
ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د شنبې په ورځ به د يو رسمي سفر په ترڅ كې پلازمېنې كابل ته ورسيږي د خپل افغان سيال محمد اشرف غني احمدزي سره د ليدنې سربېره د لومړي وزير د مرستيال عبدالرشيد دوستم او د حكومت د اجرايوي مشر عبدالله عبدالله سره هم جلا جلا ليدنې ترسره كړي.
په انقره كې د افغانستان د سفير امان الله جيهون د وينا په اساس ټاكل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ ستراتيژيك امنيتي تړون لاسليك شي.
د دواړو هېوادونو د چارواكو ترمېنځ د ليدنو په ترڅ كې به په راتلونكې كې د متقابلو همكاريو په اړه خبرې اترې وشي.
سربېره پر دې د ۲۰۱۴ كال په پاى كې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو نه وروسته په نظامي ډګر كې د تركيې د مرستو او همكاريو په اړه به هم بحث وشي.
په افغانستان كې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د نوي حكومت د رامنځته كېدو نه وروسته دا لومړى ځل دى چې د ولسمشر په سطحه يو لوړپوړى چارواكى له افغانستانه ليدنه كوي.
د څه باندې نيمي پېړۍ ځنډ نه وروسته له افغانستانه د تركيې د جمهوريت د ولسمشر ليدنه د دواړو هېوادونو د اړيكو ترمېنځ ښه پيلامه بلل كيږي.
تركيه د منځني ختيځ او منځنۍ آسيا په سيمه كې د يو مهم هېواد په توګه غواړي چې د سيمه ايزو مسايلو په برخه كې مهم رول ولوبوي.
په انقره كې افغان سفير وويل چې افغانستان په هېواد كې د تركي سرتېرو د پاتې كېدو هركلى كوي. دا پداسې حال كې ده چې د تركيې د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند پخوا څرګنده كړې وه چې د ۲۰۱۴ په پاى كې د بهرنيو ځواكونو د وتلو سره سره به د تركيې يو شمېر ځواكونه په افغانستان كې پاتې شي او د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په برخه كې به مرسته وكړي.
د دواړو هېوادونو د اړيكو معاصر تاريخ
د لومړۍ نړيوالې جګړې د پاى ته رسېدو سره سم دواړو هېوادونو د خپلواكۍ د ترلاسه كولو په موخه ملي مجادله پيل كړه. په ۱۹۱۹ ميلادي كال كې د غازي امان الله خان په مشرۍ افغان ولس له انګريزانو نه خپله خپلواكي ترلاسه كړه. د شلمې پېړۍ په پيل كې په آسيا كې افغانستان لومړنى خپلواك هېواد وو چې د لوديځې نړۍ سره يې ډيپلوماټيكې اړيكې درلودلې.
عثماني امپراتوري د لومړۍ نړيوالې جګړې په پاى كې د ايتلاف د ځواكونو لخوا ماتې وخوړله او د تركيې خاوره د فرانسې، انګلستان، ايټاليا او يونان د هېوادونو ترمېنځ وويشل شوه. په ۱۹۱۹ كال كې د مصطفى كمال اتاترك په مشرۍ د تركي ولس د خپلواكۍ مبارزه پيل شوه چې شاوخوا ۳ كاله يې دوام وكړ.
افغانستان د هغو هېوادونو د كتار په سر كې ځاى درلود چې د تركي ولس د خپلواكۍ د جګړې نه يې ملاتړ وكړ. وروسته له هغې چې مصطفى كمال اتاترك په ۱۹۲۱ كال كې په انقره كې د تركيې خپلواكي اعلان كړه، د نړۍ په سطحه افغانستان لومړنى هېواد وو چې د انقرې حكومت يې په رسميت وپېژندلو. دد ترڅنګ افغانستان لومړى خپلواك هېواد وو چې تركيې ته يې خپل سفير را ولېږلو او په انقره كې يې افغان سفارت پرانيستلو.
د غازي امان الله خان او مصطفى كمال اتاترك ترمېنځ شخصي دوستي او نېك نيت ددې سبب شو چې په همدې كال د دواړو هېوادونو ترمېنځ په مسكو كې د دوستۍ لومړنۍ تړون لاسليك شي. د `` افغان – ترك د دوستۍ د تړون`` په اساس د دواړو هېوادونو ترمېنځ متقابله همكاري پيل شوه.
تركيې په نظامي او ښونيزه برخه كې خپلې تجربې د افغان حكومت سره شريكې كړې او يو زيات شمېر نظامي او ملكي تركي متخصصين كابل ته لاړل تر څو د افغانستان د معاصرې اوردو بنسټ كيږدي.
په ۱۹۲۸ ميلادي كال كې بيا هم شاه امان الله خان د افغانستان د پادشاه په صفت په نړۍ كې د لومړي لوړپوړي چارواكي په توګه انقرې ته رسمي سفر وكړ چې د اتاترك په ګډون د تركي مقاماتو د تود هركلي سره مخامخ شو.
تركي متخصصينو په كابل كې د طب او حقوقو د پوهنځيو د بنسټ ډبره كېښودله او پدې ډول د كابل پوهنتون په چوكاټ كې دواړه پوهنځي فعال شول.
سړه جګړه او د اړيكو ترينګلتيا
د دويمې نړيوالې جګړې په پاى كې كله چې نړۍ په دوو قطبونو باندې وويشل شوه د دواړو هېوادونو ترمېنځ تودې اړيكې سړې شوې. ځكه چې تركيه د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لوديځ كاپيټالست قطب په ليكو كې ځانله ځاى غوره كړ. ددې په مقابل كې بيا افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر اغېزې لاندې راغى.
افغانستان ته د تركيې د لومړني ولسمشر سفر
د دواړو هېوادونو ترمېنځ تاريخي او دوستانه اړيكو دوام وموند. پدې لړ كې په ۱۹۵۸ ميلادي كال كې د تركيې ولسمشر جلال باير د لومړي ځل لپاره له افغانستانه ليدنه وكړه. جلال باير په كابل كې د افغانستان د وخت د پادشاه محمد ظاهر شاه سره د ليدنې په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په متقابلو اړيكو او همكاريو باندې ټينګار وكړ.
په ۱۹۷۹ كال كې پر افغانستان د شوروي يرغل نه وروسته د دواړو هېوادونو د حكومتونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې. تركيې د شوروي اتحاد په وړاندې د افغان مجاهدينو سره خپلې مرستې پيل كړې.
په ۱۹۹۰يمو كلونو كې د كورنۍ جګړې او د طالبانو په موده كې هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ ډپيلوماټيكي اړيكې كمرنګه وې.
نوى پيل ۲۰۰۱
د ۲۰۰۱ كال د ستپمبر د مياشتې د ۱۱ نېټې بريدونو د نړۍ په سياسي تاريخ كې ژور بدلون راوړ. پدې چوكاټ كې تركيې يو ځل بيا افغانستان ته پاملرنه وكړه او د نړيوال سوله ساتي ځواك آيساف په چوكاټ كې يې خپل زرګونه سرتيري افغانستان ته ولېږل. تركيې پدې موده كې د هېواد بيا رغاونې په پروژو كې پوره ونډه واخيستله. د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې مسوليت يې پر غاړه واخيست.
په سياسي ډګر كې هم تركيې فعاله ونډه درلودله. د افغانستان – پاكستان ترمېنځ د شتو ستونزو د آواري او د متقابلو همكاريو د زمينې د برابرولو په موخه يې د تركيې – افغانستان – پاكستان په ګډون د درې اړخيزو سرمشريزو لړۍ پيل كړه. پدې چوكاټ كې هر كال د درېواړو هېوادونو ولسمشرانو د يوې ګډې غونډې په ترڅ كې د سيمه ايزو ستونزو په اړه خبرې اترې كولې.
د دومره نږدې اړيكو سره سره د تركيې د وخت ولسمشر عبدالله ګل افغانستان ته رسمي سفر ترسره نه كړ.
څو مياشتې وړاندې د ولسمشر په توګه د رجب طيب اردوغان د ټاكل كېدو نه وروسته دا لومړى ځل دى چې نوموړى افغانستان ته ځي.
د دواړو هېوادونو نوي سياسي مشران تمه لري چې په سيمه كې مقابله همكاري پراخه كړي
له TRT څخه په مننه