د کلي مشر ورته پيدا کړي او کله به چې د کلي مشر په ويره او لړځولو سره حاضر شو، نو د دولت مسئول به هغه  وچ په وچه (بې موجبه) د آس په متروکه باندې يو څو متروکې ووهلو او څو کنځلې او بد رد به يې ورته وويل او وروسته به يې د تيمور فرمان ورته ولوستلو، په داسې حال کې چې هغه (د کلي مشر) به په خاورو کې پروت ؤ.»
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
١- ټول مسلمانان پوهيږي چې لمونځ بايد په عربۍ ژبه ولوستل شي دا د تيمور د بداعتونو له جملې څخه يو بداعت ؤ.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي