داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(4)

v     په دې وروستیو کې دحزب الله مشر  حسن نصر الله ویلي دي ،چې  دحزب الله ځینې غړي په بوسنیا کې جنګیدلي  دي  ایا دا خبره سمه ده ؟
v     دا ناسمه خبره ده ، ما هلته  15میاشتې تېرې کړې دي یو لبنانی شیعه  مې نه دی تر سترګو شوې ،چې له حزب الله سره تړاو لري .
v     کېدای شي  حزب الله  ستاسې له ورتګ  یا راتګ وړاندې خپل جنګیالي هلته ور استولي وي ؟
v     نه وړاندې نه وروسته  ، هلته مې له هیڅ یو جنګیالي نه دي اوریدلي ،چې په  بوسنیا کې  دحزب الله یا لبناني جنګیالیو جنګ کړې وي . زه خو د ډایټون له تړون وروسته له هغه ځایه راشړل شوې یم . دتاریخ لپاره  په بوسینا کې دسپاه پاسدارانو دوو غړو له بوسینايي پوځ سره دسلاکارانو په توګه  کار کړې دی ، له موږ سره نه و ، خو دوسلو  مرسته یې کړې وه هغه هم  بېکاره  دبیلګې په توګه دوی ،چې کوم راکټونه  RPG له ځان سره راوړي  وو دلټ  ستونزه یې درلوده  نښه به یې نه شوه ویشتلې مرمۍ به ښي او کیڼ لور ته  لګیده  له دښمن سره به یې مرسته کوله ،چې زموږ ځایونه په نښه کړي  تاسې کولای شئ له هر هغه جنګیالي وپوښتئ ،چې په بوسینا کې یې وخت تېر کړې وي  ،چې دا وسله بېکاره او خرابه و ان ،چې مرمۍ  هم خرابې وي  ، ډیری ځوانان دهمدې  بې کیفیته مرمیو له کبله  خپل ژوند له لاسه ورکړې دی .
v     څه پوه شوې ،چې دایرانۍ وسله  خرابه  او بې کیفیته وه ؟
v     پر ځینو یې پاړسي لیک شوې و او دایراني وسلو مرسته  سیده له بوسینايي پوځ سره کېده ،چې دوی به له ایران څخه تر لاسه کوله .
v     په بوسینا کې دعرب جنګیالیو برخلیک څنګه  پای ته ورسیده ؟
v     دوی خپل کاروبار پیل کړې و، پلورنځي ، هوټلونه یې درلودل ، هلته یې ودونه کړي وو کله ،چې علي عزت  ومړ ، چا یې ساتنه  نه کوله  ، له ځینو خو یې تابعیتونه هم بېرته واخستل  او وشړل شول .
v     کله ،چې له بوسینا څخه وشړل شوې او خپل هېواد ته ستون شوې څه احساس مو کاوه ؟
v     خپل هېواد ته راستون شوم او 15ورځې مې تیرې کړې  ، سخت تنګ شوم  هلته مې ګوزاره نه کېده داسې مې انګیرله ،چې زه هلته  پردی یم  ، په بوسینا کې مې د15میاشتو ژوند تجربې زما هر څه رابدل کړل هلته هره ورځ  مرک ، وینه ، غمیزه ، ټولوژنې وې دا بیل ژوند و ما به څرنګه کولای شوای ،چې عادي ژوند ته ، ښوونځي ، فوټبال  ، بازار او دموټرو په اړه راکړې ورکړې او خبرو ته راوګرځم . ونه توانیدم ،چې خپل پخواني ژوند ته وروګرځم  دا احساس مې کاوه ،چې زه هسی ژوند کوم او دا ژوند هیڅ مانا نه لري .بوسینا زه او زما هویت ته  بدلون ورکړی و.
دا مې انګیرله ،چې زما پخوانی ژوند بې مانا و هیڅ ارزښت یې نه درلود کله ،چې بیرته خپل هېواد ته راستون شوم داسې مې احسا س کړه ،چې له جنت څخه ځمکې ته راښکته شوې یم ، داسې مې انګیرله ،چې زما ګردچاپيره خلک  ما نه پيژني .زما پخوانیو ملګرو به  ویل ته  پوره بدل شوې یې ، ستا لیده کاته داسې دي لکه  څلویښت کلن . زه په هره خبره کې جدي وم زما خبرې زما له  عمر سترې وې  .زه  17 کلن وم  ، دا مې احساسوله ،چې زه په ټوله مانا بدل یم  د ټول امت او مسلمانانو غم راسره و .
v     تاسې دلته دجهاد په اړه خبرې کوې ؟ دا کوم جهاد دی ،چې ټول شرطونه یې پوره وي ؟
v     دا دبریدګرو او نیواک (استعمار) پر ضد جهاد.
v     وړاندې له دې ،چې په افغانستان کې ستاسې دتجربې په اړه وغږیږو، ایا ستاسې او ستاسې دملګرو جګړه ،چې دپخواني شوروي اتحاد پر ضد مو کړې وه پر دې دهغه جهاد حکم کیږي ،چې شرطونه یې پوره وي ؟
v     هو ، دا دبوسینا دجهاد په څېر ، داسراییلو پر ضد دفلسطینیانو دجهاد په څېر .
v     اوس ،چې افغانان دامریکایانو پر وړاندې جنګیږي دا هم  هغه جهاد دی ،چې شرطونه یې پوره وي ؟
v     دجهاد یو حکم دادی ،چې ته باید پوه شې له چا سره جنګیږې ، زما له انده  دبوسینا جهاد رښتینی جهاد و ځکه هلته مو دبوسنیا دپوځ تر قومندې  لاندې جنګیدو او زموږ موخه  دبیوزله مسلمانانو ژغورنه وه ، په ورته وخت کې موږ دبوسنیا له پوځ څخه  کوم جلا تشکیل نه درلود دعرب جنګیالیو ډله  دبوسینا دپوځ داوومې فرقې یوه برخه وه . هلته  دمشرتابه  یو تشکیل و ،چې ان تر ولسمشره رسیده  ، موږ جلا نه  و ، زموږ موخه دا نه وه ،چې  په بوسنیا کې دخلکو دژوند بڼه وربدله کړو ، هلته موږ خلک حجاب ته نه اړویستل ، هلته مو دشرابو پلورنځایونه  نه ویجاړول  موږ حدود نه  پلي کول  زموږ بنسټیزه دنده داوه ،چې څرنګه له مسلمانانو دفاع وکړو  موږ هلته  دعوت کاوه ، خو قاضیان او قصابان نه وو.
خبره دا نه ده ،چې دچا پر ضدجنګیږئ  خبره  داده ،چې ملګري  او همسنګره دې څوک دي ؟ رښتینی جهاد دوه شرطه لري :
لومړی : له ښکاره نیواک ، بریدګر سره جهاد  دویم :  دیو شرعي چوکاټ تر سیورې  لاندې جهاد ،چې دهېواد ټول  استوګن ، علماء  یې په اړه یوه خوله وي  ، په کار ده ،چې وار له مخه  څرګنده اجماع وي موخه څرګنده وي  لکه دانګریزانو پر ضد دالقسام او پخواني شوروي اتحاد پر ضد دافغانانو جهاد . دلته اوس دا خبره نه ده ،چې دچا پر ضد جهاد کوې ؟ دا مهمه ده ،چې دسنګر ملګري مو څوک دي ؟ که چیرې دوی  بنسټپاله  ، تکفیریان و دا نو جهاد نه دی . ایا موږ  باید دهغو ملکي وګړو سرونه ورغوڅ کړو ،چې زموږ له  دریځ سره مخالفت لري ؟ دا دجهاد له  مانا سره مخالفت لري  ، دسنګر ملګري باید روڼ انده وي  دوی باید له بنسټپالنې څخه لرې وي  یوازې انساني حس ولري اوداسلامي شریعت  دحکمونو سخت  تفسیر څخه  لرې وي . که چیرې دوی دا ډول کارونه کوي  دوی بیا دالله عزول  له دی سپارښتنې سرغړونه کوي :  (وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ / ژباړه : که چیرې له سختې کار واخلئ دوی به درڅخه وتښتي ).
ولې له ځانه  دا پوښتنه ونه کړو ،چې په عراق کې ولې خلک له القاعدې بېزاره شول  ؟ ځواب دادی ،چې دوی  په الانبار ، الموصل کې دهغو ځوانانو ګوتې ورپرې کړې ،چې سګرټ یې څکول  الله عزوجل موږ ته په قران او سنت کې دا امر نه دی  کړی  .
v     کله ،چې خپل هېواد ته راورسیدې څه مو کول ؟
v     په خپل هېواد کې دوه اونۍ  واوسیدم ، سخت تنګ شوم ، فکر مې پیل کړ ،چې په راتلونکې کې څه وکړم  درس ووایم ، که کار پیل کړم  ما او زما دبوسینا ملګرو په خپلو هېوادونو کې دشپې تېرولو سیک نه درلود . یو ځل بیا سره راټول شوو او دا مشوره مو وکړه ،چې څه وکړو؟  ځینو دا وړاندیز وکړ ،چې په یو بل ځای کې باید جهاد پیل کړو موږ ( دنوي جنت بازار ) په لټه کې و موږ  به دا اصطلاح  کاروله  ځکه په بوسنیا کې  د(جنت بازار) تړل شوې و . ایا کوم نوی بازار شته ؟  په چیچنیا کې هم د( دجنت بازار ) تړل شوې و موږ هلته هم دورتګ لېوالتیا درلوده ، خو روسانو دچیچنیا لار تړلې وه  مسکو نږدې څلویښت رزه سرتیري پر پولو ګومارلي و او قومندان الخطاب هم  هر څوک نه مانه  .
له یو ځوان سره مې خبرې وکړې او افغانستان  ته دتګ له لېوالتیا مې خبر کړ هغه راته په  پېښور کې دمیلمستون دمسول ابو سعید الکردي دټیلفون شمېره راکړه ، دپاکستان ویزه مې تر لاسه کړه ،چې له هغه ځایه بیا په افغانستان کې  د (ابو روضة السوري ) مرکز ته ولاړ شم  ابو سعید الکردي راته په پېښور کې منتظر و. کله ،چې میلمستون ته ورسیدم.  ابو زبیدة الفلسطیني  په  میلمستون کې نه و ، دمیلمستون دمسوول دنده  دپېښور په هوايي ډګر کې  دمجاهدینو راغلاست ، داستوګنې برابرول ، له نورو مجاهدینو سره پيژندګلوي وه  پردې سربېره دنوي  مجاهد نظامي تجربه ، دتجربې څرنګوالې  اوس کومه روزنه  غواړي  په افغانستان کې  څومره وخت تیرول غواړي .
دا ډول پوښتنې دمیلمستون له مسوول سره مرستې کوي ،چې نوی مجاهد وپيژني او دلا زیات  څار مخنیوي وشي  او دا معلومه شي ، چې دا نوی مجاهد خو به  نظامي روزنځای  او جوړښت ته  ګواښ نه وي.
ما ،چې په بوسینا کې دجهاد تجربه درلوده  الکردي زما هغه ملګري پيژندل ،چې هلته یې خپل ژوند له لاسه ورکړې و دې تجربې زما کار یو څه اسانه کړ . هغه مهال زه  دالقاعدې غړی نه وم ، بلکې  دجهادي خوځښت  غړی وم په 1996 ز کې  بن لادن  په سوډان کې و . دجهادي تجربې له برکته  په میلمستون کې زما استوګنه دلنډ وخت لپاره وه . دتورخم له لارې  افغانستان ته واوښتم او په درونټه کې  دابو روضة السوري  نظامي روزنځای ته ورغلم .
هلته مې  دهاوان ، ټانکونو ، توغندیو ، نخچو ،کمین ، جګړه او دکومکي لارو بندول  ... په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې  هلته  د1996 ز تر اپریل وم .
v     هغه مهال په  افغانستان کې څومره نظامي روزنځایونه  وو ؟
v     په جلال اباد کې دوه روزنځایونه وو ، لومړی دحکمتیار دجنګیالیو و نوم یې  (ابو روضة السوري ) نظامي روزنځای و حکمتیار نږدې لس زره جنګیالي درلودل ،چې دعرب هغو شمېر یې ایله پنځوس تنه و ، حکمتیار له  ولسمشر برهان الدین رباني او دفاع وزیر احمدشاه مسعود په جګړه بوخت و ، کورنۍ جګړې کابل له څېرمه  پر کنډواله بدل کړ . که څه هم عرب جنګیالي  دشمېر له  مخې لږ و ، خو دخپلمنځي اختلاف ښکار و .
دابو روضة السوري  روزنځای  دجلال اباد په درونټه کې و  ددی مرکز غړو دبن لادن دا سپارښتنه نه منله ،چې په افغانستان کې روان کړکیچ اوس دمجاهدینو او سیاستوال ترمنځ  جګړه فتنه ده نه جهاد ،خو دابو روضة السوري دمرکز عرب جنګیالیو دبن لادن دا خبره نه منله او خپلو غړو ته یې  ویل ،چې له حکمتیار سره شئ همدا حکمتیار به  اسلامي دولت رامنځته کوي ځکه برهان الدین رباني او مسعود دواړه منافقین دي .
ابو روضة السوري په 1993 ز کې دحزب اسلامي او رباني ترمنځ په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ، زه هم دابو روضة السوري له ډلې سره وم .
بل روزنځای هم په جلال اباد کې و او زموږ له  روزنځای څخه ایله  سل متره لرې و  دا دابو معاذ الخوستي په نوم مشهور و دا فلسطیني الاصله اردنی و ، اوږده بریتونه  یې درلودل ، دا هم  د1994 ز په وروستیو کې په خپلمنځۍ جګړه کې ووژل شو . په عامه توګه دابو روضة السوري روزنځای  ،چې په درونټه کې و دجنګیالیو دشمېر او امکاناتو له مخې ډېر ښه و .