
د پټ پټوني پلان
د جولای په وروستۍ اونۍ کې له واشنګټن څخه د ایران د پاچا څلور ورځنی رسمي سفر په داسې اوړي کې تر سره شو چې د واشنګټن لپاره ډېر طبیعت خرابونکی و. که له یوې خوا په منځني ختیځ کې د ګازو بیې لوړې شوې وې بله خوا په نړۍ کې ډېر قوي پیترو شیمي او لوېدیځ پلوی شاهي دولت ته اجازه ورکړل شوه چې وسلې له واشنګټن څخه ترلاسه کړي. د امریکا د ولسمشر نیکسون یو کال د مخه دا تصمیم چې د ایران شاه ته مرستې ور زیاتې کړي ډېر موجه ښکارېده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شاه د را رسېدو پرمهال وویل چې واشنګټن غواړي له تهران سره همکاري پراخه او خپل دغه دوست په نظامي برخه کې پیاوړی کړی. دغه خبر په امریکا او ایران کې ښه انعکاس وموند. په تهران کې د شوروي اتحاد سفیر د رپوټونو له مخې د ایران له لومړي وزیر هویدا څخه پوښتنه وکړه « ایاتاسو په دې په غوسه یا خفه نه یاست چې امریکا د سي. ای. اې مشر ښاغلی ریچارډ هلمز تهران ته د سفیر په توګه درواستاوه؟» بې له دې چې ښاغلی هویدا وخت له لاسه ورکړې سمدلاسه یې ځواب ورکړ چې « ډېر ښه؛ لږ تر لږه امریکا یانو خو د خپلو جاسوسانو مشر ایران ته را واستاوه». ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې « په واشنګټن کې یو ضرب المثل تل د ځانګړي پاملرنې لپاره تکراریږي چې: (دغه ګل د خپل نږدې ملګري لپاره وساته) امریکا همدغه ګل د تهران لپاره وګماره. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې« د ایران شاه تر ټولو پیاوړی دوست غوښت او د هغه دغه ارمان نیکسون ورپوره کړ». خو د ځینې نورو ایرانیانو لپاره د ریچارډ هلمس ټاکنه یو لوی سپکاوی بلل کېده.
یوه امریکايي عالم جیمس بېل په تهران کې د سفیر په توکه د ښاغلي هلمز د ټاکنې په اړه د یوه وتلي ایراني لیکوال غبرګون ته داسې اشاره کوي چې « ولې واشنګټن بل څوک تهران ته نه را استاوه چې هلمز یې په ایران کې سفیر وټاکه؟ ولې د امریکا متحدو ایالتونو خپل لوی جاسوس زموږ په هېواد کې ډیپلوماټ وټاکه ؟ ایا ستاسو هېواد دا وړتیا او لورینه نه درلوده او لږ تر لږه په دغې مسئلې کې یې له شاه سره دا مرسته نه شوای کولی چې له دغو نیوکو خلاص وای؟»
له نیکسون پرته نور هېڅوک ډېر خوښ نه وو چې د ایران شاه او شاه باڼو د سپینې ماڼۍ په سویلي چمنونو کې د جولای په تودو ورځو کې ګرمۍ ته ناست او ګرځېدل. نیکسون هغوی ته هر کلی ووایه، خو ددغه حالت یو لیدونکی کیسه کوي چې نیکسون لاهم د خپل کوربه توب له کبله شرمېده او سترګې یې ډېرې نه پورته کولې. د امریکا په لومړۍ نمبر کورنۍ ( د ولسمشر نیکسون په کورنۍ) سخت تود اوړی تېرېده. له بل پلوه د واټر ګېټ رسوايي ورځ تر بلې پړسېدله. په تلویزیون د کانګریس د استماعیه غونډې خپرېدو د امریکا ولس ته د ولسمشر نیکسون د شخصیت او کړنو تیاره اړخ ور ښوده. کیسه د نیکسون وه چې د پټو پیسو په کارونې او تر لاسه کونې پوره پوهېده. د تورو بیکونو دنده د شخصي پلټونکو او غږ ثبتونکو لخوا ټولو ته روښانه شوه. د فدرالي څارنوالۍ مشر ارتوربرنز په خپلو یاداښتونو کې لیکلي چې «اوه؛ زما خدایه امریکا وژغورې» دغه مسئله ټوله پر ملي تلویزیون د یوې لویې رسوایی په ډول خپره شوه. امریکایان په دې وپوهول شول چې« شاه په روښانه ډول د ۱۹۷۱ میلادي کال له پسرلي راهیسې لومړنی، یوازینی، بهرنی لوړ پوړی مېلمه دی چې د سپینې ماڼۍ په رسمي ملاقات خونه کې له ولسمشر نیکسون سره په داسې ډول لیده کاته کوي چې د غږ ثبتیدو وسایل به نه وو موجود.»
ولسمشر نیکسون تر هغه وروسته ډېر زیات خفه شو چې د ده دوه لوړ پوړي سلاکاران جان ایرلیچمن او باب هلډمن په زور استعفا کولو ته مجبور شول او په دې تړاو له سخت فشار سره مخ شول. نیکسون دغه مهال ځان په ډېر ناوړه حالت او ماتې کې احساس کړ او دا داسې مهال و چې پهلوي شاه له امریکا څخه رسمي دولتي لیدنه پیلوله. هغه د ډېر فشار له کبله سملاسي د بیتاسدا ناوا روغتون ته یوړل شو. کیسنجر د بیتاسدا روغتون ته تېلیفون وکړ چې ولسمشر نیکسون ته د ایران د شاه د رارسېدو او راتلو په اړه معلومات ورکړي. خو په دې وخت کې کیسنجر په دې خوشحاله شو چې نیکسون یې له نورو دولتي چارواکو سره له لیدلو وروسته د ګرځېدو پرمهال ولید او فکر یې وکړ چې هغه په خوندي ډول په ښه کېدو دی. کله چې ولسمشر وویل چې هغه به د جمعې په ورځ چک شي او « کېدای شي د یوه یا ۲ ساعتونو لپاره دفتر ته ولاړ شي او بیا کېدای شي د شنبې او یکشنبې په ورځو کې کمپ ډیویډ کې وی او بېرته به د معمول په ډول د دوشنبې په ورځ دفتر ته راشي. کیسنجر وړاندیز وکړ چې هغه دې د یو څه وخت لپاره پاتې شي . « ښاغلی ولسمشره؛ دا به ښه وي چې یو څه په پاته کېدو فکر وکړې.»
ولسمشر نیکسون ځواب ورکړ:« موږ یوازې په دغه ډول خوشې مسئلو ځان اندېښمنوو. څوک دا غواړي چې شاهي کورنۍ ته موږ ښه راغلاست ووايو.»
کیسنجر هغه ته ور په یاد کړه چې « د ایران شاه به د سې شنبې په ورځ واشنګټن ته راشي او دا به په واقیعت کې ډېره مهمه ناسته وي.»
نیکسون ورته وویل:« البته، دوی به په همدې ورځ را ورسیږي.» هغه د کیسنجر دې وړاندیز ته ډېر پام ونه کړ چې شاه ته لږ زیات پام وکړي او که هغه ته اړتیا ولري نو غږ دې پرې وکړي. نیکسون شاید د کیسنجر په حرکتونو یو څه شک درلود نو ویې ویل چې( ډېره مهمه نه ده). «نه ، نه زه غواړم چې له هغه سره ښه چلند وکړم » هغه لا دمخه د کیسنجر لپاره یوه دنده په مغزو یا فکر کې درلوده.
د نیکسون لپاره هغه له خپل ملګري شاه سره خورا ښه چلند وکړ او ښه مېلمه پالنه یې وکړه، هغه د باچا هانو باچا ته د سندرو، نڅاګانو نندارې وړاندې کړې. دا په دې مانا و چې نیکسون د شاه او کیسنجر لپاره ډېر څه په داسې وخت کې ترسره کړل چې د هغه ماغزه ګډوډ وو او زړه یې دغه ډوول او سورني ته نه کېده. نیکسون د کیسنجر ټولې لېوالتیاوې په پام کې ونیولې او همغه څه یې شاه ته وړاندې کړل چې ده یې تمه درلوده. کیسنجر پوه شو چې یو ډېر مهم چانس یې په داسې وخت کې تر لاسه کړی چې سپینه ماڼۍ اوس ورته اړتیا لري. د سینمايي ستوري «ډن کايي» د نندارې خبره یې رامخې ته کړه.
ولسمشر له خپلې لور جولیا څخه وغوښتل چې کیسنجر ته تېلیفون وکړي او ورته ووايي «که هغه کولی شي چې سندرغاړی کايې را وغواړي چې په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر رضا شاه پهلوي ته یوه ننداره او میلمستیا وړاندې کړي.»
د ولسمشر لور جولیا له کیسنجر څخه وپوښتل چې « ایا تاسو غواړئ چې دا کار تر سره کړئ او که نه غواړئ چې کايي را وبولئ ؟»
کیسنجر وویل :« فکر نه کوي چې هغه به ورته تېلیفون وکولی شي. خو زه تاسو ته اوس دا ویلی شم چې زه به دا کار ونه کړم.» سندرغاړي کايي په دې وروستیو کلونو کې کنسرت ور کول پرې ایښي دي او تر دې دمخه یې هم یو ځل د کیسنجر دغه ډول غوښتنه نه وه منلې چې ولسمشر نیکسون ته یو کنسرت وړاندې کړي. کیسنجر او د ولسمشر لور جولیا په خونه کې د فیل تر شاخوا قدمونه وهل او په دغه ډول یوه پرګرام یې فکر کاوه او خپل نظرونه یې سره تبادله کول. جولیا نیکسون ته دا وویل چې هغه(کایا) ډېره مودبه ده او د ایران شاه به یې ډېره خوښه کړي.
کیسنجر بلاخره د ماشومانو د صندوق یونیسف لپاره د مرستو را ټولو سفیره یا استازې (سندرغاړې کايې) ته تېلیفون وکړ او هڅه یې وکړه هغه قانع کړي چې د پهلوي باچا لپاره نڅا وکړي او سندرې ووايي. کیسنجر له خپلو چاپلوسو تاکتیکونو په دې تړاو ګټه پورته کړه او هغه سره یې دلایل ویل شروع کړل. هغه له کايې څخه وغوښتل چې ولسمشر ته یې دده په څېر اکټورانو ډېره ستاینه کړې او دا د ولسمشر غوښتنه ده چې ته راشې او پهلوي باچا ته نندارې وړاندې کړې « ډني، ما چې د کوم کار لپاره درته تېلیفون کړی دا د ولسمشر غوښتنه ده، ما ستا ډېر توصیف ورته کړی اوهغه ته مې ستا د هنر د هر اړخ په اړه ویلي، ولسمشر به ډېر حیران شي که ته د جولای په ۲۴ نېټه د ماښام د ډوډۍ پرمهال هغه ته ننداره او نڅا وړاندې کړې. زه په دې باندې ټینګار نه کوم ، زه یوازې د ولسمشر غوښتنه تاته وړاندې کوم.»
کايي په ځواب کې کیسنجر ته وویل:« نه یاره زه نه غواړم چې دغه کار تر سره کړم، زه په رښتیا نه غواړم چې دا کار وکړم.»
کیسنجر بیرته اکټورې کايي ته وویل« زه نور په کې څه نشم ویلی او نه غواړم چې له شخصي اړیکو بل ډول ګټه پورته کړم.»
اکټور کايي ورته وویل« نه ، نه ، د نندارې وړاندې کولو په اړه باید ووایم چې دا له غوښتنې او پوښتنې بهر خبره ده .زه نه غواړم چې دا کار وکړم، زه ممکن ونشم کولی چې په ۲ اونیو کې د موسیقۍ ډله تیاره کړم، زما د ۲۵ کلونو د موسیقۍ همکاران ټول مړه شوي دي. زه نشم کولی هغوی ددې پروګرام لپاره برابر کړم.»
کله چې کیسنجر بیا پرې ټینګار وکړ او داځل یې لهجه یوڅه تنده وه، « ډېر ښه، تاسو د فیلمي ډایریکټر جان فورډ په میلمستیا کې ډېرې بدې سندرې وړاندې نه کړې او که هغه کوم رسمي پروګرام نه وو ــــــــ »
سندرغاړې کايي نېغ په نېغه اصلي موضوع ته اشاره وکړه:« د ایران د باچا لپاره؟ زه دومره لوده هم نه یم چې د هر چا لپاره دا کار وکړم، ځکه چې زه ونه توانېدم چې هغه زه په تهران کې د یو نیسف د ماموریت پرمهال ووینم.»
د ډني کايي لخوا د ایران د باچا لپاره د کنسرت ورکولو نه منل کېدو په پراخه کچه انعکاس وموند او هغه وغوښتل چې په دې ډول سره عامو خلکو ته وښيي چې ایران د بشري حقونو په برخه کې ښه ریکارډ نه لري او دی ترې نا خوښه ده. خو کیسنجر پر لپسې هڅې وکړې چې ډني کايي په دې پوه کړي چې شاه د زړه له تله غواړي چې د هغه کنسرت وویني او له کايي یې په وار وار وغوښتل چې په دغه مېلمستیا کې ګډون وکړي. د ایران ملکه فرح ددغې هنري ستورې له مینه والو څخه وه. هغې په خپلو یاداښتونو کې «هغه ، ډني د یوې لوبغاړې، سندرغاړې او یوه داسې کس په توګه ډېره ستایلې چې د ماشومانو د نړیوال صندوق یو نیسف لپاره یې ستر خدمتونه کړي دي او بې شمېره پروګرامونه یې د محرومو ماشومانو لپاره د مرستو را ټولولو په موخه تر سره کړي دي.» ملکې فرح د ځان لپاره په ایران کې داسې رول غوره کړی و چې ځان به یې د هنر او فرهنګ ساتونکې بلله او د ښځو او ماشومانو د حقونو د مدافع په توګه به یې هڅې کولې.
خو واشنګټن ته هغه له خپل میړه رضا شاه سره د را رسېدو په شپه هغې ته وویل شو چې خپل بیک واخلي او ماڼۍ خوشې کړي. د شاه دغه بې وفايي او حرکت په پراخه کچه په تهران کې خپور شو. دغه ښار کې د شاه ددغه حرکت په اړه هره خوا اوازه خپره شوه او نېغ په نېغه د شاهي ماڼۍ تر ځانګړو ساتونکو دغه خبرونه ورسېدل. محمد رضا شاه له سپین مخو نجونو خوند اخیسته چې په کې د لفتانزا د هوايي شرکت سټیورډانې یاخدمې هم شاملې وې چې د فرانسوۍ میډم کلوډي لخوا سینګار شوې، د ځوانو ښځو یوه ډله د شاه دربار ته د یو شمېر دلالانو لکه امیر هوشنګ لخوا را وړل شوې، دا کس د قاجاري دولت یو شهزاده غلام رضا افخامي و چې د شاه ژوند لیک یې هم لیکه. هغه د ایران په شاهي کورنۍ کې زیږیدلی و. هغه ډیر ځیرک او فاسد ،ښه فصیح او بلیغ خبرې کونکی، با سلیقه لباس اغوستونکی او پر اپیمو روږدی کس و.
ښاغلي افخامي په خپلو خاطراتو کې ویلي چې «زنکه بازي داسې یوشی وو چې اعلی حضرت رضا شاه به د خپل دربار له وزیر اسد الله علم سر یو ځای په عام ډول ترسره کوله.» ښاغلي افخامي وویل« دا به حتمي نه وو چې شاه ته به ور وړل کیدونکو نجونو سره هغه جنسي اړیکي نیول، بلکې په بېلا بېلو پروګرامونو کې به یې خپل وخت ورسره تیراوو او له نجونو سره له ناستې پاستې به یې خوند اخیسته. ډېر کله به له نجونو سره یوازې خبرې کیدې یا به نڅا تر سره کېده، په همدې به بسیا کېده او شاه به له دې کاره خوند اخیسته.»
بلخوا د ایران ملکه له خپل خاوند څخه ۱۹ کاله په عمر کشره یا ځوانه وهاو هغه د خپل خاوند له دغه ډول چلند او عادت څخه خبره وه. د شاه د ژوند لیک لیکوال د شاه او مېرمنې د اړیکو په اړه وايي « شاه بانو د خپل خاوند شاه په دغه بې پروا کړنو پوهېده او په مجموع کې یې د هغه په اړه ښه نظر درلود، خو تل داسې نه وو. ځینې وخت به هغې ژړل او فریاد به یې کاوو او یو ځل خو یې ان ګواښ کړی و چې ځان به ووژني. په دې تړاو تر ټولو خطرناکه کیسه په ۱۹۷۳ کال کې را منځ ته شوه.»
یوه نجلۍ وه چې جیلدا نومېده او ۱۹ کاله عمر یې درلود، لوړ دنګ قد یې درلود. هغې له شاه سره ډېره خطرناکه یارانه پیل کړه، هغې ژېړ رنګه وېښتان او خورا لویې موخې او روښانه تصور یې درلود. هغې تصمیم ونیو چې د ایران شاه باید د یوه مسلمان مېړه په توګه د هغه ټول حقونه په پام کې ونیسي او د دویمې مېرمنې په توګه دې ومني او هغې هڅه کوله چې دغه خبر د هېواد ډېرو خلکو ته ورسوي. دا یوازې یو ډول نه باور کونکې اوازې وې چې د شاهي کورنۍ د نوم بدۍ لپاره خپرېدې. د بېلګې په توګه په۱۹۶۰ کال کې ملکې دا تصمیم ونیو چې خپل لومړنۍ ماشوم د تهران په سویل کې په ملکي عامه روغتون کې نړۍ ته راوړي. هغه او خاوند یې دا هدف درلوده چې دا کار به له عامو خلکو سره د ځان د یو بللو او د درد او غم د شریکې درملنې په مانا وي او په عامو خلکو کې به د شاه محبوبیت زیات شي. خو خطرناکو اوازو زور واخیست او ډېر ژر دا اوازې خپرې شوې چې نوی زیږیدلی وارث، شهزاده رضا سیروس د باچا زوی نه دی او هغه ګواکې کوڼ او ګونکی دی. د شاه د یوه مشر سلاکار جنرال حسن پکروان مېرمن فاطمې پکروان د خپلو سترګو لیدلي حالت او اورېدلو خبرو په اړه وايي« دوی داسې اوازې خپرې کړې چې شهزاده خبرې نه شي کولی که نه درته وبه وايي چې د چا زوی دی. د شاه لاسونه لکه د مرغ ابۍ په شان لنډ دي او د ملکې غوږونه ډېر اوږده دي چې باید ترې پرې کړل شي. دوی (ایرانیانو) به هرڅه ویل، هر څه، ډېرې په زړه پورې اوازې وې.»
علم احساس کړه چې د جیلدا په اړه خورا خطرناکې اوازې تر ډېره لرې سیمو پورې رسېدلې. د ملکې موقف ته یې ضربه رسولې او هغه سخته پرې خفه ده او شاهي کورنۍ باندې لوی تور لګول شوی، نو هغه دغه اوازې له خپل زاړه ملګري سره شریک کړې چې په دغه ډول مسئلو کې یې تجربه درلوده او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه. هغه په دې پوه شو چې شاه په حیرانونکي ډول ډېر پیښمانه او سخت خفه دی، خو د مرستې له دغه ډول وړاندیز څخه ډېر منندوی وو.
کله چې د شاه د دویم واده اوازې ملکې فرح ته ورسیدې هغه بې اندازې ډېره خفه شوه او هېڅ تصور یې نه کاوه. یو رپوټ ادعا کوي چې شاه په دې دوران کې اروپا ته ولاړ. د شنبې په ورځ د جولای په ۲۱ نېټه واشنګټن ته له تلو تر ۴۸ ساعتونو دمخه د ملکې وېرطدلې مور فریدې دیبا دغه موضوع له اسد الله علم سره شریکه او د قانون خبره یې ورته وکړه. هغې له علم سره ددې موضوع د مطرح کولو پر مهال ایله یو ځل د «طلاق خبره یاده کړه او نور ولاړه، خو په دې کې شک نه وو چې د هغې لور ملکې فرح دېته تیارۍ نیوه چې له شاه سره په دغه سفر کې یو ځای ملګرتیا وکړي. بلخوا شاه او علم داسې پلان جوړ کړ چې جیلدا له یوه ښه ځوان سره واده کړي او دغې مسئلې ته په دې توګه د پای ټکی کیږدي.
تر دې وروسته د ایرانیانو دې شاهي رسمي ډلې ویرجینیا ته الوتنه وکړه. په ویرجینیا کې دوی شپه په ویلیمسبورګ ماڼۍ کې تېره کړه، په سبا سهار دوی د واشنګټن پر لوري سفر درلود، د دوی چورلکه د سپینې ماڼۍ په سویلي اړخ کې را ښکته شوه او دوی په رسمي ډول خپل څلور ورځنۍ دولتي سفر پیل کړ. سره له دې چې پهلوي شاهي کورنۍ په سختو کورنیو شخړو او بې باوریو کې ډوبه وه او تر سخت فشار لاندې وه، خو دوی له امریکايي دولتي مشرانو سره د لیدنې پر مهال ځانونه ډېر نژدې او خوښ ښکارول. کله چې دوی له رنګ الوتې ډیک او پیټ نیکسون سره د سپینې ماڼۍ په یوه اړخ کې د سلګونو سیلانیانو په مخکې وکتل داسې احساس یې نه ورکاو چې ګواکې دوی په خپلو کې کورنۍ ستونزې لري.
هر یوه خوله له موسکا ډکه وه او سر یې د رضایت په توګه ښوراوه او د ښه راغلاست په ۲۵ دقیقیزو مراسمو کې د شاه او مېرمنې په شونډویې خندا خپره وه او فضا ټوله د سیلانیانو په خوشحالۍ ډکه وه. نظامي سرتیري د ښه راغلاست لپاره په خپل ډول درول شوي وو او د لېواله خلکو ګڼې ګوڼې او امریکايي چارواکو چک چکې وهلې او د امریکا او ایران بیرغونه یې جوړه ښورول. ولسمشر نیکسون د ښه راغلاست په مراسمو کې په ډاګه کړه چې: « زه دلته ستاسو د راتلو هرکلی کوم، نه یوازې د یوه زاړه ملګري په توګه بلکې، د خپلو خلکو د فعال او با عزته مشراو د نړۍ د لومړۍ درجه سیاستوال په توګه. » شاه بیا په خپل وار سره له نیکسون او د امریکا له دولت څخه مننه وکړه« زه له دغه فرصت څخه چې ماته له تاسو سره د خبرو اترو په تړاو را په برخه شوی مننه کوم او ستاسو له هغو ټولو عاقلانه لارښوونو مننه چې تل مو راکړي دي.» دواړو سیاسي جوړو او مشرانو ها خوا د لیفیټ په پارک او سړک کې د هغو شاوخوا ۲۰۰ کسانو په لاریون سترګې پټې کړې چې د شاه او امریکا پر ضد یې تر سره کاوو. دغو لاریون کونکو په زوره زوره نارې وهلې چې « سي. ای. اې، له ایران څخه را بهر شه. شاه د امریکا ګوډاګی دی، امریکا دې له ایرانه را بهر شي.»
شاه ظاهرا واشنګټن ته ددې لپاره راغلی وو چې د نیکسون د ادارې لخوا هغه ژمنې پوره شي چې پر ده یې د اف ۱ جنګي الوتکو د خرڅولو په تړاو کړې وې. البته چې دا یوه ډېره په زړه پورې هیله وه. په دې تړاو پټه معامله تېر کال د نیکسون او شاه ترمنځ تر سره شوې وه. خودواړو حکومتونو باید د هغو خوځښتونو سره سم ګامونه پورته کړي وای چې را منځ ته شوي وو. لکه له یوپلوه شاه باید دې معاملې ته لېوالتیا ښوولې وای، نیکسون یې د عملي کېدو امر کړی وای، پنتاګون یې تړون پیشنهاد کړی وای او د ګرومن کمپنۍ د الوتکو د جوړولو تړون تر لاسه کړې وای. د اېف ۱۴ جټ الوتکو د جوړولو د معاملې دلیل هم د شاه لپاره تیاره و. سناتور فولبرایټ شاید له بل هرچا په دغه معامله کې ډېر حساس و.
کله چې د شاه د ښه راغلاست مراسم پای ته ورسیدل نیکسون او کیسنجر د اول افیس(د سپینې ماڼۍ د ولسمشر د کارد دفتر) خواته رهنمايي کړ چې هلته ورسره دوه په دوه پټې ۲ ساعته خبرې سره تر سره کړي. اردیشیر زاهدي چې د ایران په شاهي دولت کې د دويم ځل لپاره په واشنګټن کې د ایران د سفیر په توګه دنده تر سره کوله د کیسنجر لخوا په دغه شخصي ناسته کې له ګډون څخه منع شو. د دوی ترمنځ پر دغه مهال لفظي شخړه هم را منځ ته شوه. کیسنجر دارنګه وغوښتل چې دا ډاډه کړه چې د دواړو مشرانو ترمنځ د کېدونکو خبرو او بحثونو نوټ نیونکی او یاداښت کښونکی باید یوازې او یوازې همدی وي. شاه وروسته ښاغلي زاهدي ته وویل چې (کیسنجر وروسته د شپې ناوخته زه د ښار په چکر بوتلم او په لاره کې د ناستې پرمهال په مطرح شویو خبرو نور هم ور سره وغږیدو .)
تر دې سفر ۶ ورځې مخکې په کابل کې د افغانستان پاچا محد ظاهر شاه دولت د چپي ګوندونو په مرسته په یوه کودتا کې را نسکور کړی شو. د ایران شاه د امریکا دولت ته خبر دارئ ورکړی و چې شوروي اتحاد په افغانستان کې لاسوهنه کوي او فعالیت یې پراخ کړی. هغه د امریکا ولسمشر نیکسون ته وویل چې « ان که دا د شوریانو کودتا هم نه وي ، خو دوی باید په دې مسله پوه شي.» رضا شاه خبر دارئ ورکړ چې «ماسکو پلان لري چې د افغانستان له لارې د هند سمندر ته ځان ور سوي. ورته هڅه زما په باور په عراق کې هم روانه ده » د ایران باچا وویل هغه د شوروي لومړي وزیر الکسانډر کوسیګین ته ویلي چې له خپلو پولو بهر تیری ونه کړي، ځکه چې «موږ به په څو ساعتونو کې عراق ړنګ کړو. که موږ دا وړتیا لرو نو تاسو باید له عقل څخه کار واخلئ ، موږباید د هوايي ځواک د منع کولو وړتیا ولرو.»
شاه همدارنګه نیکسون او کیسنجر ته په دې ټینګار وکړ چې ایران به د اوسني پا کستان ټوټه ټوټه کیدل او له منځه تلل ونه زغمي چې د ۱۹۷۱ کال د خونړۍ بیلتون غوښتنونکې بنګالي جګړې وروسته په نازک حالت کې وو .
د پخواني یا مشر پهلوي د دورې یوه مهمه نښه داوه چې ایران هغه مهال په ټوله کې له ټولو ګاونډیو او نړیوالو اتومي قدرتونو سره ډېرې قوي اړیکې درلودې. خو د شاه د سیاست توازن داسې خواته پراخ شو چې نه یوازې په خپل هېواد کې یې د امریکا لپاره نوې ګټې وزیږولې بلکې د اروپايي هېوادونو ګټې هم ښې خوندي او ډېره تکیه په امریکا او اروپا وشوه. شاه وویل« زه غواړم چې اروپا ته د تېلو یوه نل لیکه ور جوړه کړم چې دوی احساس کړي چې زموږ امنیت د اروپا له امنیت سره له هره اړخه تړلی. د اروپا لپاره د تېلو یوازینۍ تولیدونکی هېواد چې له هره اړخه ورته ډېر مهم دی هغه ایران دی. نو که چېرې زه خپل هېواد له اروپا سره د ګازو په یوې نل لیکې ونښلوم نو دوی باید موږ ته خاص پام زیات کړي.»
په دې توګه به روسیه له اروپا او موږ سره د ستونزو پیدا کولو او سخت سیاست پرمخ نه بیايي. دوی باید له اروپا سره د تاوتریخوالي سیاست له موږ سره د ستونزو پېښولو په مانا وبولي. بلخوا کله چې د ایران شاه د تېلو د بیو د نورې پورته کونې خبره رامخې ته کړه نو نیکسون او کیسنجر پر ډېر چرت خراب نه کړ. د ایران لپاره د تېلو د بیو پورته کول په دې مانا وو چې دغه هېواد د امنیتي خلاوو د ډکولو په برخه کې ډاډمن کېده. «د تېلو پالیسي په کافي اندازه پېچلې وه. موږ د ایران لپاره د یوه اتومي سټېشن د جوړولو او ورکولو غوښتنه وکړه. عادي تصور داسې و چې د تېلو بیې به تر هغه وخته پورې لوړې شي چې د ډبرو سکرو خاصیت په ګاز بدل او د غازي موادو په توګه د ګټې اخیستو وړ شي. موږ د تېلو په خبرو اترو کې د ثبات رامنځ ته کولو هڅه کوله. بل هېڅ هېواد دا کار نه شي کولی.»
بلخوا د ایران شاه په واشنګټن کې له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې د ایران د سمندري ځواکونو په رغاونه کې ورسره مرسته وکړي. هغه وویل چې له لوېدیځ څخه یې په ایران کې د برېښنا د یوې فابریکې د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه دارنګه تمه درلوده چې له امریکا سره په دفاعي برخه کې ګډه همکاري او را کړه ورکړه پیل کړي. د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې که شاه غواړي هغه به له ایران سره مرسته وکړي چې اتومي برېښنا ته لاس رسی پیدا کړي.» د امریکا ولسمشر وویل:« دا به ډېره ښه وي چې که تاسو د خپلو ستېشنونو ارزونه تر سره کړئ. ستاسو تحلیل زه قانع کړم چې باید موږ دواړه هېوادونه امریکا او ایران باید د هر اړخیزو مرستو په برخه کې یوه تګلاره ولرو. زه له ډاکتر کیسنجر څخه غواړم چې ستاسو د سمندري ځواکونو د روزنې چاره تعقیب کړي او بیا وروسته د اتومي انرژۍ د تولید ریکټورونو او نوروتخنیکونو او سیستمونو ورکړه تعقیب کړي. په نړۍ کې ستاسو په مشرۍ ایران په دغه برخه کې خورا ډېر ښه پرمختګ کړی.»
نیکسون له شاه سره په دويم پړاو خبرو اترو کې برخه نه درلوده چې په بلیر هاوس ماڼۍ کې تر سره شوه چې د شاه د اوسېدو ځای و. دغه لیدنه د مازدیګر په ۵ بجو تر سره شوه او یو نیم ساعت یې دوام وکړ. په امریکا کې د ایران سفیر چې له شاه سره ناست و په څوکۍ یې ځان سرېښ کړ او د شاه او کیسنجر په ناسته کې یې برخه واخیسته. په دغه ناسته کې چې شاه، زاهدي، کیسنجر او په تهران کې د امریکا سفیر هلمز هم برخه درلوده. په ناسته کې په جزییاتو سره د کویت، سعودي او پاکستان دولتونو ته په درناوي سره د ایران د پوځ په پرمختیايي پلان او سمبالونې خبرې اترې وشوې. د ایران شاه په سیمه کې د شوروي اتحاد په وروستیو خوځښتونو او پلانونو ژوره اندېښنه درلوده په ځانګړې توګه د هند او عراق سره د شورویانو د اړیکو په لا ډېر نږدیوالي. هغه وویل چې:« دا ډېره مهمه ده چې ټولو ته روښانه کړو چې موږ په سیمه کې هېڅ ډول خطرناکه سوداګري نه کوو او نه هم کوم شوم پلان لرو. موږغواړو دوی ته وښیو چې که غواړي کوم بې عقل کار تر سره کړي نو دوه ځلې دې پرې فکر وکړي.» لکه چې ولسمشر نیکسون دوی ته روښانه کړه ... . یوازې یو قدرت به وکولی شي چې دوی دېته اړ کړي چې د یوه خطرناک رول له تر سره کولو دمخه دوه ځلې فکر وکړي.»
کیسنجر پوښتنه وکړه :« ستاسو موخه عراق ده؟»
شاه ځواب ورکړ:« ټول هغه هېوادونه چې د پوځي او سیاسي ملاتړ له اړخه په شوروي اتحاد تکیه لري. زموږ پالیسي دانه ده چې دوی ته سپکاوی وکړو، خو غواړو دوی ته وښیو چې زموږ په سیمه کې هېڅ ډول چلاکي کار نه ورکوي.»
کیسنجر هڅه کوله شاه ته ډاډ ور کړي چې « موږ غواړو د شورویانو اغېز چې هر چېرې ښکاریږي، هغه له منځه یو سو او دوی ته په هغو سیمو کې ماتې ورکړو چې دوی ورته پیاز په ګنډه کې وهلي او په زړه کې ورته ګوړې ماتوي. موږ غواړو دوی ته په سیاسي ډګر کې په منځني ختیځ کې یو فکري چوکاټ رامنځ ته کړو چې د دوی هڅې او منډې ترړې هېڅ پایلې ونه لري. موږ غواړو دا کار په داسې لاره تر سره کړو چې له دوی سره په تقابل کې واقع نه شو. موږ غواړو چې دوی په ساده ډول په دې وپوهوو چې دوی به د هر ډول تمه لرونکو هڅو او پالیسیو درنه بیه پرې کړو.»
دوی ژمنه وکړه چې د کردي یاغیانو د ملاتړ لپاره دواړه په ګډه پلان مخې ته بیايي او موخه یې دا وه چې د شوروي په ملاتړ عراق نا امنه، ملي خزانه یې په نا امنیو برباد او د شوروي تګلارو لپاره هم سر خوږی جوړ کړي.
د ایران شاه له دې کبله غوصه په ډاګه کړه چې د ایران محافظه کاره عرب ګاونډیانو دا رد کړه چې د سیمه ییزې دفاع په موخه له ایران سره همکاري وکړي. د شاه په ذهن کې لا د عراق هغه هڅه ډېره تازه وه چې په پسرلي کې یې د کویټ د لاندې کولو لپاره کړې وه. شاه وویل چې « کوېټ ډېر وړوکی هېواد دی او د مخکیني خبر داري سیستم یې دېته نه دی جوړ چې دفاعي جنګي الوتکې یې د دې چانس ترلاسه کړي چې له برید سره سم د خپلې خاورې د ژغورلو لپاره یو څه تر سره کړي. پر کوېټ د عراق د برید مخنیوی او د دغه هېواد دفاع باید د اردن او یا هم د سعودي عربستان لخوا وشي، ځکه چې دغه هېواد دومره وړوکی دی چې له برید سره سم ټول لاندې کیږي.»
پر همدې خبرو اترو شاه او کیسنجر بوخت وو چې سفیر اردیشیر زاهدي بله موضوع د بحث لپاره مطرح کړه. هغه وړاندیز وکړ چې«د خلیج د تېلو د سیمو د ساتنې لپاره باید د ایران او واشنګټن تر منځ بېړني پلانونه پراخ کړل شي. دا په ۱۹۵۸ کال کې په بغداد کې د چپ اړخو بنسټ پالو له خوا د شاهي کورنۍ د ټول وژنې له پېښې وروسته لومړنۍ تازه پلان و چې را مخې ته شو. هغه مهال شاه په پټه په دې موافق و چې که عراق په خپل ګاونډي کوېټ یرغل وکړي نو ایران به خپل فضايي حریم او هوايي ډګرونه د امریکا او برېتانیې په واک کې ورکړي چې دغه برید شنډ او د کوېټ د خوندي کولو عملیات ترې تر سره کړي.
هغه اوس وغوښتل چې بېړنی پلان رسمي او له سره تازه کړي چې په کې د ایران د نظامي برخې د پیاوړتیا لومړیتوبونه رابرسېره کړي. سره له دې چې ولسمشر احمد حسن الباکر د عراقي دولت مشر و، خو شاه په عرقي ځوان مخکښ راپورته شوي لوړپوړي چارواکي صدام حسین کلک نظر ساته چې تر دې مهاله یې خورا پېچلې لارې په ډېر لنډ وخت کې وهلې وې. د هغه بنسټپاله وړتیاوې، د وحشي کړنو په اړه د هغه اعتبار او ملت پاله نظریات لا دمخه د خلیج په حوضه کې اندېښنې را پورته کړې وې.
ده بلیر هاوس ماڼۍ په غونډه کې اردیشیر زاهدي پوښتنه وکړه چې « که ایران د عراق پر ضد له کوېټ سره په داسې حالت کې مرسته وکړي چې د نړیوالې ټولنې اجازه نه وي نو د سپینې ماڼۍ غبرګون به څه وي؟ د بېلګې په توګه ایا د امریکا متحده ایالتونه به د ایران په خوا کې په خپل ټول قوت سره ودریږي او په ملګرو ملتونو کې به کومه ستونزه نه وي؟» هغه څه چې شاه غوښتل پرې پوه شي هغه داو چې ایا واشنګټن به له ایران څخه په ډیپلوماتیک ډګر کې هغه مهال ملاتړ وکړي چې که په نږدې را تلونکي کې عراق په کوېټ برید وکړي او ایران یې د یوه ګاونډي په توګه دفاع ته ور ودانګي او یا د بغداد پر ضد د کوېټ مرسته وکړي؟
کیسنجر د ایراني مشرانو ددغه نوي وړاندیز په اړه شک وښود. هغه له شاه او ښاغلي زاهدي څخه وپوښتل چې خپل مقصد او موخه په جزییاتو سره په لیکلي ډول وړاندې کړي . بحث د پوځي مداخلې د ډول او څرنګوالي پر موضوع را وڅرخیده چې شوروي اتحاد په ۱۹۶۸ کال کې پر چکسلواکیا تر سره کړ. شاه له دې ویریده چې کیدی شي شوروي اتحاد همغه تاکتیک یو ځل بیا په فارس خلیج کې تکرار کړي .
شاه وروسته په دې حیرانتیا وښوده او په لوړ اواز یې وویلې چې ایا زموږ احتمالي پلان کیدی شي په دې وروستیو کې له واکه لیرې کړی شوی افغان پاچا وژغوري :« د بیلګې په توګه د افغانستان شړل شوی پاچا کیدی شي په پټه د افغانستان کومې سیمې ته ځان ور سوي او له خلکو د مرستې غوښتنه وکړي . »
کیسنجر پوښتنه وکړه « ایا تاسو اعلی حضرت کوم پلان لرئ؟ او ایا پلان دیته اړتیا لري چې پراختیا ور کړل شي ؟»
شاه ځواب ور کړ :«دغه پلان باید پراخ کړی شي »
کیسنجر له شاه سره موافقه وکړه«ډیپلوماټیکه سناریو به ډیره مهمه وي . په دغه ډول وضیعت کې به دا ښه وي چې چټک کار تر سره کړو .»
شاه ورته وویل چې :« بالکل ، موږ باید دا خبره جدي وګڼو . د کویت نیول به ډیر سخت هم نه وي . که عراق پر کویټ د سهار دچای پر مهال یرغل پیل کړي نو دوی به ټول کویټ تر ماسپښینه پورې ونیسي .» شاه زیاته کړه چې « په سعودي عربستان کې دکودتا لپاره شوروي اتحاد کوم څه نه لري موږ باید په سعودي کې د کودتا لپاره له دننې ځواکونه را پورته کړو.»
کیسنجر خبر دارئ ورکړ:« لکه چې تاسو د سعودي عربستان لپاره خپل احتمالي پلان جوړ کړی، په دې اړه له هلمز پرته له بل هېچا سره خبرې مه کوه او که یې له بل چا سره شریک نه کړي دا به ډېره غوره وي. دا مسئله په ټیلیګرام کې له چا سره مه شریکوه. دا په دې مانا ده چې په واشنګټن کې ایرانۍ سفیر اردیشیر زاهدي به نور د دې چانس ونه لري چې په لیکلي ډول په دې مسئله کې معلومات تر لاسه کړي.»
شاه په ځواب کې ورته وویل چې « زه له تاسو سره موافق یم موږ له عراقي کردیانو سره عیني ډول پلان پرمخ بیایو موږ هېڅ ډول لیکلی څه نه لرو هرڅه په شفاهي ډول تر سره کیږي.»
شاه د امریکا له ولسمشر څخه وغوښتل چې عراقي بېلتون پالو او قومي شخړو پالونکو ته ډېرې وسلې ورکړي. کیسنجر ژمنه وکړه چې د شاه له دغې غوښتنې سره د زړه له تله د مرستې لېوالتیا لري او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې یو څه ترسره کړي. خو هغه په دې تړاو خپله اندېښنه درلوده. هغه وپوښتل:« ایا موږ دوی ته کوم شرایط وړاندې کړو؟ » هغه وېره درلوده چې کېدای شي د دغو کردي بېلتون پالو مشرانو ته صدام حسین داسې ډول وړاندیز وکړي چې هغوی یې ومني. د ایران باچا رضا شاه وړاندیز وکړ چې د عراق د شمال لپاره دې په تبعید کې یو ګوډاکۍ کردي حکومت جوړ شي. دا کار به د هغه په باور په بېلتون پالو کردیانو دا فشار زیات کړي چې د دوی له اجازې پرته له عراقي دولت سره د سولې کوم تړون لاسلیک نه کړي.
هغه وروسته بېرته د بحث موضوع پر کوېټ او سعودي عربستان را تاو کړه. شاه ټینګار وکړ چې « د سعودي عربستان د برید یا خرابولو لپاره یو احتمالي پلان باید ډېر پټ وي. سعودي عربستان له کوېټ سره ډېر توپیر لري. زه دا خبره د ځان لپاره نه کوم. زه فکر کوم چې دا د اروپایانو له نظره ډېره مهمه ده.»
کیسنجر ورته وویل:« موږ باید په دې موافقه وکړو چې تر هر ډول شرایطو لاندې چې هر پلان جوړ شوی باید همغه ډول عملي شي. موږ کېتدای شي اړ شو چې په دې وپوهیږو کوم ډول خوځښتونه رامنځ ته شویدي او موږ څه ته اړیو . . . .کله چې تاسو اعلی حضرت تهران ته ورسېدی کېدای شي یو پلان برابر کړی.»
شاه ښاغلي هلمز ته وویل: « څوک به په دې پروګرام کې ښکېل وي؟»
هلمز وویل: « په سپینه ماڼۍ کې له څو کسانو پرته به نور څوک په دې پلان کې نه وي شامل.»
کیسنجر زیاته کړه:« تاسو ښاغلی کولی شئ چې سفیر هلمز ته ووایاست چې په دغه وخت کې تاسو تیار یاست. موږ او تاسو کېدای شي د یوه کس د استولو را استولو په مټ خپلې خبرې اترې په دې تړاو مخته یوسو. موږ کېدای شي دغه مسئله له نور هېچا سره شریکه نه کړو او نه به هم د سپینې ماڼۍ نور چارواکي په دې کې ښکېل شي.»
هلمز په ډاګه کړه چې:« دا کار په اسانۍ سره تر سره کېدای شي او ډېره ستونزمنه نه ده.»
شاه تایید کړه او زیاته یې کړه چې:« پر همدې مهال موږ باید د یو شمېر سعودیانو لکه شهزاده فهد او یا شهزاده سلطان د خپلولو هڅې وکړ چې له ایران سره رسمي مرسته وکړي.» شاه په دې فکر کاوه چې یوه عمومي پلان ته اړتیا ده چې د سعودي شک لرې شي چې دوی ورته پلان جوړ کړی.«په ښکاره ډول موږ یوه احتمالي پلان ته اړتیا لرو. نو د دې لپاره چې پلان بشپړ شي، موږ باید له سعودیانو سره رسمي همکاریو ته پراختیا ورکړو. ... زه به له ښاغلي هلمز سره د احتمالي یا بېړني پلان په اړه خبرې وکړم.» شاه په خندا زیاته کړه:« زه به په دې اړه سبا ته د سنا د بهرنیو اړیکود کمېټې له مشر سره هېڅ خبرې ونه کړم.»
کیسنجر د شاه په دغه خبره وخندل او د ټوکې په ډول یې د واټرګیټ په مسئلې کې د هغه ښکېلتیا ته اشاره وکړه «کېدای شي دا مسئله هم سبا د ورځپانو د سر سر ټکی وي.»
بېړنی نظامي پلان باید د هر ممکن کار لپاره جوړ شي. خو دغه بېړنی احتمالي پلان باید په ایران کې دننه جوړ او ایران ته د مخامخو ګواښونو په درک کولو سره برابر او د امریکا ملي ګټو هم په کې انعکاس موندلی وي. که دغه پلان عملي شي، په منځني ختیځ او لوېدیځه اسیا کې به د قدرت توازن بدل کړي او ایران به د خلیج د تېلو او ګازو مهم واکمن تولیدونکی ځواک کړي او د لوېدیځ به ډاډمن شي چې شاه د زړه له تله غواړي د امریکا لپاره د انرژۍ د برابرونکي په توګه خپلې کړې ژمنې سمې عملي کوي.
دا داسې یو پلان وو چې په منځني ختیځ کې یې د مذهبي جګړې د راپیدا کولو وړتیا لرله او شیعیه ایران یې له سني مذهبه عرب ګاونډیانو سره په بشپړې جګړې کې ښکېل کولی شوای او د شوروي اتحاد رېښو ته یې هم زیان اړولی شو. شاه په سعودي عربستان او کوېټ کې د رژیم د بدلون ملاتړ کاوه او دغه کار یې د یوه نامعلوم سیمه ییز بېړني حالت یا بحران د رامنځ ته کېدو له لارې غوښت او ډېر لېوال و چې تر ټولو دمخه یې عراق را نغاړلی وای او د هغه ملاتړي شوروي ته یې زیان رسولی وای. عربي حکومتونو د ایران له باچا سره په یوه وټ کې خپل اوښان نه څرول او هغه یې نه خوښېده. په ځانګړې توګه په ۱۹۷۱ کال کې د خلیج د ۳ وړو تاپوګانو له نیونې وروسته چې ټولو عربانو ته لاهم د عذاب او درد رسېدو ټکي وو.
د امریکا د دفاع نوي وزیر جیمز سچلیزنجر وروسته په ډېر مناسب ډول د ۱۹۷۳ کال په اوړي کې شته نظرونو ته د بیا کتنې لپاره د شاه یوه نوي رسمي سفر ته لاره هواره کړه او دارنګه یې د نیکسون او کیسنجر ترمنځ د شاه د یوه اړخ په اړه د نوي نظر د ورکړې لپاره زمینه برابره کړه، ځکه چې کیسنجر او نیکسون هم د شاه له پلانونو سره په بېلا بېل انداز کې موافق وو.
( د ایران شاه، لکه چې تاسو یې کېدای شي وپېژنئ، له کله چې په ایران کې مطلق باچا وو، لېوال و چې په تهران کې خپلې ټولې مفکورې عملي کړي، که به هغه سمې او که به نا سمې وې. او لکه چې ویې کړل، هغه وروسته د یوې ډلې کسانو لخوا سخت و ننګول شو او ورته یې وویل «ښاغلی اعلی حضرت تاسو څومره هوښیار او څومره پوه یاست. هغه د خپلو ستراتیژیکو نظرونو په اړه له ډېرو سره مشوره نه کوله چې ځینې یې پر یوه بنسټ ولاړ وو او ځینې نور یې هسې خوشي خیال پلو و.»
په دغه ماښام ولسمشر نیکسون، د پهلوي شاه په ګډون ایراني چارواکي او ۱۱۵ نور مېلمانه له خورا ځلېدلي او زرین ماښامي وروسته د سندرغاړي ټوني مارتین لخوا په ښکلو سندرو ډېر خوشحاله کړل شول. مارتین په ۱۹۳۸ کال کې خپل لومړی د سرو زرو مډال اخیستی وو. هغه د « د ۲ لپاره چای، د ۲ لومړیو جوړو لپاره سبا نه شته او یو شمېر نورو مشهورو سندرو په ویلو سره دغې شپې ته ځانګړی خوند، رنګ او غږ ور کړی و.» خو ولسمشر ددغه پروګرام پر مهال ډېر په خوند کې و، رنګ یې تک سور او قهويي شوی و او ډېر نااشنا نا اشنا خوښي یې کوله او له خبریالانو سره یې د خبرو پرمهال ډېر غیر معمول چلند کاوو.
مرستیال ولسمشرسپېرو اګنیو هڅه وکړه چې یوه ټوکه وکړي چې د خلکو او خبریالانو پام له ولسمشر نیکسون څخه بلخوا واړوي، خو پروګرام ښکارېده چې لږ تر لږه د ولسمشر لپاره له سختو مزو ډک و. په دا سبا ورځ یې د ایران باچا په بلییر هاوس ماڼۍ کې چې د ده د اوسېدو ځای و یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال په تکرار ډول ایران له برېتانیې، فرانسې او لوېدیځ جرمني سره پرتله کړ او د منځني ختیځ له هېوادونو سره یې د ایران پرتله کول ناسم نظر وباله. هغه وویل چې «ایران نوی ستر ځواک یا طاقت دی» هغه اعلان وکړ چې « په بشپړ ډول سره دا پلان لري چې اف ۱۴ جټ جنګي الوتکي وپیري؛ خو دا یې ونه ویل چې څومره؟ هغه دارنګه وویل چې هغه به د اېف ۱۵ جنګي الوتکو تولید ته هم پام کوي چې د مکډونالډ ډاګلاس د کمپنۍ لخوا جوړیږي. هغه دغه الوتکې د واشنګټن او تهران تر منځ پېچلې اړیکې وبللې.»
رضا شاه له خپلې کورنۍ او ما شومانو سره د جولای په ۲۹ نېټه پاریس ته ورسېد. په همدې ماسپښین د در باور وزیر اسد علم هم له شاه او د هغه له ۴ ماشومانو سره یو ځای شو. هغه (باچا)، علم ته ډاډ ورکړ چې امریکایانو هغه ټول شیان ورکړل یا یې ورکوي چې ده ترې وغوښتل.